توحيد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توحيد په لغت کي په دې سره حکم کول دي، چي يو شى يو دئ؛ په خوله ويل دي او پر هغه باندي په زړه يقين او باور کول دي. توحيد په شرعه کي ودې ته وايي، چي خالص د ستر څښتن عبادت و کړل سي او په هغه څه سره و ستايل سي، چي هغه خپله خپل ځان په ستايلئ دئ، يا يې رسول په ستايلئ دئ او د ټولو نقصانونو او د مخلوقاتو له ورته والي څخه پاک او سپېڅلئ دئ. لکه ستر څښتن جل جلاله چي فرمايي:

لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ. (سورت الشورا، ایات ۱۱)


ژباړه:- د ستر څښتن په څېر بل هيڅوک نه سته او ستر څښتن اورېدونکئ او ليدونکئ دئ.

د توحيد ډولونه

توحيد الربوبيه

ربوبيه د عربي له رب څخه اخستل سوئ دئ. او پر دې باندي ټينگه عقيده درلودل دي، چي ستر څښتن د هر شي رب (پالونکئ) دئ او بې له هغه بل پالونکئ نه سته او وايو، چي ستر څښتن خالق دئ، رازق دئ، مالک دئ، رحمان، رحيم دئ او قادر دئ، هر راز چي يې اراده وي هغه کار کېږي، چي کفار او شيطان يې هم په دغو ځانگړنو اعتراف کوي.

توحيد الالوهيه و العباده

پر دې باندي ټينگه عقيده ساتل دي، چي يوازي ستر څښتن معبود دئ او له هغه پرته بل معبود نه سته، ټوله مينه، بېره، اخلاص او رجا په ستر څښتن پوري مرتبط دي، چي د همدې توحيد له بابته يې اسلام او جهاد ته د دعوت له پاره پېغمبران او الهي استازي را استولي دي.

توحيد الاسماء و الصفات

پر دې باندي ټينگ گروه عقيده درلوول، چي ستر څښتن په ټولو کماليه صفاتو متصف دئ، د ټولو نقص لرونکو صفاتو څخه سپېڅلئ او پاک دئ او هغه ذات پخپلو نومونو او صفاتو کي واحد او لاشريک دئ. که د توحيد و لغت ته څه په ځير سره و گورو او ښه يې سره و شنوو کرار کرار مو د فکر روښنايي ډېرېږي او خامخا به په فکر کي را وگرځي، چي هيڅ يو کار هغه که لوئ او که کوچنى وي بېله يوه مسئوله نه سي اجراء کېدلاى. که مو پام وي، چي په يوه ښوونځي کي دوه ستر او تکړه استادان وي د هغې ښوونځي په داخل کي حتمي د اختلافاتو اور بل وي، ځکه يو پر بل تن نه ور کوي او يو ؤ بل ډېرنۍ خبري سره ردوي، په يوه اداره کي دوه يا ډېر رئيسان نه سره چلېږي، په يو لښکر کي دوه لښکر مشران او سپه سالاران نه سره سمېږي او په يوه هيواد کي دوه پاچيان نه سره جوړېږي. په ټولو صورتونو کي که دوئ هر څوني ښه گوزاره سره و کړي، خو په افکارو کي يې اختلاف موجود وي. په يوه ځاى کي که ښه انسجام، انتظام او برابري موجوده وي، هلته به حتمي د يوه مشر تر ادارې لاندي چاري رواني وي، دا خبري ستر څښتن په دغه لاندني کلام کي په ښه تابلو کي را څرگندي کړي دي:

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ. (سورت الانبیاء، ایات ۲۲)


ژباړه:- که په دغه مځکه او آسمان کي له الله جل جلاله څخه پرته دوه خدايان واى؛ نو حتمي به د دواړو نظم او انسجام گډوډ سوئ واى؛ نو د عرش څښتن الله جل جلاله له هغه څه څخه سپېڅلئ دئ، چي مشرکان يې بيانوي.


دغه پورتنى آيت د خدايانو او آلهه وو د تعدد او ډېروالي پر ترديد او ابطال ښکاره او روڼ دليل دئ. که څه غور و کړو عبادت په اصل کي د کامل تذلل نوم دئ او دا تذلل بنده د هغه چا په مقابل کي د ځان له پاره اختيارولاى سي، چي هغه پخپل ذات او صفاتو کي له هره حيثه کامل او شامل وي، چي موږ دغه ځانگړنه يوازي د الله جل جلاله له پاره تثبيت بولو. په اصطلاح کي هغه کړنه او وينا ده، چي ستر څښتن ته ډېر منلئ وي او ستر څښتن يې په اجراء کولو سره راضي کېږي.

دا حتمي ده، چي ستر څښتن به له هر راز نقائصو او عيبونو څخه پاک وي او له هيڅ اړخه به ناقص، بېکاره، عاجز او مغلوب نه وي. د بل چا په مقابل کي به ناتوان نه وي او نه به د ده په کارونو کي بل څوک مداخله کولاى سي او نه به يې ځنډولاى سي.

اوس به فرض کړو، چي که په مځکه او آسمانونو کي دوه خدايان واى، که هغوئ سره برابر واى؛ نو د عالم تخليق او ټوله تدابر به کله د دوئ په اتفاق سره کېدلاى او يا به کله د دوئ په منځ کي اختلاف پيدا کېدلاى. که سره متفق سوي واى؛ نو دوه احتماله سته، چي يا خو يوه په يوازي ځان سره کارونه نه سواى سمبالولاى، دواړو په گډه و دغه کار کولو ته مخه کړې وه، په دې صورت کي يو هم د کامل قدرت څښتن نه وو. په دوهم صورت کي به يوه خداى ټوله کارونه پخپله اجراء کولاى سواى او دوهم يې بې کاره پاته کېدئ، په داسي حال کي، چي بې کاري غفلت دئ او الله جل جلاله له غفلت څخه سپېڅلئ دئ. له دې ځايه موږ د يوه خداى په منلو مجبوره کېږو او د وحدانيت په منلو مکلف کېږو. که دا دوه خدايان سره په اتفاق نه واى؛ نو يوه به د بل په مقابل کي اختلاف کولاى، چي يو به يې بريالى کېدلاى هغه بل به عاجز کېدلاى او له خپلي ارادې څخه به يې لاس اخيستلاى. په دې صورت کي به لومړى خداى او دوهم به خداى نه وي، له دې ځايه مو بيا هم پر وحدانيت د اعتبار گروه را ټينگوي او له الحاده به لاس پر سر کېږو.

هغه د لوئ عرش څښتن دئ او د ده په پاچيي کي هيڅوک ځايېدلاى نه سي، دى يو خپلواک پاچا دئ. څنگه، چي پر يوه اقليم دوه کسان پاچيي نه سي کولاى؛ نو څنگه به د يوه کل مختاره حکمران په پاچيي کي نور مجازي خدايان ځاى پيدا کړي؟

او په بل ځاى کي ستر څښتن فرمايي:

اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاء بِنَاء وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ. (سورت الغافر، ایات ۶۴)


ژباړه:- الله جل جلاله هغه ذات دئ، چي مځکه يې ستاسي له پاره د استوگني ځاى گرځولئ دئ او آسمان يې در باندي چت گرځولئ دئ اوستاسي شکلونه يې جوړ کړي دي؛ نو څه ښه شکلونه يې جوړ کړي دي او ښه پاکيزه خوراکونه يې در کړي دي، همدا الله جل جلاله ستاسي رب دئ؛ نو الله جل جلاله د ډېرو برکتونو خاوند دئ، چي د ټولو مخلوقاتو رب (پالونکئ) دئ.


د پورته آيت په اړه علماء وايي، چي هغه ستر څښتن، چي مځکه او آسمانونه يې پيدا کړل او د دوئ تر منځ يې داسي وحدت، تنظيم او يووالئ را پيدا کړ، چي يو ستاسي له پاره تم ځاى او مستقر دي او بل يې چت. او په دغه کور کي چي مځکه يې فرش او آسمان يې چت دئ، ته يې له داسي جوړښت سره پيدا کړې، چي په دې کور کي اوسېدلاى سې، هغه ستا له قريحې سره متوازن او متناسب دئ، فشار يې، حرارت يې، يخني يې، سختوالئ يې، نرم والئ يې او هر څه يې ستا له پاره مناسب دي.

ستاسي د دغه کور چت او فرش يو او بل ته لاس ور کوي او په گډه کار کوي، يو اوبه را اوروي، بل دانه او مېوه راشنه کوي او په دې ترتيب ستا له پاره د داسي پاک رزق انتظام کوي، چي ته يې هم له رنگه، هم له خونده او هم له بويه لذت اخلې، ستاسي اړتياوو ته جواب وايي او ستا د ژوند او بقا عوامل برابر وي. هغه ذات، چي د آسمان، مځکي او ستا تر منځ يې دا يووالئ او تناسق را پيدا کړئ، هماغه ستاسي رب او د عالمونو رب دئ.

سرچینې

تعلیم الاسلام ولسي راډویو ویبپاڼه