Jump to content

د هند پښتانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هند پښتانه چې پټان هم بلل کېږي د هند هېواد اتباع دي چې د پښتون قوم څخه دي يا په ساده اصطلاح "پښتانه هنديان" دي (هندیان د هند ټولو اتباعو ته ويل کېږي چې د هندو دین سره توپير لري) "پټان" په هند کې پښتنو ته ويل کېږي [۱] [۲] دا اصطلاح ډېر پخوانی تاریخ لري، کله چې پښتنو پر هند واکمني کول دې قوم ته د "افغان"، "اپګان" او "پښتون" ترڅنګ پټان هم ویل کېدل، پټان د زړور يا غښتلي په مانا دی. [۳] [۴][۵] پښتانه د افغانستان اکثريت جغرافيه جنوب، ختيځ او لوېديځ کې پراخه استوګنه لري او همداراز په شمال کې هم د پام وړ نفوس جوړوي، د اوسني پاکستان پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې هم اکثريت دي، په هندي او پاکستاني کشمیرونو کې هم د پام وړ نفوس جوړوي [۶] [۷] د پښتنو سيمه د لوی افغانستان او پښتونستان په نومونو یادېږي.

پټان، پښتانه، اپغانان
د هند پښتانه
ټول نفوس
شاوخوا ۵ ميليونه تنه
ژبې
پښتو (د لومړۍ ژبې په توګه)، هندي
دين
اسلام


پښتانه په هند کې تاريخي ريښې لري او نفوس يې پکې د پام وړ دی، د اوسنيو احصاييو له مخې د دې هېواد د نفوسو ۵ میلیونه وګړي پښتانه دي چې اوس هم په پښتو ژبه خبرې کوي، ترڅنګ يې میلیونونه نور پښتانه دي چې خپله مورنۍ ژبه يې هېره کړې ده. په هند کې د پښتنو دغه شمېرنه د اصلي هندي پښتنو ده، يعنې کوم پښتانه چې په اوسني وخت کې هلته کډوال شوي بېل دي. په ۲۰۱۱ زېږديز کال کې د هند يوه مشهور پوهنتون لوکنو کې يوه عمومي نظرپوښتنه شوې وه چې په پایله کې يې ۲۱,۶۷۷ محصلینو ويلي وه چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده.

هند ته د پښتنو راتګ يوولسمې او دوولسمې پېړۍ ته غځېږي، پر دې هېواد د پښتنو واکمنانو امپراتوريو په اوږدو کې [۸] پښتانه هم د سوداګرو، افسرانو، مدیرانو، ډیپلوماټانو، مسافرینو، دیني عالمانو، محصلینو او د هند د پښتنو واکمنانو په لښکرو کې د سربازانو په توګه هلته تللي وو. [۹] نن ورځ په دې هېواد کې پښتانه يا پټانان د پراخو وېشل شویو ټولنو برخه ده چې د هند په ټولې جغرافيې کې شتون لري، چې ترټولو لوی شمېر یې د شمالي او مرکزي هند په سميو کې مېشت دي. [۸] [۹] [۱۰] په 1947 کې د هند د ویشلو وروسته، ډیری یې پاکستان ته کډوال شول، چې اوس هم د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشت دي. [۸] د هند هغه پښتانه چې اوس يې خپله ژبه هېره کړې هندي ژبې ته اوښتي، [۸] خو اوس هم دوی ځانونه پټان ګڼي او خپل اصليت ته ډېر ژمن دي. [۱۱] پټانانو يا پښتنو په هند کې په بېلابېلو برخو کې نفوذ او مرسته کړې، په ځانګړې توګه سیاست، تفریحي صنعت، سينما، او سپورټ. [۱۰] پښتانه يا پټانان په هند کې ښه نوم او شهرت لري.

تاریخ

[سمول]
B&W photo of Indian soldiers with turbans
څو تنه پښتانه چې د برتانوي هند په پوځ کې شامل شوي وو

پښتانه چې د لوی افغانستان يا پښتونستان اصلي اوسېدونکي دي پخوا يې پر هند پرلپسې امپراتورۍ درلودلې چې ترټولو مشهوره يې د احمدشاه ابدالي امپراتوري وه چې پر ډهلي يې حکومت کاوه.

هغه مهال چې د ډيورنډ کرښه نه وه او افغانستان د هند سره څنګ پرڅنګ وو، د پښتنو امپراتوري تر هند پورې غځېدلې وه.


که څه هم پر هند باندې د پښتنو امپراتوري اوږد تاریخ لري خو د هند اصلي اوسېدونکي پښتانه نه وو، پښتانه د خپلو سيمو څخه دې هېواد ته راتلل ځکه چې خپل امپراتوري يې وه او د خپلې سيمې په سترګه يې ورته کتل. د هغه راوروسته تر ننه پورې په دې هېواد کې د پښتنو ريښې پاتې شوې، تر دې چې د هندوانو ډېرښت بيا اوسني هند پورې.


پښتنو د اوسني هند په سياست، صنعت، سينما او موسيقۍ کې پراخ نفوذ درلودلی، چې له دې کبله پښتنو په دې هېواد کې خورا ښه نوم او شهرت موندلی اند دې چې د هند او افغانستان اوسني حکومتونه هم تل ښې اړیکې سره لري او په نړيواله کچه هند او افغانستان ډېر ښه دوستان دي.

وګړپوهنه

[سمول]

د هند پښتانه د پټان ترڅنګ په خان هم يادېږي، پښتنو د «زي» او «خېل» په نوم ځانونه په بېلابېلو قبيلو ویشلي. چې معمولاً ټولې پښتنې قبيلې په دې هېواد کې مېشتي دي چې ټولې په يوه نوم يعنې پټان يادېږي.

پټان د هند په هره برخه کې د پام وړ نفوذ لري چې عامه بېلګه یې د باليووډ سينما ده چې اکثريت لوبغاړي يې پښتانه دي او دوی تل د خان او پټان په نوم فيلمونه هم جوړ کړي.

د لوبغاړو له مینځه يې مشهوره ستوري سلمان خان، اميرخان، شاهرخ خان، سيف علي خان او ډېر زيات نور دي چې ځانونه پښتانه ګڼي او تل خپل پر اصليت ټينګ دي.

هندي پټانان يا خانان

[سمول]
هندی پښتون پرېتویراج کپور په سکندر کې (۱۹۴۱). د هند د پنجاب سيمې يو فيلمي ستوری دی چې په پښتو ژبه خبرې کوي. [۱۲]



د اوسېدو سيمې

[سمول]

د هند شمال

[سمول]

د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د جولای په میاشت کې د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې له سلو زرو څخه زیاتو پښتنو ته د هند تابعیت ورکړل شو. [۱۳] دوی په پښتو ژبه خبرې کوونکې ټولنه ده چې پلرونه یې د هند له خپلواکۍ مخکې له پاکستان او افغانستان څخه هلته تللي. [۱۴] د ګندربل ولسوالۍ د ګوتلي باغ په کلي کې شاوخوا لس زره پښتانه مېشت دي. [۱۴] دا ټولنه د پښتنو دودونه لکه د شخړو د منځګړیتوب لپاره جرګه او د خیبر ټلویزیون په څېر پښتو ټلویزیوني چېنلونه تعقیبوي او خپلې ژبې ته لومړيتوب ورکوي. [۱۴] دوی زياتره په خپله ټولنه (خپلوانو) کې ودونه کوي، چې د دوی ژبه او کلتور ژوندی وساتل شي او له مېنځه لاړ نشي. [۱۴] اوسمهال تازه يعنې د ۲۰۱۹ کال په شاوخوا کې د دې سيمې پښتانه هنديان له ۳۰۰زره څخه اوښتي، دوی په خپلې سيمې کې له دولت څخه د پښتو ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کړې وه ترڅو ماشومان يې خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي خو لا هم ښايي دا غوښتنو ته رسېدنه نه وي شوې، په هماغه کال کې د دې سيمې ځينې مشران په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت ته هم ورغلي وو او د پښتو درسي کتابونو غوښتنه يې ترې کړې وه چې بي بي سي پښتو ورباندې خبر هم جوړ کړی وو.

د مالیرکوټلا ښار چې پنجابي مسلمانان هم پکې ډېر دي، د هندي پښتنو یا پټانانو يو لوی کور ګڼل شوی. [۱۵] دا ارچد هند په پنجاب کې يوازينی ښار دی چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي ې په 1947 کې ديې اداري وېش ترلاسه کړ. [۱۶] د مالیرکوټلا شاهي ایالت د شیرواني او لودي نسل د پټان کورنۍ لخوا رامینځته شوی وو او د دې سيمې اصلي واکمنان پښتانه وه چې دا سيمه يې يو بېل ولايت کړ (لکه په افغانستان کې چې څوک وايي پلانکۍ ولسوالي باید ولایت شي، دا هم داسې مثال لري). [۱۶] [۱۵] په مالیرکوټلا کې پټانان يو نفوذ لرونکی او لوی ګڼ مېشت قوم وو چې د ډېرو ځمکو خاوندان وو، د دوی شمېر وروسته له هغه کم شو چې ډیری یې پاکستان ته مهاجر شول، خو اوس هم په دې ولایت کې د دوی شمېر د پام وړ دی. [۱۵] دوی په اصل کې د پښتنو له یوسفزیو، لودي، ترین، کاکړ او شیرواني کورنیو څخه دي. [۱۵] د دولت واکمنانو په تاریخي ډول ټولو اقليتي وګړو ته مساوي حقونه ورکول، دا د دې لامل وو چې د اداري وېش پرمهال ښار اکثراً له تاوتریخوالي څخه ژغورل شوی وو. [۱۶] تر دې چې د خپلواکۍ وروسته د پټان شاهي کورنۍ غړو په دولتي ټاکنو کې سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو ته دوام ورکړ. [۱۵]

چندیګړ د افغان محصلینو لپاره یو ګډ ځای دی چې په هند کې لوړې زده‌کړي مخته وړي. د دوی شمیر تر ۲۰۱۹ پورې تر نږدې ۱۰۰۰ تنه پورې وو، او د پنجاب پوهنتون په ګډون په بېلابېلو علمي انسټیټیوټونو کې شامل شوي. [۱۷] [۱۸] د پټودي شاهي ایالت چې پخوا د پټودي کورنۍ لخوا تاسیس شوی او پټودي نواب يې اصلي واکمن وو، پټوډيان په اصليت کې افغانان يعنې پټانان وو چې پلرونه يې د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې د پښتون امپراتور بهلول لودي د واکمنۍ پر مهال دسربازانو يا دولتي مزدورانو په توګه هند تهوراغلي وو. [۱۹] [۲۰]د د منصور علي خان پټودي په وینا،دوی "په اصل کې افغانان د." [۲۱]

په دې سيمه کې د پښتو ژبې ویونکو هندیانو يو غورځنګ دی چې دوی په ۱۹۴۸ زېږديز کال کې له پاراچنار څخه دې سيمې ته راغلي او مېشت شوي. [۲۲] ددوی دا سازمان د «اخیل بهارتیا پاراچنار برادري» په نوم يادېږي، او موخه يې د "بې ځایه شویو" ټولنو لپاره په بېلابېلو کلتوري برخو چې مبارزه ده، د بېلګې په توګه؛ په مورنۍ ژبې د ليک لوست زده‌کړه، خپل کلتور، جامو، خوړو او نور دودونه ژوندي ساتل، په سيمه کې يووالی، په خپل مېنځ کې ودونه او په دولتي برخو کې سياسي واک او حق ترلاسه کول.[۲۳] دوی د چمبا ولسوالۍ په بهرمور کې د "پاراچنار" په نوم يوه کلي کې مېشت دي. [۲۲] دا پاراچناريان د .انګړو پښتنو جامو، پګړيو او نورو دودونو په درلودلو سره مشهور دي او خلک يې پټانان ګڼي [۲۲]

د سهیل هاشمي په وینا؛ پېښورۍ جامې او پګړۍ تر ۱۹۶۰ کلونو پورې د ډیلي په سړکونو کې یو عام رواج/دود وو. [۲۴] د جنګپورا سیمه د اوږدې مودې راهیسې د پټان مسلمانانو مرکز وو، ښايي د نظام الدین زیارت ته د نږدې‌والي له امله وو. [۲۴]

په ټول شمالي هند کې پټانان خواره واره مېشت دي چې نږدې ۷۴ ولسواليو کې د دوی نفوس د پام وړ دی. [۸] د اولسمې پېړۍ په پیل کې په لسګونو زره " روهیلا " پښتانه و عصري اتراپردېش ښار ته مهاجر شول او په هغه ځای کې مېشت شول چې د دوی ګڼ مېشته سیمه اوس د روهیل کنډ په نوم پېژندل کېږي. [۷] [۵]

مرکزي هند

[سمول]

لوېديځ هند

[سمول]

ختيځ هند

[سمول]

سويلي هند

[سمول]

Invalid <ref> tag; refs with no name must have content

شمالي هند

[سمول]

کلتور

[سمول]

تعليم

[سمول]

تفريحي صنعت

[سمول]
سوها علي خان

سينما

[سمول]
عدنان سمیع ، پاپ سندرغاړی

موسيقي

[سمول]

ادبيات او رسنۍ

[سمول]

په هند کې پښتو

[سمول]
پښتون ولسمشر: ذاکر حسین د هند د درېيم ولسمشر په توګه يې په 1998 کې دنده ترسره کول

نظام

[سمول]

سياست

[سمول]

سپورټ

[سمول]
عرفان پټان د کرېکټ لوبې پرمهال

د هند د مشهوره پښتنو لېسټ

[سمول]
  • مادوبالا د هند او نورې نړۍ د سینما ستره ستورې، هغې د ۲۰ کلونو په موده کې له ۶۰ څخه زیاتو فيلمونو کې کار کړی، د مغل اعظم په ګډون چې د هند په تاریخ کې ترټولو لوړ عاید لرونکی فلم ګڼل کېږي.
  • امجد خان: هندي لوبغاړی چې د "شعلې" په فيلم کې د "ګبر سینګ" په نوم يې تمثيل کاوه.
  • زرین خان: هندي فيلمي ستورې چې په د باليووډ په سينما کې يې ډېر کار کړی دی، هغه د خپل پلار له خوا پښتنه ده.
  • ارباز خان: هندي لوبغاړی، فيلم جوړونکی او ډایرکټر دی
  • عامر خان(امیرخان): د بالیووډ مشهور لوبغاړی
  • سلمان خان: د بالیووډ مشهور لوبغاړی
  • سلیم خان: مشهور پروډيوسر او کيسه لیکونکی چې په هندي سینما کې یې انقلاب راوست
  • سوها علي خان: د پټودي شاهي فلم لوبغاړې
  • ایاز خان: هندي لوبغاړی او ماډلينګ کارکوونکی
  • عرفان پټان: هندي کرکټر
  • حمیدالله خان: د بهوپال ایالت وروستی نواب(واکمن)
  • نواب محمد امیر خان: په هند کې د تونک ایالت بنسټ ایښودونکی
  • اشفاق الله خان: د برتانوي راج په وړاندې د هند د خپلواکۍ جنګیالیو مشر چې د کاکوري چې د استعماري حکومت لخوا اعدام شو.
  • محمد علي جوهر: د مسلم لیګ خلافت غورځنګ مهم غړی او د هند ملي کانګرس د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې
  • شوکت علي: د هند د اسلامي خلافت فعال
  • ذاکر حسین: د هند تعلیم پوه سیاستوال چې د درېيم ولسمشر او همدارنګه د هند جمهوریت د لومړي مسلمان مشر په توګه دنده ترسره کړې
  • احمد رضا خان بریلوي: اسلامي عالم او شاعر بریچ دراني په اصليت کې د کندهار دی چې پلار یې نادرشاه سره ملګری وو
  • عدنان سمیع: هندي سندرغاړی چې پښتو هم سندرې وايي
  • ابراهیم خان ګردي: د پاني پت په دریمه جګړه کې د ماراته کنفډراسیون په خدمت کې د توپخانې لوی قوماندان

ورته ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. "Pashtun".. 
  2. von Fürer-Haimendorf, Christoph (1985). Tribal populations and cultures of the Indian subcontinent. Handbuch der Orientalistik/2,7. Leiden: E. J. Brill. p. 126. ISBN 90-04-07120-2. OCLC 240120731. نه اخيستل شوی 22 July 2019.
  3. George Morton-Jack (24 February 2015). The Indian Army on the Western Front South Asia Edition. Cambridge University Press. pp. 3–. ISBN 978-1-107-11765-5. 'Pathan', an Urdu and a Hindi term, was usually used by the British when speaking in English. They preferred it to 'Pashtun', 'Pashtoon', 'Pakhtun' or 'Pukhtun', all Pashtu versions of the same word, which the frontier tribesmen would have used when speaking of themselves in their own Pashtu dialects.
  4. James William Spain (1963). The Pathan Borderland. Mouton. The most familiar name in the west is Pathan, a Hindi term adopted by the British, which is usually applied only to the people living east of the Durand.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ . 24 July 2007. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. . 12 December 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Robert L. Canfield; Gabriele Rasuly-Paleczek (4 October 2010). Ethnicity, Authority, and Power in Central Asia: New Games Great and Small. Routledge. pp. 145, 153, 154, 212. ISBN 978-1-136-92749-2.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Jasim Khan (27 December 2015). Being Salman. Penguin Books Limited. pp. 34, 35, 37, 38–. ISBN 978-81-8475-094-2. Superstar Salman Khan is a Pashtun from the Akuzai clan...One has to travel roughly forty-five kilometres from Mingora towards Peshawar to reach the nondescript town of Malakand. This is the place where the forebears of Salman Khan once lived. They belonged to the Akuzai clan of the Pashtun tribe...
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ . 27 January 2011. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ . 11 December 2008. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  11. Nile Green (2017). Afghanistan's Islam: From Conversion to the Taliban. Univ of California Press. pp. 18–. ISBN 978-0-520-29413-4.
  12. . 30 January 2020. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  13. https://www.thehindu.com/todays-paper/tp-miscellaneous/dated-july-20-1954-pakhtoons-in-kashmir/article27642325.ece. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ https://www.wionews.com/india-news/ground-report-pashtuns-in-kashmir-protect-their-culture-identity-154131. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ ۱۵٫۳ ۱۵٫۴ Anna Bigelow (4 February 2010). Sharing the Sacred: Practicing Pluralism in Muslim North India. OUP USA. pp. 42, 43, 63, 93, 146, 199, 285. ISBN 978-0-19-536823-9.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ https://www.hindustantimes.com/india-news/why-punjab-s-malerkotla-did-not-boil-over-after-quran-desecration/story-GfayWywS2pmT1apXJuFOLN.html. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Author= ignored (|author= suggested) (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  17. . 2 April 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  18. https://www.hindustantimes.com/punjab/panjab-university-in-chandigarh-a-favourite-among-afghan-iranian-students/story-Svdy46nZyCEmSxfvG3dlqJ.html. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  19. https://www.thehindu.com/sport/cricket/pataudi-the-afghan-connection/article2487190.ece. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  20. https://www.rediff.com/cricket/report/afghan-cricket-the-indian-connection/20170627.htm. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  21. https://www.outlookindia.com/magazine/story/nawabiyat-at-its-nadir/227833. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ . 14 April 2007. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  23. . 10 June 2001. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ . 15 August 2017. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)