جمالیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

جمالیات یا ښکلا پېژندنه یا د ښکلا فلسفه (انګلیسي: Aesthetics, or esthetics) د فلسفې یوه څانګه ده چې د ښکلا او ذوق له طبیعت او همدا راز د هنر له فلسفې (د فلسفې خپله ساحه یې چې له جمالیاتو اخیستل شوې) بحث کوي. دا فلسفه د ښکلا ارزښتونه څېړي، چې ډېری وختونه د خوند یا ذوق د قضاوت له لارې بیانېږي.[۱][۲]

جمالیات د ښکلایي تجربې او قضاوت طبیعي او مصنوعي سرچینې دواړې رانغاړي. هغه څه په پام کې نیسي چې زموږ په ذهنونو کې څه ګرځي راګرځي، خاصتا کله چې موږ له جمالیاتي څیزونو یا چاپېریال سره بوخت یو لکه د بصري هنر لیدل، موسیقي اورېدل، شعر لوستل، د لوبې تجربه کول، یا د طبیعت سپړنه. د هنر فلسفه په ځانګړې توګه دا څېړي چې هنرمندان څه ډول د هنري کار تصور کوي، رامنځته کوي او ترسره کوي یې، او همدا راز خلک په څه طریقه هنر کاروي، خوند ترې اخلي او تنقید پرې کوي. جمالیات پر دې غور کوي چې ولې خلک ځینې هنري کارونه خوښوي او نور نه خوښوي، او همدا راز هنر څه ډول کولی شي پر مزاج یا ان زموږ پر باورونو اغېزې وښندي. جمالیات او د هنر فلسفه دواړه دا پوښتي چې "هنر څه شی دی؟" "یو هنري کار څه شی دی؟" او "څه شی ښه هنر رامنځته کوي؟"[۳]

د دغه ډګر پوهانو جمالیات د "هنر، کلتور او طبیعت د ژور انعکاس" په توګه تعریف کړي. په عصري انګلیسي کې د جمال یا ښکلا "aesthetic" اصطلاح همدا راز ښایي د اصولو یوې داسې ټولګې ته اشاره ولري چې د یوه ځانګړي هنري خوځښت یا تیورۍ کارونه بنسټیزوي (لکه یو څوک چې مثلا د رنسانس دورې د جمالیاتو په اړه خبره کوي).[۴][۵][۶]

د کلمې ريښه[سمول]

د ښکلايي (aesthetic) کلمه له لرغونې یوناني کلمې "αἰσθητικός" (aisthētikós، "ځیرک او بادرک، حساس، د حسي ادراک اړوند") څخه اخیستل شوې، چې په لویه کچه کې له "αἰσθάνομαι" (aisthánomai، "زه درک کوم، احساسوم، زده کوم") کلمې څخه راغلې او له αἴσθησις کلمې (aísthēsis، "پوهېدنه، احساس") سره تړاو لري. ویل کېږي چې جمالیات په دغه مرکزي معنا او مفهوم کې "د تخیل د خوښیو او لذتونو" په اړه د هغو مقالو له لړۍ سره پیل شوې، چې ژورنالیست جوزف اډیسن په ۱۷۱۲ کال کې د سپېکټېټر مجلې (The Spectator) لومړیو ګڼو ته لیکلې دي.[۷][۸]

د جمالیات اصطلاح د جرمني فیلسوف الکساندر بومګارټن له لوري په ۱۷۳۵ کال کې په خپله رساله "Meditationes philosophicae de nonnullis ad poema pertinentibus" (پښتو: د شعر اړوند ځینو مسایلو فلسفي نظرونه") کې له نوې معنا سره اختصاص او ابداع شوې وه. بومګارټن "جمالیات" غوره کړل ځکه هغه غوښتل د هنر پر تجربه د پوهې د یوې وسیلې په توګه ټینګار وکړي. په ښکلا "Aesthetica" (۱۷۵۰) ټوټه کې د جمالیاتو په اړه د بومګارټن تعریف ډېری وختونه د عصري جمالیاتو لومړی تعریف ګڼل کېږي.[۹][۱۰]

جمالیات او د هنر فلسفه[سمول]

ځینې پوهان​​ جمالیات او د هنر فلسفه جلا جلا ګڼي او ادعا کوي چې جمالیات د ښکلا او ذوق مطالعه ده په داسې حال کې چې دا بل بیا د هنري کارونو مطالعه ده. مګر جمالیات په ټولیز ډول هم د ښکلا او هم د هنر اړوند پوښتنې په پام کې نیسي. جمالیات د هنري کارونو، جمالیاتي تجربې، او جمالیاتي قضاوت په څېر موضوعاتو څېړنه کوي. ځینې ​​پوهان جمالیات د هیګل له وخته د هنر د فلسفې مترادف ګڼي، په داسې حال کې چې نور بیا ټینګار کوي چې د دغو نږدې اړوندو او سره تړلو ډګرونو ترمنځ پام وړ توپیر شته دی. په عملي توګه، جمالیاتي قضاوت د یو څیز حسي تفکر او تعمق یا هم ستاینې ته اشاره لري (ضرور نه ده چې هنري کار دې وي)، په داسې حال کې چې هنري قضاوت د هنر یا هنري کار پېژندنې، ستاینې یا تنقید ته اشاره لري.[۱۱]

فلسفي جمالیات باید نه یوازې د هنر او هنري کارونو په اړه خبرې او قضاوت وکړي، بلکې هنر هم باید تعریف کړي. د اختلاف یو عام ټکی دا دی چې آیا هنر له کوم اخلاقي یا سیاسي هدف څخه خپلواک دی.

جمالیات پوهان یا ښکلا پېژندونکي د هنر یو ممکن کلتوري مفهوم یا تصور له بشپړ نظري یا تیوریکي تصور یا مفهوم سره پرتله کوي. دوی د هنر ډولونه د هغه فزیکي، ټولنیز او کلتوري چاپېریال ته په پام سره مطالعه کوي. جمالیات پوهان له ارواپوهنې هم کار اخلي ترڅو پوه شي چې خلک د هنر د توکو او مسایلو په برخه کې څه ډول ګوري، اوري، تصور کوي، فکر کوي، زده‌کړه کوي او عمل کوي. جمالیاتي ارواپوهنه تخلیقي بهیر او جمالیاتي تجربې مطالعه کوي.[۱۲]

ښکلا[سمول]

ښکلا له هنر او ذوق سره یوځای د جمالیاتو یوه له اصلي موضوعاتو څخه ده. د ښکلا په ډېری تعریفونو کې دا مفکوره شامله ده چې یو څیز هغه مهال ښکلی دی چې درک یې له جمالیاتي لذت سره مل وي. د ښکلو څیزونو په مثالونو کې منظرې، لمر لوېده، انسانان او هنري کارونه راځي. ښکلا یو داسې مثبت جمالیاتي ارزښت دی چې له بدرنګۍ سره د هغې د منفي سیال په توګه توپیر لري او ورسره په تضاد کې دی.[۱۳][۱۴][۱۵]

بېلابېل ادراکات چې معمولا له ښکلا او د هغې له طبیعت او ماهیت سره تړلي دي، له یو بل سره په تضاد او ټکر کې دي، او د ښکلا درک کول له مشخصو ستونزو سره مخ کوي. له یوې خوا، ښکلا د یوې عیني او عمومي ځانګړتیا په توګه شیانو ته ویل کېږي؛ له بلې خوا بیا داسې ښکاري چې د کتونکي په ذهني او عاطفي غبرګون پورې اړه لري. د بېلګې په توګه ویل کېږي چې "ښکلا د لیدونکي په سترګو کې ده". ښایي ممکنه وي چې دا ادراکات سره یو شي او له دې تصدیق او تایید سره چې چې هم د ښکلي څیز له عیني ځانګړنو سره او هم د کتونکي یا لیدونکي له ذهني غبرګون سره تړاو لري، د دوی ترمنځ یووالی رامنځته کړای شي. د دې چارې د لاسته راوړلو لپاره یوه لاره دا ده چې تصور وکړو چې یو څیز هغه مهال ښکلی دی چې په درک کېدونکې سوژه کې د خاصو جمالیاتي تجربو رامنځته کولو ځواک ولري. دا ډېری وختونه له دې نظر سره یوځای کېږي چې سوژه باید د ښکلا په سمه توګه درک کولو او قضاوت کولو وړتیا ولري، او ځینې وختونه د "ذوق احساس" په نوم یادېږي. د ښکلا د تعریف او پوهېدو د څرنګوالي په اړه بېلابېلې مفکورې او مفاهیم وړاندیز شوي دي. کلاسیک مفاهیم د ښکلا پر عیني اړخ ټینګار کوي، او د ښکلي څیز او د هغه د برخو ترمنځ د تړاو له مخې یې تعریفوي: برخې یا اجزاء باید له یو بل سره په سم تناسب کې سره ځای پر ځای شي او په دې توګه یو همغاړی او غوټه شوی ټول (whole) تشکیل کړي. د لذتي مفکورې بیا د لذت او ښکلا ترمنځ د اړین تړاو په رامنځته کولو سره تر ډېره پر ذهني اړخ تمرکز کوي. د بېلګې په توګه، د یو څیز ښکلا د دې لپاره ده چې د بې علاقې خوښۍ یا لذت لامل شي. په نورو مفکورو کې بیا د ښکلو شیانو تعریف د دوی د ارزښت له مخې، د دوی په اړه مینه ناک چلند او یا هم د دوی د فعالیت له مخې کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نیوکې[سمول]

د یوه عمل په توګه د جمالیاتو پر فلسفه د ځینو ټولنپوهانو او د هنر او ټولنې د لیکوالانو لخوا نیوکې شوې دي. ریمونډ ویلیامز، د مثال په توګه، استدلال کوي چې هېڅ یو داسې ځانګړی او یا انفرادي جمالیاتي څیز نشته چې د هنر له نړۍ څخه یې قیاس یا استنباط کېدای شي، بلکه د کلتوري بڼو او تجربو دوام دی چې عادي وینا او تجربې پکې ښایي د هنر نښه وي. د "هنر" په واسطه موږ ممکن ډېر هنري "کارونه" یا "تخلیقات" چوکاټ کړو، داسې چې دا مرجع په یوه ځانګړي بنسټ یا پېښه کې پاتې کېږي او دا چاره د دې لامل کېږي چې ځینې کارونه یا نور ممکنه "هنرونه" له چوکاټه دباندې پاتې شي، او یا نور تعبیرونه لکه هغه ښکارندې چې ممکن د "هنر" په توګه ونه ګڼل شي.[۲۵]

پییر بوردیو د کانټ د "جمال" اړوند نظر سره موافق نه دی. هغه استدلال کوي چې د کانټ "جمال" یوازې د یوې تجربې استازیتوب کوي چې د لوړې طبقې د عادت او د علمي فراغت ​​​​پیداوار دی، چې د نورو هغو ممکنه او مساوي معتبرو "جمالیاتي" تجربو په مقابل کې واقع دی چې د کانټ له محدود تعریف څخه بهر دي.[۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. [۱], Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 28-02-2021.
  2. Zangwill, Nick. "Aesthetic Judgment", Stanford Encyclopedia of Philosophy, 02-28-2003/10-22-2007. Retrieved 07-24-2008.
  3. Thomas Munro, "Aesthetics", The World Book Encyclopedia, Vol. 1, ed. A. Richard Harmet, et al., (Chicago: Merchandise Mart Plaza, 1986), p. 80
  4. Kelly (1998) p. ix
  5. Riedel, Tom (Fall 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Review of Encyclopedia of Aesthetics 4 vol. Michael Kelly"]. Art Documentation: Journal of the Art Libraries Society of North America 18 (2): 48. doi:10.1086/adx.18.2.27949030. 
  6. "aesthetic – Definition of aesthetic in English by Oxford Dictionaries". Oxford Dictionaries - English. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Slater, Barry Hartley. "Aesthetics". Internet Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:OEtymD
  9. Wilson, N (31 October 2013). Encyclopedia of Ancient Greece. Routledge. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-78800-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  10. Guyer, Paul (2005). Values of Beauty: Historical Essays in Aesthetics. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-60669-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Shelley, James (2017), "The Concept of the Aesthetic", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2017), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Thomas Munro, "aesthetics", The World Book Encyclopedia, Vol. 1, ed. A. Richard Harmet, et al., (Chicago: Merchandise Mart Plaza, 1986), p. 81.
  13. Sartwell, Crispin (2017). "Beauty". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Aesthetics". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Beauty and Ugliness". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gary Martin (2007). "Beauty is in the eye of the beholder". The Phrase Finder. مؤرشف من الأصل في November 30, 2007. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sartwell, Crispin (2017). "Beauty". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sartwell, Crispin (2017). "Beauty". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Zangwill, Nick (2003). "Beauty". In Levinson, Jerrold (المحرر). Oxford Handbook to Aesthetics. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780199279456.003.0018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. De Clercq, Rafael (2013). "Beauty". The Routledge Companion to Aesthetics. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Craig, Edward (1996). "Beauty". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Beauty and Ugliness". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sartwell, Crispin (2017). "Beauty". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gorodeisky, Keren (2019). "On Liking Aesthetic Value" (in en). Philosophy and Phenomenological Research 102 (2): 261–280. doi:10.1111/phpr.12641. ISSN 1933-1592. https://onlinelibrary.wiley.com/doi/abs/10.1111/phpr.12641. 
  25. Raymond Williams, Marxism and Literature (Oxford Univ. Press, 1977), 155. کينډۍ:ISBN
  26. Pierre Bourdieu, "Postscript", in Distinction: A Social Critique of the Judgment of Taste (London: Routledge, 1984), 485-500. کينډۍ:ISBN; and David Harris, "Leisure and Higher Education", in Tony Blackshaw, ed., Routledge Handbook of Leisure Studies (London: Routledge, 2013), 403. کينډۍ:ISBN and books.google.com/books?id=gc2_zubEovgC&pg=PT403
  27. Laurie, Timothy (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Music Genre as Method"]. Cultural Studies Review 20 (2). doi:10.5130/csr.v20i2.4149.