Jump to content

د اسټراليا پښتانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسټراليا پښتانه په دې هېواد کې مېشته هغه پښتانه دي چې يا خو په همدې هېواد کې زېږېدلي او یا له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او افغانستان څخه ورکډه شوي او بالاخره تر دې چې د اسټراليا تابعیت يې ترلاسه کړی.

په اسټراليا کې د پښتنو د کلتور ورځې په لمانځغونډه کې اسټراليايۍ پښتنه کامله مياخېل.[۱]

که څه هم د دې هېواد په وګړشمېرنه کې د پښتنو شمېر د پام وړ دی خو بياهم ځينې پښتانه مشران په دې باور دي چې په دې هېواد کې د پښتنو شمېر له دې هم ډېر دی، د دوی په وینا په دې هېواد کې ټولو پښتنو د تابیعت اخیستنې پرمهال خپل قوم او ژبه نده ياده کړې.

تاريخ

[سمول]

د ۱۸۶۰ زېږدیز کال په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره ځينې ډلې پښتانه اسټراليا هېواد ته په کښتيو کې ستانه شوي ول، [۲] هغه مهال د دوی کډوالي د مجبوريت له مخې نه وه ځکه چې په سيمه کې د اوس په څېر جګړې او ناامنۍ نه وې. زياتره دغه پښتانه کوچیان ول چې غوښتل يې د نړۍ نورو سيمو ته هم وکوچېږي.

شمېرنه

[سمول]

په آسټرالیا کې په هرو ۵ کلونو کې یو ځل سرشمېرنه ترسره کېږي. د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۱۲ زره او ۶۵۴ کسان په پښتو ژبه خبرې کوي. [۳] دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۱۶ کال کې ۹ زره او ۲۳۴ کسانو په آسټرالیا کې په پښتو ژبه خبرې کولې.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا ته له ۱۶ زرو څخه زیات کسان په بشردوستانه ویزو راغلي دي چې په دغه ډله کې یو زیات شمېر پښتانه هم شامل دي. دغو شمېر ته په کتو سره ويل کېږي چې نن ورځ په آسټرالیا کې د پښتنو شمېر تر هغه ډېر زیات دی چې په ۲۰۲۱ کال کې ثبت شوی.

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۶۷.۴ سلنه مېشت پښتانه د دغه هېواد تابعیت لري. ۳۲.۱ سلنه پښتنو ویلي چې د آسټرالیا تابعیت نلري او ۰.۵ سلنه پښتنو دغې پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د سرشمېرنې ستونزې

[سمول]

د ځينو پښتنو مشرانو په وينا ياد شمير د پښتنو سم شمير نه څرګندوي او پښتانه لا ډير شمير سره اسټراليا کې استوګنه لري. [۴]

حکومت په اسټراليا کې ميشتو مهاجرو ټولنو لپاره ټولنيز او هم ژبنيز خدمتونه د هغوی شمير او اړتياو له مخه وړاندې کوي او په ځينو برخو کې ټولنې خپل وګړو خدمت لپاره له حکومت څخه بوديجه او يا مرسته هم ترلاسه کولی شي.

د سر شميرنې او يا احصايې کار پوه نور احمد خالدي وايي، سر شميرنه يو هيواد او هم ميشتو ټولنو لپاره ډير ارزښت لري، او حکومت همدې معلومات له مخه خپل پراختيايي پروژې پر مخ وړي. بله خوا اسټراليا کې سر شميرنه جبري ده او که څوک پکې برخه وانخلي محکمې ته هم وړاندې کيدلی شي او ۲۲۲ ډالر په ورځ کې جريمه کيږي.

د اوسېدو سيمې

[سمول]

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې ډیری پښتانه د آسټرالیا په ویکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو کې ژوند کوي.

د وروستۍ سرشمېرنې آمار ښيي چې ډیر پښتانه په لاندې سیمو کې ژوند کوي:

  • ډنډینانګ ۴.۸ سلنه
  • نري وارن سوت ۴.۱ سلنه
  • نري وارن ۲.۵ سلنه
  • هلم ۲.۳ سلنه
  • اوبرن ۲.۲ سلنه
  • همپټن پارک ۲.۱ سلنه
  • کرنبورن نارت ۲ سلنه
  • مري لنډ ۱.۱ سلنه

پيدايښت

[سمول]

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې مېشټ پښتانه په پاکستان، افغانستان، آسټرالیا، نیوي زیلنډ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې پیدا شوي دي.

په آسټرالیا کې مېشټ پښتانه په لاندې هېوادونو کې پیدا شوي: [۵]

سرچينې

[سمول]
  1. https://www.sbs.com.au/language/pashto/ps/podcast-episode/the-international-day-of-pashtun-culture-is-celebrated-in-two-major-cities-of-australia/xxksgyu92
  2. Northern Pashtun in Australia.
  3. https://www.sbs.com.au/language/pashto/ps/article/number-of-pashtuns-in-australia/2ey2nwbxi
  4. پښتانه د اسټراليا په سرشميرنه کې کومې تيروتنې کوي؟
  5. په اسټراليا کې د پښتنو وګړشمېرنه