Jump to content

وگړشمېرنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احصائیوي وګړپېژندنه (په لنډه توګه: وګړپېژندنه) یا ډېموګرافي (په انګلیسي: demography) د لرغونې یوناني ژبې ګړنه ده چې δῆμος (ډېموس) د «وګړو، ټولنې» او γραφία- (ـ‌ګرافیا) د «لیکل، رسم کاږل، سپړاوي» معنی افاده کوي او په ټوله کې ډېموګرافي د ټولنو، په ځانګړې توګه د انساني ټولنو احصائیوي مطالعې ته ویل کېږي.[۱]

وګړپېژندنې ته اړوند شننه کې کېدای واړه ټولنې او یا هم د زده‌کړو، ملیت، مذهب او ولس په څېر معیارونو له‌مخې تعریف شوې ډلې شاملې وي. که څه هم وګړپېژندنه یوشمېر ځانګړې او خپلواکې څانګې لري، خو د لوړو زده‌کړو بنسټونه او ښوونیزې موسسې، وګړپېژندنه د ټولنپوهنې یوې څانګې په توګه پېژني.[۲][۳]

د ناروغانو ډېموګرافیکه مطالعه د یوه روغتیایي بنسټ د معلوماتو د زړه په څېر ګڼل کېږي، چې په هغه کې د ناروغ د بېړني حالت په صورت کې د اړیکو معلومات او روغتیایي ثبت شوي معلومات درج شوي دي. دغه معلومات، د احصائیوي شننې په موخه د یوه ناروغ د پېژندنې او په بېلابېلو ډلو کې د ډلبندي کولو امکان برابروي. د ناروغانو په ډېموګرافیکې مطالعه کې د ناروغ د زېږېدلو نېټه، جنسیت (مرجع: Google Health)، د مړینې نېټه، پُستي کوډ، قومیت، د وینې ګروپ (مرجع: Microsof HealtVault: شخصي ډېموګرافیک معلومات، لومړني ډېموګرافیک معلومات) د بېړنۍ اړیکې معلومات، کورنی ډاکتر، د بیمې د چمتو کوونکي په هکله معلومات، حساسیت (الرجي)، ځیني ځانګړي تشخیصونه او مهمه روغتیایي مخینه شامل دي.[۴]

د رسمي وګړپېژندنې د څېړنې سکالو یوازې د وګړو د احوال په مطالعه کې رالنډېږي، په داسې حال کې چې د ټولنیزې وګړپېژندنې یا د وګړو د مطالعاتو په پراخې څانګه کې، پر وګړو باندې د اغېزمنو اقتصادي، ټولنیزو، هڅوبي او بیولوجیکي لړیو ترمنځ اړیکه څېړل کېږي. [۵]

تاریخ

د وګړپېژندنې په هکله د تفکر مخینه، لرغوني پېر ته ورګرځي او د لرغوني یونان، لرغوني روم، چین او هند په ډېریو تمدنونو او هڅوبونو کې شامل ؤ. د demography ګړنه، چې له demo- مختاړي او -graphy روستاړي څخه رامنځ‌ته شوې ده، د وګړو هراړخیزې مطالعې ته ویل کېږي.[۶]

په لرغوني یونان کې، دغه ګړنه د هېرودوت، تیوسیدیدیز، بقراط، اپیکوروس، پروتوګوراس، پولوس، اپلاتون او ارسطو په لیکنو کې د موندلو وړ ده. په روم کې، د سیسرو، سېنېکا، لوی پلیني، مارکوس اورېلیوس، اېپكتېتوس، لوی کاتو او کولومېلا په څېر لیکوالانو او فیلسوفانو هم په دغه هکله مهم مفکورې څرګندې کړې دي.[۶]

په منځنیو پېړیو کې، مسیحي مفکرانو تر ډېر بریده هڅه وکړه ترڅو د وګړپېژندنې په هکله کلاسیکې نظریې رد کړي. په دغه برخه کې، کونچېسي ویلیام، لوکایي بارتولومېو، اووېرني‌مېشتی ویلیام او پاګولایي ویلیام، او ترڅنګ یې د ابن‌خلدون په څېر مسلمانو ټولنپوهانو ستره ونډه اخېستې ده. [۷][۸]

په نومهال پېر کې تر ټولو لومړنیو مطالعاتو له جملې څخه یوه هم د جان ګرونت «د مړینو د شمېر له‌مخې طبیعي او سیاسي ترسره شوې مطالعې» اثر ؤ چې په ۱۶۶۲ز کې خپور شو او په هغه کې د «ژوندانه جدول» لومړنۍ بڼه ښودل شوې ده. د دغې مطالعې د موندنو له‌مخې، د لندن ښار یو پر درېیمه برخه ماشومان مخکې تر شپاړلس کلنۍ مړه شوي دي. د اېدموند هالي په څېر ریاضي‌پوهانو، د «ژوندانه جدول»، د ژوندون بیمې د حسابونو لپاره د یوې بنسټ په توګه وپنځوه. د ژوند د ناڅاپي پېښو په هکله د لومړي درسي کتاب د لیکلو ویاړ «ریچارد پرایس» ته ورګرځي، چې په ۱۷۷۱ز کې خپور شو او وروسته له هغه، اګوستوس دو مورګان په ۱۸۳۸ز کې «د ژوند په ناڅاپي پېښو کې د احتمالاتو کارونه» تر نامه لاندې خپل اثر خپور کړ. [۹][۱۰]

په ۱۷۵۵ز کې، بنجامین فرانکلین «د بشریت، د هېوادونو وګړو او داسې نورو مواردو د کچې لوړېدلو په تړاو مشاهدې» تر سرلیک لاندې خپله مقاله خپره کړه چې په هغې کې د بریتانیا تر ښکېلاک لاندې سیمو او هېوادونو کې د وګړو د کچې لوړېدونکې وده منعکس شوې ده. د هغه لیکنه پر ټوماس رابرټ مالتوس اغېزمنه تمامه شوه، چا چې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې لیکي: «وېرېږم چې، که چېرې د وګړو شمېر تر کنټرول لاندې رانه‌شي، د وګړو د شمېر کچه به د خوراکي توکو د تولید کچې له ودې څخه تېری وکړي او د لوږې او بېوزلۍ د زیاتېدو لامل وګرځي». مالتوس د وګړو د شمېر د ودې تحدیدولو په هکله ګڼ‌شمېر نظریې وړاندې کړي او له‌دې کبله، په دغه برخه کې د ستر متفکر په توګه پېژندل کېږي. وروسته، د بنجامین ګومپرتز او ورهولست له‌خوا لا پېچلي او واقعي موډلونه وړاندې شول.[۱۱][۱۲]

په ۱۸۵۵ز کې، بلجیمي څېړونکي «آشیل ګیلارد»، وګړپېژندنه د «انسانانو طبیعي او ټولنیز تاریخ یا د وګړو ریاضیکي پوهه، د هغو سترو بدلونونو او فزیکي، مدني، فکري او اخلاقي وضعیتونو» په توګه تعریف کړه.[۱۳]

د ۱۸۶۰ – ۱۹۱۰ز کلونو پېر، د یوه اړېدونکي پېر په توګه پېژندل کېږي چې په ترڅ کې یې وګړپېژندنه د احصائیې له علم څخه د یوې جلا څانګې په توګه راڅرګنده شوه. په دغه پېر کې، په نړیواله کچه د آډولف کوتېلېت (۱۷۹۶ تر ۱۸۷۴ز)، ویلیام فار (۱۸۰۷ تر ۱۸۸۳ز)، لویس آډولف برتیلون (۱۸۲۱ تر ۱۸۸۳ز) او د هغه زوی ژاک (۱۸۵۱ تر ۱۹۲۲ز)، جوزېف کوروسي (۱۸۴۴ تر ۱۹۰۶ز) آندرس نیکولاس کایر (۱۸۳۸ تر ۱۹۱۹ز)، ریچارد بوک (۱۸۲۴ تر ۱۹۰۷ز)، امیل دورکیم (۱۸۵۸ تر ۱۹۱۷ز)، وېلهلم لېکزیس (۱۸۳۷ تر ۱۹۱۴ز) او لویجي بودیو (۱۸۴۰ تر ۱۹۲۰ز) په څېر «ستر وګړپېژندونکي» تېر شوي دي چې د ډېموګرافي او د ډېموګرافیکې شننې د مېتودونو او تخنیکونو د اوزارو په پراختیا کې یې ستره ونډه واخېسته.[۱۴]

مېتودونه

د معلوماتو د راغونډولو دوه ستر ډولونه «مستقیم او غیرمستقیم» دي چې هر یو یې څوګوني بېلابېل فرعي مېتودونه لري.

مستقیم مېتودونه

مستقیم معلومات د سرشمېرنې د ثبت له کتاب څخه ترلاسه کېږي چې په هغه کې زېږون، مړینې او همدا راز د واده، طلاق، کډوالۍ (د استوګنځي ثبتول) په څېر د قانون ځیني ځانګړي بدلونونه ثبت شوي دي. په پرمختللو هېوادونو کې، چې د ثبت غوره سیسټمونه لري (لکه متحده ایالات او د اروپا ډېري هېوادونه)، د زېږون او مړینو د اټکلولو لپاره، د نفوس د احوالو ثبت تر ټولو غوره مېتود دی.

سرشمېرنه د احصائیوي وګړپېژندنې د معلومات راغونډولو متداول مستقیم مېتود دی. سرشمېرنه، په ټولیز ډول، د یوه ملي دولت له‌خوا ترسره کېږي او هڅه پر دې ده چې د یوه هېواد ټول وګړي په‌کې وشمېرل شي. له حیاتي احصائیوي معلوماتو سره په توپیر کې (چې په پرله‌پسې توګه راغونډېږي او په یوه کلني راپور کې خلاصه کېږي)، سرشمېرنه، په ټولیزه توګه، هر لس کاله یا لا اوږدې دورې کې ترسره کېږي، نو له‌دې امله د زېږون او مړینې په هکله د معلوماتو غوره سرچینه نه‌ګڼل کېږي. شننې وروسته له سرشمېرنې څخه ترسره کېږي ترڅو په اټکلي توګه د زیات‌شمېرنې یا کم‌شمېرنې سلنه معلومه شي. په دغه توګه، د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ هغه نسبت، چې د سرشمېرنې له معلوماتو او د طبیعي ارزښتونو او د مړینې له معلوماتو څخه ترلاسه شوی دی، سره پرتله او سنجول کېږي.

غیرمستقیم مېتودونه

د معلومات د راغونډولو غیرمستقیم مېتودونه په هغو هېوادونو کې اړین ګڼل کېږي، چې بشپړ معلومات د لاسرسي وړ نه‌وي؛ د بېلګې په توګه: هغه حالتونه چې د نړۍ مخ په ودې هېوادونو او لا زیات په تاریخي وګړپېژندنه کې شتون لري. په نومهالې وګړپېژندنه کې، له دغو تخنیکونو څخه یو هم د «خور مېتود» دی، چې څېړونکي له ښځو څخه پوښتنه کوي چې څو خویندې یې مړې شوې یا په کوم عمر کې یې ماشومان زېږولي دي. د دغې پلټنې له‌مخې، څېړونکي کولای شي، په غیرمستقیمه توګه، د ټولو وګړو لپاره د زېږون یا مړینې اټکلي شمېر وسنجوي. په نومهالې وګړپېژندنه کې، بل غیرمستقیم مېتود له خلکو څخه د خور او ورور، مور او پلار او ماشومانو په هکله پوښتل دي. نور غیرمستقیم مېتودونه په تاریخي وګړپېژندنه کې اړین ګڼل کېږي.

د وګړو د احوال لپاره د موډل‌جوړونې په موخه ګڼ‌شمېر ډېموګرافیک مېتودونه شتون لري؛ د بېلګې په توګه: د مړینې موډلونه (لکه: د ژوندانه جدول، د ګومپرتز موډلونه، د آفاتو موډلونه، د کوکس نسبتي آفاتو موډلونه، د ژوندون د کمښت څوګوني جدولونه، د براس ارتباطي لوجیتونه)، مثمریت (د هرمس موډل، د کول-ترسل موډلونه، د تعادل متصاعد نسبتونه)، واده (د واده په پړاو کې د مجردۍ منځنۍ کچه، صفحه‌یي موډل)، معلولیت (د سولیوان مېتود، د ژوندانه څوحالتي جدولونه) د وګړو وړاندوینه (د لي-کارتر موډل، د لېزلي متریکس) او د وګړو مومنټم (کېفیتز).[۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

  1. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  2. "UC Berkeley Demography department website".
  3. "The Science of Population". demographicpartitions.org. Archived from the original on 14 August 2015. نه اخيستل شوی 4 August 2015.
  4. "What Are Patient Demographics?". 21 December 2011.
  5. Andrew Hinde Demographic Methods Ch. 1 ISBN 0-340-71892-7
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Srivastava, Sangya (December 2005). S.C.Srivastava,Studies in Demography, p.39-41. ISBN 9788126119929.
  7. Peter Biller,The measure of multitude: Population in medieval thought[۱].
  8. See, e.g., Andrey Korotayev, Artemy Malkov, & Daria Khaltourina (2006). Introduction to Social Macrodynamics: Compact Macromodels of the World System Growth. Moscow: URSS, ISBN 5-484-00414-4.
  9. “Our Yesterdays: the History of the Actuarial Profession in North America, 1809-1979,” by E.J. (Jack) Moorhead, FSA, ( 1/23/10 – 2/21/04), published by the Society of Actuaries as part of the profession’s centennial celebration in 1989.
  10. The History of Insurance, Vol 3, Edited by David Jenkins and Takau Yoneyama (1 85196 527 0): 8 Volume Set: ( 2000) Availability: Japan: Kinokuniya).
  11. von Valtier, William F. (June 2011). ""An Extravagant Assumption": The Demographic Numbers behind Benjamin Franklin's Twenty-Five-Year Doubling Period" (PDF). Proceedings of the American Philosophical Society. 155 (2): 158–188. Archived from the original (PDF) on 5 March 2016. نه اخيستل شوی 19 September 2018.
  12. Zirkle, Conway (April 25, 1941). "Natural Selection before the 'Origin of Species'". Proceedings of the American Philosophical Society. Philadelphia, PA: American Philosophical Society. 84 (1): 71–123. ISSN 0003-049X. JSTOR 984852.
  13. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. p. 169.
  14. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. p. 169.
  15. Power C and Elliott J (2006). "Cohort profile: 1958 British Cohort Study". International Journal of Epidemiology. 35 (1): 34–41. doi:10.1093/ije/dyi183. PMID 16155052.
  16. Elliott J and Shepherd P (2006). "Cohort profile: 1970 British Birth Cohort (BCS70)". International Journal of Epidemiology. 35 (4): 836–43. doi:10.1093/ije/dyl174. PMID 16931528.
  17. The last three are run by the Centre for Longitudinal Studies