Jump to content

جوزف ډي ميسټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوزف ډي ميسټر
جوزف ډي ميسټر
جوزف ډي ميسټر

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)

Joseph Marie, comte de Maistre (فرانسوي: [də mɛstʁ]، ژوند: ۱۷۵۳ ز کال د اپرېل له ۱ څخه د ۱۸۲۱ ز کال د فبروری تر ۲۶ پورې) يو Savoyard فيلسوف، ليکوال، وکيل او سياستوال و، چې د فرانسې اوښتون څخه سم د لاسه وروسته دوره کې د ټولنېزو مراتبو د سلسلې او پاچهۍ ساتندويي وکړه. له فرانسې سره د نوموړي د دې شخصي او معنوي اړيکو تر څنګ مېسټر په خپل ټول ژوند کې د Sardinia پاچهۍ رعيت و، چې نوموړي په کې له ۱۷۸۷ ز کال څخه تر ۱۷۹۲ ز کال پورې د Savoy سنا د غړي، له ۱۸۰۳ ز کال څخه تر ۱۸۱۷ ز کال پورې د روسيې لپاره د سفير او له ۱۸۱۷ ز کال څخه تر ۱۸۲۱ ز کال پورې په Turin کې محکمې ته د دولت وزير په توګه خدمت وکړ. [۱][۲][۳][۴]

د روښانفکرۍ ضد مهمې څېرې مېسټر پاچهۍ ته په روحاني ډول د منل شوي بنسټ او د حکومت د يوازينۍ ثابتې بڼې په توګه درناوی وکړ. نوموړي د فرانسې له واکمن څخه د Bourbon جرګې د بيا رغونې او په دنيوي يا مادي مسئلو کې د پاپ د وروستي واک غوښتنه وکړه. هغه استدلال وکړ چې د عيسويت عقل پالونکی (Rationalist) نه منښت په سيده ډول د ګډوډۍ او وينې تويونې ځواب ويونکی و، چې د ۱۷۸۹ ز کال فرانسي اوښتون څخه وروسته وه. [۵][۶][۷][۸]

ژوندليک[سمول]

مېسټر (Maistre) د Savoy د Duchy په Chambery سيمه کې په ۱۷۵۳ ز کال کې زېږېدلی دی. ياده سيمه هغه وخت د Piedmont-Sardinia پاچهۍ يوه برخه وه، چې د Savoy جرګې په واسطه اداره کېده. کورنۍ يې له فرانسوي او ايټالوي اصل څخه وه. نېکه يې Andre (Andrea) Maistre چې مور او پلار يې Francesco او Margarita Maistre (nee dalmassi) د نايس هېواد (Country of Nice) کې يې اصليت درلود؛ په نايس (Nice) کې (چې په هغه وخت د Savoy جرګې تر واک لاندې و)، يو رخت پلورونکی او مرکچي و. د مېسټر پلار Francois-Xavier چې په ۱۷۴۰ ز کال کې Chambery ته کوچ شو، يو قاضي او د مشرانو جرګې غړی شو او په پای کې يې د Piedmont-Sardinia د پاچا له لورې د «مخور» لقب تر لاسه کړ. د نوموړي د مور کورنۍ چې کورنی نوم يې Desmotz و، له Rumilly څخه وه. کوچنی ورور يې Xavier چې د پوځ سرتېری شو، د خيالي کېسو يو نامتو ليکوال و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مېسټر ښايي د يسوعيانو له لورې زده کړې وکړې. نوموړی له اوښتون څخه وروسته د يسوعيانو يو توند ساتندوی شو، چې په زياتېدونکي ډول د يسوعيانو له دوديزو دښمنانو (Jansenists) سره د اوښتون له روحيې سره مل وه. په ۱۷۷۴ ز کال د Turin پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د خپلې روزنې له بشپړولو څخه وروسته يې د خپل پلار پلونه وڅارل او په په ۱۷۸۷ ز کال کې د مشرانو جرګې غړی (سناتور) شو. [۱۵]

مېسټر چې له ۱۷۷۴ ز کال څخه تر ۱۷۹۰ ز کال پورې په Chambery کې د فري ماسوني ډلې (Masonic) د پرمختلونکي سکاتلنډي مذهبي دود خونې غړی و، په اصل کې د فرانسې د سياسي سمون لېوال و. نوموړي په پارلمان کې د هغو قاضيانو د هڅو ملاتړ کاوه، چې شپاړسم لويي يې د عمومي ملکيتونو راغونډولو ته اړ کاوه. د فرانسې ځمکوال مېسټر له ياد بنسټ سره د يوځای کېدو وړ و او يو څه ثبوت هم شته، چې نوموړي د دې شونتيا فکر کړی دی. که څه هم،  هغه ته د عمومي ايالتونو د پرېکړې په واسطه دا خبرتيا ورکول شوې وه، چې اشرافيت، روحانيت او عوام د قانون ايښودنې په يوه بدنه کې يو ځای کړي، چې همدا د اساسي قانون جوړوونکې ملي جرګه شوه. د ۱۷۸۹ ز کال د اګسټ پر ۴ مه د اګسټ فرمان له تصويب څخه وروسته مېسټر په فرانسه کې د سياسي پېښو د تګلارې پر وړاندې په پرېکنده ډول واوښت [درېځ يې بدل کړ]. [۱۶][۱۷][۱۸]

مېسټر هغه مهال له Chambery څخه وتښتېد، چې ياده سيمه په ۱۷۹۲ ز کال کې د فرانسې انقلابي لښکر له لورې ونيول شوه، مګر د Turin په شاهي محکمه کې يې د دندې موندلو وړتيا نه درلودله او راتلونکی کال بېرته راستون شو. د خپلې دې پرېکړې له مخې چې د فرانسې تر واک لاندې نظام ملاتړ نه شي کولی، يو ځل بيا له هېواده ووت. نوموړی دا ځل د سويس Lausanne ته لاړه، چې نوموړي په کې د Madame de Stael په تالار کې د سياست او دينې پوهې په اړه بحث وکړ او لکه د «د يو Savoyard شاهي پلوي له لورې ليکونه:Letters from a Savoyard Royalist، ۱۷۹۳ ز کال»، «آغلې Costa de Beauregard ته د هغه د زوی د ژوند او مرګ په اړه خبرې اترې: Discourse to the Marchioness Costa de Beauregard, on the life and Death of her Son» او «د Nav آغلې ته پينځه مخالفې ويناوې: Five Paradoxes for the Marchioness of Nav…، ۱۷۹۵ز کال) ليکنو غوندې د اوښتون ضد ليکوال په توګه مسلک غوره کړ.  [۱۹][۲۰][۲۱]

مېستر له Lausanne څخه Venice او له هغې ځايه Cagliari ته لاړه. په کاګلياري کې د Piedmont-Sardinia پاچا وروسته له هغې محکمه او د پاچهۍ حکومت ونيو، چې په ۱۷۹۸ ز کال کې د فرانسې پوځونو Turin ونيو. په دې سيمه کې له محکمې سره د مېسټر اړيکې تل اسانه نه وې. نوموړی په ۱۸۰۲ ز کال کې د روسيې سينټ پيټرزبرګ (Saint Petersburg) تزار لومړي الکساندر ته د سفير په توګه واستول شو. د هغه سياسي ځواب وينې لږې وې، چې رومن کاتوليک اصالت ته د خپلو ځينو ملګرو په اړولو او د سياسي فلسفې په اړه د خپلو نفوذ لرونکو فعاليتونو په ليکلو سره په اشرافي او شتمنو سوداګريز دورانونو کې يو مينه ناک پاېيدونکی شخص شو. [۲۲][۲۳]

د روسي ژوند په اړه د مېسټر کتنې، چې د نوموړي له سياسي يادښتونو او شخصي اړيکو څخه جوړې شوې دي؛ لیون تولستوی لپاره د «جګړه او سوله:War and Peace» په نوم د هغه د ناول له سرچينو څخه وې. د ناپيليون له ماتې او Piedmont باندې د Savoy جرګې له واک بېرته تر لاسه کولو او Savoy د ويانا کانګرس تر اصولو لاندې له راتللو څخه وروسته؛ مېستر په ۱۸۱۷ ز کال کې بېرته Turin ته ستون شو او هملته يې د خپلې مړينې تر وخته پورې د قاضي او د دولت د وزير په توګه خدمت وکړ. نوموړی د ۱۸۲۱ ز کال فبروري پر ۲۶ نېټه مړ شو او د سپېڅلو سرښندونکو (Chiesa dei Santi Martiri) په يسوعي کليسا (Jesuit Church) کې ښخ کړای شو. [۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Joseph de Maistre". Encyclopædia Britannica. 
  2. Beum, Robert (1997). "Ultra-Royalism Revisited," Modern Age, Vol. 39, No. 3, p. 305.
  3. "Joseph de Maistre," The Dublin Review, Vol. XXXIII, 1852.
  4. The issue of Maistre's national identity has long been contentious. In 1802, after the invasion of Savoy and Piedmont by the armies of the French First Republic, Maistre had fled to Cagliari, the ancient capital of Kingdom of Sardinia that resisted the French invasion; he wrote to the French ambassador in Naples, objecting to having been classified as a French émigré and thus subject to confiscation of his properties and punishment should he attempt to return to Savoy. According to the biographical notice written by his son Rodolphe and included in the Complete Works, on that occasion Maistre wrote that
    He had not been born French, and did not desire to become French, and that, never having set foot in the lands conquered by France, he could not have become French.
    Œuvres complètes de Joseph de Maistre, Lyon, 1884, vol. I, p. XVIII.
    Sources such as the Encyclopædia Britannica and the Catholic Encyclopedia identify Maistre as French, by culture if not by law. In 1860 Albert Blanc, professor of law at the University of Turin, in his preface to a collection of Maistre's diplomatic correspondence wrote that:
    ... this philosopher [Maistre] was a politician; this Catholic was an Italian; he foretold the destiny of the House of Savoy, he supported the end of the Austrian rule [of northern Italy], he has been, during this century, one of the first defenders of [Italian] independence.
    Correspondance diplomatique de Joseph de Maistre, Paris, 1860, vol. I, pp. III-IV.
  5. Masseau, Didier (2000). Les Ennemis des Philosophes. Editions Albin Michel.
  6. Alibert, Jacques (1992). Joseph de Maistre, Etat et Religion. Paris: Perrin.
  7. Lebrun, Richard (1989). "The Satanic Revolution: Joseph de Maistre's Religious Judgment of the French Revolution", Proceedings of the Annual Meeting of the Western Society for French History, Vol. 16, pp. 234–240.
  8. Garrard, Graeme (1996). "Joseph de Maistre's Civilization and its Discontents", Journal of the History of Ideas, Vol. 57, No. 3, pp. 429–446.
  9. Berlin, Isaiah (24 November 2005) [1965]. "The Second Onslaught: Joseph de Maistre and Open Obscurantism" (PDF). Two Enemies of the Enlightenment. Wolfson College, Oxford. لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Etude Culturelle - Recherches Historiques". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Etude Culturelle - Recherches Historiques". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Triomphe, Robert (1968). Joseph de Maistre. Genève: Droz. مخونه 39–41. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Preview available here
  13. کينډۍ:Cite CE1913
  14. کينډۍ:Cite CE1913
  15. کينډۍ:Cite CE1913
  16. Vulliaud, Paul (1926). Joseph de Maistre Franc-maçon. Paris: Nourry.
  17. Lebrun, Richard. "A Brief Biography of Joseph de Maistre". University of Manitoba. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Greifer, Elisha (1961). "Joseph de Maistre and the Reaction Against the Eighteenth Century," The American Political Science Review, Vol. 55, No. 3, pp. 591–598.
  19. Bordeaux, Henri (1895). "Joseph de Maistre à Genève et à Lausanne". In: Semaine Littéraire, II, pp. 478–480.
  20. Ferret, Olivier (2007). La Fureur de Nuire: Échanges Pamphlétaires entre Philosophes et Antiphilosophes, 1750-1770. Oxford: Voltaire Foundation.
  21. Berlin, Isaiah (24 November 2005) [1965]. "The Second Onslaught: Joseph de Maistre and Open Obscurantism" (PDF). Two Enemies of the Enlightenment. Wolfson College, Oxford. لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Teeling, T.T. (1985). "Joseph de Maistre," The American Catholic Quarterly Review, Vol. XX, p. 824.
  23. Berlin, Isaiah (24 November 2005) [1965]. "The Second Onslaught: Joseph de Maistre and Open Obscurantism" (PDF). Two Enemies of the Enlightenment. Wolfson College, Oxford. لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Berlin, Isaiah (24 November 2005) [1965]. "The Second Onslaught: Joseph de Maistre and Open Obscurantism" (PDF). Two Enemies of the Enlightenment. Wolfson College, Oxford. لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)