د هند د خپلواکۍ غورځنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


د هند د خپلواکۍ غورځنګ د یو لړ تاریخي پېښو ټولګه وه چې وروستۍ موخه یې په هند کې د بریتانیا د واکمنۍ پای ته رسول وو. دغه لړۍ له ۱۸۵۷ څخه تر ۱۹۴۷ز کلونو پورې دوام درلود.[۱]

د هند د خپلواکۍ لپاره لومړی ملتپال انقلابي خوځښت له بنګال څخه راولاړ شو او وروسته د هند نوې رامنځ‌ته شوې ملي کنګره کې یې ریښه ومونده، چېرې چې لوړ منځ‌دریځو مشرانو په بریتانوي هند کې د هند ملکي خدماتو لپاره ازموینه کې د ګډون حق او همدا راز د قبایلو لپاره د اقتصادي حقونو ترلاسه کولو لپاره هلې‌ځلې کولې. د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د ځان‌واکمنۍ لپاره لا بنیادي ګامونه د لال بال پال درې‌کسیزې ډلې، اوروبېندو ګهوش او و. او. چیدام‌بَرَم پیلایي له‌خوا پورته شول. [۲]

د ځان‌واکمنۍ لپاره د مبارزې وروستي پړاوونه له ۱۹۲۰ز کال وروسته د عدم تشدد او مدني سرغړونې په تړاو د ګاندي د سیاست په خپلولو سره د کنګرې له‌خوا مشخص شول. د رابیندراناتهـ ټاګور، سوبرامانیا بهارتي او بانکیم چندرا چتوپادیای په شان روښاندو څېرو له‌خوا د هېوادپالنې په هکله پوهاوی خپور شو. د ساروجیني نایدو، پریتیلاتا وادېدار او کستوربا ګاندي په څېر ښځینه مشرانو د هند د مېرمنو خلاصون او د ازادۍ لپاره په مبارزه کې ونډې اخېستنې په تړاو هلې‌ځلې وکړې. بهیمراو رامجي امبېدکار د هند ټولنې د محرومو طبقو له لامل څخه دفاع وکړه. [۳]

ځینو مشرانو تاوتریخجنې تګلارې غوره کړې. دغه تګلارې، په ځانګړې توګه، د رولات قانون له مصوبې وروسته شهرت وموند، چې د یاد قانون له‌مخې بې‌قید او شرط توقیف ته اجازه ورکړل شوه. په ټول هند، په تېره بیا پنجاب ایالت (بریتانوي هندي) کې (چېرې چې د جالیانوالا باغ په ډلوژنه کې احتجاج کوونکي په تاوتریخجن ډول وځپېدل) د دغه قانون پر وړاندې احتجاجونه ترسره شول. د بهاګت سنګهـ، شیوارام راجګورو، سُکهـ‌دیو تهاپر، چندرا شېکهر ازاد او سوبهاس چندرا بوس په څېر انقلابیانو، چې د کنګرې له ناغېړیو څخه په تنګ وو، په تاوتریخوالي لاس پورې کړ. له‌دې جملې څخه، بوس له محوري قدرتونو سره یوځای شو او ازاد هند یې رامنځ‌ته کړ. په ضمن کې، سنګهـ، راجګورو، تهاپر او ازاد د بریتانیا مهم افسران ترور او دولتي ودانۍ یې په بمونو والوځولې.

د هند د خپلواکۍ غورځنګ په تلپاتې اېدیولوجیکي تکامل کې ؤ. په بنسټیزه توګه د ښکېلاک ضد ؤ او له سیکولر، دېموکراتیک، جمهوري‌پال او مدني ازادي غوښتونکي سیاسي جوړښت سره د خپلواکۍ او اقتصادي پراختیا په لیدلورو بشپړ شو. له ۱۹۳۰ز لسیزې وروسته، غورځنګ یو غښتلی سوسیالېستي دریځ غوره کړ. دغه دریځ، په ۱۹۴۷ز کال کې د هند د خپلواکۍ قانون له‌لارې خپل هسک ټکي ته ورسېده، چې ملوک‌الطوایفي یې ختمه او پاکستان یې رامنځ‌ته کړ. 

د هند سلطنتي نظام تر ۲۶-جنوري-۱۹۵۰ز کال پورې، چې د هند اساسي قانون له‌مخې د هند جمهوریت تاسیس شو، دوام وموند. پاکستان تر ۱۹۵۶ز کال پورې، چې خپل لومړنی اساسي قانون یې تصویب کړ، تر واکمنۍ لاندې پاتې شو. په ۱۹۷۱ز کال کې، ختیځ پاکستان د بنګله‌دېش تر نامه لاندې خپله خپلواکي اعلان کړه. [۴]

مخینه[سمول]

په هند کې د بریتانیا لومړنی ښکېلاک[سمول]

لومړنی اروپایي وګړی چې هند ته پښه کېښوده، پُرتګالي پلټونکی «واسکو دا ګاما» ؤ چې په ۱۴۹۸ز کال کې د مسالې په لټه کې کالیکوټ ته ورسېده. یوازې یوه پېړۍ وروسته، هالنډیانو او انګلیسانو په قاره‌وزمه هند کې سوداګریزې پوستې تاسیس کړې، چې د انګلیسانو لومړۍ سوداګریزه پوسته په ۱۶۱۳ز کال کې، په سورات کې جوړه شوه. [۵][۶]

انګلیسانو، د راتلونکو دوو پېړیو په اوږدو کې، پُرتګالیانو او هالنډیانو ته ماته ورکړه خو لا هم له فرانسې سره په جګړه کې پاتې شول. د اتلسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، د مغول د ټولواکمنۍ له نړېدا سره سم بریتانیا هڅه وکړه ترڅو د هند په سیاست کې ځان‌ته ځای پیدا کړي. د ختیځ هند کمپنۍ هندي پوځ، د پلاسي جګړې پر مهال، سراج‌الدوله– د بنګال نواب– ته ماته ورکړه او دغې کمپنۍ د هند په چارو کې ځان د یوه سترې لوبېدونکې څېرې په توګه تثبیت کړ. نوموړې کمپنۍ، په ۱۷۶۴ز کال کې له بوکسر جګړې وروسته، پر بنګال، بیهار او د اودیشا پر میدناپور برخې د واکمنۍ حقونه ترلاسه کړل.[۷][۸]

د تیپو سلطان له ماتې وروسته، د هند ډېري سویلي سیمې د کمپنۍ تر مستقیم حاکمیت لاندې، یا په ضمني اتحاد کې د شاهي دولت د یوې برخې په توګه تر غیرمستقیم سیاسي کنټرول لاندې راغلې. همدا راز، کمپنۍ د ماراتا ټولواکمنۍ تر اثر لاندې سیمو کې د یو لړ جګړو له‌لارې بریا ترلاسه کړه او واک یې په لاس کې ونیوه. پنجاب په ۱۸۴۹ز کال کې، د انګلیسانو او سیکهانو ترمنځ په لومړۍ (۱۸۴۵ تر ۱۸۴۶ز کلونو) او دوه‌یمې (۱۸۴۸ تر ۱۸۴۹ز کلونو) جګړو کې سیکهانو پوځ ته له ماتې ورکولو وروسته ضمیمه شو.[۹]

لومړني پاڅونونه[سمول]

ماویران الاګوموتو کون په تمیل ناډو کې د بریتانیا د شتون پر وړاندې لومړنی پاڅون کوونکی دی. هغه په اېتایاپورام ښار کې نظامي ډلمشر شو او د بریتانیا او ماروتانایاګام له ځواکونو سره په جګړه کې یې ماته وخوړه. نوموړی په ۱۷۵۷ز کال کې اعدام شو. ماویران د ازادۍ لپاره د لومړي مبارز په توګه پېژندل کېږي. د تمیل ناډو دولت د پخواني صدراعظم «جیارام جیالالیتا» تر مشرۍ لاندې په چېنای کې، د اېګمور اورګاډي تمځای ته مخامخ، خپل مقررات اعلان کړل. پولي تېوار د ارکوټ له نواب سره، چې د بریتانیا ملاتړ یې درلود، خپل مخالفت څرګند کړ.[۱۰][۱۱][۱۲]

قبایلي ټولنو په ختیځ هند او په ټول هېواد کې د بریتانیا او د هغې مل هندي واکمنې ټولنیزې ظالمې طبقې، په تېره بیا ځمکوالو او د پیسو پور ورکوونکو پر وړاندې ګڼ‌شمېر پاڅونونه ترسره کړل. د تاریخ له‌مخې، لومړنی پاڅون په ۱۷۷۱ز کال کې، د ختیځ هند کمپنۍ ته د جهارکهنډ پر ورکولو باندې راولاړ شو چې د پاڅون مشري بینسو مانکي پر غاړه درلوده. د رنګپور دینګ (پاڅون) له ۱۷۸۲ څخه تر ۱۷۸۳ز کلونو پورې د بنګال رنګپور تر څېرمه وشو. په جهارکهنډ کې د بینسو مانکي له احتجاج څخه وروسته، له ۱۷۹۸ څخه تر ۱۷۹۹ز کلونو پورې په منبهوم کې د بهومیج پاڅون په شمول په سیمه کې ګڼ‌شمېر قیامونه راولاړ شول؛ په ۱۸۰۰ز کال کې د بهوکان سنګهـ په مشرۍ د پالامو د چېرو قیام، په ۱۸۰۷ز کال کې د دوکان مانک په مشرۍ او په ۱۸۱۹ او ۱۸۲۰ز کلونو کې د بوندو او کونتا په مشرۍ، په تمار سیمه کې د موندا ټولنې دوه قیامونه. د «هو» پاڅون هغه مهال پېښ شو چې د هو ټولنه د لومړي ځل لپاره، له ۱۸۲۰ څخه تر ۱۸۲۱ز کلونو پورې د ختیځ سینګهـ‌بهوم د رورو سیند په غاړه، چایباسا ته نږدې، د بریتانیا له پوځ سره مخ شول خو د استعماري پرمختللي سپور نظام له‌خوا له ماتې سره مخ شول. د بهومیج یو لوی قیام په بنګال کې میدناپور ته نږدې، د ګنګا ناراین سنګهـ په مشرۍ ترسره شو، چا چې له ۱۷۷۱ څخه تر ۱۸۰۹ز کلونو پورې په دغو سیمو کې د چوار پاڅون کوونکو په مشرۍ کې ګډون درلود. سید میر نثار علي تیتومیر یو مسلمان مشر ؤ چې د بنګال هندو زمیندارو پر وړاندې یې د کروندګرو یو قیام رهبري کړ. هغه له خپلو لارویانو سره یوځای، په نارکلبریا کې د باڼسو یوه کلا (په بنګالي کې: بانشېر کلا) جوړه کړه، چې د بنګال په فولکلور داستانونو کې ځانګړی ځای لري. پر کلا باندې د بریتانیا سرتېرو له یرغل وروسته، تیتومیر د ۱۸۳۱ز کال د نومبر پر ۱۹ د ټپونو له‌امله وفات شو. د دغو پاڅونونو له‌امله په جهارکهنډ او نورو سیمو کې لا لوی سیمه‌ییز خوځښتونه رامنځ‌ته شول؛ لکه: د سینګهـ رې او بیناري مانکي په مشرۍ د کول پاڅون، چېرې چې د موندا، کول، اوراون او هو ټولنې یوموټی شوې ترڅو له ۱۸۳۰ څخه تر ۱۸۳۳ز کلونو پورې د «پردیو» پر وړاندې قیام وکړي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Timeline of India's Independence and Democracy: From 1857 to 1947". Pacific Atrocities Education (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Chandra, Bipan; Mukherjee, Mridula; Mukherjee, Aditya; Panikkar, K N; Mahajan, Sucheta (9 August 2016). India's Struggle for Independence. Penguin Random House India Private Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8475-183-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jammanna, Akepogu; Sudhakar, Pasala (14 December 2016). Dalits' Struggle for Social Justice in Andhra Pradesh (1956-2008): From Relays to Vacuum Tubes (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge Scholars Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4438-4496-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . Remembering the war of 1971 in East Pakistan. Al Jazeera.
  5. "Vasco da Gama reaches India". History.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Heehs 1998, p. 9
  7. Heehs 1998, pp. 9–10
  8. Heehs 1998, pp. 11–12
  9. "Sikh Wars | Indian history". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . P Chidambaram releases documentary film on Alagumuthu Kone | Madurai News. The Times of India.
  11. . Section 144 to be imposed in Tuticorin district on freedom fighter's memorial day. The Times of India.
  12. (په 12 July 2015 باندې). Tributes paid to Alagumuthu Kone. The Hindu.
  13. Horo, Albert (2013). "Jharkhand Movement". International Journal of Humanities and Social Science Invention 2 (4): 1–6. http://www.ijhssi.org/papers/v2(4)/version-2/A240106.pdf. 
  14. Gupta, Sanjukta Das; Basu, Raj Sekhar (2012). Narratives from the Margins: Aspects of Adivasi History in India (په انګلیسي ژبه کي). Primus Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-93-80607-10-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Summary of the Tribal Rebellions during British rule in India". Jagranjosh.com. 2018-03-20. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. LEES, JAMES (2015). "'A Character to lose': Richard Goodlad, the Rangpur dhing, and the priorities of the East India Company's early colonial administrators". Journal of the Royal Asiatic Society 25 (2): 301–315. ISSN 1356-1863. https://www.jstor.org/stable/43307694. 
  17. Gupta, Sanjukta Das (2011). Adivasis and the Raj: Socio-economic Transition of the Hos, 1820-1932 (په انګلیسي ژبه کي). Orient Blackswan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-250-4198-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kumar, Akshay (2021-06-18). "Ho Rebellion & Kol Rebellion | Jharkhand". Edvnce (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Jha, Jagdish Chandra (1967-01-01). The Bhumij Revolt (1832-33): (ganga Narain's Hangama Or Turmoil) (په انګلیسي ژبه کي). Munshiram Manoharlal Publishers Pvt. Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-215-0353-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jha, Jagdish Chandra (1958). "THE KOL RISING OF CHOTANAGPUR (1831-33)—ITS CAUSES". Proceedings of the Indian History Congress 21: 440–446. ISSN 2249-1937. https://www.jstor.org/stable/44145239. 
  21. Khan, Muazzam Hussain. "Titu Mir". Banglapedia. Bangladesh Asiatic Society. Retrieved 4 March 2014.