روهيلکنډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روهیلکنډRohilkhand
An old Painting of the dargah of ruler of Rohilkhand, Sardar Hafiz Rahmat Khan
ځای اترپردیش
تاسیس شوی دولت: 1690
ژبې اردو ، انګلیسي
شاهي کورنۍ پنچالا ( د مها بهارت دور)
مغل (۱۵۲۶-۱۷۳۶)
روهيله پښتانه (۱۷۳۶-۱۸۵۸)
تاریخي پلازمینه بریلي ، بدايو(سهار مو پخیر)
ولایتونه بریلي ، رامپور ، رودارپور ، چمپاوت ، پیلیبیت ، خوتر ، شاهجهان پور ، بدایون ، کاکرالا .

د اګرا او اوده شمالي سیمه کې روهيله پښتانه واکمن و، چې د پښتنو / یوسفزي قبیله وه. دغه يوسفزي قبيله د پېښور په شاوخوا او شاوخوا سيمو کې مېشته وه .ددې يو شمېر سردارانو چې د مغلو په پوځ کې يې لوړ مقامونه درلودل د اتلسمې مېلادي پېړۍ په پيل کې د بریلي ، بدايان ، سنبله او نورې ولسوالۍ ونيولې . چې دا سيمې اوس د روهیل کنډ په نامه یادیږي. په ۱۷۷۲ م کې د روهېلانو سردار حافظ رحمت خان یوسفزي چې د مرهټهانو له ورځني ځورونې څخه ستړی شوی و، د اوده له نواب شجاع الدوله سره یې تړون وکړ چې د روهیلانو د برید په صورت کې به د مرهټهانو له خوا د روهېلانو پر خاوره د برید په صورت کې به نواب شجاع الدوله به د مرهټيانو د يرغل پرمهال د روهيله پښتنو سره مرسته کوي او په بدل کې به روهيله نواب ته څلوېښت لکه روپۍ وري.

په 1773 کې، مراټيانو په روهیل کنډ برید وکړ، د اوده د نواب او انګرېزانو ګډو ځواکونو د روهيله ملاتړ وکړ او مراټيان په شا شول. د اوده نواب له حافظ رحمت خان يوسفزي څخه د پيسو غوښتنه وکړه، نو د مهلت غوښتنه يې وکړه، چې نواب ونه منله او د بنارس د تړون له مخې يې د انګرېزانو مرسته وغوښته. نواب حافظ رحمت خان یوسفزی په ژمنه ماتولو تورن کړ او د انګریزي پوځ په مرسته یې روهیل کنډ اشغال کړ او د ۱۷۷۴ کال د اپریل په ۲۳ نېټه یې په میرانپور کټره کې روهیله ځواکونو ته ماتې ورکړه. حافظ رحمت خان له هوښيارۍ کار واخيست او روهیل کنډ يې د اوده په سلطنت پورې وتاړه.