انټولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

انټولوژي د فلسفې يوه څانګه ده، چې د موجوديت، هستۍ، جوړېدونکي او حقيقت مفاهيم څېړي. انټولوژي هغه پوښتنې په بر کې لري چې په بنسټيزو ډلو کې موجوديت يا هستي څنګه ډلبندي شوې ده او له دې ډلې کومې هستۍ په تر ټولو زياته بنسټيزه کچه شته. انټولوژي ته ځينې وختونه د شتون د علم په توګه کتل کېږي او د ماوراء الطبيعه يا (metaphysics) په نوم د فلسفې په يوې سترې څانګې پورې اړه لري.

انټولوژيستان ډېر کله هڅه کوي چې مشخص کړي چې تر ټولو پورته يا لوړ ډولونه څه دي او څرنګه کولی شي د ډلو يا ډلبندۍ يو داسې سيستم تشکيل کړي، چې د ټولو موجوداتو رانغاړونکې ډلبندي برابره کړي. په عام ډول مطرح شوو ډلو يا ټوليو کې مادې، ملکيتونه، اړيکې، د چارو حالتونه او پېښې رانغاړي. دا ټولۍ د بسنټيزو انټولوژيکو مفاهيمو لکه: خصوصيات او کليات، مادي والي او معنوي والي يا احتمال او اړتيا له مخې مشخص شوي دي. ځانګړې علاقه يا ګته د انټولوژيکي باور مفهوم دی، چې د يوې ډلې د موجوديت شتون په تر ټولو بنسټيزه کچه باندې مشخص کوي. په انټولوژي کې ډېر کله اختلافات په دې اړه دي، چې ايا د يوې ځانګړې ټولۍ اړوند هستۍ شتون لري که نه. که چېرې شتون لري، نو څه ډول له نورو هستيو سره تړلي دي يا ورسره اړيکه لري. [۱]

کله که د انټولوژي مفرد ويوکی (ontology) د شمېر وړ نوم په توګه جمع (ontologies) وکارول شي، نو د موجوداتو علم ته نه؛ بلکې د موجوداتو د علم په دننه کې نظریاتو ته راجع کېږي. انټولوژیک نظريات د هغوی د نظرياتي تعهداتو له مخې په بېلابېلو ډولونو وېشل کېدای شي. د (Monocategorical ontologies) يا يو ډلييز انټولوژي له مخې يوازې يوه بنسټيزه ډله يا ټولۍ شتون لری، چې دا نظريه د (polycategorical ontologies) د نظريې له خوا رد شوې ده. لړيزه يا سلسله يي انټولوژي ثابتوي چې ځينې موجودات په نسبتا زياته بنسټيزه کچه شته او نور موجودات په همدوی پورې تړلي دي يا ورباندې تکيه کوي. له بله پلوه (Flat ontologies) هر موجوديت ته لومړيتوب ورکړل شوی حالت نفې کوي.

ريښه پېژندنه يا ايتمولوژي[سمول]

انټولوژي (د هستۍ مطالعه) يوناني ترکيبي ويوکی دی، چې (ontos) د موجوديت او (logia) د منطقي وينا يا ليکنې په مانا سره دي. [۲][۳]

دا چې د انټولوژي ريښه يوناني ژبې څخه ده، د دې ويوکي تر ټولو پخواني شته سوابق نوې لاتيني بڼه (ontologia) ده، چې د يعقوب لوهارډ (Jacob Lorhard) له خوا په ۱۶۰۶ کال په (Ogdoas Scholastica) کې او د روډولف ګوکېل (Rudolf Göckel) له خوا په ۱۶۱۳ کال په (Lexicon philosophicum) کې راښکاره شوه.

انګليسي ته د انټولوژي ويوکی د لومړی ځل لپاره لکه څرنګه چې اکسفورډ انګليسي قاموس ثبت کړی دی، په ۱۶۶۴ کال د ګايډين هاروي (Gideon Harvey) له خوا د (Archelogia philosophica) په واسطه راغی. په لومړيو کې دا ويوکی د فيلسوفانو له خوا په خپله لاتيني بڼه وکارول شو چې د لاتينې او په خپل وار د يوناني ريښو پر بنسټ و. [۴][۵]

انټولوژي د ارستو له پوښتنې (شته والی د شته والي په ډول) سره نږدې يووالی لري. د دې پوښتنې له مخې پوښتل کېږي چې ټول موجودات په عام ډول په تر ټولو پراخه درک يا حس کې څه لري. د (Eleatic) اصل دې پوښتنې ته يو ځواب دی. دا اصل وايي چې هستي يا موجود په بېل ډول په علت يا سبب پورې تړلی دی، (ځواک د شتون يا هستۍ نښه ده). په دې ځواب کې يوه ستونزه دا ده چې دا ځواب معنوي شيان يو ډول يا کټ مټ ګڼي. يو بل څرګند مګر لږ منل شوی ځواب د (Berkeley) په شعار (اوسېدل حس کېدل يا درک کېدل دي) کې موندلی شو. د (شته والی د شته والي په ډول) پوښتنې ته په ښکاره ډول اړوند مګر ناورته ډول د ټولۍ يا ډلو ستونزه ده. ټولۍ يا ډلې د معمول له مخې د تر ټولو لوړو ډولونو په توګه کتل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ډلبندۍ يو سيستم د موجوداتو يو وېش برابروي چې ځانتنی (په فرد پورې تړلی) او جامع دی. هر موجود په دقيق ډول په يوې ډلې پورې اړه لري. دا ډول ګڼې ډلبندۍ وړانديز شوي دي. دوی ډېری وخت د مادې، ملکيت، اړيکو، د چارو حالت او پېښې رانغاړي. د ډلو تر منځ د توپير په هسته يا مرکز کې ګڼ انټولوژيکي مفاهيم او توپير دی. د بېلګې په توګه: د خصوصياتو او کلياتو مفاهيم، د ماديت او معنويت مفاهيم، د انټولوژيکي اتکا يا باور، د پېژندنې او کيفيت مفاهيم. له دې مفاهيمو سره ځينې وختونه داسې چلند کېږي، چې د ډلو تر منځ د توپير د تشرېح کولو په خپله ډلې يا ټولۍ کارول کېږي؛ يا دا چې د بېلابېلو انټولوژيکي نظرياتو د مشخص کولو لپاره نورې مرکزي ونډې لوبوي. د انټولوژي په علم کې د نظرياتو د عمومي موافقې لږوالی يا کمبود شته چې د بېلابېلو ډلو يا ټوليو د تعريف کولو په څرنګوالي پورې اړه يا علاقه لري. د انټولوژي بېلابېل پوهان ډېری وختونه په دې کې اختلاف لري، چې ايا يوه ځانګړې ډله په ټولو کې کوم غړي لري که نه، يا دا چې ایا يوه ورکړل شوې ډله بنسټ دی که نه؛ اختلاف لري.

خصوصيات (انفراديت) او کليات[سمول]

خصوصيات يا انفراديت په عادي ډول له کلياتو سره توپير لري. کليات له هغو بڼو سره علاقه يا اړيکه لري، چې کولی شي په بېلابېل انفراديت په واسطه د بېلګې يا مثال په ورکولو سره تشرېح شي. د بېلګې په ډول: رومي او ځمکنی توت دواړه دوه انفرادي توکي يا خصوصيات دي، چې د بېلګې په ورکولو سره طبيعي سوروالی تشرېح کوي. کليات په عين وخت کې د فضا په ګڼو څرګندو موقعيتونو کې شتون درلودلی شي، په داسې حال کې چې انفراديت په يو وخت کې يوازې په يو موقعيت کې محدود شوی دی. له دې ورهاخوا، کليات کولی شي په بېلابېلو وختونو کې په بشپړ ډول شتون درلودلی شي، چې د همدې له امله ځينې وختونه ورته د نه تکرارېدونکي انفراديت په پرتله د تکرارېدونکي په توګه خطاب کېږي. د کلياتو يوه اصطلاحي او تش په نامه ستونزه په خپلو شکلونو يا بڼو کې د بېلابېلو شيانو د څرنګوالي تشرېح ده. د بېلګې په توګه: څرنګه کېدلی شي چې رومي او ځمکنی توت دواړه دې سور رنګ ولري. د کلياتو په اړه حقيقت پالونکي باور لري، چې کليات شته. دوی د کلياتو ستونزه د دواړو موجوداتو په واسطه د طبيعي ګډ ايښودل شوي ورته والي په تشرېح کولو سره حل کوي. حقيقت پالونکي په خپل منځ کې په دې اړه په ډلو وېشل شوي دي، چې ايا کليات کولی شي د کوم څه (ante res) په واسطه په بېلګې ورکولو سره ستون ولري او که نه په شکلي معما (in rebus). له بله پلوه خيال پلوي د کلياتو شتون ردوي. دوی بايد نورو نظرياتو ته وروګرځي، تر څو تشرېح کړي چې څرنګه يوه نوعه کولی شي څو (بېلابېلو) موجوداتو ته د بېلګې په ډول د موجوداتو تر منځ د بنسټيز ورته والي اړيکو يا يوې عامې طبيعي ډلې ته د ګډ غړيتوب په فرض کولو يا ځای پر ځای کولو سره؛ عام وي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مانا او ماده[سمول]

زيات فيلسوفان مني چې د مادي او معنوي شيانو تر منځ انفرادي او ټوليز يا جامع امتياز شته. ځينې فيلسوفان دا د موجوداتو تر ټولو عمومي وېش ګڼي. د مادي شيانو په بېلګو کې نباتات، انسانان او سيارې راځي، په داسې حال کې چې لکه عددونه، سيټونه او اضافي توري معنوي شيان دي. د عمومي تفاهم يا توافق سره سره، چې د نمونه قضيو سره علاقه او اړيکه لري، مګر په دې اړه چې ماديت او معنويت کومې ځانګړې نښې لري؛ د نظر لږ يووالی شته. مشهور وړانديزونه د دواړو اصطلاحاتو تر منځ د ۱) د فضا د وخت په دننه يا د باندې کې شتون تر منځ، ۲) د سبب او مسبب درلودلو يا نه درلودلو تر منځ او ۳) په لويې وچې پورې اړه درلودل يا اړين موجوديت تر منځ د امتياز معرفي کول رانغاړي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

انټولوژيک باور يا اتکا[سمول]

که چېرې لومړنی موجود د دويم موجود څخه پرته نه شي کولی واوسېږي يا شتون ولري؛ نو يو موجود په انټولوژيک ډول په يو بل موجود باندې تکيه کوي. له بله اړخه په انټولوژيک ډول خپلواک موجودات کولی شي پّ خپله شتون ولري. د بېلګې په توګه: د يوې مڼې سطحه له مڼې څخه پرته شتون نه شي لرلی او په انټولوژيک ډول په مڼې پورې تړلې ده. موجودات ډېری وختونه داسې توصيف کوي، چې په انټولوژيک ډول ناخپلواک هغه خواص رانغاړي چې د دوی په حاملينو او پولو يا سرحداتو باندې تکيه کوي، چې په هغه موجود باندې تکيه کوي چې دوی يې له خپلې شاوخوا څخه محدودوي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Hofweber, Thomas (2020). "Logic and Ontology". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite dictionary
  3. کينډۍ:LSJ
  4. "ontology." Oxford Advanced Learner's Dictionary. Oxford Dictionaries (2008)
  5. Harvey, Gideon. 1663. Archelogia philosophica nova, or, New Principles of Philosophy. Containing Philosophy in General, Metaphysicks or Ontology, Dynamilogy or a Discourse of Power, Religio Philosophi or Natural Theology, Physicks or Natural philosophy. London: J.H.
  6. Borchert, Donald (2006). "Ontology". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sandkühler, Hans Jörg (2010). "Ontologie: 2.1 Antike". Enzyklopädie Philosophie. Meiner. Nach einer berühmten Formulierung von Aristoteles (384-322 v. Chr.), der zwar wie auch Platon nicht den Ausdruck ›O.‹ verwendet, sich jedoch der Sache nach in seiner ›ersten Philosophie‹ ausführlich damit befasst, lässt sich O. charakterisieren als die Untersuchung des Seienden als Seiendem (to on he on). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Flage, Daniel E. "Berkeley, George". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Thomasson, Amie (2019). "Categories". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sandkühler, Hans Jörg (2010). "Ontologie: 4 Aktuelle Debatten und Gesamtentwürfe". Enzyklopädie Philosophie. Meiner. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Honderich, Ted (2005). "particulars and non-particulars". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Craig, Edward (1996). "Particulars". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. MacLeod, Mary C. "Universals". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. The Editors of Encyclopaedia Britannica. "Realism - Universals". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Honderich, Ted (2005). "Ontology". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rosen, Gideon (2020). "Abstract Objects". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Honderich, Ted (2005). "abstract entities". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Craig, Edward (1996). "Abstract objects". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sandkühler, Hans Jörg (2010). "Ontologie: 4.2.3 Ontologische Unabhängigkeit. Ganz grob gesagt versteht man unter existenzieller oder ontologischer (im Gegensatz z.B. zu logischer) Unabhängigkeit die Fähigkeit, ›alleine zu existieren‹.". Enzyklopädie Philosophie. Meiner. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Varzi, Achille (2015). "Boundary". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tahko, Tuomas E.; Lowe, E. Jonathan (2020). "Ontological Dependence". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Erices, Gonzalo Nuñez (2019). "Boundaries and Things. A Metaphysical Study of the Brentano-Chisholm Theory". Kriterion: Journal of Philosophy 33 (2): 15–48. https://philpapers.org/rec/ERIBAT.