سيد شمس الدين مجروح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
پدې انځور کې سيد شمس الدين مجروح ۱۹ کس دی
سيد شمس الدين مجروح د ا فغانستان د عدليې پخوانی وزير، يو ليکوال او مخور شخصيت و
پدې انځور کې سيد شمس الدين مجروح ۱۹ کس دی

سيد شمس الدين مجروح (۱۲۸۹ ل. ک ـ ۱۹۱۰ ز. ک - ) (په انگرېزي: Sayed Shamsuddeen Majroh) د افغانستان د عدليې پخوانی وزير و. هغه کونړ په شينکوړک کلي کې دې نړۍ ته سترگې پرانيستلې، پلار يې سيد حضرت شاه نومېده چې د ترگړو په پاچا صاحب مشهور و، مجروح د خپل پلار له سيوري په درې کلنۍ کې بې برخې شو او پالنه يې مور پر غږړه واخيسته، چې له برکته يې د هېواد يو ستر علمي سياسي او ادبي شخصيت جوړ شو، مجروح خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور و کلي کې تر سره کړې، څنگه چې هغه مهال د هېواد په هره برخه کې ښوونځي نه وو، نو مجروح صاحب هم و نه شو کړاى چې ښوونځي ته لاړ شي. په دې توگه يې ټولې زده کړې په خپل کور و کلي کې تر سره کړې. د مجروح صاحب د زده کړو څرک د ده له خپلې دغې ليکنې ښه کېداى شي، دى د خپل ځان په اړه ليکي:

“ما چې د خاورو خاشاکو د لوبو دوره طى کړه او پاڅېدم، جامې مې وڅنألې (يعني د کوچنيتوب لومړۍ مرحله مې پاى ته ورسوله) بيا مې غير د کتاب او قلم نه بله مشغله نه لرله، زموږ د کلي شاوخوا لوړو غرونو، گنگو ځنگلونو، روانو اوبو، أکو رودونو او نورو قدرتي مظاهرو په ما کې د شعر شاعرۍ قريحه ژوندۍ کړه…”

که څه هم اروښاد مجروح صاحب رسمي زده کړې نه وې کړې خو د خپل استعداد او وړتياوو له مخې ستره علمي خزانه وه، له پښتو او دري پرته په عربي، انگليسي او اردو ژبو هم پوهېده. مجروح صاحب د ژبو د نړۍ تر څنگ د شعر و شاعرۍ په نړۍ کې هم دومره مخکې تللى چې شعر او نثر يې دومره خواإه دي چې ارواښاد استاد الفت د ده د منتخبو اشعارو د ټولگې په سريزه کې داسې څرگندونه کړې: “د ښاغلي اديب سيد شمس الدين مجروح له لوړې قريحې او شعر روزونکي استعداد څخه ځينې داسې اشعار پيدا شوي دي چې که د اشعارو پېرل او پلورل رواج واى او د شعر په ورکړه راکړه د يوه شعر د بل کېدلى ما به خپل څو شعرونه د ده په يوه شعر ورکړي وو…”

د مجروح صاحب د رسمي او دولتي دندو په اړه په لنأو ټکيو کې په دې ډول يادونه کوو:

مجروح صاحب چې کله له کلي څخه کابل ته لاړ، نو بيا ډېر ژر د محمد هاشم خان د صدارت په دوره يانې په 1313ل کال د اعيانو د مجلس غړى وټاکل شو، په 1317ل کال د افغان ملي بانک د تفتيش د عمومي رئيس او د حکومت استازى وټاکل شو او د همدې کال په پاى کې د قند جوړولو فابريکې او د پترول د شرکت رئيس په توگه غوره شو. په همدې ډول د تعاوني أيپو او د دولتي انحصاراتو د رياست دندې يې هم تر سره کړې دي.

د 1328 ل کال په لړم کې د قبايلو د مستقل رياست مرستيال او کفيل او وروسته بيا په 1329 ل کال د کب پر 16مه د قبايلو د مستقل رئيس په حيث مقرر شو. د أاکټر محمد يوسف په کابينه کې يانې په 1342ل کال د عدل وزير او په 1344ل کال د صدارت مرستيال شو، د ديمو کراسۍ په لسيزه کې د افغانستان د اساسي قانون د جوړولو د کمېټې مشر و او په 1346ل کال په مصر کې د افغانستان لوى سفير وټاکل شو، بيا د مشرانو جرگې انتصابي غړى شو چې په 1352ل کال کې متقاعد شو او په کور کېناست.

کله چې روسانو زموږ په گران هېواد افغانستان يرغل وکړ، نو مجروح صاحب د ډېرو نورو افغانانو په څېر د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو او پېښور ته يې هجرت وکړ، په پېښور کې يې د کنفرانسونو او نور ديپلوماتيکو هلو ځلو له لارې د هېواد د خپلواکۍ په لار کې پوره هلې ځلې وکړې. مجروح صاحب تر څه وخته په پېښور کې و، بيا وروسته امريکې ته لاړ او د ژوند تر پايه يې هلته په جلاوطنۍ کې شپې ورځې سبا کولې.

مجروح صاحب په سلگونو مقالې ليکلې چې د هېواد دننه او له هېواده د باندې په بېلا بېلو خپرونو کې چاپ شوي دي، د شعرونو دوه ځانگړي غونأونه يې د “منتخب اشعار” په کابل کې او “د ياد فرياد” په پېښور کې چاپ شوي دي.

ارواښاد استاد مجروح د خپلو دولتي بوختياوو تر څنگ د ادبي، ټولنيزو او مذهبي مسايلو په اړه د څېړنې چارې هم پر مخ بيولې او په دې لړ کې يې هم خورا په زړه پورې کارونه کړي، پر هغو کسانو به يې سخت گوزارونه کول چې له اسلام څخه به يې د خپلو گټو لپاره استفاده کوله. د همدغې زوږيې له اړخه ښاغلى استاد بېنوا صاحب د اروښاد مجروح په اړه ليکي:

“ښاغلى مجروح د مطالعې ډېر شوق لري او د همدغه شوق اثر دى چې په اکثرو ادبي، اجتماعي، فلسفي او مذهبي سختو مسايلو کې د ښه تحقيق خاوند دى، په تېره بيا د روحياتو او فلسفې سره زياته دلچسپې لري… دا ښاغلى خنده رويه باوقاره سړى دى، ازاد طبيعت لري او په حق ويلو کې د چا پروا نه ساتي.”

رښتيا هم چې ارواښاد مجروح په حق ويلو کې د چا پروا نه ساتله، هغه مهال چې ډېرو ښاغليو به د [مصلحتونو] له مخې خبره نه کوله - ده به په أاگه په هغو واکمنو دا نيوکه کوله چې د افغانستان د ملي گټو پر خلاف يې گامونه پورته کول، په دې لړ کې يې نه د مجاهد پروا کړې او نه د طالب او نه د بل.

ارواښاد استاد مجروح له دې ټولو ښېگنگو سربېره يوه بله خوبي دا وه چې د هېواد د يوه داسې علمي شخصيت سيد بهاو الدين مجروح پلار و چې له “ځانځاني ښامار” سره يې أغرې ووهلې او خلک ورته گوته په غږښ وو، يو امريکايي ليکوال P.J.O'Rourke په خپل کتاب کې چې په 1991 کال په نيويارک کې چاپ شوى د سيد بهاو الدين مجروح په اړه داسې ليکي: واشنگتن له “مج” يانې مجاهدينو سره د افغانستان د خپلواکۍ لپاره مرسته وکړه، خو افغانانو يوازې يو روښانفکر درلود چې هغه يې هم په جهاد کې له لاسه ورکړ.

هو، د هېواد هغه علمي شخصيت چې د سيد بهاو پلار و، د دوشنبې پر ورځ جون پر 24مه له هېواده لرې په امريکا کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې.