د فرانسې او پروس جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسې او پروس جګړه یا د فرانسې او جرمني جګړه چې په فرانسه کې تر ډېره پورې ورته د ۱۸۷۰ زکال جګړه ویل کېږي د فرانسې د دویمې سترواکۍ او د پروس د پاچا تر مشرۍ لاندې د شمالي جرمني د کنفدراسیون ترمنځ جګړه وه. دغې جګړې چې د ۱۸۷۰ زکال د جولای له ۱۹مې څخه د ۱۸۷۱ زکال د جنوري تر ۲۸ مې نیټې پورې دوام وکړ، تر ډېره پورې یې په اروپا کې د فرانسې د ځایګي ساتلو اړوند د دغه هېواد له هوډ څخه سرچینه اخیسته؛ هغه چې په ۱۸۶۶ زکال کې په اتریش باندې د پروس له پرېکندې بریا وروسته تر پوښتنې لاندې راغلی و. د یو شمېر تاریخ پوهانو په خبره د پروس لومړي وزیر اوتو فون بسمارک په قصدي ډول فرانسویان تحریک کړل څو له پروس سره د جګړې اعلان وکړي او په دې سره وکولای شي د جرمني په سویل کې څلور خپلواک دولتونه – بادن، وورتمبرګ، باواریا او هسن-دارمشتات – د جرمني له شمالي کنفدراسیون سره یوځای کېدو ته اړ کړي؛ یو شمېر نور تاریخ پوهان بیا ادعا کوي چې بیسمارک له دغو شرایطو څخه د هغو د رامنځته کېدو په حال کې ګټنه وکړه. ټول په دې یوه خوله دي چې بیسمارک د نوي جرمني د اتحاد لپاره محرکه قوه د هغو ټولیز وضعیت ته په پام تشخیص کړې وه. [۱][۲]

فرانسې د ۱۸۷۰ زکال د جولای په ۱۵مه خپل پوځ په حرکت راوست چې له امله یې د شمالي جرمني کنفدراسیون هم په همدغه ورځ باندې د خپلو ځواکونو په بسیج کولو سره ځواب ورکړ. د ۱۸۷۰ زکال د جولای په ۱۶مه د فرانسې پارلمان له پروس سره د جګړې په ګټه رایه ورکړه. فرانسې د اګست په دویمه د جرمني پر خاورې برید وکړ. جرمني ائتلاف خپل ځواکونه له فرانسویانو څخه په اغېزمنه توګه چمتو کړل او د اګست په څلورمه نېټه یې د فرانسې په شمال ختیځه برخه برید وکړ. جرمني ځواکونه د شمېر، روزنې او رهبرۍ له امله په فرانسوي ځواکونو مخکې و او له معاصرې ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د اوسپنې له پټلۍ او توپخانې څخه یې اغېزمنه ګټنه کوله.

د فرانسې په ختیځ کې د پروس د چټکو بریاو لړۍ چې د میتز په کلابندۍ او د سدان په جګړې سره خپل اوج ته ورسېده لامل وګرځېده څو د فرانسې سترواک دریم ناپلیون ونیول شي او په دې سره د فرانسې د دویمې سترواکۍ پوځ پرېکنده ماته وخوري. د سپټمبر په څلورمه نېټه په پاریس کې د ملي دفاع په نامه حکومت جوړ شو او جګړې ته یې د پنځو نورو میاشتو لپاره هم دوام ورکړ. جرمني ځواکونو له نوي فرانسوي پوځ سره د فرانسې په شمال کې جګړه وکړه او هغوی ته یې ماته ورکړه، ورپسې یې د څلور میاشتو لپاره پاریس کلابند کړ، تر دې چې د ۱۸۷۱ زکال د جنوري په ۲۸ مه په پاریس کې حکومت سقوط وکړ او په عملي بڼه جګړه پای ته ورسېده.

د جګړې د پای په وروستیو ورځو کې د جرمني په بریا سره د جرمني د دولتونو اتحاد د پروس د پاچا لومړي ویلهلم او لومړي وزیر بیسمارک تر مشرۍ لاندې د جرمني د سترواکۍ اعلان وکړ. له پام وړ اتریش پرته د جرمني لوی اکثریت د لومړي ځل لپاره د یو متحد ملت د دولت تر چتر لاندې سره یو لاس شول. له فرانسې سره له اوربند وروسته د ۱۸۷۱ زکال د می په ۱۰مه د فرانکفورت هوکړه لاسلیک شوه او په دې سره فرانسې جرمني ته میلیاردونه فرانکه تاوان او همدارنګه یې د الزاس او لورن ډېرې برخې وسپارلې چې وروسته د الزاس – لورن د سلطنتي قلمرو په نوم وپېژندل شوې.

دغې جګړې په اروپا تل پاتې اغېز وکړ. د جرمني د اتحاد په چټکتیا سره دغې جګړې په پام وړ توګه په دغه لویه وچه کې د ځواک توازن ته بدلون ورکړ او د جرمني نوی ملي دولت په اروپا باندې د ځمکنۍ واکمنې فرانسې ځای ونیو. په دې سره بیسمارک په راتلونکو دوه لسیزو کې په نړیوالو چارو کې پام وړ واک درلود او د خپلې عملګرا او ځیرکې دیپلماسۍ پر مټ یې شهرت وموند؛ هغه په نړیواله کچه د جرمني اعتبار او نفوذ زیات کړ. په فرانسه کې دغې چارې سلطنتي واکمنۍ ته پای ټکی کېښود او له امله یې لومړنی دوامداره جمهوریت رامنځته شو. د فرانسې له ماتې څخه راولاړې شوې ناخوښۍ د پاریس کمون (د انقلاب پر مهال د فرانسې حکومت) راوپاراوه او د خپل انقلابي پاڅون له خونړي ځپلو دوه میاشتې وړاندې یې واک خپل کړ. دغه پېښو بیا د فرانسې د دریم جمهوریت په سیاستونو او پالیسیو اغېز وکړ.

په سمندر کې جګړه[سمول]

کلابندي[سمول]

هغه مهال چې جګړه پیل شوه د فرانسې دولت د جرمني د شمالي سواحلو د کلابندۍ امر وکړ، چېرې چې د شمالي جرمني فدرال سمندریز ځواک ته اړوند یوازې پنځو آیرونکلاډ او نورو کوچنیو بېړیو نه شو کولای له هغوی سره مقابله وکړي. د جګړې په ډېر مهال کې د جرمني درې ایرونکلاډ لویې بېړۍ د هغو د ماشینونو د خرابوالي له امله له کاره لوېدلې وې. یوازې برج لرونکې اس ام اس آرمینیوس (SMS Arminius) بېړۍ د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لرله. هغه مهال چې د یادو بېړیو د ماشینونو جوړول پای ته ورسېدل، فرانسوي بېړۍ له وړاندې هلته رسېدلې وې. دغه کلابندي تر یوه بریده په پاریس کې د جګړې د طراحانو لپاره د اساسي ارزونو په موخه بریالۍ وه. ریزرف ځواکونه چې په پام کې و د جګړې پر مهال ترې ګټنه وشي د نیوفونډلنډ او یا د سکاټلنډ د کبانو د نیولو په ځایونو کې بوخت و. د فرانسې د سمندریز ځواک د ۴۷۰ بېړیو یوازې یوه برخه د جولای په ۲۴مه سمندر ته ولېږل شوه. ډېر لږ وخت وروسته د فرانسې سمندریز ځواکونه د ډبرو د سکرو له کمښت سره مخ شول چې په ورځ کې یې ۲۰۰ کوچنیو ټنو (۱۸۰ ټنو) ډبرو سکرو ته اړتیا لرله او بېړیو یې هم یوازې د ۲۵۰ کوچنیو ټنونو (۲۳۰ ټنو) په اندازه د ډبرو د سکرو د زخیرې کولو وړتیا لرله. د ویلهلمس هافن کلابندي ماته شوه او په بالتیک سیند کې د جګړې کولو او یا هم فرانسې ته د بېرته راګرځېدو اړوند د عملیاتو متناقضو فرمانونو د فرانسې د سمندریز ځواک هڅې بې ارزښته کړې. د ډو چاربون (du charbon) د غوښتنې له امله د یوې اغېزمنې کلابندۍ طرحه بې ځایه شوه. د پروسي بېړیو له خوا د فرانسوي بېړیو تعقیب کولو په چټکۍ سره د فرانسوي بېړیو د ډبرو د سکرو زېرمې تشې کړې. خو له دې سره هم د سمندریزو عملیاتو د لږ بریا اصلي لامل له لویې بریتانیا سره د سیاسي ستونزو د راولاړېدو له امله د فرانسوي قوماندانانو ویره وه. دغې چارې د بریتانیا تر بیرغ لاندې د جرمني د سوداګرۍ د درولو په برخه کې د فرانسوي قوماندانانو مخه ونیوله. ورته مهال د کلابندۍ د محدودو اقداماتو په خوا کې فرانسویانو د جرمني د سوداګرۍ پر وړاندې پام وړ ستونزې را ولاړې کړې.[۳][۴][۵][۶][۷]

دریم ناپلیون او د فرانسې اعلی سرقوماندانۍ په الزاس- لورون باندې د جرمنانو د کېدوني برید د ګواښ د کمولو په موخه د جګړې په پیل سره د جرمني په شمال باندې سمندریز برید طراحي کړ. فرانسویانو تمه لرله چې دغه برید به جرمني ځواکونه منحرف کړي او دوی به ډنمارک وهڅوی څو له خپل ۵۰ زره کسیز پوځ او سلطنتي سمندري ځواک څخه په ګټنې په جګړه کې ځان ښکېل کړي. دوی خبر و چې پروس په وروستیو کې په خپلو لویو شمالي بنادرو کې د سواحلي توپخانې په ګډون چې په ۴۰۰۰ یارډه (۳۷۰۰ متره) فاصله کې یې هدف ویشتلی شو نور دفاعي تاسیسات هم جوړ کړي؛ په دې سره دوی د فرانسوي سمندریزو ځواکونو د وسلو د نښې کولو کچه دوه چنده زیاته کړه. ورته مهال فرانسوي سمندریز ځواک د سواحلي دفاعي تاسیساتو د له منځه وړو په موخه درنې وسلې نه لرلې، همدا و چې د پروس د سواحلو جغرافیايي جوړښت د جرمني په شمال باندې د هغوی برید ناشونی کړ. [۸]

د فرانسې هغه سمندریز ځواکونه چې د جرمني په شمال باندې د برید په موخه په پام کې نیول شوي و په شالون کې د فرانسې د پوځ د پیاوړتیا په موخه په هغو کې ادغام شول او له دریم ناپلئون سره یوځای په سدان کې اسیر ونیول شول. د میتز په کلابندۍ او د سدان په جګړه کې د ډېری حرفوي فرانسوي افسرانو له نیول کېدو وروسته د سمندریز ځواک افسران له خپلو بېړیو څخه د ریزرف ځواکونو د ګرېډ موبایل ډلګیو د قوماندانۍ په موخه راوغوښتل شول، هغه چې په عجلې سره راغونډ کړای شوي و. له دې امله چې په شمالي سیند کې د مني د موسم طوفانونو ډېری فرانسوي بېړۍ اړ کړې څو بېرته راوګرځي، همدا و چې د جرمني د شمالي بنادرو کلابندي راکمه شوه او د ۱۸۷۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د فرانسې سمندریز ځواک د ژمي د سړو له امله کلابندي خوشې کړه. پاتې سمندریز ځواکونه د مانش کانال په اوږدو کې بنادرو ته وګرځېدل او د جګړې تر پایه همدلته پاتې شول. [۹][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Éric Anceau, "Aux origines de la Guerre de 1870", in France-Allemagne(s) 1870–1871. La guerre, la Commune, les mémoires, (under the direction of Mathilde Benoistel, Sylvie Le Ray-Burimi, Christophe Pommier) Gallimard-Musée de l'Armée, 2017, p. 49–50.
  2. Ramm 1967، صص. 308–313، highlights three difficulties with the argument that Bismarck planned or provoked a French attack..
  3. Rüstow 1872، صص. 229–235.
  4. Ropp T. The development of a modern navy: French naval policy 1871–1904. — Annapolis (Maryland): Naval Institute Press, 1987
  5. Wilson X. Battleships in battle. — London.: s. Low, Marston and Company, 1896. p.274
  6. Wawro 2003، ص. 191.
  7. Sondhaus 2001، صص. 101–102.
  8. Wawro 2003، صص. 190–192.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Wawro 2003، ص. 192.