هنري برګسون
هنري برګسون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، مېتافزیک ، پوهنپوهنه ، د ژبې فلسفه |
مؤثر | |
خوځښت | کانټینینټل فلسفه |
لاسليک | |
سمول |
هنري-لوئس برګسون (د ۱۸۵۹ کال د اوکټوبر له ۱۸ – د ۱۹۴۱ کال د جنوري تر ۴) یو فرانسوی فیلسوف ؤ چې د تحلیلي فلسفې او براعظمي فلسفې په دود کې، په ځانګړي توګه د شلمې پېړۍ له لومړۍ نیمایي څخه تر دوهمې نړیوالې جګړې پورې، همدارنګه د ۱۹۶۶ کال وروسته کله چې جېل دولوز خپل اثر لو برګسونیزم (Le Bergsonisme) خپور کړ، برلاسې څېره وه. برګسون د خپلو استدلالونو له امله شهرت لري، دا چې د مستقیمې یا بې واسطې تجربې (immediate experience) او الهام (intuition) بهیر د انتزاعي عقل پالنې او علم په پرتله د حقیقت د پوهېدو لپاره زیات مهم دي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د ادبیاتو په برخه کې "د خپل بډایه او مهمو نظرونو او د هغه ځلاند مهارت له امله چې پر مټ یې دا نظرونه وړاندې کړي"، د ۱۹۲۷ کال د نوبل جایزه ورکړل شوه. فرانسې په ۱۹۳۰ کال کې د ویاړ خپل ترټولو لوړ نښان، Grand-Croix de la Legion d'honneur ورکړ. [۱۰]
د برګسون لوی شهرت په فرانسه کې لانجه رامنځته کړه، هلته یې نظرونه د جمهوريت غوښتونکو چارواکو له خوا د منلي سیکولر او ساینسي چلند ضد ګڼل کېدل. [۱۱]
کتنه
[سمول]برګسون د فرانسوي پروفیسور په توګه هوسا ژوند درلود، چې د خپلو څلورو اصلي آثارو په خپرولو سره نامتو شو:
- په ۱۸۸۹ کال کې د وخت او آزاد هوډ مقاله (Essai sur les données immédiates de la conscience)
- په ۱۸۹۶ کال کې مسئله او حافظه (Matière et mémoire)
- په ۱۹۰۷ کال کې نوښتګر تکامل (L'Évolution créatrice)
- په ۱۹۳۲ کال کې د اخلاقو او دین دوې سرچینې (Les deux sources de la morale et de la religion)
برګسون د ډي فرانس کالج (Collège de France) له لوري په ۱۹۰۰ کال کې د یوناني او رومي فلسفې د استادۍ څوکې لپاره وټاکل شو، چې تر ۱۹۰۴ کال پورې يې ځان سره درلوده. بیا یې د عصري فلسفې څوکۍ لپاره د ګابریل تارډ ځای ونیو، چې تر ۱۹۲۰ کال پورې يې په غاړه لره. زیات شمېر خلکو يې په آزادو کورسونو کې ګډون کاوه. [۱۲]
لومړني کلونه
[سمول]برګسون په ۱۸۵۹ کال کې د پاریس په ریو لامارتین کې چې د ګارنیر ماڼۍ (د پاریس زاړه آپرا کور) څخه لېرې نه دی، زیږېدلی. پلار یې مایکل برګسون چې کامپوزر او پیانو غږوونکی ؤ، د پولنډي - یهودي اصل څخه ؤ (نوم يې په اصل کې برکسون ؤ). د مور انا یې تمرل برګسون، د پولنډ یهودیانو، په ځانګړې توګه د هغو یهودیانو چې د هاسیدیک غورځنګ سره يې تړاو درلود، مشهوره ملاټره او مرسته کوونکې وه. مور یې کاترین لېویسن، د یوه یارکشیري ډاکټر لور، د انګلیسي - یهودي او آیرلندي - یهودي اصل څخه وه. د برکسون کورنۍ د پولنډي اصل او نسب یوه مشهوره یهودي متشبثه کورنۍ وه. د هنري برګسون د نیکه نیکه، سزمول جاکوبوویچ سوننبرګ، چې زیبایټکوور په نوم بلل کېد، یو وتلی بانکدار او د ۱۷۶۴ کال څخه تر ۱۷۹۵ کال پورې د پولنډ پاچا، دوهم ستانیسلو اګسوټوس شاګرد ؤ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د هنري برګسون کورنۍ د هغه له زیږېدنې وروسته څو کاله په لندن کې واوسېدل او د انګلیسي ژبې سره یې لومړنۍ آشنایي د خپلې مور څخه ترلاسه کړه. مور او پلار یې د هغه له نهه کلنۍ وړاندې په فرانسه کې استوګن شول او هنري ته د فرانسې تابعیت ورکړل شو.
هنري برګسون د مارسیل پروست د تره لور، لوئس نوبرګر سره په ۱۸۹۱ کال کې واده وکړ. (دا ناول لیکونکی د برګسون په واده کې ګړچاوو ؤ.) هنري او لوئس برګسون یوه لور درلوده، چې نوم یې جین ؤ په ۱۸۹۶ کال کې کڼه نړۍ ته راغله. د برګسون خور، مینا برګسون ( چې د موینا ماترز په نوم هم پېژندل کېږي)، د انګلیسي پټپوهې (occult) لیکوال، د هرمس زرین فجر ټولنې (Hermetic Order of the Golden Dawn) بنسټګر سمویل لیډل مک ګریګور ماترز سره واده وکړ او دوی هم وروسته پاریس ته کډه وکړه. [۱۸]
تعلیم او مسلک
[سمول]برګسون له ۱۸۶۸ کال څخه تر ۱۸۷۸ کال پورې په پاریس کې په فونتانس لیسه ( چې ۱۸۷۰ – ۱۸۷۴ او ۱۸۸۳ – تر اوسه د کندورسټ لیسې په نامه یادېږي) کې تعلیم وکړ. هغه مخکې د یهودیت دین زده کړې کړې وې. خو د ۱۴ او ۱۶ کلنۍ ترمنځ یې خپل ایمان له لاسه ورکړ. د هوډ (۱۹۹۰ کال) په وینا، دا اخلاقي کړکېچ د هغه د تکامل تیورۍ په کشف پورې تړلی دی، چې له مخې یې انسانیت د عصري بیزوګانو کورنۍ (primates) سره ګډ نسب لري، هغه پروسه چې کله کله خالق خدای ته د نه اړتیا په توګه تعبیر کېږي. [۱۹][۲۰]
کله چې برګسون په لېسه کې ؤ، د خپل علمي کار له امله یې جایزه وګټله او بله جایزه یې د ریاضي یوې مسئلې د حل له امله په ۱۸۷۷ کال کې کله چې اتلس کلن ؤ، وګټله. د هغه حل راتلونکي کال په Nouvelles Annales de Mathématiques جورنال کې خپور شو. دا د هغه لومړی چاپ شوی اثر ؤ. د لږ زړه نازړه توب وروسته چې آیا خپل مسلک یې د علومو په برخه کې وي یا د انسانیت په برخه کې، هغه دوهمې ټاکنې په ګټه پرېکړه وکړه، چې د هغه د ښوونکو د خپګان لامل شو. کله چې نولس کلن ؤ، نورمال عالي لېسې ته یې لاره پیدا کړه. د دې دورې په جریان کې یې د هربرټ سپینسر په هکله لوستنې وکړې. هلته یې د لیسانس سند ترلاسه کړ او په دې پسې يې له پاریس پوهنتون څخه په ۱۸۸۱ کال کې د فلسفې د اګریګیشن سند ترلاسه کړ. [۲۱][۲۲]
په همغه کال کې یې د آنجو د لرغوني مرکز، انګرز په لېسه کې د استادۍ دنده ترلاسه کړه. دوه کاله وروسته د پیو-دی-ډوم ولایت په مرکز، کلیرمونټ-فرنډ کې په بلز پاسکال لېسه (کلرمون فران) کې ومنل شو.
کلرمون-فران ته د برګسون له راتلو یو کال وروسته، هغه د لوکرتیوس (Lucretius) څخه د نقل قولونو د یوې نسخې د خپرولو لارې، د ډي ریرم ناتورا (De Rerum Natura) د شعر دیوان په انتقادي مطالعې سره چې د Extraits de Lucrèce په نوم خپور شو او همدارنګه د یاد شاعر د ماده پاله نړۍ پېژندنې (materialist cosmology) په انتقادي مطالعې سره (۱۸۸۴)، چې تکراري نسخې یې د فرانسوي ځوانانو ترمنځ د کلاسیک آثارو په وده کې ارزښت تاییدوي، په بشري علومو کې خپله وړتیا ښکاره کړه. کله چې برګسون د خپل هېواد په دې برخه ( د اوورن په سیمه) کې درس ورکاوه او ویناوې یې کولې، د شخصي مطالعې او اصلي کار لپاره یې وخت وموند. هغه د وخت او آزاد هوډ خپله مقاله ترتیب کړه، چې د ارسطو په هکله د لاتیني لنډې مقالې (Quid Aristoteles de loco Sensrit، "په ارسطو کې د ځای مفهوم په اړه") سره یې وسپاره، دا لاتیني مقاله د هغه د ډوکتورا درجې لپاره وه چې د پاریس پوهنتون له لوري په ۱۸۸۹ کال ورکړل شوې وه. دا اثر په همدې کال کې د فیلکس الکان له خوا خپور شو. هغه په کلرمون-فران کې د سقراط څخه مخکې فلسفه، په ځانګړې توګه د هیراکلټ په اړه کورسونه هم دایر کړل. [۲۳]
برګسون وخت او آزادې ارادې مقاله د هغه وخت د عامه زده کړو وزیر، د فیلیکس راویسون (۱۸۱۳ - ۱۹۰۰) شاګرد او د استقراء د بنسټ اېښودنې په اړه (Du fondement de l'induction، ۱۸۷۱) د یوه فلسفي اثر لیکوال جولس لاچیلیر (۱۸۳۲ - ۱۹۱۸) ته وړاندې کړه. لاچیلیر هڅه وکړه چې " د عطالت ځایناسی د هر ځای ځواک، د مرګ ځایناسی ژوند او د جبرپالنې ځایناستی آزادي" کړي. (برګسون د ایکول نارمال عالي لېسې د دغو دواړو استادانو زیات پوروړی ؤ. د هغه د یادښت پته د راویسون سره چې په ۱۹۰۰ کال کې مړ شو، پرتله کړئ.)
برګسون په ۱۸۸۸ کال کې بیا په پاریس پوهنتون کې شامل شو او د رولین کالج په نوم ښاري کالج کې یې څو میاشتې درس ورکړ او وروسته یې په هنري کواټر لېسه کې دنده ترلاسه کړه او دغه لېسه کې اته کاله پاتې شو. هلته یې د داروین په اړه ولوستنې وکړې او د هغه د نظریو په باب یې کورس دایر کړ. که څه هم برګسون له وړاندې لامارکیزم او د اکتسابي ځانګړتیاوو په هکله د هغه د وراثت نظریه تائید کړې وه، نوموړي د تدریجي تغیراتو په اړه چې د هغه د ژوند دوامداره لید سره ډېر مطابقت درلود، د داروین فرضیه غوره وبله. [۲۴]
ده په ۱۸۹۶ کال کې د مسئلې او حافظې په نوم خپل دوهم لوی اثر خپور کړ. دغه زیات ستونزمن اثر د دماغ فعالیت څېړي او د حافظې او ادراک تحلیل ترسره کوي او د جسم او ذهن ترمنځ د اړیکې د ستونزو دقیقې ملاحظې لپاره لاره هواروي. برګسون د خپلو دغو دریو لویو آثارو د چمتوالي لپاره کلونه څېړنه کړې وه. دا کار په ځانګړي ډول د مادې او حافظې په اثر کې مشاهده کېږي، په دې اثر کې یې د رنځپوهنې پراخه څېړنو سره چې د دغه دورې په جریان کې ترسره شوې وې، بشپړه آشنايي وښودله.
برګسون په ۱۸۹۸ کال کې په خپله پخوانۍ ښوونځۍ، اکول نارمال عالي لېسه کې استاد شو او وروسته په همدې کال کې یې پروفیسورۍ ته ترفع ورکړه. هغه په ۱۹۰۰ کال کې په ډي فرانس کالج کې پروفیسور وټاکل شو او د چارلز لوک پر ځای د یوناني او رومي فلسفې استادۍ څوکۍ ته ومنل شو.
برګسون د فلسفې په لومړۍ نړیواله غونډه کې چې د ۱۹۰۰ کال د اګست په لومړیو پنځو ورځو کې په پاریس کې ترسره شو، د سببیت په قانون د باور رواني سرچینې (Sur les origines psychologiques de notre croyance à la loi de causalité) تر سلیک لاندې کې یوه لنډه خو مهمه مقاله ولوستله. فیلکس الکان په ۱۹۰۰ کال کې یو اثر خپور کړ چې له وړاندې په ریوو ډي پاریس (Revue de Paris) مجله کې د خندا یا Laughter (Le rire) تر سرلیک لاندې خپور شوی ؤ، دا د برګسون له کوچنیو آثارو څخه یو ډېر مهم اثر ؤ. دغه مقاله چې د کومېډي معنی په اړه ده، له هغو ویناوو څخه یې سرچینه اخیستې چې ده په لومړیو ورځو کې په اوورن کې کړې وې. د ژوند په اړه د برګسون د نظرونو د پوهېدو لپاره د دې مقالې مطالعه اړینه ده او فقرې یې چې په ژوند کې د هنري ځای سره کار لري، ازرښمندې دي. د اثر اصلي موضوع دا ده چې خندا داسې یوه لاره ده چې د انسانانو لپاره د ټولنیز ژوند د ممکن کولو لپاره رامنځته شوې ده. موږ په هغو خلکو پورې خاندو چې د ټولنې د غوښتنو سره سمون کې پاتې راځي که داسې وي د دوی پاتې راتلل د انعطاف نه منونکي میکانیزم ته ورته وي. د طنز لیکوالانو د خندا لپاره د دغه انساني تمایل څخه په بېلابېلو طریقو کار اخیستی او په دوی کې ګډ شی دا نظر دی چې په طنز کې "یو میخانیکي شی دی چې په ژوندیو باندې پوښل شوی". [۲۵][۲۶]
د اخلاقي او سیاسیي علومو اکاډمۍ په ۱۹۰۱ کال کې برګسون خپل غړی وټاکه او هغه د انسټیټیوټ غړی شو. هغه په ۱۹۰۳ کال کې Revue de métaphysique et de morale جورنال ته د مابعدالطبعيه پېژندنې (Introduction à la metaphysique) تر سرلیک لاندې یوه ډېره مهمه مقاله وليکه، چې د هغه د دریو لویو کتابونو د مطالعې لپاره ګټوره مقدمه ده. ده په دې مقاله کې خپلې فلسفي برنامې ته چې په خلاق تکامل کې په حقیقت بدله شوه، تفصیل ورکړ. [۲۷]
برګسون په ۱۹۰۴ کال کې د ټولنپوه او فیلسوف ګابریل تارډ له مړینې وروسته، د عصري فلسفې استادۍ څوکۍ لپاره د ده ځایناستی شو. د همدې کال د سپتمبر له ۴ څخه تر ۸ پورې د فلسفې په دوهمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره جنیوا ته لاړ او په دې وخت کې یې د ذهن او فکر: یوې فیلسفي خطا (Le cerveau et la pensée: une illusion philosophique) په اړه وینا ورکړه. یوې ناروغۍ آلمان ته د هغه د تللو مخه ونیوه ترڅو په هایډلبرګ کې په ترسره کېدونکې دریمه غونډه کې ګډون وکړي. برګسون په دې کلونو کې په ځوان جاک مارټین کلکه اغېزه وکړه، ښايي حتی مارټین او د هغه میرمن رایسا یې د ځان وژنې فکرونو څخه وژغورل. [۲۸][۲۹]
د هغه دریم لوی اثر، خلاق یا نوښتګر تکامل، چې په کتابونو کې یې زیات نامتو او تر ټولو ډېر بحث شوی اثر دی، په ۱۹۰۷ کال کې خپور شو. پیري امبارت د لا تور (Pierre Imbart de la Tour) څرګنده کړه چې خلاق تکامل د فکر پر نوي لور یو مهم ګام ؤ. خپرونونکي الکان په ۱۹۱۸ کال کې ۲۱ نسخې خپرې کړې، چې په اوسط ډول د لسو کلونو لپاره یې په کال کې دوې نسخې جوړولې. د دې کتاب له راڅرګندېدو وروسته د برګسون شهرت نه یوازې په علمي حلقو کې، بلکې د عامه لوستونکو په منځ کې ډېر زیات شو.
برګسون هغه وخت له وړاندې د القاح تیوري (څرنګه چې د خلاق تکامل په لومړي فصل کې څرګنده شوې) په ګډون په بیولوژي کې پراخه مطالعه کړې وه، چې په همغه وروستیو، د ۱۸۸۵ کال شاوخوا کې راڅرګنده شوې وه، د فلسفې په تاریخ، په ځانګړي توګه په یوناني او رومي فلسفه کې د متخصص فیلسوف لپاره کومه کوچنۍ بریا نه وه. هغه په یقین سره د ډاروین څخه پرته، هیکل په اړه هم ولوستل، د هیکل څخه یې د ژوند د یووالي او د ټولو ژوندیو موجوداتو تر منځ د ایکولوژیکي پیوستون په اړه د هغه نظر له لاسه ور نه کړ، همدارنګه د هوګو ډي وریس په اړه یې هم لوستنې وکړې چې له هغه څخه یې د تکامل د بدلون نظریه نقل کړه، ( هغه د دې نظریې مخالفت وکړ او د ډاروین تدریج پالنه یې غوره وبله). هغه په ډي فرانس کالج کې د تجربوي طب استادۍ څوکۍ لپاره د کلاډ برنارډ ځای ناستي، چارلز-اډوارډ براون-سکوارډ او داسې نورو هم نقل قول کړل. [۳۰]
برګسون د فلورانس مایر بلومینټل سره د پرېکس بلومینټل (Prix Blumenthal) جایزې په ورکولو کې د قاضایي پلاوي غړي ؤ، دا جایزه د ۱۹۱۹ او ۱۹۵۴ کلونو ترمنځ انځورګرانو، مجسمه جوړونکو، سینګار کونکو، حکاکانو، لیکوالانو او سازنده ګانو ته ورکړل کېده. [۳۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118509578 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118509578 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118509578 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Gelber, Nathan Michael (1 January 2007). "Bergson". Encyclopaedia Judaica. Archived 29 March 2015 at the Wayback Machine.
- ↑ Dynner, Glenn (2008). Men of Silk: The Hasidic Conquest of Polish Jewish Society. Oxford University Press. pp. 104–105. ISBN 978-0195382655.
- ↑ Henri Bergson. 2014. Encyclopædia Britannica Online. Retrieved 13 August 2014, from https://www.britannica.com/EBchecked/topic/61856/Henri-Bergson
- ↑ "Z ziemi polskiej do Nobla" [From the Polish lands to the Nobel Prize]. Wprost (په پولينډي). Warsaw: Agencja Wydawniczo-Reklamowa Wprost. 4 January 2008. نه اخيستل شوی 10 May 2010.
Polskie korzenie ma Henri Bergson, jeden z najwybitniejszych pisarzy, fizyk i filozof francuski żydowskiego pochodzenia. Jego ojcem był Michał Bergson z Warszawy, prawnuk Szmula Jakubowicza Sonnenberga, zwanego Zbytkowerem (1756–1801), żydowskiego kupca i bankiera. [Translation: Henri Bergson, one of the greatest French writers, physicists and philosophers of Jewish ancestry, had Polish roots. His father was Michael Bergson from Warsaw, the great-grandson of Szmul Jakubowicz Sonnenberg – known as Zbytkower – (1756–1801), a Jewish merchant and banker.]
- ↑ Testament starozakonnego Berka Szmula Sonnenberga z 1818 roku Archived 28 September 2011 at the Wayback Machine.
- ↑ Merquior, J. G. (1987). Foucault (Fontana Modern Masters series), University of California Press, p.11. ISBN 0-520-06062-8.
- ↑ "The Nobel prize in Literature". نه اخيستل شوی 15 November 2010.
- ↑ Robert C. Grogin, The Bergsonian Controversy in France, 1900–1914, Univ of Calgary Press (May 1988), ISBN 0919813305
- ↑ https://antilogicalism.com/wp-content/uploads/2017/07/matter-and-memory.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
- ↑ Gelber, Nathan Michael (1 January 2007). "Bergson". Encyclopaedia Judaica. Archived 29 March 2015 at the Wayback Machine.
- ↑ Dynner, Glenn (2008). Men of Silk: The Hasidic Conquest of Polish Jewish Society. Oxford University Press. pp. 104–105. ISBN 978-0195382655.
- ↑ "Z ziemi polskiej do Nobla" [From the Polish lands to the Nobel Prize]. Wprost (په پولينډي). Warsaw: Agencja Wydawniczo-Reklamowa Wprost. 4 January 2008. نه اخيستل شوی 10 May 2010.
Polskie korzenie ma Henri Bergson, jeden z najwybitniejszych pisarzy, fizyk i filozof francuski żydowskiego pochodzenia. Jego ojcem był Michał Bergson z Warszawy, prawnuk Szmula Jakubowicza Sonnenberga, zwanego Zbytkowerem (1756–1801), żydowskiego kupca i bankiera. [Translation: Henri Bergson, one of the greatest French writers, physicists and philosophers of Jewish ancestry, had Polish roots. His father was Michael Bergson from Warsaw, the great-grandson of Szmul Jakubowicz Sonnenberg – known as Zbytkower – (1756–1801), a Jewish merchant and banker.]
- ↑ Testament starozakonnego Berka Szmula Sonnenberga z 1818 roku Archived 28 September 2011 at the Wayback Machine.
- ↑ Henri Bergson. 2014. Encyclopædia Britannica Online. Retrieved 13 August 2014, from https://www.britannica.com/EBchecked/topic/61856/Henri-Bergson
- ↑ Suzanne Guerlac, Thinking in Time: An Introduction to Henri Bergson, Ithaca, New York: Cornell University Press, 2007, p. 9.
- ↑ Lawlor, Leonard and Moulard Leonard, Valentine, "Henri Bergson", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2016 Edition), Edward N. Zalta (ed.), URL = <https://plato.stanford.edu/archives/sum2016/entries/bergson/>
- ↑ Henri Hude, Bergson, Paris, Editions Universitaires, 1990, 2 volumes, quoted by Anne Fagot-Largeau in her 21 December 2006 course at the College of France
- ↑ "Nouvelles Annales de Mathématiques". 2 (17). Paris. 1878: 268. نه اخيستل شوی 15 March 2018.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Anne Fagot-Largeau, 21 December 2006 course Archived 6 February 2009 at the Wayback Machine. at the College of France (audio file of the course)
- ↑ Anne Fagot-Largeau, 21 December 2006 course Archived 6 February 2009 at the Wayback Machine. at the College of France (audio file of the course)
- ↑ Henri Bergson: Key Writings, ed. Keith Ansell Pearson and John Mullarkey. London: Continuum, 2002, p. ix.
- ↑ p. 39
- ↑ Seth Benedict Graham A CULTURAL ANALYSIS OF THE RUSSO-SOVIET ANEKDOT Archived 2013-01-16 at the Wayback Machine., 2003, p. 2
- ↑ Anne Fagot-Largeau, 21 December 2006 course Archived 6 February 2009 at the Wayback Machine. at the College of France (audio file of the course)
- ↑ Stanford Encyclopedia of Philosophy: Jacques Maritain[مړه لينکونه]/
- ↑ The Collected Works of Jacques Maritain, Volume 1: Notre Dame Press, 2007.
- ↑ Anne Fagot-Largeau, 21 December 2006 course Archived 6 February 2009 at the Wayback Machine. at the College of France (audio file of the course)
- ↑ "Florence Meyer Blumenthal". Jewish Women's Archive, Michele Siegel.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ژبه لرونکي سرچينې پولينډي
- تېروتنې CS1: ناسم periodical
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري