کندهار ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

Noia 64 apps wp.png دا يوه نابشپړه ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړی.

د کندهار ولایت
Mountains in Kandahar.jpg
Afghanistan Kandahar Province location.PNG
پایتخت کندهار
مساحت ۵۴،۰۲۲ کیلومتره مربع
وخت ۴:۳۰
د اوسیدونکی شمیر ۹۰۰،۲۰۰
ژبه پښتو
دین اسلام
پیسې افغاني

کندهار د هېواد سويل لوېديځ ته پروت ولايت دى او د افغانستان د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. د منديگک تاريخي کيندنې د کندهار په ۲۰ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، چې د لرغونپېژندنې له مخې د برنج او مفرغ په دورو پورې اړه لري. په همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کې د سند، ايران او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له هرات، باختر او سيستان خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل. دا حوزه په اوېستا کې د هراوارتي په نامه ياده شوې ده او د اراکوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره شوې ده. په لومړيو مرحلو کې دلته کرنيزه زمکې وې. کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ چې په ۱۷۴۷ ز کال کې احمد شاه دراني د افغانستان واکمن ومنل شو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکله. د ښار په مرکز کې د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه شوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پېر کې راوړل شوې ده. د ميروېس خان نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کې دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کې ده چې تاريخي ارزښت لري او د چهل زينې د پاىۍ په برخه کې د بابر شاه يادښت په ډبره کې کيندل شوې دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميروېس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کې موقعيت درلود چې له اوسني ښار څخه ډېر لرې نه دې. بايد ووايو چې لوى سکندر اراکوزيا په کندهار کې د اسکندري په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چې د کندهار عظمت او حېثيت يې لا لوړ کړ.

اداري وېش

د کندهار ولايت د ۴۷۶۷۶ کيلو متره مربع زمکې په لرلو سره د اداري وېش له مخې په لاندې ډول وېشل شوی دی :

د کندهار اوبهوا

کندهار د استوايي اقليم لرونکې دى، سويل خواته يې د شوابک او سري شگې د دښتو موجوديت ددې ولايت ځانگړتياوې صحرايي او نيمه صحرايي ته اړولي دي. په کومو ځايونو کې چې شين غر او کافرجر غرونه موقعيت لري او د ارغنداب سيند يې له کوزنيو سويلي برخو نه تېرېږي، هوا يې معتدله کړې، او د ډنډ، پنجوايي، مېوند، ارغنداب او د شگې ولسوالۍ د ښي او زړه راښکونکي هوا لرونکې دي. پورته يادې شوې ولسوالۍ په پسرلې او اوړي کې ښه مرطوبه هوا لري، ژمې يې نسبتا معتدل او اوړې يې تود وي. د اوړي په تودو مياشتو کې د تودوخې لوړه درجه ۳۰ سانتي گرېډه او منځنۍ درجه يې ۱۹سانتي گرېډه او د تودوخې تيټه درجه يې ۵ سانټي گرېډو ته راښکته کېږي . د کالني اورښت انازه يې له ۲۰۰-۳۰۰ ملي مترو پورې ټاکل شوې. خو په شگلنو سيمو کې له ۸۰ ملي مترو څخه کم وي.

زمکنې جوړښت

وگړي

فرهنگي، پوهنيز او ټولنيز حالت

تاريخي ځايونه

خرقه شريفه

وروسته له هغه چي خرقه شريفه کندهار ته راوړل سوه، د يو څه پر غاړه واخيست، خو کله چي مودې لپاره د هغې چوپړ په خپله اعليحضرت احمدشاه بابا د افغاني امپراتورۍ د لوېديځو د کال ۱۱۸۳ په لومړيو کي اعليحضرت احمدشاه بابا ولايتونو د سمبالولو لپاره لښکر برابر کړ او خپله تلى، نو يې د خرقې شريفي د متولي د مقررۍ په هکله فرمان صادر کړ. د نوموړي فرمان پر بنسټ حاجي مولوي عبدالحق د حاجي ملا شکر زوى او د حاجي ملا زلال لمسى په خټه يعقوبزى چي په الکوزي ټبر پوري تړاو لري، د دولت د غړو په رايو او تصويب سره د خرقې شريفي و چوپړ او تولا ته وټاکل سو.

د نوموړي فرمان چي پر 26مه د دهي (محرم الحرام) د کال 1383 س ل صادر سو په يوه برخه کي راغلي دي: "خرقه شريفه په هغه بکس کي چي ده، بايد په هغه ډول وساتل سي او خلک چي يې زيارت کوي نو به د هغه بکس زيارت کوي او بکس به پرته د پاچا له حکم څخه نه خلاصيږي." د نوموړي فرمان څخه په ښکاره توگه څرگنديږي چي اعليحضرت احمدشاه د هيواد د اسلامي او تاريخي ارزښتونو سره په زياته کچه مينه درلوده او هغه بابا به يې په سمه توگه ساتل، د نوموړي فرمان وصول تر اوسه ياني ۱۴۲۵ س ل پوري پر خپل ځاى پاته دى، چي تقريباً ۲۴۲ کلن تاريخ لري او اوس هم د خرقې شريفي د بکس خلاصول او يا را ايستل د وخت د واکمن په حکم سره شوني دي. (هغه وخت چي را ايستل يې اړين وبلل سي)

د خرقې شريفي د ساتلو آداب :

د خرقې شريفي پخوانيو متوليانو په نورو ښارونو کي داسي عادت درلود چي د جمعې په ورځو، اختر په ورځو او ځينو مصائبو په پېښېدو سره به يې د خرقې شريفي د زيارت دروازه خلاصوله او کله کله خو به يې د بکس سر هم خلاصاوه او يا خو به يې د بکس څخه را ايستل، او ځيني وختونه خو به د يو ښار څخه و بل ته وړل کېده. په وړاندي کله چي دا ستر امانت د اعليحضرت احمدشاه بابا د بلخ په توابعو کي خپل نور وځلاوه، زيارت کوونکو د پخوانيو متوليانو د عادت پر بنسټ خرقه شريفه به يې مسح کول او د ځينو لويانو، مشرانو او چارواکو په غوښتنه خو به د بکس سر هم ورته خلاصېدى.

دا حال وليد او پرې کله چي اعلحضرت احمدشاه بابا خبر سو د خپل دربار د ځينو نيکو او صالحو کسانو په مشوره يې دا حکم صادر کړ چي هيڅوک بېله شاهنشاه څخه دا حق نه لري حتى شاهزاده گان او وزيران هم چي د بکس سر دي خلاص کړي، د همدې پرېکړي له وجي يې د خرقې شريفي د بکس کلي د يوه کال لپاره په خپله وساتل خو کله چي هرات او مشهد ته تلى نو يې د هغه ستر امانت د بکس کلي د کندهار و يو تن عالم ته چي کورنۍ يي گ نسل پر نسل د علم او تصوف په لاره کي شهرت لاره وسپارل، نوموړى عالم حاجي مولوي عبدالحق اخوندزاده وه، نوموړى نه يوازي دا چي يو جيد ديني عالم و بلکي د تصوف او تقوا په نقشبنديه طريقه کې يې هم لاس درلود.

نوموړي د خرقې شريفي د راوړلو له نېټې څخه و کندهار ته د هغې چوپړ او تولا ته ولاړ و، د خرقې شريفي د ساتلو د آدابو پر ځاى کولو په منظور په فرمان کي پر دې ټينگار سوى دى چي په عادي ورځو کي دي د کوټې دروازه نه خلاصيږي او يوازي د جمعې او اخترونو په ورځو کي دي خلاصه وي. دا هغه اوصول دي چي تر اوسه په درنښت مراعتيږي، ياني ټولو پاچهانو او واکمنو منلي دي. د ملت بابا اعليحضرت محمدظاهر شاه هم د خپلي واکمنۍ په دوره کي د خرقې شريفي زيارت ته راتلى او د زيارت د رغولو او د خرقې شريفي په ښه توگه ساتلو کي يې ځانگړې پاملرنه کول او لازمي لارښووني يې د موضوع په هکله ولايتي چارواکو ته کولې.

د خرقې شريفي د زيارت کولو ورځ لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه، اوس هم په همهغه ډول ده، ياني د زيارت کولو ورځ د جمعې ورځ ده په دې ورځ باندي د زيارت دروازه د زيارت کوونکو پر مخ خلاصه وي. پر کندهار سربېره د هيواد د گوټ گوټ څخه او همدا راز د يو زيات شمېر اسلامي هيوادونو څخه زموږ نور مسلمانان مبارکي خرقې ته راځي او ځان ته يې دrوروڼه هم د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفى زيارت کولو وياړ په برخه کوي.

د تېمورشاه عصر :

کله چي اعليحضرت احمدشاه بابا په کال ۱۱۸۳ س ل د افغاني امپراتورۍ د سمون او پراخوالي لپاره د هيواد لوېديځو ولايتونو (هرات، مشهد او نيشابور) ته په سفر تلى، دا تکل يې درلود چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره يو ښه او مناسب ځاى د هغه وخت په عصري بنايي باندي جوړ کړي، د سفر څخه د راستنېدو وروسته د سختي ناروغۍ له وجي چي ورپېښه وه په دې ونه توانېدى چي د خرقې شريفي لپاره زيارت ځاى جوړ کړي. همدا ناروغي وه چي د ده د هيلو پايله سوه، او د افغان ولس په تاريخ کي د هغه ځلانده ستوري لوېدنه وه چي موږ او زموږ تاريخ به تل په وياړي. وروسته له هغه چي د۱۱۸۶ س ل کال د خداى تعالى (رجب المرجب) د مياشتي پر شلمه د جمعې په شپه چي د۱۷۷۳ ز کال د جون د مياشتي د پايلو سره سمون درلود له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترگي پټي کړې. د هغه ځاى ناستى اعليحضرت تيمورشاه د پلار د هيلو د پوره کولو په خاطر ځيني گامونه اوچت کړل. چي په دې هکله يې ځيني نظريې هم درلودې په دې ډول :

1. مبارکه جامه (خرقه شريفه) بايد وروسته له دې د سلاطينو د لاس آله نه وي. 2. د کندهار له مرکز څخه و بل لوري ته ونه لېږدول سي او نه هم نورو ښارونو ته يووړل سي. که څه هم کابل ته په داخلېدو سره يې دا خيال درلود خو د درنښت له مخي يې په دې کار لاس پوري نه کړ. دا په داسي حال کي چي په تېرو پېړيو کي واکمنو د خرقې شريفي لېږدول د ځان وياړ باله. ده وفرمايل چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره دي مناسب ځاى د کندهار په ښار کي همهغه د اعليحضرت احمدشاه بابا د زيارت څنگ ته ټاکل سوى دى دا په دې خاطر چي نوموړې سيمه يو خو د ستر غازي د زيارت څنگ دى د بله اړخه د نوموړي ځاى هوا ډېره ښکلي او خواپاکې ده. په همدې تکل يې د زيارت ځاى د جوړېدو کار پيل او پسله څه مودې پاى ته ورسېد.

د خرقې شريفي وداني :

څرنگه چي مخکي يادونه وسوه خرقه شريفه د لومړۍ خور(ربيع الاول) پر نهمه د ۱۱۸۲ س ل کال کندهار ته راوړل سوه او خپل نور او انوار يې ولوراوه، دا هغه وخت و چي اشرف البلاد د معمارۍ کار پاى ته نه و رسېدلى نو خرقه شريفه يې د اول ځل لپاره د هغه وخت په لومړي جوړ سوي جامع کي چي د مرحوم وزير شاه وليخان کور ته نژدې و کېښودل شوه. او وروسته له هغه چي د خرقې شريفي د زيارت اوسنۍ وداني د اعليحضرت تېمورشاه له خوا د هغه وخت د معمارۍ په عصري بڼه د پخو خښتو، گچو، ډبرو او اهاکو څخه د خپل درانه پلار د زيارت څنگته په يو شنه او کرنيزه مځکه کي چي د کندهار د شاه ويالې څخه اوبېده جوړه سوه، د يو لړ ديني مراسمو په لړ کي ياني د خيراتونو او صدقو په ويشلو او د صادقrدعايو او تکبيرونو په ويلو د حضرت سيدالاولين و الآخرين محمد مصطفى الوعدالامين و روح ته خرقه شريفه په درنښت او عزت سره د زړې جامع څخه پورته او له درباره څخه په وارو وارو شکر گذاره يو چي دا اوسني زيارت ته يې راوړل. د الله الهي نعمت اوس هم زموږ سره سته او موږ يې له فيض او برکته څخه برخمن يو، د خرقې شريفي د راوړلو نېټه و اوسنۍ ودانۍ ته 1196 س ل څخه عبارت ده چي تر اوسه (۱۴۵۲ س) پوري ۲۲۹ کاله کيږي. نور بيا ...

د حضرت محمد خرقه شريفه په کندهار کي (درېيمه برخه)

کندهار ته د خرقې شريفي را رسېدنه

ستر امپراطور اعليحضرت احمدشاه بابا خرقه شريفه د څه مودې لپاره د کابل او د هغه د شا او خوا سيمو د خلکو د زيارت کولو په خاطر د کابل د علي اباد په سيمه کي کښېښودل او ځان يې د هغې چوپړ ته په مطلق ډول مسوْل وگاڼه، او د هغې د بکس کلي يې په خپله ساتل. څرنگه چي احمدشاه بابا په دې وخت کي په کابل کي اوسېدى کندهار ته يې فرمان واستاوه او خپل دوهم زوى شهزاده سلېمان يې کابل ته ور وغوښتى، تر څو د حضرت رسول اکرم r مبارکه خرقه د افغاني امپراطورۍ وياړلي پلازميني کندهار ته ولېږدوى.

نو هغه وو چي د ۱۱۴۷ لمريز کال په دوبي کي چي د ۱۱۸۲ سپوږميز کال سره سمون لري د کابل څخه مبارکه خرقه د خپلو موْظفو کسانو چي يو شمېر علماء، خانان او عسکر پکښې وه په ډېر درنښت او عزت پورته او په اول مزل (منزل) کي يې د ميدان سيمي ته راورسول، او ده افغانان ته نژدې د مسجدي خان په سراى کي يې پر يوه صندلي کښېښودل. وروسته د خرقې شريفي د پورته کېدو څخه خلکو نوموړى سراى زيارت کړ، او پر صندلي باندي يې دېوال راوگرځاوه، او د شمانو لپاره يې شمدانۍ کښېښودې.

نوموړى زيارت تر اوسه پوري سته، خرقه مبارکه يې په همدې آدابو تر کندهار پوري راورسول. د فيض آباد څخه و کابل ته د خرقې شريفي د راوړلو په وخت کي او د کابل څخه و کندهار ته د خرقې مبارکي بکس به يې د اوښ پر شا کښېښودى او د درېدو په وخت کي چي به هر مزل ته ورسېدل پر يو پاک او نوي فرش چي مخکي به نه وو کارول سوى، پر يوه لوړه سيمه به ورته اوار کړه سو او پر راکښته به يې کړه، او ډيري پيسې به يې ورته نذر او صدقه کړې، او پر خلکو به يې ووېشلې او پر يو کاغذ به يې وليکل چي : "پر دې اوښ باندي د رسول اکرم r مبارکه خرقه لېږدول سوې ده هيڅوک حق نه لري چي بار پر يوسي او يا پر سپور سي، دا اوښ نور د چوپړ څخه آزاد دى، او هر څوک دې ساتنه او پالنه وکړي"

نوموړى کاغذ به يې د اوښ په غاړه ور وځړاوه، خلکو به په هره سيمه کي چي خرقه مبارکه به پر راکښته کېدل، ډبري پر راوگرځولې او زيارت به يې کاوه. دا چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و کندهار ته د ۱۱۸۲ د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر نهمه چي د ۱۱۴۷ لمريز کال د زمري د مياشتي د درېيمي نېټې سره سمون لري ټاکل سوى ده، خو ښايي چي د څېړونکي سهوه وي، او حقيقت داسي برېښي چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و کندهار ته د ياد سوي کال د درېيمي خور (جماد الاول) نهمه نېټه چي د تلي د مياشتي د لومړيو ورځو سره سمون لري وي. دا چي د ځينو مهمو اړيو په خاطر د خرقې شريفي په لېږدولو کي د درنښت له مخي د تلوار څخه کار اخيستل سوى دى، د قبول وړ دى، او شهزاده سلېمان دراني د نوموړي کال په دوبي کي د خرقې شريفي سره و کندهار ته حرکت کړى دى. دا يوه يادونه وه. دا چي په ماخذ کي ۹ مه د لومړۍ خور د ۱۱۸۲ سپوږميز کال تعين سوې ده منو يې او تردد نه پکښي کوو. کله چي خرقه شريفه کندهار ته راوړل سوه د همهغه وخت په لومړني جوړ سوي مسجد کي (۱) چي د جوړېدو کار يې په۱۱۷۲ سپوږميز کال کي پاى ته رسېدلى وو کښېښودل سوه او تر ۱۱۹۰ سپوږميز کال پوري هلته وه.

لوى احمدشاه بابا ?۳;له چي د کندهار نوى ښار يې په سنه ۱۱۶۹ سپوږميز کي جوړ او په اشرف البلاد يې ونوماوه او د دې الهي نعمت په رسېدو سره و دې ښار ته دا باور کيږي چي د روحانيت او کرامت له مخي لوى احمدشاه بابا ?0;ې نوم مخکښي لا اشرف البلاد ايښى وو. او د مبارکي خرقې په رسېدلو سره نوموړى ښار مخکي له مخکي په دې نامه شهرت موندلى وو. يعنى په افغانستان کي دوه وياړه (فيض آباد) او (اشرف البلاد) د واجب التعظيم حضرت رسول کريم r د مبارکي خرقې په رسېدو جوړ سوى دى. خو اشرف البلاد د اسلام په لاره کي د مجاهدت، آزادۍ او خپلواکۍ په لاسته راوړلو، د ولاياتو په پيوستون کي د لره تر بره تر يو اسلامي افغاني امپراطوري نظام لاندي په راوستلو کي په ټوله معنى پر افضله دى، او کولاى سو چي اتل او سرلوړى کندهار د افغانستان د يو ستر ټولنيز منځکي (مرکز) او د سولي او امنيت په ټاټوبي قبول کړو.

اهل حق را زندگى از قوت اوست

قــــوت هر ملـــت از جمعيت است

د خرقې شريفي د لېږدولو تاريخ په نظم کي :


د خرقې شريفي د لېږدولو او رارسېدني تاريخ د جوزگون (فيض آباد) څخه و اشرف البلاد (کندهار) ته په لاندي نظم کي بيان سوى دى :

زهى خرقه با سعادت که شد خراسان ز فيض قدومش منور معلى جناب احمد آن شاه والا که بد رتبه اش بر تر از بام اخضر به باز و چور ستم به هيبت چو دارا به حشمت سليمان به تکمين سکندر مطيعش زمه تابه ماهى جهانى بپابوسش آسمان حلقه بر در از آنجا که آمد زوپيش داشت مسکن حب حق تعالى و حب پيمبر فرستاد در جوزگون بهر تعظيم ولى خان وزير خود آن نيک اختر که تا آورد خرقه شاه لولاک حبيب خدا شافع روز محشر بياوردش از جوزگون آن نکو نام بصد عز و تکريم بسيار و صدفر نهم از ربيع الاول و روز دوشنبه که شد قندهار از نزولش معطر بالف ماته ثمانين و اثنان خرد گفت بنويس تاريخش اندر (۱۱۸۲ س)

پورتنى نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښکلې بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان کي په کال ۱۳۲۷ سپوږميز کي ليکل سوى دى. کندهار او خرقه شريفه د افغان محمود طرزي کلام

خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد شيرين بود که نام خوشش قندهار شد فخر رسل محمد مختار کزشرف عالم به نور او شده از جهل بر طرف يک خرقه مقدس از ثوب پاک خويش بهر اويس کرده عطا در زمان پيش آن خرقه مقدس پاک اين زمان کجاست پرسى کجا بگوى که در قندهار ماست اين است فضل باقى اين شهر بى نظير قدسيتش قياس کن اى ذات خوشضمير در اين ولايتست اراضى پُر شرف انهار بس بزرگ دران جارى هر طرف اقوام پر سلاح اصيل دلاورى در روى شان ستاده چو شيران غاورى


د علامه اقبال کلام کله چي علامه اقبال د ۱۳۱۲ کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه کندهار ته راغى او د خرقې شريفي زيارت يې وکړ، نو د دې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل : قندهار آن کشور مينو سواد اهل دل را خاک او خاک مراد کوى آن شهر است ما را کوى دوست ساربان بربند محمل سوى دوست خرقه آن برزخ لايبغيان ديدمش درنکته (لى خرقتان) آمد از پيراهن او بوى او داد مارا نعرهْ الله هو


(۱) دا مسحد اوس هم په کندهار کي موجود دى او د کندهار خلک يې زوړ مسجد بولي. په کندهار کی بیلابیل ځایونه لکه غر زینی

د اوبو سرچينې

د دهلې بند د دهلې بند د کندهار د اوبو لگولو يوه موډرنه پروژه گڼل کېږي، چې په خپله ياد شوى بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سوېلي ارغنداب عمومي سربند او کانال، د بابا ولي عمومي کانال، د شمال او سوېلي ترنک (لويې ويالې) عمومي کانالونه يې شبکې دي. له يادو کانالونو څخه ٥٥ ويالې جلا شوې، دغه راز له ارغنداب سيند څخه هم ښي او کيڼ لوري ته ٥٥ ويالې، چې ټولې ١١٠ ويالې کېږي يوه او بل لورې ته غځېدلې دي.

اړيکتيايي سېسټم

ځنگلونه

جگړې وراړولي زيانونه

اخځليک

    • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، کال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريک د گرځنده کتابتونونو اداره
    • د افغانستان تاريخي زمکپېژندنه، ليکوال: مير غلام محمد غبار، کال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مرکز، صبا کتابتون-پېښور ښار