عبدالحفيظ مليار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالحفيظ مليار (زوکړه د ۱۹۵۵ زېږدي کال د مارچ ۲۱، د لغمان ولايت (د ۱۳۳۴ لمريز کال د وري لومړۍ)) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر دی.

مخينه[سمول]

عبدالحفيظ مليار د ۱۹۵۵ زېږدي کال د مارچ مياشتي پر ۲۱ نېټه د لغمان ولايت مرکز د عمرزيو په شکور اباد کلي کې د ارواښاد ميرزا عبدالرزاق خان ساپي (چې د وخت ميرزا او شاعر هم وو) په روڼ اندې کورنۍ کې سترگې دې نړۍ ته پرانستي دي. هېره دي نه وي، پر دغه ورځ چې تنکی ماشوم عبدالحفيظ وزېږېد، د خدای بښلي ميرزا عبدالرزاق خان ساپي په کورنۍ کې دوې خوښۍ شوې، يوه د ماشوم زېږېدل او بله د ۱۳۳۴ ل کال لومړۍ ورځ يا نوروز.

مليار صاحب خو ځکه ژبغړاندی او خوش خلقه شاعر او ليکوال دی چې د نوروز پر ورځ نړۍ ته راغلی او خپلې درنې کورنۍ ته یې خوښي وربخښلې ده.

له ۱۹۶۲ ز کاله تر ۱۹۷۱ ز کال پورې يې د لغمان د مهتر لمک په منځني ښوونځي کې زده کړې وکړې او بيا له ۱۹۷۱ ز کاله تر ۱۹۷۵ ز کال پورې یې د لغمان د پير روښان په عالي لېسه کې زده کړې وکړې او پر ۱۳۵۴ لمريز کال يې ددغې لېسې دولسم ټولگی پای ته ورساوه. پر ۱۳۵۵ لمريز لېږدي کال يې د ننگرهار ولايت په ښوونتون (د ښوونکو د روزنې) په لوړه مؤسسه کې شامل او پر ۱۳۵۷ ل کال کې يې پای ته ورساوه.

تر دې وروسته د کابل د سعدالدين انصاري د منځني ښوونځي د سرښوونکي په توگه پر دنده وگومارل شو. ورپسې د لغمان ولايت د مخابراتو د مدير په توگه دنده وروسپارل شوه. پر ۱۳۵۸ ل کال د پوځي خدمت د مکلفيت د دورې د تېرولو لپاره د هېواد وسله وال پوځ ته د سرتېري په توگه جلب شو. د ترخيص له تر لاسه کولو وورسته پر ۱۳۵۹ ل (۱۹۸۰) زېږدي کال په کورنيو چارو وزارت کې د څاندویو په داخل خدمت کورس کې شامل شو او ورپسې په همهغه پوهنځي د جزوتام د افسر په توگه د پوړۍ (رتبې) تعديل شو او د کورنيو چارو وزارت د افسر په توگه یې دنده پيل کړه. د هغه وخت د کورنيو چارو په وزارت کي یې لاندې دندې ترسره کړې دي:

۱ ـ د کورنيو چارو د وزارت د تشريفاتو په قطعه کې د بلوک بولندوی (قوماندان).

۲ـ د کورنيو چارو وزارت د روغتيايي چارو په رياست کې د ټولي بولندوی.

۳ـ د مزار شريف په ښار کې د اول سمت د مامور مرستيال.

۴ـ د مزارشريف د ښار د رهايشي ساحې بولندوی.

۵ـ د شمال په اوپراتيفي زون کې د څارندوی په معاونيت کې د استقامتونو آمر.

۶ـ د کابل په مکررويانونو کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د ۲۰۴ محافظ ڼولگي د پېژند امر.

پر ۲۰۰۰ زېږدي کال د ځينو ستونځو له لامله د اروپا د اتريش هېواد ته کډوال شو او له هغه وخته تر اوسه له خپلې کورنۍ سره په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د يادولو وړ یې بولم چې ددې هڅاند او وتلي شاعر يو شمېر شعرونه د هېواد ۲۵ تنو ځوانو او نومياليو سندرغاړو لخوا سندريز او د موسيقۍ سره يو ځای کړي او د سندرې په شکل تر اورېدونکو رسېدلي دي. د دغو سندرغاړو هغه سندرې چي د ښاغلي مليار شعرونه یې پکې ويلي ويډيو کليپونه په يوټوب کې هم پيداکېداي شي.

زموږ د هېواد دا تکړه او پېژندل شوی شاعر د ډېرو درنو ادبپالو له خوا ستايل شوی دی. د هغه په وينا، دغو ادبپالو ماته مينه راکړې، په خپلو خوږو غږونو کې ېې زما شعرونه دکلمه کړي دي. همدا ډول دا شاعر په نقدي ډالۍ او همدا ډول د مشرانو جرگې سروال (رئيس) ښاغلي مسلميار له خوا د مشرانو جرگې په ستاینليک هم نازول شوی دی. له عبدالحفيظ مليار سره يو گڼ شمېر ټلويزونونو او راډيوگانو ادبي مرکې هم کړې دي. په اروپا کې ډېری ادبي ټولنو هغه ته ستاينليکونه ورکړي دي.

په اتريش کې د تل په څېر په خپل ادبي او فرهنگي فعاليت کې نه ستړي کېدونکې هڅي کوي؛ نوي شعرونه ليکي او د هېواد حالات په خپلو ښکلو شعرونو کې د شعر په ژبه تر خپل ولس او د شعر مينه والو ته رسوي.

مدني اکر[سمول]

ښاغلی عبدالحفيظ مليار شخصي ژوند کې متحل دی، ۶ زامن، ۳ لوڼې او ۱۳ لمسيان لري.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

ښاغلی عبدالحفيظ مليار وايي: «له وړکتوبه مي له شعر، شاعرۍ، هنر او ادب سره مينه درلوده. تر اوسه يې دوې شعري ټولگې چاپ شوې دی:

۱ـ د اوښکو سېلاب (شعري ټولگه).

۲ ـ د مليار نغمې (شعري ټولگه).

۳- د گلبڼ گلونه (چاپ ته استول شوې شعري ټولگه).

د شعر بېلگې يې[سمول]

مرگيه ! 

مرگيه دومره صبر وکړه، چې جانان ووينم - لکه د گل په شان ښايسته افغانستان ووينم

زه به گلان ورته په لار کې په ځولۍ وشيندم - کاش چې د سولې مې په ژوند کې دا کاروان ووينم

چې په اخلاص او مينه غېږه سره ورکړي واړه - سره پخلا مرور ورونه افغانان ووينم

نور د ټوپک پر ځاى تعليم او د قلم دور وي - له علمه ډک د تمدن ښايسته جهان ووينم

حفيظ مليار به يې د حسن شاعري وکړمه - د خوښۍ اوښکې تړمې، تړمې په گريوان ووينم


ژوند او مرگ !

ژوند د مرگ په لور سفر دى - هر عاقل په دى خبر دى

عمر باد غوندې چليږي - عمر لمر د مازيگر دى

يو عجيبه شانته حال دى - کله غم، کله اختر دى

يو کفن سره به درومو - په تابوت کې مو بستر دى

نفرت پرېږده مينه وکړه - مينه شعر غوندې هنر دى

چې ټپې او غزل وايي - د مليار د زړگي سر دى

عمر لنډ دى اى ملياره - ترې غافل خدايږو بشر دى


 خو، سوله دې واى ! 

زړه شړۍ دې واى، خو سوله دې واى - خړه کېږدۍ دې واى، خو سوله دې واى

سابه، سوکړک، شوملې، د پيازو غوټه - وچه ډوډۍ دې واى، خو سوله دې واى

څراغ او برق که نه واى، مرگ دې نه واى - سپينه سپوږمۍ دې واى، خو، سوله دې واى

په وچو شونډو موسکا خورې واى - زړې څپلۍ دې واى، خو سوله دې واى

د اروپا ژوندون به څه کړي مليار - ګودر، شپېلۍ دې واى، خو سوله دې واى


۴/ قطعه سولې که راځې همدا دې ورځې دي - تېر که مې ځواني شي بيا دې څه کوم

نه چې په حفيظ مليار بار خاورې شي - لاړ چې ارماني شي، بيا دې څه کوم


اخځليک[سمول]

۱- د Habibullah Ghamkhor فېسبوک پاڼه.