ژوليوس ايفولا
ژوليوس ايفولا | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | روم |
مړینه | روم |
تابعیت | اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۱۱ جون ۱۹۷۴)
د اېټاليا سلطنت (۱۹ مې ۱۸۹۸–۱۸ جون ۱۹۴۶) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، مېتافزیک ، سياسي فلسفه |
مؤثر | گوتاما بودا ، رنه ګنون ، ټریسټان زارا ، بېنېډېټو کروچه ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ، اپلاتون ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي ، جوزف ډي ميسټر ، ماکس شتیرنر |
خوځښت | محافظه کار انقلاب ، ځانګړواله |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
جوليو سيسار اندريا ايفولا “Giulio Cesare Andrea Evola” (ايټالوي: [ˈɛːvola]؛ زوکړه: ۱۸۹۸ د می ۱۹؛ مړينه: ۱۹۷۴ د جون ۱۱) چې د ژوليوس ايفولا په نوم ښه پېژندل کېږي، يو ايټالوي فيلسوف، شاعر، انځورګر او رمزپوه و. ايفولا خپل ليدونه او معنوي ارزښتونه د اشرافي، نارينه، دود پلوي، اتلتوب او په بې پروا ډول د غبرګون کونکو په توګه په پام کې ونيول. [۱]
ايفولا چې په روم کې زېږېدلی دی، د لومړنۍ روزنې په اړه يې لږ معلومات دي. نوموړي د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال پر ‘Asiago’ لوړې سطحې باندې توپخانې د لوړ رتبه مامور په توګه خدمت وکړ. نوموړی د يو انځورګر په توګه له “avant-garde” او په لنډ ډول د فليپو توماسو مارينيټي “Filippo Tommaso Marinetti” د راتلونکي پلوۍ “Futurist” خوځښت لېوال و. هغه په ۲۳ کلنۍ کې د ځانوژنې فکر وکړ، مګر د يو لرغوني بودايي متن د لوستلو پر مهال يې د يوې څرګندونې يا الهام له امله ځان ونه وژنه. ياد متن د بشپړ بې کچې توب څخه پرته د شناخت د نورو ټولو بڼو په خپرولو پورې تړاو درلود. د ۱۹۲۰ ز لسيزې په لومړيو کې د ايفولا لېوالتياوې د دې لامل شوې، چې نوموړی په پټ يا رمز کې نور هم ژور لاړ شي؛ نوموړي د لويديځ د رمز اصالت او ختيځ تصوف په اړه ځيرکانه ډول وليکل، چې په پای کې يې «جادويي ايډياليزم» اصولو ته وده ورکړه.
د ايفولا د نظرياتو او ليکنو مرکزي انګېرنه د نوموړي د خپل فردي طبيعت د جوړښت په معنويت پالنې او تصوف يعنې دنني ژوند باندې متمرکز ده. ياده فلسفه د جادو پلوۍ، د جګړې د ميتافزيک او شهواني غريزې، تانترا “Tantra”، بودايزم، تاويزم، غر ختنه، Holy Grail يا سپېڅلې پيله، د تمدنونو شتون او تاريخ، زوال او بېلابېل هغه فلسفي او مذهبي دودونو په شان نمونې رانغاړي، چې له کلاسيک او په ځانګړي لور متمايل دواړو پورې اړه لري. ايفولا باورمن و، چې انسان په کالي يوګا “Kali Yuga” کې ژوند کوي، چې د ناتړليو ماترياليستي لېوالتياوو، معنوي هېرتيا او منظمې سرغړونې يا انحراف يوه تياره دوره “Dark Age” ده. د دې د مخالفت او د يو primordial rebirth د غوښتلو لپاره ايفولا د خپل دود نړۍ وړاندې کړه. د نوموړي د کارونو اصلي درې ګونې مقالې په عمومي ډول د معاصرې نړۍ “Modern World”، د کنډوالو په منځ کې سړي “Men Among the Ruins” او “Ride the Tiger’ پر وړاندې پاڅون ګڼل کېږي. د پوه فرانکو فيراريسي “Franco Ferraresi” په اند د ايفولا فکر په شلمه پېړۍ کې په خورا پياوړي ډول د برابرۍ غوښتنې ضد، د خپلواکۍ ضد، د ديموکراسۍ ضد او نا نامتو سيستمونو له ډلې ګڼل کېږي. [۲]
ايفولا د فاشيست ايټاليا پر مهال له هېواده شړل شوی و. که څه هم نوموړي پر فاشيزم باندې په عمومي ډول نيوکه وکړه او هيڅکله د ايټاليې د ملي فاشيست ګوند او ايټالوي سوسيال جمهوريت سره يو ځای نه شو، خپل ځان يې سوپرفاشيستا “superfascista” په نښه کړ. نوموړي خپل دريځ ته د خواخوږي ښي اړخي روښانفکر په توګه پام وکړ او ځان يې په خوځښت کې بالقوه ځواک ګاڼه او هيله يې درلوده، چې په خپلو نظرياتو سره د يو ځای کېدلو په موخه د هغه تېروتنې سمې کړي. د نوموړي يوه بريا د توکميزو قوانينو په برخه کې وه؛ د توکم د يو معنوي دليل يا نظريې په اړه د نوموړي وکالت ايټاليا کې مناظره کې المان کې د يوازې ماترياليست لږونې د نامتو فکر په پرتله وګټل شو. له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د تل پاتې اصالت پلويو زياتو ډلو او همدار راز د توماس کارلسسن “Thomas Karlsson” او ماسيمو سکاليګيرو ‘Massimo Scaligero’ غوندې بېلابېلو apolitical رمز پوهانو له نوموړي څخه الهام اخيستی دی. [۳]
د ژوند لومړني وختونه
[سمول]جوليو سيسار ايفولا د ۱۸۹۸ ز کال د می پر ۱۹ نېټه روم کې وزېږېد، چې د وېنسينزو ايفولا “Vincenzo Evola” (زوکړه: ۱۸۵۴) او کنسيټا مانګياپېن “Concetta Mangiapane” دويم زوی دی؛ پلار يې د ټلګرافي ميخانيک رئيس او مور يې ځمکواله وه. د وخت د سيسلي نوم ايښودنې د تړون له مخې ايفولا يو څه د خپل پلرني نيکه په نوم نومول شوی و. مور او پلار يې دواړه په سينيسي “Cinisi” کې زېږېدلي وو، چې د سيسلي پر شمال لويديځ ساحل باندې د پاليرمو ولايت “Province of Palermo” کې پروت کوچنی ښارګوټی دی او د ۱۸۹۲ ز کال د نومبر پر ۲۵ نېټه يې هملته واده وکړ. د ايفولا پلرنی نيکه او نيا جيوسيپي ايفولا “Giuseppe Evola” او ماريا کسمانو نومېدل، چې نيکه يې د سوداګرۍ له مخې ترکاڼ و. د ايفولا مورنی نيکه او نيا سيسار مانګياپېن “Cesare Mangiapane” او د هغه مېرمن کترينا موناکو “Caterina Munaco” وو، چې دا نيکه يې د راپور له مخې دوکاندار و. جوليو سیسار ايفولا د جيوسيپي ګاسپېر ډاينامو ايفولا “Guiseppe Gaseppe Dinamo Evola” په نوم يو مشر ورور درلود، چې په ۱۸۹۵ ز کال روم کې زېږېدلی و. کورنۍ يې پرهېزګاره او رښتينې رومن کاتوليک وه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د بېرون [اشرافي وړ نوم] په توګه د ايفولا په اړه زياتره وخت راپور ورکړل شوی دی، چې ښايي له يوې کوچنۍ اشرافي کورنۍ سره د مفهومي توپير لرونکې اړيکې ته د نسبت ورکولو له امله وي؛ ايفولي “Evoli” د منځنيو پېړيو په وروستيو کې د سيسلي پاچاهۍ کې د کاسټروپيګنانو د بېرون په نوم د اشرافي وړ نوم درلودونکي وګړي وو. [۱۰][۱۱][۱۲]
د ايفولا د لومړنۍ رونې په اړه لږ معلومات پېژندل شوي دي، مګر دا چې نوموړي هغه هم نا اړوند وګڼل. نوموړي د روم په Istituto Tecnico Leonardo da Vinci کې انجنیري ولوستله، مګر دا دوره يې بشپړه نه کړه او وروسته يې ادعا کوله، چې دا د دې له امله وو، چې نوموړي له بورژوا پوهنيزې پېژندنې او د دوکتور يا انجنير له وړ نومونو سره پېژندنه نه غوښتله. هغه د خپلې ځوانۍ په کالونو کې خپل ځان په انځورګرۍ او د “Oscar Wilde” او “Gabriele d’Annunzio” په ګډون ادبياتو کې ډوب کړ، چې انځورګري يا نقاشي يې له خپلو طبيعي وړتياوو څخه ګڼله. نوموړی د فريدريک نيټزشي “Friedrich Nietzsche” او اوتو وينينګر “Otto Weininger” غوندې فيلسوفانو ته وروپېژندل شو. نورې لومړنۍ فلسفي اغېزناکې څېرې د ليکونو انسان ايټالوي کارلو مايکلسټايډتر “Carlo Michelstaedter” او الماني له هيګل څخه وروسته مفکر ماکس سټېرنر “Max Stirner” دي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
نوموړی په پوهنتون کې د خپلې دورې پر مهال د “avant-garde” لېوال او په لنډ ډول د فيليپوو تومماسو مارينيټي له راتلونکي پلوي ‘Futurist’ خوځښت سره يو ځای شو. په ۱۹۱۶ ز کال يې له “Marinetti” سره اړيکې ځکه پرې کړې، چې ايفولا د خپلې خورا ملتپالنې له مخې ځورول شوی و. نوموړي په لومړۍ نړيواله جګړه کې پر اسياګو ‘Asiago’ لوړه سطحه باندې د توپخانې د لوړ رتبه مامور په توګه خدمت وکړ. د ايټالوي جګړې په هڅې پورې د تړلو عمومي ژمنو په واسطه د خلکو د راجلبولو او پر ناسم اړخ باندې د ايټاليې د جګړې له ساتنو څخه د ناخوښۍ سربېره ايفولا په ۱۹۱۷ ز کال په خپل خوښي ډول خدمت وکړ او راتلونکی کال يې د لنډې مودې لپاره د جګړې په لومړۍ ليکه کې ونډه واخيسته. نوموړی له جګړې څخه وروسته بېرته مدني يا ملکي ژوند ته راستون شو او په “Dadaist” خوځښت کې مخکښ انځورګر شو. هغه د خپلې نقاشۍ او شاعرۍ او د ريفيو بليو “Revue Bleue” په نوم لنډمهالې ورځپاڼه باندې کار کولو له لارې ايټاليا کې د “Dadaism” يو نامتو استازی شو. په ۱۹۲۲ ز کال کې دې پايلې ته له رسېدلو څخه وروسته، چې “avant-garde” هنر د سوداګريز کېدلو په حال کې و او د پوهنيزو تړونونو يا ناستو په واسطه پياوړی شو، نوموړي خپل تمرکز د شاعرۍ او انځورګرۍ غوندې هنري څرګندونې ته متمرکز کړ. ايفولا يو ځيرک غر ختونکی هم و، چې دا مهارت د الهامي معنوي ازمايښت په توګه بيانوي. [۱۲][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Evola cogn.". Dizionario d'Ortografia e di Pronunzia (DOP). Rai Libri. Archived 14 July 2014 at the Wayback Machine.
- ↑ Atkins 2004، م. 89.
- ↑ Umland, Andreas (16 January 2005). "Dugin Not a Fascist? A Debate with A. James Gregor (6 texts)" (په جرمني). Erwägen-Wissen-Ethik. Archived from the original on 25 April 2022. نه اخيستل شوی 17 July 2022.
- ↑ "Birth records of Rome for the year 1898" (په اېټاليايي). Archivio di Stato di Roma. Archived from the original on 15 July 2022. نه اخيستل شوی 15 July 2022.
- ↑ "Birth records of Cinisi for the year 1854" (په اېټاليايي). Archivio di Stato di Palermo. Archived from the original on 15 July 2022. نه اخيستل شوی 15 July 2022.
- ↑ "Birth records of Cinisi for the year 1865" (په اېټاليايي). Archivio di Stato di Palermo. Archived from the original on 15 July 2022. نه اخيستل شوی 15 July 2022.
- ↑ Marriage records of Cinisi for the year 1892, National Archives of Palermo
- ↑ "Birth records of Rome for the year 1895". Portale Antenati (په اېټاليايي). National Archives of Rome. Archived from the original on 21 April 2022. نه اخيستل شوی 17 July 2022.
- ↑ Skorupski 2005، م. 11.
- ↑ de Turris, Gianfranco. "Il barone immaginario" (په اېټاليايي). Milan: Ugo Mursia Editore. Archived from the original on 10 May 2019. نه اخيستل شوی 17 July 2022.
- ↑ "Volume 788". Catalogus Baronum. 788: 143.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Furlong 2011، م. 2.
- ↑ Furlong 2011، م. 32.
- ↑ Furlong 2011، م. 4.
- ↑ Evola 1974، م. 13.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Furlong 2011، م. 3.
- ↑ Evola 1974، م. 11.
- ↑ Evola 1974، م. 10.
- ↑ Furlong 2011، مم. 3-4.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ژبه لرونکي سرچينې جرمني
- ژبه لرونکي سرچينې اېټاليايي