فیودور داستایفسکي
فیودور ميخايلوويچ داستاېفسکي (فیودور داستایفسکی) (په روسي کې: Фёдор Миха́йлович Достое́вский) د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبر۳۰ [نوامبر ۱۱] - د ۱۸۸۱ د جنوري ۲۸ [د فبرورۍ ۹] په نړۍ کې د روسيې یو له ډېرو نامتو سترو او اوڅارو ليکوالو او اندیالو څخه دی .
فیودور داستایفسکی | |
---|---|
1879
| |
لیکوال: لنډي کیسي او مقالي | |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۱ نوامبر ۱۸۲۱ مسکو |
مړینه | ۹ فبروری ۱۸۸۱ (۵۹ کلن) سن پترسبورګ |
د مړینې لامل | ايمفيسېما |
تابعیت | روسیه [۱] |
پټنوم | شاعر |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکې ژبه | |
مؤثر | الکساندر هرتسن ، امانوېل کانت ، وېليم شېکسپيير ، چارلېز ډيکېنز ، وېکټور هوګو ، جورج ساند ، ادګار آلن پو ، نيکولای کارامزين |
پوځي خدمت | |
وفاداري | روسي سترواکي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
خټه او نسب
داستاېفسکي د پلار له لوري د “ رتيشېوي “ په کورنۍ پورې تړاو درلود ، چې د سردار “ ایوان واسيلېويچ “ له نږدې خلکو څخه وو . د داستاېفسکي مور “ مارييا فیودورونا “ ( ۱۸۰۰ – ۱۸۳۷ ) په شتمنې روسۍ سوداگريزې کورنۍ ، چې (نېچایویخ) نومېده پورې تړاو درلود. داستاېفسکي د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبر پر ۳۰ په مسکو کې زېږېدلی دی . دی د مور او پلار له اوو ژوندیو پاتې شویو اولادونو څخه وو .
د ليکوال زلمیتوب او پنځوونکی ژوند
کله چې داستاېفسکي ۱۶ کلن شو ، نو مور یې له نري رنځ څخه مړه شوه ، او پلار يې خپل مشران زامن “ فيودور “ او “ ميخاییل “ ، چې وروسته دی هم ليکوال شو ، پیتربورگ ته ولېږل او هلته یې په ليليه کې شامل کړل . ۱۸۳۷ زېږدي کال د داستاېفسکي لپاره یو ارزښتناک کال وو . همدغه کال هم د ده د مور د مړينې کال وو او هم د ستر روسي شاعر پوشکين د مړينې کال . پر همدغه کال دی پیتربورگ ته ځي ، هلته د انجينرۍ په لوی کالج کې شامليږي ، چې نن ورځ د انجينرۍ پوځي – تخنيکي پوهنتون دی . داستاېفسکي په همدغه کالج کې زده کړې وکړي او هممهال يې خپلو کولتوري زده کړو ته هم وده ورکړه . پر ۱۸۳۹ ز کال ده ته د خپل پلار د وژنې خبر ورسېد ، چې د نيمه مريي بزگرانو له خوا وژل شوی وو . داستاېفسکي د بېلينسکي په ډله کې شامليږي . د پوځي خدمت له پای ته رسېدو څخه یو کال مخکې د بالزاک د “ ېفگېنيې گراندې “ اثر روسي ژبې ته راژباړي . ( ۱۸۴۳ ز کال ) . یو کال وروسته يې لومړني اثر “ بې وزله خلک “ چاپیږي او دی سملاسي نامتو کیږي . بېلينسکي د ده دغه اثر پر لوړه کچه وارزاوه ، خو د بل راتلونکي اثر “ دووينيک “ يې کوم نامتووالی په برخه نه شو. پر راتلونکي لنډ مهال د “ بې وزله خلک “ اثر له چاپه وروسته پر ۱۸۴۹ ز کال ، دی د پیتراشېفسکي د پلویانو ، چې ازاد خیاله خلک ول ، په تور ونیول شو . که څه هم پخپله داستاېفسکي ویل چې دی گناه کار او پړ نه دی ، خو محکمې دی د “ یو له مهمو جنایت کارانو څخه “ په نامه یاد کړ . د محکمې پرېکړه ډېره وچه او سخته وه ، یانې چې پر ده يې د اعدام امر صادر کړ . د داستاېفسکي لپاره يې په “ سیمیونوفسکي پلاڅ “ کې د اعدام سامان چمتو کړل ، خو په وروستۍ شېبه کې پرېکړه بدله شوه او له اعدام څخه وژغورل شو ، خو د سخت فزيکي کار پر بند محکوم شو . له ده سره پر اعدام باندې له نورو محکوم شویو کسانو څخه یو کس “ گريگوریېف “ ان لېونی شو . هغه احساس چې ده له اعدامېدو نه لږ مخکې درلود ، داستاېفسکي د “ بېړا “ په رومان کې د سردار “ میشکين “ په خبرو کې څرگند کړی دی . د درنو او شاقه کارونو بندې خانې ته د تگ پر مهال لیکوال پر ۱۸۵۰ ز کال د جنوري پر ۱۱- ۲۰ نېټو د دیکابریستانو له مېرمنو سره وکتل . د دیکابریستانو مېرمنو ده ته یو انجيل د ډالۍ په توگه ورکړ او لیکوال دغه انجيل د ژوند تر پایه له ځان سره ساتلی وو. داستاېفسکي څلور کاله د “ اومسک “ د درندو او شاقه کارونو په زندان کې تېر کړل . پر ۱۸۵۴ ز کال له زندانه خوشي شو او سایبيریا ته د سرتېري په توگه واستول شو . په “ سيمي پالاتينسک “ کې يې د پوځي خدمت پر مهال له قزاقي سیلاني او گرزندوی چوکان ولیخان سره وپېژندل . ولیخان وروسته بیا نامتو سیلاني شو . د ۱۸۵۵ ز کال د فبرورۍ پر ۶ د روسيې امپراتور لومړی نيکولای مړ کيږي . داستاېفسکي د امپراتور کونډې “ الېکساندرې فیودورونې “ ته یو شعر ليکي او په هغه کې ځان د یو ژمن تبعه په توگه ښيي . په پایله کې داستاېفسکي د ټيټې رتبې افسر کيږي . ليکوال د ۱۸۵۷ ز کال د فبرورۍ پر ۶ له “ مارييا ايسایوا “ سره واده وکړ . پر ۱۸۶۰ ز کال له خپل ناسکه زوي او مېرمن سره پیتربورگ ته ستنيږي ، خو د مهال د حکومت له خوا په ده پسې پټ څار ان تر ۱۸۷۰ زېږدي کاله دوام درلود. د ۱۸۶۱ ز کال له پیله له خپل ورور سره “ ورېمیا “ ( مهال ) مجلې په چاپولو کې مرسته کوي . مجله پر ۱۸۶۳ ز کال بنديږي او پر ځای يې دواړه وروڼه په گډه د “ اېپوخه “ په نامه د بلې مجلې پر چاپولو او خپرولو پیل کوي . د دغو مجلو په بېلابېلو گڼو کې د ليکوال دا اثار خپريږي لکه “ سپک شوي وگړي “ ، “ د مړه کور یادښتونه “ ، “ د دوبي د خاطرو په اړه ژمني یادښتونه “ او “ زاپیسکي ايز پدپولیا “ . وروسته داستاېفسکي له یوې ځوانې ښځې سره ، چې “ اپولینارییا سوسلووا “ نومېده اروپا ته سفر کوي . په بادن بادن ښار کې د قمار په لوبو کې ښکېليږي او پر همدغه مهال ( ۱۸۶۴ ز کال ) مېرمن او زوی له لاسه ورکوي . د ده د ورور له مړينې نيم کال وروسته د “ اېپوخا “ خپرونه هم په ټپه دريږي ، ( د ۱۸۶۴ ز کال فبروري ) . داستاېفسکي په داسې حال کې چې له سختو وټيزو ( اقتصادي ) ستونزو مخ دی ، د “ جرم او سزا “ رومان څپرکي یو په بل پسې ليکي او په “ روسکي وېستنيک “ کې يې د چاپ لپاره م . ن . کاتکوف ته لېږي . د ۱۸۶۶ ز کال په اکټوبر کې د ۲۱ ورځو په بهیر کې د قمارباز رومان ليکي . ليکوال داستاېفسکي ته د کاتکوف له خوا د “ جرم او سزا “ رومان پر سر ډېره ښه لاسباړه ورکول کيږي ، ليکوال د دې لپاره چې پوروړي ترې دا پیسې وا نه خلي ، له خپلې نوې مېرمنې اننا سنيتکينا سره له هېواده بهر ځي . اننا سنيتکينا د ليکوال ژوند جوړ کړ ، د هغه ټولې وټيزې مسلې يې پر خپله غاړه واخيستې او ليکوال هم له ۱۸۷۱ ز کاله وروسته د “ رولېتکه “ لوبه د تل لپاره پرې ښوده . داستاېفسکي د خپل ژوند اته وروستي کلونه د نووگورد ولایت د ستارایا روسه په ښار کې تېر کړل . د ليکوال د ژوند دا کلونه ډېر ثمر بښوونکي ول : پر ۱۸۷۲ ز کال يې د ابليسان ، پر ۱۸۷۳ ز کال يې د د ليکوال یادښتونه ، پر ۱۸۷۵ ز کال يې د تنکی زلمی رومان ، پر ۱۸۷۶ ز کال يې د کروتکایا، پر ۱۸۷۹ او ۱۸۸۰ ز کلونو يې د کارامازووا وروڼه رومان وليکه . دا مهال دوې پېښې د ليکوال لپاره ډېرې مهمې وې ، له هغوی نه يې لومړۍ پر ۱۸۷۸ ز کال امپراتور دویم الېکساندر دی خپل حضور ته راوباله او ليدنه کتنه يې ورسره وکړه . دویمه پېښه د ده له مړينې یو کال مخکې پر ۱۸۸۰ ز کال ده په مسکو کې د پوشکين د پژۍ د پرانيستلو پر مهال خپله نامتو وینا وکړه . ليکوال په دغو کلونو کې ځانساتو ( محافظه کارو ) رسنوالو ، تاريخ پوهانو او متفکرینو ته نږدې کيږي . له دې سره سره چې ليکوال د خپل ژوند په وروستيو کې نامتو شو ، خو د ده نړیواله اوڅارتیا په رښتیا هم له مړينې وورسته د ده په برخه شوه . له هغه شمېر نه فریدریخ نيشه ویل ، چې داستاېفسکي هغه یوازینی ارواپوه وو ، چې کولای يې شول کوم څه ترې زده کړي .
د ليکوال مړينه
د ۱۸۸۱ ز کال د جنوري پر ۲۶ د داستاېفسکي خور “ وېرا ميخايلووا “ د داستاېفسکي کور ته راغله ، د دې لپاره چې هيله ترې وکړي ، او د ریازان له جایداد څخه دې ته خپله برخه وربېله کړي ، هغه جایداد چې داستاېفسکي ته له خپلې ترور نه په میراث ورپاتې وو . د داستاېفسکي د دویمې لور “ ليوبوف فيودورونا داستاېفسکایا “ په وینا ، د جایداد د موضوع پر سر د داستاېفسکي په کور کې شورماشور جوړ شو ، اوښکې تویيدې ، چې په پایله کې د ليکوال داستاېفسکي له خولې څخه وینه راووته . ښايي چې همدغه جنجالي خبرو د ليکوال د تنفسي جهاز ناروغي سخته کړې وي ، چې دوه ورځې وروسته ومړ . ليکوال فيودور میخاییلوویچ داستاېفسکي د سانت پیتربورگ په “ الېکساندرا نېفسکایا لاورا “ کې خاور ته وسپارل شو .
اخځ
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118527053 — د نشر نېټه: ۱۸ فبروري ۲۰۲۴
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- روسي ليکوال