مارتین بوبر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارتین بوبر
(الماني: Martin Buber د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارتین بوبر

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ فبروري ۱۸۷۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
وين[۱۶][۱۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 13 جون 1965 (87 کاله)[۱][۱۸][۲][۳][۴][۵][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بيت المقدس[۱۹][۱۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اطریش -هنګري
د وايمار جمهوريت
اسرائیل  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف[۱۴]
ليکوال[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عبري ژبه[۲۰]
آلماني ژبه[۲۱][۲۰]
پولينډي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه انټولوژي
يهوديت
فلسفه[۲۲]
ادبيات[۲۲]
ژباړه[۲۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر امانوېل کانت
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لوېديځه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
ايراسموس جايزه (۱۹۶۳)[۲۳]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
مارتین بوبر

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارتین بوبر (په عبري: מרטין בובר؛ په یدش: מארטין בובער؛ د ۱۸۷۸ کال د فبروري ۸ – د ۱۹۶۵ کال د جون ۱۳) یو اتریشي یهودی او اسرائیلی فیلسوف ؤ چې د خپلې خبرو اترو فلسفې په خاطر ډېر مشهور ؤ، د هستي پالنې یا اګزیستنسیالیزیم (existentialism) یوه بڼه ده چې د زه – تاسو (I–Thou) اړیکې او زه – هغه (I–It ) اړیکې ترمنځ په توپیر تمرکز کوي. بوبر چې په ویانا کې زیږېدلی، د مراعات کوونکو یهودانو له کورنۍ څخه دی، خو یهودي دود سره یې پرېکون وکړ ترڅو په فلسفه کې د سیکولر زده کړو تعقیب کړي. په ۱۹۰۲ کال کې د صهیونیسټ غورځنګ مرکزي ارګان د اونیزې ډای ولټ (Die Welt) سمونګر شو، که څه هم وروسته یې په صهیونیزم کې له سازماني کار څخه لاس واخیست. بوبر په ۱۹۲۳ کال کې د هستي په اړه خپله مشهوره مقاله Ich und Du (چې وروسته په انګلیسي کې I and Thou وژباړل شوه) ولیکه او په ۱۹۲۵ کال کې یې آلماني ژبې ته د عبري انجیل ژباړل پیل کړل چې د عبري ژبې نمونې منعکس کوي.   [۲۴][۲۵]

هغه لس ځله د ادبیاتو نوبل جایزې لپاره او اوه ځله د سولې نوبل جایزې لپاره نوماند شو.   [۲۶]

ژوندلیک    [سمول]

مارتین (عبري نوم: מָרְדֳּכַי) بوبر په ویانا کې په یوه ارتودوکس یهودي کورنۍ کې زیږېدلی. بوبر د شپاړسمې پېړۍ د رابي میر کاتزینیلنبوګن چې پادوا ښار د ماهارام (מהר"ם) په نوم پېژندل کېد، مستقیم اولاد ؤ، ماهارام د "زموږ ښوونکي، رابي، رابي میر" لپاره عبري لنډیز دی. کارل مارکس یې یو بل د پام وړ خپلوان دی. د هغه د مور او پلار له جلا کېدو وروسته کله چې دی ​​درې کلن ؤ، په لیمبرګ ( د اوکراین اوسنی لووف) کې د خپل نیکه له لوري لوی شو.  نیکه يې سلیمان بوبر د میدراش (Midrash) او رابينیک ادبیاتو پوه ؤ. بوبر په ۱۸۹۲ کال کې په لیمبرګ کې د خپل پلار کور ته راستون شو.   [۲۷]

سره له دې چې بوبر د کاتزینیلنبوګین د اولادې په توګه د داود لړۍ سره فرضي تړاو درلود، یوه شخصي دیني کړکېچ د دې لامل شو چې د یهودیت دین دودونو سره پرېکون وکړي. هغه د ایمانوئل کانټ، سورین کیرکګورډ، او د فریدریش نیچه د لیکلنو په لوستلو پیل وکړ. په ځانګړې ډول دوو وروستیو کسانو وهڅاوه ترڅو په فلسفه کې زده کړو ته دوام ورکړي. بوبر په ۱۸۹۶ کال کې ویانا ته د زده کړې لپاره لاړ (فلسفه، د هنر تاریخ، آلماني مطالعات، ژبپېژندنه).   [۲۸]

نوموړس په ۱۹۸۸ کال کې د صهیونیسټ غورځنګ سره یوځای شو او په غونډو او سازماني کارونو کې یې ګډون کاوه. بوبر کله چې زوریخ کې د زده کړې کولې، په ۱۸۹۹ کال کې د خپلې راتلونکې مېرمن، پاولا وینکلر سره چې "د باواریا د بزګرې کورنۍ څخه یوه تکړه کاتولیک لیکواله" وه، آشنا شو. پاولا په ۱۹۰۱ کال کې کاتولیک کلیسا پرېښوده او په ۱۹۰۷ کال کې یهودیت ته واوښته.   [۲۹][۳۰]

بوبر په پیل کې د آلمان لپاره د "نړیوال تاریخي ماموریت" په توګه او همدارنګه د یهودي روڼ آندو لپاره ترڅو نږدې ختیځ متمدن کړي، د لویې جګړې (Great War) څخه ملاتړ وکړ او یې لمانځله. یو شمېر ​​څېړونکي په دې باور دي، چې کله هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال او وروسته په ویانا کې ؤ، د جکوب ال. مورینو د لیکنو په ځانګړي ډول د "مقابله" اصطلاح د کارونې تر اغېزې لاندې راغی.  [۳۱][۳۲][۳۳]

بوبر په ۱۹۳۰ کال کې په فرانکفورت ام مېن پوهنتون کې افتخاري استاد شو، خو په ۱۹۳۳ کال کې د اډولف هټلر واک ته د رسېدو سمدستي وروسته په احتجاج کې د خپلې استادۍ څخه ګوښه شو. بیا یې د یهودي لویانو د تعلیم ر لپاره مرکزي دفتر جوړ کړ، چې په زیاتېدونکې توګه مهم بنسټ شو ځکه چې د آلمان حکومت له عمومي تعلیم څخه یهودیان منع کړل. بوبر په ۱۹۳۸ کال کې آلمان پرېښود او د برېتانیې تر قیمومت لاندې د فلسطین په بیت المقدس کې مېشت شو، په عبري پوهنتون کې استاد شو او د انسان پېژندنه او لومړنۍ ټولنپوهنه  کې یې ویناوې کړې. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل هېواد له رامنځته کېدو وروسته، بوبر ډېر مشهور اسرائیلی فیلسوف شو.

بوبر او پاولا دوه ماشومان درلودل: یو زوی، رافایل بوبر او یوه لور، ایوا شټراوس-شټایبیتس. دوی د خپلو لمسیانو، باربرا ګولډشمیټ (۱۹۲۱ – ۲۰۱۳) او جوډیت بوبر اغاسي (۱۹۲۴ – ۲۰۱۸ ) په لویولو کې مرسته وکړه، چې د مارګریټ بوبر نیومن سره د دوی د زوی رافایل د واده په پایله کې زیږېدلی وې. د بوبر مېرمن، پاولا وینکلر په ۱۹۵۸ کال په وینس کې مړه شوه او دی د ۱۹۶۵ کال د جون په ۱۳ بیت المقدس ته نږدې په تلبیه سیمه کې په خپل کور کې مړ شو.  

بوبر سابه خوړونکی ؤ.[۳۴]

مهم موضوعات  [سمول]

د بوبر د لیکلو هڅوونکې، ځینې وختونه شاعرانه طریقه د هغه په ​​آثارو کې مهم موضوعات مشخص کړل: د حسیدي او چینایي کیسو بیا بیانول، د انجیل تفسیر او میټافزیکي خبرې اترې. بوبر چې یو کلتوري صهیونیسټ ؤ، د آلمان او اسرائیلو په یهودي او تعلیمي ټولنو کې فعال ؤ. هغه په فلسطین کې د دوه ملته حل لارې همدا راز د اسرائیل یهودي هېواد له رامنځته وروسته د اسرائیل او عربي هېوادونو د سیمه ییز فدراسیون کلک ملاتړی ؤ. د هغه نفوذ په ټول انسانیت، په ځانګړې توګه په ټولنیزه ارواپوهنه، ټولنیزه فلسفه او په دینۍ هستي پالنې په برخو کې وغځېد.   [۳۵][۳۶]

د صهیونزم په وړاندې د بوبر چلند د هغه د "عبري انسان پالنې" لید ته ودې ورکولو تمایل سره تړلی ؤ. د لارنس جې. سلبرشټاین په وینا، د "عبري انسان پالنې" اصطلاح د دې لپاره جوړه شوې چې "د [بوبر] د ملتپالنې بڼه د صهیونیسټ رسمي غورځنګ څخه جلا کړي" او دا په ګوته کړي چې "د اسرائیل ستونزه څنګه د انسانانو د نړیوالې ستونزې یوه جلا بڼه وه. لذا د یو جلا ملت په توګه د اسرائیل دنده عموماً د انسانیت له دندې سره په قطعي توګه تړلې وه".   [۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118944280 — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Martin Buber
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Martin-Buber-German-religious-philosopher — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6736v0n — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9454943 — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?188992 — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1366211 — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2718 — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/buber-martin — subject named as: Martin Buber — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012640.xml — subject named as: Martin Buber — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/19491 — subject named as: Martin Buber
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=9904 — subject named as: Martin Buber — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/26330 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001630 — subject named as: Martin Buber — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Бубер Мартин — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  18. پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Бубер Мартин — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  20. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009521 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118944280 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009521 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  23. https://www.kb.nl/themas/boekkunst-en-geillustreerde-boeken/de-blauwe-schuit-en-hn-werkman-1941-1944/de-blauwe-schuit-chassidische-legenden-1 — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۲۰
  24. "Island of Freedom - Martin Buber". Roberthsarkissian.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Buber, Martin (1970). I and Thou. US: Charles Scribner's Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0684717258. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Nomination Database". Nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Rosenstein, Neil (1990), The Unbroken Chain: Biographical Sketches and Genealogy of Illustrious Jewish Families from the 15th–20th Century, 1, 2 (الطبعة revised), New York: CIS, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9610578-4-X الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Wood, Robert E (1 December 1969). Martin Buber's Ontology: An Analysis of I and Thou. Northwestern University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8101-0650-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. The Pity of It All: A History of Jews in Germany 1743–1933. p. 238. (2002) کينډۍ:ISBN
  30. "The Existential Primer". Tameri. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Elon, Amos. (2002). The Pity of It All: A History of Jews in Germany, 1743–1933. New York: Metropolitan Books. Henry Holt and Company. pp. 318–319. کينډۍ:ISBN.
  32. "Jacob Levy Moreno's encounter term: a part of a social drama" (PDF). Psykodramainstitutt.no. د کتاب پاڼي 9–10. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Moreno's Influence on Martin Buber's Dialogical Philosophy". Blatner.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Rosen, Steven. (1987). Food for the Spirit: Vegetarianism and the World Religions. Bala Books. p. 45. کينډۍ:ISBN
  35. Buber 1996، ص. 34.
  36. Buber 1996، ص. 92.
  37. Schaeder, Grete (1973). The Hebrew humanism of Martin Buber. Detroit: Wayne State University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8143-1483-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Silberstein, Laurence J (1989). Martin Buber's Social and Religious Thought: Alienation and the quest for meaning. New York: New York University Press. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8147-7886-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)