د افغانستان شاهي واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له دافغانستان شاهي واکمني نه مخ گرځېدلی)

دافغانستان شاهي دولت په ۱۹۲۶زیږدیزکال کي دافغان واکمن امان الله خان له لوري رامنځ ته اوپه ۱۹۷۳ز کال دشهید داوودخان له لوري دیوې کودتا په پایله کي لمنځه ولاړ .

دشاهي دولت پیل[سمول]

بيرغ نښان
د د افغانستان شاهي واکمني
نخشه
موقعيت
Legislature Loya Jirga
پيل ګڼ 93

دافغانستان واکمن امان الله خان چي دامیرحبیب الله خان زوی اود عبدالرحمن خان لمسئ ګڼل کیږي په ۱۹۱۹ز کال کي یې دخپل هیواد خپلواکي له انګرېزانو څخه ترلاسه کړه چي تردې پیښي اووه کاله وروسته دنوموړي په هڅه دافغانستان شاهي واکمني رامنځ ته سول . امان الله خان په ۱۹۲۱ز کال کي دانګلستان (برطانیا) سره دیو تړون پربنسټ دخپل هیواد خپلواکي په رسمي توګه لاسته راوړل اوترټولو دمخه یې افغانستان کي داصلاحاتو یوه لړۍ راپیل کړه . نوموړي غوښتل چي دخپلو اصلاحاتو په مټ افغانستان یو ازاد (ډیموکراټ) هیواد وګرځوی اوپه دې ترځ کي له ترک اوجرمني دولتونو څخه ډېر اغېزمن وو . امان الله خان په ۲۱کلنۍ کي دمحمودطرزي دلور ملکه ثریا سره واده وکړ اوپه ۲۷کلنۍ کي دافغانستان پاچا سو خو نوموړي پردومره لږعمر بیاهم له پوهي سره ډېره مینه درلوده اوغوښتل یې چي په نوي شاهي دولت کي دافغانستان دخلکو لپاره په ټولنیز اوسیاسي ژوند کي پراخ بدلونونه راولي . څرنګه چي په افغانستان کي قبیلوي ژوند له وخته ریښي درلودې اوله بلي خوا امان الله خان یوشمېر داسي قوانین هیواد ته راوړل چي دخلکو له مذهبي اوقبیلوي اساساتو سره په ټکرکي وه له همدې کبله امان الله خان ونه توانېدی چي خپل ډیموکراټیک اصلاحات سرته ورسوي اوپه هیوادکي ستره غوغا پیل سوه، ددغه غوغا ترشا انګرېزانو په پوره ځواک سره لاس درلود اوڅه عمر وروسته دحبیب الله کلکاني په نوم شخص پرامان الله خان باندي کودتا وکړه چي په دې سره دامان الله خان دولت ونړېدی اوپه افغانستان کي حالات دګډوډي لوری ته ولاړل .

دنادرخان شاهي دولت[سمول]

دحبیب الله کلکاني له لوري دګډوډۍ رامنځ ته کولو لږعمر نه وو تېرسوی چي دامان الله خان دحکومت یوبل چارواکی نادرخان له فرانسې څخه راغلی اوپه لنډوخت کي یې دحبیب الله کلکاني دښورښ مخ ونیول . نادرخان وتوانېدی چي افغانستان یوځل بیا ارام اودحبیب الله کلکاني واک په مطلق ډول وپرځوي چي په دې ترځ کي حبیب الله کلکانئ هم ووژل سو . دکلکاني تروژلو وروسته نادرخان څلورکاله حکومت وچلاوه اوځیني هغه قوانین یې چي دامان الله خان له لوري دولس لپاره ټاکل سوي وه لمنځه یووړه ځکه دغه قوانینو دولس له کلتور اومذهب سره هیڅ اړخ نه لګاوه اونادرخان په افغانستان کي دیوشمېر تازه قوانینو په رامنځ ته کولو باندي افغان ولس ته قناعت ورکړ[۱].

ترڅلورکاله وروسته نادرخان دیو هزاره زده کوونکي له لوري دیوچریکي برید په پایله کي ووژل سو او دواک چاري دنادرخان زوی محمدظاهرشاه ته پاته سولې .

دظاهرخان شاهي دولت[سمول]

ظاهرشاه د۱۹ کلونو په عمر دافغانستان واکمنۍ ته ورسېدی اونژدې څلوېښت کاله دواک چاري په غاړه درلودې . دنوموړي په واکمني کي افغانستان ته دروسانو پراخه مرستي راغلې اوپه سیمه کي افغانستان یو روس پلوه هیواد حیثیت غوره کړ البته دغه حیثیت په خپلواکه توګه وو او روسانو دنورو جمهوریتونو په څېر افغانستان ترخپل لاس لاندي نه باله .

Emblem of Afghanistan
پېښليک
د اسلام نه دمخه پېر
د هخامنشيانو پېر (550-330 BC)
د سلوکيان پېر (330-150 BC)
د يوناني-باختر پېر (256-125 BC)
سکائيان (145 BC - )
کوشانيان (30 CE - 248 CE)
ساسانيان (248 - 410)
کیداریان (320-465)
هفتاليان (410-557)
ساسانيان (224-579)
کابل‌شاهان (565-670)
اسلامي پېر
د اميه خلافت (661-750)
د عباسي خلافت (750-821)
طاهريان (821-873)
صفاريان (863-900)[۲]
سامانيان (875-999)
غزنويان (963-1187)
سلجوقيان (1037-1194)
خوارزمشاهيان (1077-1231)
غوريان (1149-1212)
ايلخانيان (1258-1353)
تېموريان (1370-1506)
مغولان (1501-1738)
صفويان (1510-1709)
هوتکيان (1709-1738)
افشاريان (1738-1747)
د درانيانو سلطنت (1747-1823)
امارت (1823-1926)
پاچايي نظام (1926-1973)
جمهوري نظام (1973-1978)
ولسواکي جمهوريت (1978-1992)
اسلامي رياست (1992-1996)
اسلامي امارات (1996-2001)
اسلامي جمهوريت (2001-)
د افغانستان کورنۍ جګړه
1979–1989
1989–1992
1992–1996
1996–2001
2001–present

ظاهرشاه تر۴۰ کاله واکمني وروسته په ۱۹۷۳ز کال کي محمد داوودخان له لوري دیو کودتا په ترځ کي له واکه وغورځېدی اوخپل پاته عمریې په اروپا کي تېر کړ څوچي اخر دحامد کرزي په حکومت کي وفات او خاورو ته وسپارل سو . د افغانستان شاهي واکمني

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)
  2. Encyclopaedia Britannica