سوها علي خان
سوها علي خان پټودي (زېږون : 4 اکتوبر 1978) یوه هندي فلمي اداکاره ده چې په هندي، بنګالي او انګلیسي فلمونو کې یې کار کړی دی. [۱] هغه د اداکارې شرمیلا ټاګور او کرکټر منصور علي خان لور او د اداکار سیف علي خان کوچنۍ خور ده. هغې خپله اداکاري د رومانتيک کاميډي دل مانګي مور (2004) سره پیل کړه او د ډرامې فلم رنګ دي بسنتي (2006) کې د هغې د رول له کبله خورا مشهوره شوه ، چې د غوره اداکارې لپاره یې د فلم فیر جایزه وګټله . [۲] لومړنی ژوند او مسلک[سمول]سوها علي خان پټودي د ۱۹۷۸ کال د اکټوبر په ۴ مه د هند په نوي ډیلي کې د پټودي په کورنۍ کې د پتودي د نوابې په توګه زېږېدلې ده. [۳] د پښتني نسل څخه، د پټودي نهم نواب د منصور علي خان پټودي او شرمیلا ټاګور ، د هندۍ اداکارې کوچنۍ لور ده. پلار يې منصور علي خان پټودي او نيکه افتخار علي خان پټودي دواړه د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشران تېر شوي، په داسې حال کې چې نيا يې ساجده سلطان پټودي د بهوپال بيګم وه . سوها علي د سارا علي خان ترور(عمه) او د کرینه کپور اندرور ده. شخصي ژوند[سمول]سوها علي خان د ۲۰۱۴ [۴] په جولای کې په پاریس کې له کنال کهیمو سره کوژده وکړه او د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۵ مه په ممبيي کې له کنال سره واده وکړ. [۵] سوها علي د 29 سپتمبر 2017 کې خپلې لور انایا نعومي کهیمو ته زېږون ورکړ. [۶] فلمونه[سمول]جایزې او نومونې[سمول]اړونده لینکونه[سمول]
سرچينې[سمول]
|