پکتيکا ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Paktika
پکتیکا
د افغانستان نخشه Paktika  پکتیکا نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
[[]]
 • ~° N ~° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
~352,000
 • /km²
مساحت
19,482 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

پکتيکا د افغانستان يو سوېلي ولايت دی.

پکتيکا ولايت ولسوالۍ

ولسوالۍ:

  1. مرکز شرن
  2. متاخان
  3. يوسف‌ خېل
  4. يحياخېل
  5. اومنه
  6. سرروضه
  7. زرغون‌ شهر
  8. جاني خېل
  9. گومل
  10. سروبی
  11. اورگون
  12. زيروک
  13. نیکه
  14. دیله او خوشامند
  15. وازه‌خواه
  16. تروو
  17. ورممی
  18. برمل
  19. گيان

څلور خواوې: دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوديز لوري ته يې دغزني ولايت او دلويديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري.

پکتييکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري.

مساحت: 36360 کيلومتره مربع.

نفوس: ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.

ميشت قومونه: په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:

1 - سلېمانخېل، 2 - خروټی، 3 - علي خېل، 4 - ځدراڼ، 5 - وزير، 6 - اندړ، 7 - اورگوني، 8 - سلېمانځی، 10 - دېگان.

په پکتيکاکې لوې قبيلې لمړی سلېمانخېل اوبياخروټي دي چې سلېمانخېل يې ډيری په کټوازکې اوخروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او اورگون ولسوالي کې استوگن دي.

اورگوني قوم يې يوازې په اورگون کې دخروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي.

ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او اورگون کې ژوندکوي.

علې خېل يې په مرکزښرنه او يوسف خېلوکې. اندړ يې په مرکزاو مټاخان کې او همداشان دېگان ياتاجک قوم يې يوازي په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي.

اوهمدارنگه کوچيان يې په بېلابېلوسيموکې ژوندکوي.

دکليو تعداد: دپکتيکا ولايت دمرکزاو ولسواليو دکليوشمېر (2370) دی او دمرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شوری لري.

فصلونه: پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه اوځنگلونه لري چې خلک يې دکاريزونو اوخوړونو داوبو ترڅنگ په ژوروڅاه گانو خپلې کرنيزي ځمکې اوباغونه خړوبوي.

په پکتيکاکې غنم، جوار، اوربشې للمي ريشې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره دبېلا بېلو ميوو اوسبزيو پالېزونه لري.

په غرونوکې يې دسون اوپه نجارۍ کې داستعمال دلرگيو گڼ ځنگلونه لري چې ميوه جات يې دپکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه دباندي هم صادرېږي.

مروجې ژبې: پکتيکا کې ترډيره بريده پښتو ويل کيږي، خو دپکتيکا ښار او په ځينو ولسواليو کې د "دري ژبو" دميشت کېدو له امله دري ژبه هم ويل کيږي.

دسيمو نومونه اوتاريخي اوفرهنگي ځايونه :په پکتيکا کې ډيرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه دپکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ داسلام نه وړاندي د زمردوخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ دپطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او دحضرت علی (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه داسلام خورېدل پيل شول.

دې ته ورته دپکتيکا ولايت په نوروسيموکې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دگومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده اودخروټو دقوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل دټولو خروټو (مور) ده اوله همدې ولسوالۍ څخه دخروټو د نسل شجره راپيل شوېده.

دسيمې يوليکوال وايې،چې دگومل په اړه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې دفوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې دگومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاونديې دهندوستان دفتح کولو لپاره تللی ؤ او دغه افسرخالو نومېده.

"که دخالولښکرې راغلې - زه به گومل ته دخپل يارديدن ته ځمه"

مشهورې حرفې اوکسبونه: نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځيني نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.

مشهورځايونه اوزيارتونه: په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي.

ويس کرني بابا زيارت

باباجي صاحب زيارت

حيات بابا زيارت

ديوانه بابا زيارت

اغا مبارک

کاکامبارک زيارت

زاهدبابا او جبارنيکه زيارتونه

سيدجلال بخاري (رح) او يو شمېرنور مشهورځايونه شته.

مروجې لوبې او ورزشونه: نېزه بازي، خوسی، کرکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...

مشهور تاريخي اونامتو ،ليکوالان ،شاعران:

شاعران :سلېمان (لايق)، خيال محمد کټوازی، اميرمحمد منصوري، محمدنعيم نسيم زی، غلام جان زرغون، استادحاجي محمدمير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمدنبي حق پرست، سلطانخېل، استادصادق خوارمل، خالد ريحان، بختيار ځدراڼ، عبدالرحمن اندړ، مولوي اسدالله، مولوي بشېر مدني، محمدياسين"ياسين"، عبدالباري نعيمي، دوست محمد ځونډی، شېرمحمدمهد، فدامحمد صميم يار، کلاخان حيران، عبيدالله سرروضه وال، قاري گل حسن اسير، محمدايوب شاه خواجه، رحيم خوشال، فضل الرحمن زرغونی، عبدالعزيز سرتېر، جميل غاور، حاجي عبدالعزيز، گلزاده حميدي، علي محمدنظري، شهيدمحب الله بهرام، شهيدنعمت الله ذبير، محمدنبی همدرد، خيرالدين ذکي، سيف الله حقمل، استادعبدالحميد، گلزار تنها، سيدعباس ايوبي، مېرحسن ذهين، ملاابراهيم، ظريف نثار، محمداکبر سرروضه وال، ملالۍسيرت، غرغښته سلېمانخېله، موسکا، زرکه او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.

کتابخانې:

په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، دپښتون غږکتابخانه ، ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.

بوخت رسنی:

په پکتيکا کې دامهال يوه دولتي "پکتين غږ" او دوه خصوصي "پښتون غږ" او "پکتيکاغږ" راډيوگانې فعاليت کوی.

پنځو لاندنی چاپي رسنۍ چاپيږي:

1 - پکتيکا مجله

2 - غاټول مجله

3 - هسکه شمله مجله

4 - پکتيکاهنداره

5 - ښرنې جرېده


ښوونيز بهير: په پکتيکا کې يوه دلوړو زدکړو مؤسسه اوترڅنگ يې يو ښوونيز مرکز شتون لري،چې نومونه يې دي. 1- دپکتيکا عالي دارلمعلمين 2- لمرښوونيزمرکز

شوونځي: په پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332 ښوونځي دي 259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.

په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.

مدني او فرهنگي ټولنې:

دژورناليستانو اتحاديې:

1- دژورناليستانوخپلواکه ټولنه

2- پکتيکا ميډيا سنټر

3- سفما

4- IMS

طبعي زيرمې: پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

زراعتي پيداوار: جوار، غنم، اوربشې، می او لوبيا.

ميوې: پکتيکا دجلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران اوسرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

مشهور حيوانات او دمالداري حالت: اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښي،خر، کچرې، چران او ..

وحشی: دپکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره اوډول ډول وحشی حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيوکې دپکتيکا ولايت دڅوولسواليو چې غرونويې وهل شوی په غرونوکې دحيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، دپکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيموکې خلک زيات مالونه لري.

1- غاټول ادبي ټولنه 2- پکتيکاخپلواکوژورناليستانوټولنه 3- دگلاب گل ادبي ټولنه 4- داورگون دځوانانوټولنه 5- دسرروضې دځوانانوټولنه 6- ديوسف خېلودځوانانوټولنه 7- مټاخان دځوانانوټولنه 8- دمرکزښرنې ددوکاندارانواتحاديه 9- دپکتيکادمحصلينوتولنه 10= دخېرکوټ دځوانانوټولنه دولايت نوم: پکتيکا


ولسوالۍ: پکتيکا ولايت اتلس ولسوالۍ لري.

1 - يوسف خېل، 2 - يحی خېل، 3- جاني خېل، 4- خېرکوټ، 5- وازيخواه، 6- وړممۍ

7- تروې، 8- ډيله خوش آمند، 9- اومنه، 10- مټاخان، 11- گومل، 12- برمل، 13- گيان، 14- زېړوک، 15- نکه، 16- اورگون، 17- سرروضه، 18- سروبی، 19- ښرنه د ولايت مرکز

څلور خواوې: دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوديز لوري ته يې دغزني ولايت او دلويديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري.

پکتييکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري.

مساحت: 36360 کيلومتره مربع.

نفوس: ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.


ميشت قومونه: په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:

1 - سلېمانخېل، 2 - خروټی، 3 - علي خېل، 4 - ځدراڼ، 5 - وزير، 6 - اندړ، 7 - اورگوني، 8 - سلېمانځی، 10 - دېگان.

په پکتيکاکې لوې قبيلې لمړی سلېمانخېل اوبياخروټي دي چې سلېمانخېل يې ډيری په کټوازکې اوخروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او اورگون ولسوالي کې استوگن دي.

اورگوني قوم يې يوازې په اورگون کې دخروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي.

ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او اورگون کې ژوندکوي.

علې خېل يې په مرکزښرنه او يوسف خېلوکې. اندړ يې په مرکزاو مټاخان کې او همداشان دېگان ياتاجک قوم يې يوازي په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي.

اوهمدارنگه کوچيان يې په بېلابېلوسيموکې ژوندکوي.

دکليو تعداد: دپکتيکا ولايت دمرکزاو ولسواليو دکليوشمېر (2370) دی او دمرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شوری لري.

فصلونه: پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه اوځنگلونه لري چې خلک يې دکاريزونو اوخوړونو داوبو ترڅنگ په ژوروڅاه گانو خپلې کرنيزي ځمکې اوباغونه خړوبوي.

په پکتيکاکې غنم، جوار، اوربشې للمي ريشې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره دبېلا بېلو ميوو اوسبزيو پالېزونه لري.

په غرونوکې يې دسون اوپه نجارۍ کې داستعمال دلرگيو گڼ ځنگلونه لري چې ميوه جات يې دپکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه دباندي هم صادرېږي.


مروجې ژبې: پکتيکا کې ترډيره بريده پښتو ويل کيږي، خو دپکتيکا ښار او په ځينو ولسواليو کې د "دري ژبو" دميشت کېدو له امله دري ژبه هم ويل کيږي.

دسيمو نومونه اوتاريخي اوفرهنگي ځايونه :په پکتيکا کې ډيرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه دپکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ داسلام نه وړاندي د زمردوخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ دپطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او دحضرت علی (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه داسلام خورېدل پيل شول.

دې ته ورته دپکتيکا ولايت په نوروسيموکې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دگومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده اودخروټو دقوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل دټولو خروټو (مور) ده اوله همدې ولسوالۍ څخه دخروټو د نسل شجره راپيل شوېده.

دسيمې يوليکوال وايې،چې دگومل په اړه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې دفوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې دگومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاونديې دهندوستان دفتح کولو لپاره تللی ؤ او دغه افسرخالو نومېده.

"که دخالولښکرې راغلې - زه به گومل ته دخپل يارديدن ته ځمه"

مشهورې حرفې اوکسبونه: نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځيني نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.

مشهورځايونه اوزيارتونه: په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي.

ويس کرني بابا زيارت

باباجي صاحب زيارت

حيات بابا زيارت

ديوانه بابا زيارت

اغا مبارک

کاکامبارک زيارت

زاهدبابا او جبارنيکه زيارتونه

سيدجلال بخاري (رح) او يو شمېرنور مشهورځايونه شته.


مروجې لوبې او ورزشونه: نېزه بازي، خوسی، کرکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...

مشهور تاريخي اونامتو ،ليکوالان ،شاعران:

شاعران :سلېمان (لايق)، خيال محمد کټوازی، اميرمحمد منصوري، محمد نسيم نعیمزی، غلام جان زرغون، استادحاجي محمدمير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمدنبي حق پرست، سلطانخېل، استادصادق خوارمل، خالد ريحان، بختيار ځدراڼ، عبدالرحمن اندړ، مولوي اسدالله، مولوي بشېر مدني، محمدياسين"ياسين"، عبدالباري نعيمي، دوست محمد ځونډی، شېرمحمدمهد، فدامحمد صميم يار، کلاخان حيران، عبيدالله سرروضه وال، قاري گل حسن اسير، محمدايوب شاه خواجه، رحيم خوشال، فضل الرحمن زرغونی، عبدالعزيز سرتېر، جميل غاور، حاجي عبدالعزيز، گلزاده حميدي، علي محمدنظري، شهيدمحب الله بهرام، شهيدنعمت الله ذبير، محمدنبی همدرد، خيرالدين ذکي، سيف الله حقمل، استادعبدالحميد، گلزار تنها، سيدعباس ايوبي، مېرحسن ذهين، ملاابراهيم، ظريف نثار، محمداکبر سرروضه وال، ملالۍسيرت، غرغښته سلېمانخېله، موسکا، زرکه او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.


کتابخانې:

په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، دپښتون غږکتابخانه ، ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.

بوخت رسنی:

په پکتيکا کې دامهال يوه دولتي "پکتين غږ" او دوه خصوصي "پښتون غږ" او "پکتيکاغږ" راډيوگانې فعاليت کوی.

پنځو لاندنی چاپي رسنۍ چاپيږي:

  1. پکتيکا مجله
  2. غاټول مجله
  3. هسکه شمله مجله
  4. پکتيکاهنداره
  5. ښرنې جرېده

ښوونيز بهير: په پکتيکا کې يوه دلوړو زدکړو مؤسسه اوترڅنگ يې يو ښوونيز مرکز شتون لري،چې نومونه يې دي. 1- دپکتيکا عالي دارلمعلمين 2- لمرښوونيزمرکز

شوونځي: په پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332 ښوونځي دي 259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.

په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.

مدني او فرهنگي ټولنې:

دژورناليستانو اتحاديې:

1- دژورناليستانوخپلواکه ټولنه

2- پکتيکا ميډيا سنټر

3- سفما

4- IMS

طبعي زيرمې: پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

زراعتي پيداوار: جوار، غنم، اوربشې، می او لوبيا.

ميوې: پکتيکا دجلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران اوسرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

مشهور حيوانات او دمالداري حالت: اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښي،خر، کچرې، چران او ..

وحشی: دپکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره اوډول ډول وحشی حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيوکې دپکتيکا ولايت دڅوولسواليو چې غرونويې وهل شوی په غرونوکې دحيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، دپکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيموکې خلک زيات مالونه لري.

1- غاټول ادبي ټولنه 2- پکتيکاخپلواکوژورناليستانوټولنه 3- دگلاب گل ادبي ټولنه 4- داورگون دځوانانوټولنه 5- دسرروضې دځوانانوټولنه 6- ديوسف خېلودځوانانوټولنه 7- مټاخان دځوانانوټولنه 8- دمرکزښرنې ددوکاندارانواتحاديه 9- دپکتيکادمحصلينوتولنه 10= دخېرکوټ دځوانانوټولنهف. نعیم زی'