د فرانسې دویمه سترواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسې دویمه سترواکي د ۱۸۵۲ زکال د جنوري له ۱۴مې نېټې څخه د ۱۸۷۰ زکال د اکتوبر تر ۲۷مې نېټې پورې د فرانسې د دویم او دریم جمهوریت ترمنځ د دریم ناپلیون د ۱۸ کلن بناپارټېسټي سلطنتي رژیم پر مهال رامنځته شوه.  

د ۱۹۳۰مې او ۱۹۴۰مې لسیزې تاریخ لیکونکي تر ډېره پورې د فرانسې دویمې سترواکۍ ته د فاشېزم د مخکښ نظام په توګه په بده سترګه ګوري. اوس دغه تفسیر په پراخه کچه د منلو وړ نه دی، په داسې توګه چې د شلمې پېړۍ له وروستیو څخه دغه سترواکي د یو معاصر رژیم د نمونې په توګه په پام کې نیول کېږي. تاریخ پوهان تر ډېره د دغې سترواکۍ په اړه منفي څرګندونې د هغو بهرني سیاست او مثبت اړخونه یې بیا داخلي سیاست ته اړوند بولي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دریم ناپلیون له ۱۸۵۸ زکال وروسته خپله واکمني لیبرال اعلان کړه. هغه د فرانسې سوداګرۍ او صادراتو ته وده وکړه. په لویو لاسته راوړنو کې یې د اوسپنې د پټلۍ لویه شبکه شاملېده چې سوداګري یې آسانه او د هېواد نورې برخې یې له پاریس سره د هغو د مرکز په توګه ونښلولې او د هېواد د ډېرو برخو د اقتصادي پر ځان بساینې لامل وګرځېده. دغې سترواکۍ ته د ښکلا غوښتونکو پاریسي وګړو لپاره د پاریس د بیارغونې اعتبار اړوند ګڼل کېږي څکه چې په دغه ښار کې یې لویې کوڅې، دنګې ودانۍ او ښکلي استوګنځایونه جوړ کړل.

د نړیوال سیاست په ډګر کې دریم ناپلیون هڅه وکړه د خپل تره لومړي ناپلیون څخه تقلید وکړي؛ هغه په ټوله نړۍ کې په ګڼ شمېر سترواکیو باندې پانګونه وکړه او د اروپا په څو جګړو کې یې ګډون وکړ. نوموړي خپله واکمني په کریمه او ایټالیا کې د فرانسې په بریا پیل او ساووآ او نیس یې هم ترلاسه کړل. نوموړي له تاوتریخوالي څخه د ډکو لارو چارو څخه په کار اخیستو د افریقا په شمال او د اسیا په سویل ختیځ کې فرانسوي سترواکي جوړه کړه. دریم ناپلیون همدارنګه په مکسیکو کې مداخله وکړه او هڅه یې وکړه د مکسیکو دویمه سترواکي د فرانسې په مدار کې شامله کړي خو پاتې راغی. هغه په ډېرې ستونزې سره د پروس له ګواښ سره مبارزه وکړه او د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې یې د فرانسې سترواکي له متحدینو پرته د جرمني د لوی پوځ پر وړاندې ولیده. د نوموړي واکمني د فرانسې او پروس د جګړې پر مهال وروسته له هغه پای ته ورسېده کله چې په ۱۸۷۰ زکال کې د پروسي ځواکونو له خوا په سدان کې ونیول شو او د فرانسې د جمهوري غوښتونکو له خوا بې واکه وګڼل شو. نوموړی انګلستان ته تبعید شو او په ۱۸۷۳ زکال کې ومړ.

بهرنۍ پالیسي[سمول]

د کریمه جګړه په ۱۸۵۶ زکال کې د دریم ناپلیون په بریا او د سولې په کولو سره له تور سمندرګي څخه د روسیې په وتلو پای ته ورسېده. د هغه زوی لوئیس ناپلیون بوناپارټ همدغه کال وزېږېد چې د هغه د لړۍ دوام ته یې هیلې رامنځته کړې. [۱]

په ۱۸۵۹ زکال کې ناپلیون د ایټالیا پر سر له اتریش سره په جګړه کې د فرانسې رهبري وکړه. فرانسه بریالۍ شوه او ساووآ او نیس یې ونیول.

په ۱۸۶۰ زکال کې له لویې بریتانیا سره د سوداګریزې هوکړې په کولو سره نوموړي د ریچارډ کوبډن او میشل شووالیه د ازادې سوداګرۍ پالیسي تصویب کړه او فرانسوي صنعت یې د بهرنۍ سیالۍ له یوځلي شاک سره مخ کړه. له همدې امله هم کاتولیکان او هم د داخلي تولیداتو ملاتړي په دې وپوهېدل چې استبدادي حکومت هغه مهال د خوښې وړ ګرځي چې د هغوی د هیلو او منافعو په خدمت کې وي، نه هغه مهال چې د هغوی په لګښتونو تکیه ولري.

فرانسې له ۱۸۶۱ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال په رسمي ډول بې پلویتوب غوره کړه او هېڅکله یې هم د امریکا کنفدرال ایالات په رسمیت وه نه پېژندل. متحده ایالاتو ګواښ وکړ چې د هغو په رسمیت پېژندل د جګړې د اعلان په معنی دی. ورته مهال د نساجۍ صنعت سویلي پنبې ته اړتیا لرله او ناپلیون په مکسیکو کې د سترواکۍ جوړولو هیله لرله، هغه چې په پراخه کچه د کنفدراسیون تر ملاتړ لاندې وه. ورته مهال نورو فرانسوي سیاسي مشرانو لکه د بهرنیو چارو وزیر اډوارډ ټووېنل له متحده ایالاتو ملاتړ کاوه. ناپلئون له کنفدارسیون سره مالي مرسته وکړه او تر هغه مهاله چې بریتانیا ورسره هوکړه ونکړه له فعالې مداخلې یې ډډه وکړه، په داسې حال کې چې لندن په هغو کې مداخله تل رد کړې. سترواک دې ته متوجه شو چې له متحدینو پرته له متحده ایالاتو سره د فرانسې جګړه فاجعه جوړونکې کېدای شي. [۲]

ناپلیون په لاتین امریکا کې د مکسیکو په مرکزیت د فرانسوي اقتصادي حوزې د جوړولو هیله لرله. نوموړي د اقتصادي معاصریت له چټک ترویج سره مرسته وکړه، خو د هغه پوځ له سخت دریځو هغو یاغیانو سره په مبارزه کې ښکېل و چې امریکا یې ملاتړ کاوه. په ۱۸۶۳زکال کې په مکسیکو باندې د فرانسې برید چې د اتریشي لومړي فرانتس ژوزف د ورور، سترواک ماکسیمیلیان په مشرۍ یې د مکسیکو دویمه سترواکۍ رامنځته کړه یوه بشپړه ماته وه. مکسیکویانو مبارزې ته مخه کړه او د کنفدراسیون له ماتې وروسته متحده ایالاتو له فرانسې وغوښتل چې له مکسیکو څخه پر شاه شي – همدا و چې ۵۰ زره غښتلي ځواکونه یې پولو ته ولېږل څو له مکسیکو څخه خپل سرتېري په خوندي بڼه راوباسي. فرانسوي ځواکونه خپل هېواد ته راستانه شول، خو لاس پوڅی سترواک له هېواده بهر نه شو او وروسته بیا اعدام کړای شو. [۳][۴]

له ۱۸۶۱ زکال څخه تر ۱۸۶۳ زکال پورې فرانسې خپلې استعماري ازموینې په کوچینچینا (سویلي ویتنام) او آنام (مرکزي ویتنام) کې پیل کړې. د دوی فتح خونړۍ، خو بریالی وه چې د ګڼ شمېر فرانسوي سرتېرو، مبلغینو، سوداګرو او همدارنګه د سیمه ئیزو چیني کار برابرونکو له خوا یې ملاتړ وشو. [۵]

په داخلي ډګر کې مختلطو بریاوو او ماتو د اروپايي سیاستونو څخه سرچینه اخیسته. د ایټالیا له آرمانونو څخه د فرانسې ملاتړ د نورو لیواله هېوادونو هیلې هم راپارولې وې. د ۱۸۶۱ زکال د مارچ په ۱۷ مه د ایټالیا د پاچاهۍ اعلان او له هغو وروسته په چټکۍ سره د توسکاني او د دوه سیسیلونو د پاچاهۍ الحاق په نیمايي کچه د خطر ګواښ ثابت کاوه. خو هغه مهال چې د یو ملت د آزادۍ لپاره یې یو لړ امتیازات له دې سره چې محدود و ومنل په سختۍ سره کېدلای شو چې هغه دې د نورو د نه چندان مشروعو هیلو پر وړاندې رد شي. [۶][۷]

په ۱۸۶۳ زکال کې د دغو «نوو حقونو» د رسمیت پېژندو په موخه غږ اوچټ کړای شو: په پولنډ، شلزویګ – هولشټاین او ایټالیا کې چې اوس یو موټي شوي و، نه یې کومه پوله او نه هم پلازمېنه لرله؛ همدارنګه دغه غږ په دانوبي شهزاده نشینو کې هم پورته شو. د پولنډ له کړکېچ څخه د خلاصون په موخه سترواک بېرته د کانګرس د جوړولو وړاندیز وکړ خو چانس یې رانه وړ. هغه بیا بریالی نه شو: لویې بریتانیا حتی د کانګرس د جوړېدو د اصل له منلو انکار وکړ، په داسې حال کې چې اتریش، پروس او روسیې هغه بې ځایه ګڼله او د وینتیا او پولنډ په حیاتي مسائلو یې ټینګار درلود. له پولنډي یاغیانو څخه د سترواک ملاتړ له هغه څخه د روسي رهبرۍ د ناخوښۍ لامل وګرځېده. تزار دویم الکساندر د جان د فاجعې اړوند پاریس ته سفر وکړ هغه چې دوه ځلې وربانډې پولنډي قاتلینو برید کړی و، خو په تېښته ترې بریالی شوی و. په برلین کې بېسمارک دا فرصت وموند چې له روسانو سره د نږدې اړیکو په جوړولو فرانسه تر پښو لاندې کړي.

د ۱۸۷۰زکال د ټول پوښتنې بریا د دې پر ځای چې سترواکي پیاوړې کړي د هغو سقوط ته یې لار هواره کړه. داسې انګېرل کېده چې یوه دیپلماتیکه بریا به لامل وګرځي دغه هېواد آزادي د افتخار په بدل کې هېره کړي. دا بې ځایه وه چې د ۱۸۷۰ زکال د جنوري د دویمې نېټې له پارلماني انقلاب وروسته به کومته دارو د لارډ کلارندون له لارې له کونیګراتز جګړې وروسته د کونټ بیسټ د بې وسلو کولو پلان بېرته رامخته کړي. نوموړی په دغه کار کې د پروس او د سترواکۍ د نورو اطرافیانو له مخالفت سره مخ شو. په دې سره ملکې یوجیني ته دغه جمله اړونده وبلل شوه: «که جګړه نه وي، زما زوی به هېڅکله سترواک نه شي». [۸]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:EB1911
  2. Jones, Howard (1999). Abraham Lincoln and a New Birth of Freedom: The Union and Slavery in the Diplomacy of the Civil War. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 0803225822. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cunningham, Michele (2001). Mexico and the foreign policy of Napoleon III. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780333992630. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hardy, William E. (2008). "South of the border: Ulysses S. Grant and the French intervention". Civil War History. 54 (1): 63–86. doi:10.1353/cwh.2008.0008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Thomson, R. Stanley (1940). "The Diplomacy of Imperialism: France and Spain in Cochin China, 1858-1863". Journal of Modern History. 12 (3): 334–356. doi:10.1086/236488. JSTOR 1874762. S2CID 145650836. مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:EB1911
  7. Jelavich, Barbara (1974). St. Petersburg and Moscow: Tsarist and Soviet foreign policy, 1814-1974. د کتاب پاڼي 145–157. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780253350503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:EB1911