Jump to content

فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
مړینه 25 اگسټ 1900 (56 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت جرمني [۲۰][۲۱]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
استاد جکوب بورکهارټ   ويکيډاټا کې (P1066) ځانګړنې بدلې کړئ
نامتو زده کونکي روډولف سټاينر   ويکيډاټا کې (P802) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۲۲][۱۸][۱۹][۲۱]،  شاعر ،  ليکوال [۲۲][۱۸][۱۹][۲۳][۲۱]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه جرمني ژبه [۲][۲۴]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فلسفه ،  جمالیات ،  نیهیلیزم ،  اخلاق ،  ساپوهنه ،  انټولوژي ،  شعر ،  مذهب ،  هڅوب ،  سياست   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر ارتر شوپنهاور ،  هېراکلیتوس ،  رالف والډو ایمرسن ،  چارلس ډاروین ،  بلیز پاسکال ،  نېكولو مكياوېلې ،  ادګار آلن پو ،  هيپولايټ ټېن ،  باروچ سپینوزا ،  زردشت ،  ميشل ډي مونټني ،  دېموکریتوس ،  اپیکوروس ،  ګوېټه ،  ژان ژاك روسو ،  وېليم شېکسپيير ،  ماکس شتیرنر ،  امپيدوکلېس ،  اپلاتون ،  ارستو ،  ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس ،  ولټېر ،  سوکرات ،  گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ،  امانوېل کانت ،  فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي [۲۵]،  لرغونې يوناني فلسفه ،  ډيونيسوس ،  مقدوني سکندر ،  هومر ،  جولیوس قیصر ،  ليو انډريس سيلومي ،  ناپليون بوناپارت [۲۶][۲۷][۲۸]،  الکساندر هرتسن [۲۶][۲۷][۲۸]  ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د فرانسې او پروس جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۲۱]  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲۹]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فریدریش ویلهلم نیچه (۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴ – ۲۵ اګست ۱۹۰۰ ز کال) آلماني فیلسوف، کلتوري نقد کوونکی او فیلوژست و چې آثارو یې په معاصرې فلسفې یا د معاصر تفکر په تاریخ ژور اغېز لرلی دی. هغه وړاندې له دې چې فلسفې ته مخه کړي، د یوه کلاسیک فیلوژست په توګه یې په کار پیل وکړ. هغه تر ټولو ځوان کس و چې په ۱۸۶۹ ز کال کې یې د ۲۴ کلونو په عمر په بازل پوهنتون کې د کلاسیکې فیلولوژۍ چوکۍ خپله کړه. نیچه په ۱۸۷۹ ز کال کې د روغتیايي ستونزو له امله، چې د ژوند په اوږدو کې ترې رنځېده، استعفا ورکړه، هغه خپلې ډېرې لیکنې په راتلونکې لسیزه کې بشپړې کړې. په ۱۸۸۹ ز کال کې د ۴۵ کلنۍ په عمر، هغه په بشپړ ډول خپله ذهني وړتیا له لاسه ورکړه. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د خپلې مور تر پام لاندې تر ۱۸۹۷ ز کال پورې د هغې تر مړینې او بیا له خپلې خور الیزابت فورستر- نیچه سره تېر کړل. نیچه په ۱۹۰۰ ز کال کې مړ شو.[۳۰][۳۱][۳۲]

د هغه په آثارو کې ګڼ شمېر موضوعات، لکه: هنر، فیولوژي، تاریخ، موسیقي، مذهب، تراژیدي، کلتور او علم شاملېږي چې له یو شمېر شخصیتونو، لکه: سقراط، زردشت، آرتور شوپنهاور، رالف والډو اېمرسون، ریچارډ واګنر او جان والف ګنګ ون ګویته نه یې الهام اخیستی.

د هغه له مړینې وروسته، د نوموړي خور الیزابت د نیچه په لاسي ډول لیکل شوو متونو ساتونکې او اېډیټ کوونکې شوه. هغې د نیچه نه خپرې شوې لیکنې له خپلې الماني فراملتي نظریې سره په سمون کې اېډېټ کړې، په داسې حال کې چې د نیچه له ښکاره عقیدې سره چې د یهودیت ضد او ملت پلوې پر ضد وه، په ټکر کې وه او یا یې هم د هغو د ناڅرګندولو هڅه په کې کړې وه. د هغې له خوا د نیچه خپاره شوي آثار له فاشیزم او نازیزم سره اړوند وو، د ۲۰ مې پېړۍ ډېری پوهانو له دغه تفسیر سره مخالفت وکړ او د هغه د لیکنو اصلاح شوې نسخې ډېر ژر د لاسرسي وړ وګرځېدې. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د نیچه مفکورې یوځل بیا محبوبیت وموند او د هغه نظریاتو د شلمې پېړۍ او یووېشتمې پېړۍ د پیل په فلسفي متفکرینو – په ځانګړي ډول د قاره یي فلسفې، لکه: هستي ګرايي (existentialism)، پوسټ مډرنېزم، پوسټ سټرکچرليزم (post-structuralism) په مکتبونو، هنر، ادبیاتو، شاعري، سیاست او عامه کلتور ژور اغېز لرلی دی.

ژوند

[سمول]

ځواني (۱۸۴۴- ۱۸۶۸ ز کال)

[سمول]

نیچه د ۱۸۴۴ ز کال د اکتوبر په ۱۵ مه وزېږېد، هغه په روکن ښارګوټي (اوس د لوتزن برخه ده) کې لیپزیګ ته څېرمه د پروس پاچهي په ساکسوني ولایت کې را لوی شو. د هغه نوم د پروس د پاچا څلورم ویلهم فریدریش له نوم نه اخیستل شوی، چې د نیچه د زوکړې پر ورځ هغه ۴۹ کلن شوی و (نیچه وروسته خپل منځنی نوم ویلهلم له ځانه لرې کړ). د نیچه پلاراو مور کارل لودویګ نیچه (۱۸۱۳-۱۸۴۹ز ) لوتري کشیش ، پخوانی ښوونکی او پرانزیسکا نیچه (پخوانی تخلص یې اوهلر) د نیچه له زېږون یو کال وړاندې په ۱۸۴۳ ز کال کې واده وکړ. دوی دوه نور ماشومان هم لرل: یوه لور، ایلزابت فورستر نیچه، زېږون ۱۸۴۶ ز کال؛ دویم زوی لوډ وېګ جوزف زېږون ۱۸۴۸ ز کال. د نیچه پلار د مغزو د ناروغۍ له امله په ۱۸۴۹ ز کال کې مړ شو، د هغه له مړینې شپږ میاشتې وروسته لوډ وېګ جوزف هم د دوه کلنۍ په عمر مړ شو. له دې وروسته یې کورنۍ نامبورګ ته کډه شوه او هلته یې د نیچه له مورنۍ انا او د هغه د پلار له دوو نا واده شوو خویندو سره ژوند وکړ. په ۱۸۵۶ ز کال کې د نیچه د انا له مړینې وروسته، د هغه کورنۍ خپل کور ته کډه شوه، چې اوس مهال د نیچه – هاوس، د نیچه د موزیم او مطالعاتو د مرکز په نوم یادېږي.[۳۳][۳۴]

نیچه د هلکانو په یوه ښوونځي او وروسته بیا په یوه خصوصي ښوونځي کې شامل شو، چېرې چې هغه له ګوستاو کرګ (Gustav Krug) او ویلهلم پاینډر (Wilhelm Pinder) سره ملګری شو، دوی درې واړه د ډېر درنښت وړ کورنیو نه وو. د یوه ښوونځي علمي اسناد چې په کې نیچه زده کړه کوله، په ډاګه کوي چې، نیچه په عیسوي الهیاتو کې مخکښ و.[۳۵]

په ۱۸۴۵ ز کال کې، هغه په نامبورګ کې په ډوم جمنازیوم (Domgymnasium) کې ګډون وکړ. له دې امله چې د هغه پلار دولت ته (د کشیش په توګه) کار کړی و، یتیم نیچه ته په فورټا ښوونځي کې د نړیوال سکالرشیپ وړاندیز وشو (دغه ادعا چې نیچه په خپله علمي وړتیا سره دغه سکالرشېپ ته منل شوی رد شوې: د هغه درجه په ټولګي کې په لوړه پوړۍ کې نه وه). هغه دلته له ۱۸۵۸ ز کال نه تر ۱۸۶۴ ز کال پورې زده کړه وکړه، له پاول دوسن (Paul Deussen) او کارل ون ګرسدروف (Carl von Gersdorff) سره ملګری شو. هغه وخت پیدا کړ چې په شعر او موسیقاري کمپوزونو کار وکړي. نیچه په نامبورګ کې د اوړي موسمونو پر مهال د «جرمنیا» په نوم د موسیقي او ادبیاتو د یوه کلپ مشري کوله. هغه په فورټا ښوونځي کې د یو شمېر ژبو: یوناني، لاتیني، عبراني او فرانسوي د زده کولو لپاره مهم چانس ترلاسه کړ، له همدې امله هغه وکولای شول، مهم لومړني منابع ولولي؛ هغه د لومړي ځل لپاره له کورنۍ لرې ژوند په یوه کوچني محافظه کاره چاپېریال کې تجربه کړ.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

نیچه یو اماتور کمپوز جوړوونکی و. هغه د نامبورګ په فورټا ښوونځي (Schulpforta) کې په ۱۸۵۸ ز کال کې په موسیقاري کمپوز جوړونه پیل وکړ او د غږ، پیانو او ویلون لپاره یې یو شمېر آثار کمپوز کړل. ریچارډ واګنر د نیچه موسیقي ته پام نه کاوه او په ۱۸۷۰ ز کال کې یې هغه خپلې ښځې کوزیما ته د زېږون د ورځې په مناسبت د پیانو د کمپوزېشن لېږلو له امله مسخره کاوه. جرمني ارکستر جوړوونکي او پیانو غږوونکي هانس ون بولو هم د نیچه یو بل کمپوز د « ډېر بې خونده او د موسیقي پر کاغذ د موسیقۍ ضد کمپوزیشن په توګه چې له ډېرې مودې وروسته ورسره مخامخ شوی» توصیف کړ. [۴۰][۴۱]

د ۱۸۶۴ ز کال په سپتمبر میاشت کې له فراغت وروسته، نیچه د وزیر کېدو په هیله په بن پوهنتون کې د الهیاتو او کلاسیکې فیلالوژي په زده کړه پیل وکړ. د لنډ مهال لپاره هغه او ډاوسن د فرانکفوني محصلانو ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. له یوه سمستر زده کړو وروسته (او د مور د غصې له امله)، هغه د الهیاتو زده کړه بس کړه او خپل باور یې له لاسه ورکړ. نیچه په ۱۸۶۲ ز کال کې د خپلې مقالې «عقیدې او تاریخ» په پیل کې استدلال کړی دی چې، تاریخي څېړنو د مسیحیت اصلي لارښوونې بې ارزښته کړې دي، خو داسې ښکاري چې د عیسې (ع)د ژوند په نامه د ډېوېډ سټراوس اثر، په دغه ځوان ژور اغېز لرلی دی. د مسیحیت د جوهر (The Essence of Christianity) په نامه د لوډوېګ فویر باخ (Ludwig Feuerbach) اثر، په دې استدلال چې خلکو خدای جوړ کړی، نه د هغو برعکس، په ځوان نیچه ډېر اغېز لرلی دی. د ۱۸۶۵ ز کال په جون میاشت کې د شل کلنۍ په عمر نیچه خپلې خور الیزابت ته چې کلکه مذهبي وه، لیک ولیکه او په کې یې څرګنده کړې وه چې ،هغه خپله عقیده بایللې. په دغه لیک کې په لاندې ډول لیکل شوي و:[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

له دې امله د انسانانو لارې جلا کېږي: که چېرې غواړې د روح د آرامښت او خوند اخیستو په موخه هڅه وکړې، نو ایمان ولره، خو که هیله لرې چې حقیقت ته لاسرسی پیدا کړې، بیا نو څېړنه وکړه....[۴۹]

وروسته له هغې، نیچه د فریدریش ویلهلم ریچل (Friedrich Wilhelm Ritschl) تر نظر لاندې د فیلالوژي په زده کولو پام وکړ، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې یې هغه د لیپزیګ پوهنتون ته یووړ.هلته هغه د نوموړي له بل زده کوونکي اروین روهډ (Erwin Rohde) سره نږدې ملګری شو. د نیچه فیلالوژیکي لیکنې ډېر ژر خپرې شوې.[۵۰]

په ۱۸۶۵ ز کال نیچه د آرتور شوپنهاور ټول آثار مطالعه کړل. هغه د خپلې فلسفي لېوالتیا بیدارېدل د شوپنهاور د The World as Will and Representation اثر پوروړې بولي او وروسته یې اعتراف وکړ چې، شوپنهاور یو له څو محدودو متفکرینو نه و چې ده ورته درناوی درلود. [۵۱]

نظريات

[سمول]

دده دښمنانو به هم دې د ارواپوهنې د ستر عالم په توگه پېژنده. ده د خپلو افكارو په واسطه د انسان پوهنيز او نظرياتي منافقانه اړخونه روښانه كړي دي. او په اخلاقو په غوره كونه كې يې څو داسې بنسټونه اېښي دي. ده به د حاضر وخت مفكر ته چندانې اهميت نه وركاوه، ځكه چې د راتلونكي انسان د لوړو او اوچتو صلاحيتونو غوښتونكې ؤ. د همدې تمې لمخې يې د عيسويت مخالفت هم وكړ. دده خيال ؤ چې تر هغې چې د فرد د ځاني نصب العين اړيكې دي، نو جسماني او ذهني توانونو او وړتياؤ يوه كېدنه اړين او ضروري برېښي. دده دا خيال ؤ چې انسان خپل جسم د هر شي منبع ده. كله چې هغه ته ددې پته ولگي، نو په اريانۍ او تعجب په سمندر كې ډو ب شي. دارنگه هغه ته هرشې د خپل وجود (جسم) برخه ښكاري، نو ځكه د خپل جسم ځانگړتياوې او نور مادي شيان په خپلو ځانگړو رنگونو كې نه شي كتلاى. ددې فلسفي دا نظريه د مسلمان واكمن منصور له دې نظريې سره چې (فنا في الوجود او فنا في الله) سره ډېر نږدېوالې لري.

په زړه پورې خبرې

[سمول]

د امريكي فلسفي وېل ډېورانټ د وينا لمخې: نيچه د داروين زوى او د بسمارك ورور ؤ. علامه اقبال د ښوونې لپاره جرمني ته ځي او له دې جرمني فلسفي څخه اغېزمن كېږي، چې دا اغېزمنتيا يې جرمني ته له تگ څخه مخكې او وروسته شاعرۍكې په ښه ډول ښكاري. د مرد مومن تصور يې د نېچه د (فوق البشر) تصور سره ډېر نږدېوالې لري. ليكنې Thus Spake Zarathustara

اخځليكونه

[سمول]
  1. اردو وېكيپېډيا www.ur.wikipedia.org
  2. اسلام او فلسفه، ليكوال: ملك كريم بخش، شيخ محمد بشير اېنډ سنز، ناشران و تاجران كتب- چوك اردو بازار- لاهور
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118587943  — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11917712p — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/439285 — subject named as: Friedrich Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zk5h48 — subject named as: Friedrich Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1481 — subject named as: Friedrich Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Friedrich Nietzsche — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Nietzsche,_Friedrich — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa407738/nietzsche — subject named as: Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Itaú Cultural — خپروونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-47060 — subject named as: Friedrich NIETZSCHE — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3642 — subject named as: Friedrich Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-47423-BD-.html — subject named as: Friedrich Wilhelm Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nietzsche-friedrich-wilhelm — subject named as: Friedrich Wilhelm Nietzsche — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Friedrich Nietzsche — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T062440
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0046051.xml — subject named as: Friedrich Wilhelm Nietzsche — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/20010 — subject named as: Friedrich Nietzsche
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2132 — subject named as: Friedrich Nietzsche
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ subject named as: Friedrich Nietzsche — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/80484
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=43734 — subject named as: Friedrich Nietzsche — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1369/ — خپرېدونېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/15739 — خپرېدونېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  20. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/31fhj7hm1w1m1l6 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118587943 — خپرېدونېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۲۴
  22. پیوستون : 118587943  — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  23. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7943267
  25. ليکوال: فرېدرېک وېلهېلم نېتشي — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — وينا: Script error: The function "Lang" does not exist.
  26. http://anthropology.ru/ru/text/percev-av/fnicshe-dela-semeynye
  27. http://www.nietzsche.ru/biograf/litera/niet-gercen/
  28. http://virlib.eunnet.net/sofia/06-2003/text/0613.html
  29. خپروونکی: MetaBrainz Foundation
  30. Wells, John C. 1990. "Nietzsche." Longman Pronunciation Dictionary. Harlow, UK: Longman. ISBN 978-0-582-05383-0. p. 478.
  31. Duden – Das Aussprachewörterbuch 7. Berlin: Bibliographisches Institut. 2015. ISBN 978-3-411-04067-4. p. 633.
  32. Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (in الماني). Berlin: Walter de Gruyter. pp. 520, 777. ISBN 978-3-11-018202-6.
  33. Wicks, Robert (2014). Zalta, Edward N. (ed.). Friedrich Nietzsche (Winter 2014 ed.).
  34. Kaufmann 1974، م. 22.
  35. "Friedrich Nietzsche". Human, All Too Human. BBC Documentary. 1999. بياځلي په 16 October 2019 – via Columbia College.
  36. Brobjer, Thomas H. (2008). "Why Did Nietzsche Receive a Scholarship to Study at Schulpforta?". Nietzsche-Studien. 30: 322–27.
  37. Wicks, Robert (2014). Zalta, Edward N. (ed.). Friedrich Nietzsche (Winter 2014 ed.).
  38. Krell, David Farrell, and Donald L. Bates. The Good European: Nietzsche's work sites in word and image. University of Chicago Press, 1997.
  39. Cate 2005، م. 37.
  40. Hollingdale, R. J. (2001). "Nietzsche, Friedrich". Grove Music Online. Oxford: Oxford University Press. DOI:10.1093/gmo/9781561592630.article.19943. ISBN 978-1-56159-263-0.  کينډۍ:Grove Music subscription
  41. "Who knew? Friedrich Nietzsche was also a pretty decent classical composer". Classic FM.
  42. Hayman, Ronald. Nietzsche: A Critical Life, p. 42. Oxford University Press, 1980.
  43. Kohler, Joachim. Nietzsche & Wagner: A Lesson in Subjugation, p. 17. Yale University Press, 1998.
  44. His "valedictorian paper" (Valediktionsarbeit, graduation thesis for Pforta students) was titled "On Theognis of Megara" ("De Theognide Megarensi"); see Anthony K. Jensen, Helmut Heit (eds.), Nietzsche as a Scholar of Antiquity, Bloomsbury Academic, 2014, p. 4.
  45. Higgins, Kathleen (2000). What Nietzsche Really Said. New York: Random House. p. 86.
  46. Schaberg, William (1996). The Nietzsche Canon. University of Chicago Press. p. 32.
  47. Salaquarda, Jörg (1996). "Nietzsche and the Judaeo-Christian tradition". The Cambridge Companion to Nietzsche. Cambridge University Press. p. 99.
  48. Hollingdale 1999، م. 21.
  49. Nietzsche, Letter to His Sister (1865). خوندي شوی له the original on 24 نومبر 2012.
  50. Magnus 1999.
  51. Pence, Charles H. (2011). "Nietzsche's aesthetic critique of Darwin". History and Philosophy of the Life Sciences. 33 (2): 165–90. PMID 22288334.[مړه لينکونه]