چارلس ډاروین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلز رابرټ ډاروین (۱۸۰۹ فبرورۍ ۱۲ د ۱۸۸۲ اپریل ۱۹)

چارلز رابرټ ډاروین (۱۸۰۹ فبرورۍ ۱۲ د ۱۸۸۲ اپریل ۱۹) انګریزې طبیعت پېژندونکي، جیولوژیست (ځمک پوه) او بیالوژیست ؤ چې تر ډېره د تکامل په علم کې د خپل رول له مخې پېژندل کېږي. نوموړي دغه نظریه مطرح کړه چې ټول ژوندي موجودات د ګډ نسب لرونکي دي. هغه نظریه چې اوس د پوهانو له خوا منل شوې او د علم یو له اساسي مفاهیمو ګڼل کېږي. نوموړي له الفرد راسل والاسي (Alfred Russel Wallace) سره په ګډه مقاله کې خپله علمي نظریه مطرح کړې چې د تکامل دغه پړاو د طبیعي انتخاب په نوم د هغه بهیر د پایلو له مخې دی چې په کې د بقا لپاره هڅې د انتخابي پالنې په ګډون د هغو په طبیعي انتخاب ورته اغېز لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ډاروین د بشري تاریخ په کچه ډېره اغېزمنه څېره ګڼل کېږي، چا چې د دې ویاړ درلود چې جسد یې په ویست مینستر کلیسا کې خښ شي.

ډاروین په ۱۸۵۹ ز کال کې د On the Origin of Species په نوم کتاب خپور کړ چې د تکامل نظریه یې په کې له قانع کوونکو شواهدو سره تشریح کړې وې. د ډاروین دغه علمي کشف دې سربېره چې د ژوندانه ټول علوم یو له بل سره نښلوي، په ژوند کې بدلونونه هم توضیح کوي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ژوند لیک[سمول]

د ژوندانه پیل او زده کړې[سمول]

چارلز رابرټ ډاروین د ۱۸۰۹ کال د فبروري میاشتې په ۱۲ مه د انګلستان د شروپ شیر ښار په شروزبري سیمه کې په خپل کور مونټ کې وزېږېد. هغه په بډایه ټولنه کې د یو ډاکټر او یوه مالي افسر رابرټ ډاروین او سوسانا ډاروین له شپږو اولادونو پینځم زوی و. د هغه دواړه نیکونه اراسموس ډاروین او جوسیا وجوود، د غلامۍ پر ضد له فعالو مبارزینو څخه وو.[۱۳][۱۴][۱۵]

دواړه کورنۍ تر ډېرې اندازې یونیتارین عیسوي وې. له دې سره چې وجوودانو په خپل منځ کې انګلیکانانو ته هم ځای ورکړی وو. رابرټ ډاروین چې خپله نسبتاً ازاد خیاله ؤ، خپل ماشوم چارلز ته یې د ۱۸۰۹ کال په نوامبر میاشت د شریسبوري په سنټ چاډ کلیسا کې د تعمید غسل ورکړ، خو چارلز او د هغه خویندو او وروڼو یې له خپلې مور سره یو ځای یونیتارین کلیسا ته تلل. اته کلن چارلز مخکې له دې چې په ۱۸۱۷ کال کې هغه ښوونځي ته چې د کلیسا د وعظ کوونکي له خوا اداره کېده ولاړ شي، له طبیعي تاریخ او د هغو په اړه د معلوماتو له راغونډلو سره یې لیوالتیا لرله. د هماغه کال په جولای کې یې مور مړه شوه. د ۱۸۱۸ کال له سپتمبر میاشتې وروسته هغه نور له خپل مشر ورور اراسموس سره په ګاونډي ښار شروزبري کې انګلیکن ښوونځي ته لاړ.[۱۶]

ډاروین مخکې له دې چې له خپل ورور ارسموس سره په ۱۸۲۵ کال کې د ایډنبرګ طبي ښوونځي (هغه مهال د بریتانیا په کچه د طبي زده کړو تر ټولو پرمختللی ښوونځي ؤ) ته ولاړ شي، د هماغه کال دوبي کې یې له خپل پلار سره د طبابت په برخه کې د کار زده کړې په موخه تېر کړ او له خپل پلار سره یې مرسته کوله چې د شروپ شیر د بېوزلو وګړو درملنه وکړي. ډاروین درسي لکچرونه ستړي کوونکي او د جراحي عملیات یې ناراحته کوونکي وبلل. له همدې امله یې زده کړې خوشې کړې. د زده کړو پرځای د جان ادمونستن په نوم ازاد شوي تور پوستي ته لاړ چې له چارلز واترتن سره یې د سویلي امریکا په باراني ځنګلونو کې ملتیا کړې وه څو په نږدې ۴۰ ورځني یو ساعته غونډو کې ورڅخه تاکسیدرمي زده کړي.[۱۷]

ډاروین د پوهنتون په دویم کال کې، د پلینیان له ټولنې سره یوځای شو. د راډیکال دیموکرات زده کړیالانو هغه ټولنه چې په ماټریالیستي نظریات یې په علم کې دود شوي ارتودوکسي مذهبي مفاهیم له پوښتنو سره مخ کول. ډاروین د طبيعي تاریخ له درس څخه چې رابرټ جیم سان ورکاوه ستړی شو. د جیم سان د ځمک پوهنې په درس کې د نپتونیزم او پلوتونیزم موضوعات شامل وو. ډاروین د بوټو ډلبندي زده کړه او د پوهنتون د موزیم له کلکسیون سره یې چې هغه مهال چې په اروپا کې یو له لویو موزیمونو څخه ؤ، مرسته کوله.[۱۸][۱۹]

له طبي زده کړو څخه د ډاروین لاس په سر کېدو د هغه پلار خواشیني کړ، هغه په قاطعیت سره نوموړی د کمبرېج پوهنتون د عیسویت کالج ته ولېږه چې د هنر په برخه کې لیسانس واخلي، چې په سیمه ییزه کچه د انګلیکن کشیش کېدو له پاره لومړنی ګام ؤ. له دې امله چې ډاروین په وروستۍ ازموینه کې په شرایطو برابر نه و، نو د ۱۸۲۸ کال په جنوري میاشت کې عادي دورې ته شامل شو. هغه تر مطالعې په اس سپرلیدل او نښه ویشتلو ته ډېر ارزښت ورکاوه. د کاکا زوی یې ویلیام ډاروین فاکس چې هغه هم د کریسټ کالج لوست، نوموړی یې د خپلو شانپرکونو (butterfly) په کلیکسیون سره متاثره کړ او ډاورین ته یې د حشرو پیژندنې علم ور معرفي کړ او نوموړی یې وهڅاوه تر څو د خزنده ګانو را ټولول تعقیب کړي.[۲۰][۲۱]

ډاروین دغه کار په ډېرې لیوالتیا ترسره کاوه. د هغه یو شمېر موندنې د بریټانوي حشراتو د رسامۍ په کتاب کې چې د جیمز فرانسیس ستیفنز اثر دی چاپ شوې. ډاروین د بوټو پېژندونکي جان ستیونز هنسلو نږدې ملګری او پیروی شو. نوموړي له نورو مخکښو طبیعت پلوه روحانیونو سره هم ملاقات وکړ. دغو روحانیونو د ده علمي کار د طبعي مذهبي الهیاتو په توګه ګڼلو. ډاروین د زده کړیالانو ترمنځ په "هغه سړي چې له هنسلو سره قدم وهي" مشهور شو. کله چې ازموینې را نږدې شوې ډاروین خپل وخت مطالعې ته ځانګړې کړ چې د ویلیام بیلي د مسیحیت د اثبات د کتاب ژبې او منطق یې خوښ شو. ډاروین د ۱۸۳۱ کال په وروستیو ازموینو کې ښه وځلېد او د عادي دورې د ۱۷۸ زده کړیالانو ترمنځ یې لسم ځایګی خپل کړ.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ډاروین اړ وو څو د ۱۸۳۱ ز کال جون میاشت پورې په کمبرېج کې پاتې شي. هغه د طبیعي الهیاتو یا د خدای د صفاتو او وجود د مدارکو کتاب چې ویلیام پیلي لیکلی ؤ ولوست (لومړی ځل په ۱۸۰۲ کال کې چاپ شوی ؤ)، چې په طبیعت کې د الهي طرحې د بحث لامل شو او دغه کتاب دا توضیح کوله چې د خدای د چارو برابري د طبیعي قوانینو له مخې ده. هغه په همدې کال کې د طبیعي فلسفې د مطالعې اړوند مقدماتي بحثونو په نوم د جان هرشل نوی کتاب هم ولوست، په دغه کتاب کې د طبیعي فلسفې تر ټولو لوړې موخې د دلیل او شواهدو له مخې توصیف کړي وو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ډاروین د تکاملي نظریې پیل[سمول]

کله چې ډاروین د افریقا لویې وچې له سفر وروسته انګلستان ته راوګرځېد، نږدې په ټولو علمي مرکزونو کې ډاروین پېژندل شوې څېره وه ځکه هنسلو د ۱۸۳۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ځمک پوهنې په برخه کې ټاکل شویو طبیعت پوهانو ته د ده د یوې لیکنې په لېږلو د خپل پخواني زده کوونکي شهرت زیات کړی و. هغه مهال چې د ۱۸۳۶ کال د اکتوبر په دویمه د فالموث بېړۍ کورنوال ته ورسېده. ډاروین په چټکۍ سره شروزبري ته د خپل کور او خپلوانو د لیدو په موخه ولاړ. د دوی له لیدنې وروسته د هنسلو د لیدو لپاره کمبریج ته ولاړ، هنسلو ده ته لارښوونه کړې وه چې طبیعت پوهان پیدا کړي څو هغه حیوانات چې ده راغونډ کړي طبقه بندي او هم د بوټو پېژندنې نښې راټولې کړي. د ډاروین پلار هم د پانګونې لپاره ترتیبات ونیول څو زوی یې وکولای شي یو خپلواک عالم واوسي. ډاروین هم په احساساتي ډول په افتخار د لندن د انستیتیوتونو په شاوخوا کې ګرځېده څو د ده د ټولګو د توصیف په موخه متخصصین پیدا کړي. ژوو پېژندونکو کار په ډېر ځنډ ترسره کاوه او له دې ډار وو چې ډېرې نمونې به په ګودام کې پاتې شي.[۳۱][۳۲]

چارلز لایل په ډېرې لیوالتیا ډاروین د لومړي ځل لپاره د اکتوبر په ۲۹ مه ولید، ډېر وخت لا نه وو تېر چې هغه یې هډوکي پېژندونکي یا اناتومېست ریچارد اون ته ور وپېژندلو. اوون په هغو فوسیلونو باندې د کار لپاره چې ډاروین راغونډ کړي وو د انګلستان د جراحانو د سلطنتي کالج له امکاناتو کار واخیست. هغه په ډېرې حیرانتیا متوجه شو چې دغه فوسیلونه هغه موجوداتو ته اړوند دي چې نسل یې له منځه تللی دی. د هغو لوی وجود لرونکو موجوداتو په څېر لکه ground sloths  او یا هم Megatherium. څرنګه چې ډاروین فکر کاوه دغه له منځه تللي موجودات په سویلي امریکا کې د هغو له نویو ژوندیو ډولونو سره اړوند وو. [۳۳][۳۴]

د ډاروین مړینه او د خښولو مراسم[سمول]

په ۱۸۸۲ کال کې هغه د صدري انژین یا "صدري پړسوب" په ناروغۍ اخته شو، چې هغه مهال د زړه د شریانونو د بندېدلو او یا هم د زړه د ناروغۍ په معنی وه. د هغه د مرګ پر مهال طبیبانو د ده ناروغي صدري حمله، یا د زړه سکته تشخیص کړه. ګمان په دې دی چې ډاروین د شیګاس ناروغي لرله (هغه ناروغي چې د یوې وینې خوړونکي حشرې په واسطه لېږدول کېږي).[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

تمه دا وه چې هغه به په ډاون کلي کې په سنټ مري کلیسا کې خښ شي خو د ډاروین د همکارانو  او عمومي او پارلماني غوښتنې وروسته، د سلطنتي ټولنې مشر ویلیام سپاتیس ووډ پرېکړه وکړه چې ډاروین د دې ویاړ لري تر څو په ویسټ منیستر کلیسا کې د جان هرشل او اسحاق نیوټن په خوا کې خښ کړل شي. د نوموړي د خښولو مراسم د اپریل په ۲۶ مه د چهارشنبې په ورځ د ده د کورنۍ غړو، ملګرو، پوهانو، فیلسوفانو، مخورو او زرګونو عامو وګړو په ګډون ترسره شول.[۳۹][۴۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Darwin" Archived 18 July 2014 at the Wayback Machine. entry in Collins English Dictionary.
  2. Desmond, Moore & Browne 2004
  3. Coyne, Jerry A. (2009). Why Evolution is True. Viking. د کتاب پاڼي 8–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-02053-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Larson 2004, pp. 79–111
  5. . Special feature: Darwin 200. New Scientist.
  6. "Westminster Abbey » Charles Darwin". Westminster Abbey » Home. 2 جنوري 2016. مؤرشف من الأصل في 4 مارچ 2016. د لاسرسي‌نېټه 2 جنوري 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Leff 2000, Darwin's Burial
  7. Coyne, Jerry A. (2009). Why Evolution is True. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-923084-6. In The Origin, Darwin provided an alternative hypothesis for the development, diversification, and design of life. Much of that book presents evidence that not only supports evolution but at the same time refutes creationism. In Darwin's day, the evidence for his theories was compelling but not completely decisive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Glass, Bentley (1959). Forerunners of Darwin. Baltimore, MD: Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې iv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-0222-5. Darwin's solution is a magnificent synthesis of evidence...a synthesis...compelling in honesty and comprehensiveness الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. van Wyhe 2008
  10. Bowler 2003, pp. 178–179, 338, 347
  11. The Complete Works of Darwin Online – Biography. Archived 7 January 2007 at the Wayback Machine. darwin-online.org.uk. Retrieved 2006-12-15 Dobzhansky 1973
  12. As Darwinian scholar Joseph Carroll of the University of Missouri–St. Louis puts it in his introduction to a modern reprint of Darwin's work: "The Origin of Species has special claims on our attention. It is one of the two or three most significant works of all time—one of those works that fundamentally and permanently alter our vision of the world...It is argued with a singularly rigorous consistency but it is also eloquent, imaginatively evocative, and rhetorically compelling." Carroll, Joseph, المحرر (2003). On the origin of species by means of natural selection. Peterborough, Ontario: Broadview. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55111-337-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Desmond, Adrian J. (13 September 2002). "Charles Darwin". Encyclopædia Britannica.  
  14. John H. Wahlert (11 جون 2001). "The Mount House, Shrewsbury, England (Charles Darwin)". Darwin and Darwinism. Baruch College. د اصلي آرشيف څخه پر 6 دسمبر 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه 26 نومبر 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Smith, Homer W. (1952). Man and His Gods. New York: Grosset & Dunlap. د کتاب پاڼي 339–40. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Desmond & Moore 1991, pp. 12–15Darwin 1958, pp. 21–25
  17. Darwin 1958, pp. 47–51Desmond & Moore 2009, pp. 18–26
  18. Browne 1995, pp. 72–88
  19. Desmond & Moore 1991, pp. 42–43
  20. Browne 1995, pp. 47–48, 89–91Desmond & Moore 2009, pp. 47–48
  21. Darwin 1887، ص. 48.
  22. Smith, Homer W. (1952). Man and His Gods. New York: Grosset & Dunlap. د کتاب پاڼي 357–58. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Darwin, Charles (1901). The life and letters of Charles Darwin. 1. D. Appleton. د کتاب پاڼي 43–44. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Darwin, Charles (1901). The life and letters of Charles Darwin. 1. D. Appleton. د کتاب پاڼي 43–44. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. van Wyhe, John (المحرر). "Darwin's insects in Stephens' Illustrations of British entomology (1829–32)". Darwin Online. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Desmond & Moore 1991, pp. 73–79Darwin 1958, pp. 57–67
  27. Browne 1995, p. 97
  28. Browne 1995, pp. 128–129, 133–141
  29. Darwin 1958, pp. 67–68
  30. von Sydow 2005, pp. 5–7
  31. Darwin 1835, editorial introduction
  32. Desmond & Moore 1991, pp. 195–198
  33. Owen 1840, pp. 16, 73, 106Eldredge 2006
  34. Desmond & Moore 1991, pp. 201–205Browne 1995, pp. 349–350
  35. Colp, Ralph (2008). "The Final کينډۍ:Sic". Darwin's Illness. د کتاب پاڼي 116–120. doi:10.5744/florida/9780813032313.003.0014. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8130-3231-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Clayton, Julie (24 June 2010). "Chagas disease 101". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 465 (n7301_supp): S4–S5. Bibcode:2010Natur.465S...3C. doi:10.1038/nature09220. ISSN 0028-0836. PMID 20571553. S2CID 205221512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "The Case of Charles Darwin". dna.kdna.ucla.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Bernstein, R E (July 1984). "Darwin's illness: Chagas' disease resurgens". Journal of the Royal Society of Medicine. 77 (7): 608–609. doi:10.1177/014107688407700715. ISSN 0141-0768. PMC 1439957. PMID 6431091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Darwin, Emma (1882). "[Reminiscences of Charles Darwin's last years.] CUL-DAR210.9". مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Desmond & Moore 1991, pp. 664–677