ترين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترين په سړبني پښتنو کې يوه مشهوره قبيله ده چې په افغانستان ،سهيلي پښتو نخوا،پښتونخوا او په پا کستان کې استو گنه لري٠ د پښتني رواياتو او د نسب دشجرو نه جو تيږي چې ترين د شر خبون زوی او د سړ بن لمسي درې زامن در لودل چې ابدال، سپين او تور نو ميدل چې د سپين او تور اولا ده د خپل پلار په نا مه په تر ين سره مشهور شول٠ د ترين هغه زوی چې تور وزمه و هغه په تور تر ين او هغه بل زوی يې چې سپن رنگی و په سپين تر ين مشهور شو چې ددوی د هر يوه او لاده د سپينو او تورو تر ينو په نا مه يا ديږي٠ د حيات افغاني مؤ لف ډپټي محمد حيات خان د تور ترين او سپين تر ين په اړه داسي ليکلي دي ;

١-تور تر ين :

" تور تر ين ددرانيو د ملک سهيل ته په پشين کې او سيږي چې لو يد يځ ته يې دشوراوک سيمه چې دبړ يڅو قبيلې ټا ټو بی دی او سهيل ته يې دشال سيمه چې د تکتو غر ددغو سيمو تر مينځ پو له جوړوي٠ د پشين سيمه تقر يبا ٨٠ ميله او ږدوالی لري او دغه او ږدوالی د شمال ختيز نه د تو بې ختيز خو اته غز يد لی دی، چې تر ټولو سورور ځای يې ٤٠ ميله پلنوالی لري٠

د پشين سيمه د بړ يڅو دسيمې يعنې شو راوک نه لوړه ده او سطحه يې هم د شوراوک نه ډير لوړ والی او ژور والی لري، خو د شوراوک په پر تله ډيره اباده او شنه ده٠ دلته د ځمکې يوې کو لو له پاره د او ښا نو په پر تله له غوا يا نو نه زيات کار اخيستل کيږي، که څه هم په يوې کو لو کې کله نا کله د او ښا نو نه هم گټه اخلي، نو ځکه ددوی په سيمه کې او ښان هم روزل کيږي٠ که څه هم تو رترين ز يا تره په کر نې او ما لدارۍ با ندې خپله گو زاره کوي، خو يو زيات شمير يې دسنده اوکند هار تر مينځ په سو داگرۍ بو خت دي٠ ددغې قبيلي ځيني دودونه او روا جو نه در انيا نو ته ورته دي او ددوی خان د درانيو دخان سره يو شان حيثيت لري٠

دکابل امير او دکند هار حا کم پخوا ددغو خا نا نو په چارو کې لاسو هنه نه کوله، خو دغو خا نا نو په ټا کلي شمير سپاره د کابل د اميرد دربار چو پړ ته استول، چې دغه کار به د قلنگ په بدل کې تر سره کيده او کله کله به هم ددوی خا نان دربار ته ور غو ښتل کيدل٠ د پښين د ټولو او سيدونکو شمير تخمينا کور نۍ١٠ کو رنۍ شميرل شويدي، چې په دغه سيمه کې سيدان هم او سيږي، چې په دغو سيدانو کې ډير تکړه سو دا گران هم شته دي٠ دتور تر ينو شمير تقر يبا ٦٠٠٠ کورنۍ ښودل شوی دی٠

٢- سپين تر ين :

د غه قبيله په شمير کې له تورو تر ينو نه لږدي، دوی په څلورو ښا خو نو بيل شوي دي او د ژوره په نا مه وادي کې چې دټل او چو ټيالې په ميداني بر خه کې پر ته ده او سيږي٠ ددوی او تورو تر ينو تر مينځ يو څه د کاکړو ملک پروت دی، خو دوی په دود او دستور کې له تورو تر ينو سره يو والی لري٠ دوی قوي او مټور خلک دي٠ ددواړو تر ينو يعني هم د تورو تر ينو او هم د سپينو تر ينو مشري او ريا ست سره له دې چې سره ليرې پر اته دي د يوه خان په لاس کې ده او دپښته پښته مشري او خاني دتورو تر ينو د بټي زي په ښا خ پورې اړه لري٠ ددې خبرې د ثبوت له پاره دغه لا ند ينی متل مشهوردی :

خاني ده په دوه کوره--- په تر ين کې په بټي ده--- په لو حاڼي کې پر کټي ده٠

د دې متل مقصد دادی چې خاني په دووکو رنيو پورې اړه لري ، دلو ديا نو په لو حا ڼي قبيلې کې د کټي زيو په ښاخ کې او بل د تر ين د قبيلې د بټي زي په ښا خ، چې دا خبره پوره ثا بته ده چې په دواړو تر ينو کې يو خان دی او نو موړی هر کال د سپينو تر ينو سيمې ته د قلنگ د را ټو لو لو له پاره ځي او که څوک ونه غواړي نو کري وکړي ،نوله هغه نه ددغه کار په بدل کې پيسي اخلي، کله چې دکابل په در بار کې بې نظمي را مينځ ته شي، نو پر دوی هم د غه بې نظمۍ او فسا دونه تاثير کوي او خپلسري کيږي٠ اوس دکند هار حا کم د پشين له سيمې نه په ټا کلې اندازه نغدې روپۍ اخلي;

د سپينو تر ينو درې واړه سيمې سره نښتې دي٠ ژوره چې دوادۍ نه په پورتنۍ سيمه کې د څپر د غره له نږدې سيمو نه بيليږي، دغرونو په مينځ کې تنگه، خو کوزې خواته پر اخه ده ،تردې ځا يه چې ابادي هم پکي ده او دوه لوی کلي هم پکې شته٠ ټل بيا ددغه ځای په پر تله لږ څه پر اخه دی او دبوري او چو تيالي ميد ا نو نه هم ور سره يو ځای کيږي٠ د ټل او چو ټيالۍ سيمه د سيوۍ له سيمې سره پرتله کيدای شي ، خو هو ا يې له سيوۍ نه يوه اندازه ښه ده٠ " داو دترين دقبيلي په اړوند د ډپټي محمد حيات خان ليکنه چې ١٤٤ کلونه ترې تير يږي او په ښکاره تو گه معلو ميږي چې په هغه وخت کې دترين سيمه او پشين د افغا نستان د خاورې يوه بر خه وه چې دکابل امير او دکند هار حاکم پرې تسلط درلود٠

دتر ين قبيلې ښا خو نه :

د تر ينو د قبيلي ښا خو نه دادي: وزير، جم ، سليمان، او مچي،با بو، ملمو ني، منديزي، منگل زي، نيک ختاني، بټي زي، تورل زي، ها رون زي،سيکمي،ملکيار، اسما عيل زي،باروزي، حيدر زي، يعقوب زي،احمد زي، هيکل زي، خانخيل،ترينزي، بدلزي، فيروززي، لا لا زي، مليزي، شادي زي، سخي زي،بلوزي، اغا خيل او نور٠٠٠

دتر ين د قبيلې د استو گنې او سنۍ سيمې :

١- په سهيلي پښتو نخواکې : ترين د سهيلي پښتو نخوا په پشين، ژوب،کو ئيټه،کلای عبد الله، زيارت، هر نايي، سنځاوي،لور لايي،گلستان، سيوۍ،شراگه، خو ست، دوکي،اوستا محمد،جهل مگسي، گنداوه،مستو نگ،کلات او کزدار کې استو گنه لري٠ دلورلايي او زيارت اکثره پښتانه ترين دي٠

٢-په افغا نستان کې : يو شمير ترين په کند هار، هلمند او اوروزگان په ولا يتو نو کې ميشته دي٠ داسي ويل کيږي چې د ارزگان ولايت مر کز تيرين کوټ د تر ينانو په وجه په تير ينکوټ با ندې يا ديږي٠

٣-په پښتو نخوا کې : د پيښور د پچگي په کلي کې هم گڼ شمير تر ين او سيږي چې ويل کيږي د پشين نه دلته را ليږ ديدلي دي٠ په دې بر سيره په هر يپور او هزاره ډويژن کې هم زيا ت شمير تر ين او سيږي ٠ داسي و يل کيږي چې د هزاره د ضلعي تر ينان د کند هار او ژوب له سيمي نه هزاره ته ليږ ديدلي دي.٠

هغه وخت چې لوی احمد شاه بابا پر هند با ندې بريد کاوه نو د هزاره د سيمي تر ين مشر انو لکه نجيب ا لله خان تر ين،سعادت خان اوز بر دست خان دده په په پوځ کې لوړې پو ځي دندې در لودې٠ همدارز د سکهانو سره په جگړه کې د هزاره د سيمي مشر انو لکه محمد خان تر ين او بو ستان خان تر ين د ميړانې ډېرې کا ر نا مې له ځا نه پر يښي دي٠ په او سني وخت کې د هزاره سيمي په تر ينوکې عبد الر حمن خان ترين او د هغه زوی جها نگير خان دي چې سياسي او د يپلو ما تيکي دندي لري٠

د پا کستان پخوانی جمهور رئيس فيلډ ما رشال ايوب خان١٩٠٧-١٩٧٤ ،دده زوی گو هر ايوب خان او لمسی يې عمر ايوب خان د هر يپور بټي زي ترين پښتا نه دي٠

سرچينې

  • ١- تا ريخ حيات افغا ني، د ډپټي محمد حيات خان تاليف، ١٧٠- ١٧١- ١٧٢ مخونه، د پيښور چاپ٠
  • ٢-پښتني قبيلي، ددکتور لطيف ياد اثر، ٨١-٨٢-١٥٩١و ١٦٠ مخونه، د پښيور چاپ٠
  • ٣-د پښتنو قبيلو شجرې او مينې، د پو هنوال محمد عمر روند ميا خيل تا ليف ،٢٠٠ مخ د کا بل چاپ٠
  • ٤- د کا بل سلطنت بيان، د مونټ سټوارټ الفنسټن تاليف، پښتو ژباړه،١٢١ او ١٢٢ مخونه، دکا بل چاپ٠
  • ٥-تواريخ خو رشيد جهان، د شير محمد خان گنډ اپور تاليف، ٢٠٤ مخ،
  • ٦-http://en.wikipedia.org/wiki/Tareen
  • ٧-http://www.khyber.org/pashtotribes/t/tarin.shtml