ذاکر حسین
ذاکر حسین خان (زوکړه: د ۱۸۹۷ زکال د فبروري ۸مه – مړینه: د ۱۹۶۹ زکال د مۍ ۳مه) هندي ښوونکی او سیاستوال و چې د ۱۹۶۷ زکال د مۍ له ۱۳مې نېټې څخه یې د ۱۹۶۹ زکال د مۍ په دریمه نېټه د خپلې مړینې تر مهاله د هند د دریم ولسمشر په توګه خدمت وکړ.
حسین چې د حیدرآباد سیمې د افریدیو په یوه پښتنه کورنۍ کې وزېږېد، ښوونځی یې په اېتاوه ښار کې بشپړ کړ او بیا یې د علی ګړ په محمدن اینګلو اورینټل کالج او د برلین په پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې؛ هغه د برلین له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. حسین د مهاتما ګاندي له نږدې کسانو او د ډهلي د جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون بنسټګر غړی و چې دغه پوهنتون یې د نه همکارۍ د خوځښت (تحریک عدم تعاون) په غبرګون کې تاسیس کړ. نوموړي له ۱۹۲۶ زکال څخه تر ۱۹۴۸ زکال پورې د مرستیال لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۳۷ زکال کې د بنسټیزه زده کړو د ملي کمېټې مشر وټاکل شو او د نوي تعلیم په نامه ښوونیزه پالیسي یې جوړه کړه چې په لومړنۍ ژبه باندې یې په وړیا توګه د اجباري زده کړو په ترسره کولو ټینګار درلود. هغه د مسلمانانو لپاره د جلا استازو د ټاکلو له پالیسۍ سره مخالف و له همدې امله په ۱۹۴۶ زکال کې د محمد علي جناح په مشرۍ مسلم لیګ ګوند د هند په انتقالي دولت کې د حسین د عضویت وړاندیز ویټو کړ.
د هند له خپلواکۍ او تجزیې وروسته حسین په هند کې پاتې شو او په ۱۹۴۸ زکال کې د علی ګړ د اسلامي پوهنتون مرستیال وټاکل شو، دغه چاره لامل وګرځېده چې دغه پوهنتون د لوړ زده کړو د یو بنسټ په توګه خوندي پاتې شي. له زده کړو څخه د ملاتړ له امله په ۱۹۵۴ زکال کې ورته د پدم وبهوشن مډال ورکړل شو او له ۱۹۵۲ زکال څخه تر ۱۹۵۷ زکال پورې د هند پارلمان ته نوماند غړی وټاکل شو. حسین له ۱۹۵۷ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې د بهار ایالت والي و او په ۱۹۶۲ زکال کې د هند مرستیال ولسمشر وټاکل شو. راتلونکی کال نوموړي ته د بهارت راتنا تر ټولو لوړه جایزه ورکړل شوه. حسین په ۱۹۶۷ زکال کې د ساروپالي رادهاکرشنن د ځای ناستي په توګه د هند ولسمشر شو، په دې سره نوموړی لومړنی مسلمان و چې په هند کې یې دغه لوړه دولتي څوکۍ ترلاسه کړه. سربېره پر دې د هند لومړنی ولسمشر و چې د ولسمشری پر مهال ومړ او د نورو ټولو ولسمشرانو په پرتله یې لنډه ولسمشریزه دوره لرله. د هغه قبر د ډهلي په جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون کې موقعیت لري.
په اردو ژبه باندې د ګڼ شمېر کتابونو د مولف او ژباړن او همدارنګه د ماشومانو لپاره د ګټمنو کتابونو له لیکوال ذاکر حسین څخه په هند کې د هغه د انځوریزو پستي نښانونو په چاپ او همدارنګه د هغه په نامه باندې د ګڼ شمېر روزنیزو بنسټونو، کتابتونونو، سړکونو او د آسیا د ګلانو د تر ټولو لوی باغ په نومولو ستاینه شوې.
د هند ولسمشري (۱۹۶۷- ۱۹۶۹ زکال)
[سمول]حسین د کانګرس ګوند له خوا په ۱۹۶۷ زکال کې د هند ولسمشریزو ټاکنو ته د ساروپالي رادهاکرشنن د ځای ناستي په توګه نوماند کړای شو. د ګوند د ننه د هغه د نوماندۍ اړوند شور او ځوږ شتون نه درلود، خو لومړۍ وزیرې اندراګاندي د هغه د نوماندۍ پرېکړه په داسې حال کې کړې وه چې د ګوند مشر کې. کامراج او د هغې د کابینې ډېرو مخکښو وزیرانو له دغې چارې سره مخالفت درلود. د اپوزیسیون د اوو ګوندونو ائتلاف د هند د سترې محکمې رئیس کوکا سوباراو اړ کړ چې له خپلې دندې استعفا ورکړي او د هغوی د مشترک نوماند په توګه په ټاکنو کې ونډه واخلي. د تېرو دریو ولسمشریزو ټاکنو پر خلاف د ۱۹۶۷ زکال ټاکنې د بېلابېلو نوماندانو ترمنځ د یو واقعې سیالۍ په توګه وې. د جنا سنګ ګوند له خوا په حسین باندې د مذهبي فرقه پالنې تورونو او همدارنګه په همدغه موضوع راڅرخېدونکو ټولیزو کمپاینونو د هغه ټاکنیزه مبارزه ننګوله. سربېره پر دې داسې شکونو هم شتون درلود چې حسین به د کانګرس د قانون جوړونکو د متقابلو رایو له امله د دوی پر وړاندې ماته وخوري او له امله به یې لومړۍ وزیره مجبوره شي استعفا ورکړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
ټاکنې د ۱۹۶۷ زکال د مۍ په ۶مه نېټه د ۱۷ نوماندانو ترمنځ ترسره شوې. له دغو نوماندانو څخه ۹ تنو یې ونشو کولای یوه رایه هم خپله کړي. حسین ۴۷۱۲۴۴ رایې ترلاسه کړې په داسې حال کې چې سوباراو ۳۶۳۹۷۱ رایې ترلاسه کړې وې. د ۱۰۷۲۷۳ رایو توپیر له هغې تمې څخه زیات و چې د کانګرس ګوند یې هیله لرله. د ولسمشریزو ټاکنو دغه ډول پایلې د ۱۹۶۷ زکال له عمومي ټاکنو وروسته چې کانګرس ګوند په کې شدیدې ماتې خوړلې وې، د لومړۍ وزیرې په توګه د ګاندي د ځایګي پیاوړې کوونکې وبلل شوې. حسین د ۱۹۶۷ زکال د مۍ په ۶مه د هند ولسمشر اعلان شو. په کور دننه د نوموړي ټاکنه د هند د مسلمانانو د خوښۍ لامل وګرځېده چې په عمومي ټاکنو کې یې د ده د ګوند پر ضد رایه ورکړې وه، ورته مهال له هېواده بهر دغه چاره د یو سیکولر هېواد په توګه د هند د ادعا د اثبات په موخه وبلل شوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
حسین د ۱۹۶۷ زکال د مۍ په ۱۳مه لوړه وکړه. هغه د خپلې لوړې په مراسمو کې د تاریخي وینا پر مهال ځان د هند د ملت او تمدن خادم وباله او څرګنده یې کړه چې:[۱۶] [۱۷][۱۸]
ټول بهارت زما کور دی او خلک یې هم زما د کورنۍ غړي دي. خلکو زه ټاکلی یم چې د یوې مودې لپاره د دغې کورنۍ مشري وکړم. زما جدي هڅې به دا وي چې دغه کور لا پیاوړی او ښکلی کړم، دغه ستر خلک د داسې یو کور لیاقت لري چې په هغو کې عادلانه، هوسا او خوښې وړ ژوند ولري. [۱۹]
حسین لومړنی مسلمان او د یوه ایالت لومړنی والي و چې د هند ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد. د حسین ټاکنه د هند په ستره محکمه کې په دې سره وننګول شوه چې د ټاکنو پایلې د لومړۍ وزیرې د درغلیو تر اغېز لاندې راغلې دي. دغه ټاکنیز شکایتونه چې د بابه راو پاټېل له خوا وړاندې شوي و د سترې محکمې له خوا رد شول. حسین د خپلې ولسمشرۍ پر مهال کاناډا، هنګري، یوګوسلاویا، شوروي اتحاد او نیپال ته رسمي سفرونه وکړل. هغه له ګلانو سره مینه لرله او په راشتراپاتي بهاون کې یې د مغولو باغونو ته د ګلانو نوي ډولونه ور معرفي کړل، همدارنګه یې د هغو د غوښینو بوټو (اوبو لرونکو بوټو لکه الویرا) لپاره یوه شیشه خانه جوړه کړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
مړینه او میراث
[سمول]حسین چې د ۱۹۶۹ زکال په لومړیو کې د زړه له کمزورې حملې سره مخ شوی و وروسته له هغه چې د ۱۹۶۹ زکال د اپرېل په ۲۶مه آسام ته له سفر څخه بېرته ډهلي ته راوګرځېد ښه نه و. نوموړی د ۱۹۶۹ زکال د مۍ په ۳مه په راشتراپاتي بهاون کې د زړه د سکتې له امله ومړ. د ده مرستیال وي.وي. ګیري په همدغه ورځه د واکیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د هند دولت دیارلس ورځې عمومي ماتم اعلان کړ. د هغه مړی د راشتراپاتي بهاون په دربار صالون کې کېښودل شو او شاوخوا ۲۰۰ زره کسان ورته د درناوي ترسره کولو په موخه راغلل. د هغه د جنازې مراسم د ۱۹۶۹ زکال د مۍ په ۵مه ترسره شول او د جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول. د حسین په مړینه په پاکستان کې هم ماتم اعلان شو او د هغه د جنازې په ورځ د پاکستان بیرغ نیمه راځوړند و. د پاکستان ولسمشر یحیی خان د پاکستان د هوايي پوځ لوی درستیز او د نظامي حکومت مرستیال، مارشال ملک نور خان د خپل شخصي استازي په توګه د هغه د جنازې مراسمو ته ولېږه. له متحده ایالاتو څخه د ولسمشر نیکسون په استازولۍ د کورونو او ښار جوړونې وزیر جورج رامني د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون درلود، په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد د پلاوي مشري لومړي وزیر الکسي کاسیګین کوله. د یوګوسلاویا، افغانستان او نیپال لومړي وزیرانو هم د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون درلود. له یو میلیون څخه زیات کسان په هغو واټونو کې کتار ولاړ و چې د هغه د دفن ته ځای ته رسېدل. حسین د هند لومړنی ولسمشر و چې د خپلې ولسمشریزې دورې پر مهال ومړ او د نورو ټولو ولسمشرانو په پرتله یې ډیره لنډه ولسمشریزه دوره لرله. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ . The Sydney Morning Herald 10 May 1967, p. 3. Newspapers.com.
- ↑ . The Daily Telegraph 08 May 1967, p. 12. Newspapers.com.
- ↑ Rao, P.P. (2002). "Review of Indian Presidents". Journal of the Indian Law Institute. 44 (3): 431. ISSN 0019-5731. JSTOR 43951831. Archived from the original on 20 September 2022. Retrieved 18 September 2022.
- ↑ (په 17 July 2022 باندې). Stories in the story of presidential poll losers. The Indian Express.
- ↑ . The Sydney Morning Herald 10 May 1967, p. 3. Newspapers.com.
- ↑ . The Daily Telegraph 08 May 1967, p. 12. Newspapers.com.
- ↑ . The Guardian 06 May 1967, p. 7. Newspapers.com.
- ↑ . The Ottawa Citizen 11 May 1967, p. 6. Newspapers.com.
- ↑ (په 9 May 2022 باندې). HT This Day: May 10, 1967 – Dr Husain elected president. Hindustan Times.
- ↑ . Arizona Republic 10 May 1967, p. 2. Newspapers.com.
- ↑ . Arizona Republic 10 May 1967, p. 6. Newspapers.com.
- ↑ . The Daily Telegraph 10 May 1967, p. 16. Newspapers.com.
- ↑ . The Desert Sun 10 May 1967, p. 4. Newspapers.com.
- ↑ "Chronology March–May 1967". Pakistan Horizon. 20 (2): 191. 1967. ISSN 0030-980X. JSTOR 41392896. Archived from the original on 20 September 2022. Retrieved 18 September 2022.
- ↑ Election Commission of India 2017، مم. 17–18.
- ↑ . The Kokomo Tribune 14 May 1967, p. 23. Newspapers.com.
- ↑ Bansal 2021، مم. 13–14.
- ↑ Mohan 1974، مم. 10–11.
- ↑ Khurshid 2014.
- ↑ . The News 10 May 1967, p. 61. Newspapers.com.
- ↑ (په 19 June 2017 باندې). Second Bihar Governor who could be India's Prez. Deccan Herald.
- ↑ (په 10 March 2022 باندې). What the Raj Bhavans tell about diversity and our journey as a nation. The Indian Express.
- ↑ "Shri Baburao Patel & Ors vs Dr. Zakir Husain & Ors on 7 November, 1967". Indian Kanoon. Archived from the original on 24 September 2022. Retrieved 24 September 2022.
- ↑ "Baburao Patel Vs. Zakir Hussain". www.the-laws.com. Archived from the original on 24 September 2022. Retrieved 24 September 2022.
- ↑ "Details of Media Persons Accompanying the President in His/Her Visits Abroad Since 1947 to 2012" (PDF). The President's Secretariat. Archived from the original (PDF) on 17 August 2013. Retrieved 5 June 2013.
- ↑ "'State Visit' of Dr Zakir Husain, President of India to Canada" (PDF). Rashtrapati Sachivalaya. Archived (PDF) from the original on 22 October 2021. Retrieved 24 September 2022.
- ↑ (په 4 March 2017 باندې). The story of the Mughal Gardens is also the story of Delhi's historical relationship with trees. Scroll.in.
- ↑ (په 31 July 2016 باندې). Backstage With the Workers Who Tend the First Garden of the Republic. The Wire.
- ↑ (په 27 December 2020 باندې). Beyond the Mughal Gardens: The rich history of Rashtrapati Bhavan's gardens. The Indian Express.
- ↑ . The Des Moines Register 05 May 1969, p. 26. Newspapers.com.
- ↑ . Coventry Evening Telegraph 03 May 1969, p. 1. Newspapers.com.
- ↑ . Evening Post and News 03 May 1969, p. 1. Newspapers.com.
- ↑ . Evening Sentinel 03 May 1969, p. 3. Newspapers.com.
- ↑ . Daily News 04 May 1969, p. 16. Newspapers.com.
- ↑ "Arrangements for coverage of Dr. Zakir Hussain's funeral" (PDF). archive.pib.gov.in. Press Information Bureau. Archived (PDF) from the original on 20 September 2022. Retrieved 17 September 2022.
- ↑ . The Herald-Sun 05 May 1969, p. 8. Newspapers.com.
- ↑ . The Morning Herald 05 May 1969, p. 13. Newspapers.com.
- ↑ . The Gazette 10 May 1969, p. 6. Newspapers.com.
- ↑ . The Sydney Morning Herald 07 May 1969, p. 30. Newspapers.com.
- ↑ . The Baltimore Sun 06 May 1969, p. 2. Newspapers.com.
- ↑ . The Des Moines Register 05 May 1969, p. 26. Newspapers.com.
- ↑ (په 18 July 2022 باندې). Rajendra Prasad and Zakir Husain: The tale of India's longest and shortest-serving presidents. Firstpost.