پکتيا ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
پکتیا Loya Paktia
د افغانستان نخشه پکتیا   Loya Paktia  نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
ګرديز
 • 33.600° N 69.229° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
{{{د وگړو شمېر}}}
 • {{{گڼه گونه}}}/km²
مساحت
6,432 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو
د پکتيا ولايت

پکتيا د افغانستان د سوېلي ولايتونو څخه يو ولايت دی چې د پلازمېنې نوم يې ګردېز دی. دغه ولايت.

لرغونې پکتيا

د افغانستان په هره سيمه او هر لوري کې د لرغونو زمانو نښانې او بيلګې په ستر ګو کيږي ، چې د ټولو څخه يولږ شمير تاريخي او لرغوني سيمي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري پيژندل شوي او څيړل شوي ، او له نيکه مرغه د دې څيړنو پايلې نه يوازې د هيواد لپاره ارزښتمنې ګڼل کيږي ، بلکې د سيمې او نړۍ د تاريخ لپاره هم ګټور لاسوندونه ګرځيدلي دي . زيات شمير پوهانو د همدې لرغونو توکو او تاريخي لاسوندونو د څيړنو پر بنسټ افغانستان ته ، د نړۍ د تمدنونو د يوځای کيدو ټا ټوبي لقب ورکړی ، يو شمير نورو افغانستان د تمدنونو زانګوبللې او يوشمير نور بيا افغانستان د لرغونو مدنيتونو د پيدايښت او پراختيا مرکز ګڼي . دياد شويواو دې ته ورته نورو القابو څخه په ډاګه کيږي چې په اوسني افغانستان کې د لرغونو زمانو زياتې بيلګې شته چې کورني او بهرني څيړونکي يې د يادشويو عنوانونو په ويلو او ورکولو يوه خوله پاتې شوي دي . تر هغه ځايه چې په لرغوني پکتيا پورې اړه لري ، د افغانستان دا دوياړه ډکه سيمه د دې لاسوندونو هغه برخه ده چې د هيواد پر معاصر تاريخ سر بيره يې د منځنيو پيړيو او لرغونو زمانو زياتې برياوې په خپل غيږ پلي کړي اوتاريخي وياړنې يې په خپلې پښتنې لمن کې ساتلي دي . په دې لنډه ليکنه کې شونې نه ده چې د پکتيا ولايت هر اړخيزه تاريخي څيړنه وشي ، يوازې هڅه کيږي چې په لرغونې پکتيا کې د تاريخي ابداتو او يوشمير نامتو اثارو بر سيرن جاج واخستل شي . لرغونې پکتيا د افغانستان سهيل ختيځ لورې ته پرته غرنۍ خو په شنو ځنګلونو پوښلې سيمه ده او ميشتو وګړو يې د هيواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده . اوسنۍ پکتيا درې لسيزې وړاندې د هيواد هغه سهيلي زون و چې سهيل ته يې بهرنۍ اوږده کرښه ، ختيځ لور ته يې ننګرهار ، شمال خواته يې د لوګر او غزني ولايتونه او لويدځ لوري ته يې د زابل ولايت پروت وو ، خو د تيرو دريو لسيزو په ترڅ کې د نفوسو زياتوالی ، د سيمي ارت والی او د اداري سهولتونو او سوق الجيثي اړتياوو پر بنسټ د هيواد په نوي اداري ويش کې د خوست او پکتيکا ولايتونه په رسمي توګه پرانستل شوه .


د پکتيا ولايت اداري ويش نقشه

دوتنه:Paktya.PNG
د پکتيا ولايت

د لرغونې پکتيا په اړه د دې لنډې ليکنې منځپانګه پر دريو برخو تاويږي ، لومړی به د هغو لرغونو توکو جاج واخلو چې د لرغونې پکتيا د بيلا بيلو برخو څخه تر لاسه شويدي ؛ ورسته به په پکتيا کې يوشمير لرغونو او تاريخي سيمو ته يو ځغلندنظر وکړو او په پای کې به اړين وړانديزونه وليکل شي . لومړی : د لرغونې پکتيا څخه د تر لاسه شويو لرغونو توکو څرک : په پکتيا کې د غير رسمي سپړنو له پيره مالومات نه دي خپاره شوي ، ښايي لا ميل به يې دا وي چې په هغه پير کې د پکتيا ولايت او هغې حوزې ته د بهرنيانو پام نه دی اوښتی او يايې د غير رسمي سپړنو مهال نه دی تر ګوتو کړی ؛ نو ځکه يې په اړه خپرونې هم نه دي شوي . په داسې حال کې چې د پکتيا له ګاونډيو سيمو لکه ننګرهار ، لوګر ، غزني او د پښتونخوا د بيلا بيلو برخو څخه په زياته پيمانه لرغوني اثار وموندل شو او د يوشمير اثارو په اړه څيړنيزې ليکنې هم په برتانوي هند او اروپايې هيوادونو کې خپرې شويدي . د لومړي ځل لپاره په ١٣٣٦ لمريز کال په تصادفي توګه د ميرزکې څخه يوشمير اولس کيزي ( مسکوکات ) را بر سيره شول . د دې خبر په اوريدلو د وخت چارواکو يو ګډ هېئت د ګرديز ښار ته وليږلو . په دې هېئت کې استاد احمد علي کهزاد او په کابل کې د ( دافا ) موسسې غړو برخه درلوده . ميرزکې ته د لرغونپوهانو د رسيدو سره سم لومړنۍ څيړنې اوسپړنې پيل شوې چې په نتيجه کې يې د لسو زرو څخه زياتې اولس کيزي ( مسکوکات ) تر لاسه کړې ، چې د هيواد په ملي موزيم کې د اولس کيزو ( مسکوکاتو ) تر ټولو ستره خزانه ګڼل کيده چې له بده مرغه د خپل منځي جګړو پر مهال د ملي موزيم د نورو اثارو په څيرد داړه مارانو په وسيله لوټ شول . د ميرزکې څخه تر لاسه شوي اثار د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په زيات پام وڅيړل شوه او د څيړنو پايلي يې د مسيو ګيرشمن او مسيو کوريل له خوا (( په افغانستان کې د اولس کيزو زيرمه ) په نوم يو داسې کتاب خپور کړ چې نه يوازې د ميرزکې څخه تر لاسه شوي اولس کيزي په پوره تفصيل پکې پيژندل شوي دي ، بلکې د هغو څيړنو پر بنسټ يې دپکتيا او شا اوخوا سيمو تاريخي بهير را برسيره او د پوهيدو وړ وګرځاوه . داسې بريښيدل چې د ميرزکې په دې لرغونې خزانه کې تر ٥٠ زره زياتې اولسکيزې موجودې وې ، له دې ټولګې څخه يې تر لس زره زياتې ملي موزيم ته ورسيدې چې يوشمير يې دپاکولو اومينځلو پر مهال د کيمياوي موادو په کارولو سره له مينځه ولاړې او يو شمير نور يې هم ښايي د ځايي اوسيدونکو له خوا په ناپوهۍ کې بيځايه شوې وي . هغه څه چې تر ١٣٧٢ لمريز کال پورې د ملي موزيم په ويترونو نو کې د ميرزکې د اثارو په نوم ساتل کيدې ، د هغو شمير لس زرو اولس کيزو ته رسيدلی .
د لرغونپوهانو څيړنو وښول چې د ميرزکې په لرغونې ټولګه کې تر ټولو پخوانۍ اولس کيزي ، ( ٥٠٠ ) پنځه سوه کاله تر زيږد وړاندې زمانو پورې اړه لري او تر ټولو ورستۍ يې په ( ٢٢٠ ) دوه سوه شل زيږد کالونو پورې اړوند ګڼل شويدي . د دې لرغوني ټولګې يوه بله ځانګړتيا دا ده چې په ټولو اولس کيزو کې د هغو واکمنو اولس کيزي نه شته چې د هندوکش په شمالي برخو کې يې واکمني درلوده ، خو د هغو ټولو واکمنو اولسکيزي په دې ټولګه کې شته چې د هندوکش په لويديځو برخو واکمن وه . د بيلګې په توګه د هر مايوس ، ميناندر ، سترکنشکا او يوشميرنورو نومونه يادولای شو . دا اولس کيزي په زياته پيمانه مسي او نقره يې جوړې شوي دي . لرغونپوهانو دا ټولګه د جوړښت او ارزښت له مخې پر دوو برخو ويشلې ده ، يوشمير هغه اولسکيزي دي چې د اوږدو ميلو په څير جوړې شوي اويوازې په سيمه کې د ورکړې راکړې لپاره کارول شوي دي ، چې تر ټولو پخوانۍ بلل کيږي او بله برخه يې د سپينو زرو پرې شوي او قطعه شوي اولس کيزي دي چې د وخت د واکمنو نومونه او پر يوشمير يې نښانې او علايم حک شويدي . د ميرزکې څخه يوازې د يادې شوې خزانې اولسکيزي نه دي را برسيره شوي بلکې په تصادفي توګه د سروزرو داسې يوه ټولګه هم تر لاسه شوه چې د وزن پيمانه يې تر دوه نيم ټنه زياته ويل کيږي . دا طلايې خزانه هغه وخت را برسيره شوه چې په هيواد کې د خپل منځي جګړو اور زور اخستی و . دا خزانه د افغانستان څخه په زياتې بې رحمۍ بهرنيو هيوادونو ته په قاچاق وليږل شوه . په دې اړه د يونسکو يوتن چارواکي د بي. بي. سي سره د مرکې په ترځ کې و ويل چې د ميرزکې څخه وړل شوي يوشمير سره زر د يونسکو له خوا پيرودل شويدي ، کله چې په هيواد کې حالات او امن ښه شي ، دا پيرودل شوي زيورات به بيرته افغانستان ته ورکړل شي . د لرغوني پکتيا په لمن کې يو بل ارزښتمن لرغونی اثر ، د ګنش مجسمه ده چې هغه هم په اتفاقي توګه تر لاسه شويده .


د ګرديز څخه تر لاسه شوې د ګنش مجسمې يو انځور

د ګنش مجسمه په يوې ډبرينې ستنې درول شوې او په لاندنۍ برخه کې يې په سانسګريت دوې کرښې ليکل شوي چې تاريخ يې د هندي لرغونپوه داکتر سرکار په اند په شپږمه او اومه زيږدي پيړۍ پورې اړه لري . دا مجسمه تر پيداکيدو وروسته سمدستي کابل ته وليږل شوه او په کابل کې د هندوانو پير راتنات درمسال ته وسپارل شوه . د ګينش يوه بله مجسمه د کابل د خير خانې کوتل شمال لورې د شکر درې ولسوالۍ اړوند سيمې څخه تر لاسه شويده ، د همدې سيمي څخه د سوريا او شيوا مجسمې هم په لاس را غلي دي ، چې د هندي لرغونپوهانو سرکار او اګروال له خوا په خپل وخت په پوره او هر اړخيزه توګه وڅيړل شوې . هندي لرغونپوهانو د خپلو څيړنو په پايله کې څرګنده کړله چې د ګرديز څخه پيدا شوې دګنيش مجسمه څوارلس انچه سورلري او لوړوالی يې څلورويشت انچه ته رسيږي . د مجسمې ډبر ليک يې چې په سانسګريټ ليکل شوی ، داسې بيانوي چې : دا لويه او ښايسته (( ماها وينا ياکا )) د نامتو شاهي کورنۍ واکمن (( ساهي )) له خوا وقف شوې او د نامتو پاچا (( ساهي خنکالا )) د واکمنۍ په اتم کال جوړه شوه . د اوستايي ژبې څخه په دې ژباړه کې د خنکالا پاچا پيژندل ستونزمن شويدي ، د يوشمير تاريخ پوهانو له نظره ښايي دا خنکالا د کشمير هغه واکمن وي چې په يوه لږ تغيير يې په نورو اسنادو کې نوم د (( وخانيلا )) ياد شوی دی ، بله هم دا چې د دې مجسمې د جوړيدو پير هم د همدې کشميري پاچا دواکمنۍ مهال سره برابر دی . دا مجسمه په سيمه کې د هنري جوړښت له مخې بې سارې ګڼل شوې ده ، سر يې د يوه پخواني هندي رب النوع چې فيل ته ورته مخ يې درلود ، يوشان ده او د همدې جهته يې د ګنش په نوم يادکړې او منلې ده . د هنري سبک له مخې دا مجسمه يوه انتقالي دوره څرګندوي ، هغه وخت چې د هند په لويه وچه کې ګوپتايې هنري خوځښت پيل شو ، په سيمه کې د هلنيستيک هنر وروستي کلونه تر شا پريښودل ،چې په همدې مهال کې د ګرديز څخه تر لاسه شوې د ګنش مجسمه جوړه شوې ده ، نو ځکه ورته د انتقالې پير لاس ته راوړنه ويل کيږي . د يادونې وړ ده چې د د فيل په شان مخ لرونکي مجسمې د افغانستان په نورو سيمو ، لکه کاپيسا او شکر دره کې هم تر لاسه شوي دي ، خو د ګرديز څخه تر لاسه شوې مجسمه هم د هنري جوړښت له مخې او هم د زمانې پير له مخې د نورو سره ورته والی نه لري . دويم : په پکتيا کې دلرغونو او تاريخي ابداتو څرک ؛ تر اوسه په رسمي توګه د پکتيا د تاريخي او لرغونو سيمو سروې او پلټنه نه ده شوې ، او د هغو لرغونو ودانيو او دهغو د پاتې شونو په اړه هم لا تر اوسه خپرونې او ليکنې نه دي شوي ، په داسې حال کې چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ودانيو او د هغو د پاتې شونو نښانې او بيلګې په ستر ګو کيږي . په دې برخه کې يوازې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار د هغو تاريخي او لرغونو ودانيو ، يادونه کوو چې اوس يې پاتې شونې د بيان پرته د تاريخي برم ښکارندويي کوي . د ګرديز ښار د پکتيا ولايت اداري مرکز دی چې د ختيز طواللبلدپه ٢٩ درجو او ١٩ دقيقو او د شمالي عرض البلد په ٣٢ درجو او ٣٧ دقيقو تر منځ پروت دی . دا ښار د شا او خوا کليو په ګډون ٦٥٣ مربع متره پراخوالی لري ، چې د بحر له سطحې څخه يې لوړوالی ٢٣٠٠ متره ته رسيږي . د ګرديز ښار شمال لور ته د لوګر ولايت د تيرا غاښۍ او د سهيل لور ته يې د سپاهي خيلو سټي کنډو پروت دی ، د ختيز پلوه د سيد کرم ولسوالي او د مچلغو او غړک سيمي او لويدز لور ته يې د زرمت ولسوالي پرته ده . په ګرديز کې د لرغونوودانيو نښانې په زياته پيمانه ليدل کيږي . دبيلګې په توګه د ګرديز بالا حصار يادوو ، دا لرغونی عسکر کوټ اوس د يوه مستطيل شکله خاورينې غونډۍ په څير د ليدونکو پام ځان ته را اړوي . دا لرغونې ودانۍ د اوسني ګرديز ښار په منځنۍ او لويديځه برخه کې جوړه شوې ده . د دې تاريخي غونډۍ پراخوالی ٣٥٠ متره او د مځکې له سطحې څخه يې لوړوالی ٤٠ متره ته رسيږي . دبالاحصارپرشااوخوادپخوانيومخنيونکو مرچلو ( خندقونه ) اوکيندل شويو جرونو نښانې لا تر اوسه په پوره بيل والي ليدل کيږي . د دې جنګي کلا جوړښت او د هغې ستراتيژيک موقعيت دا په ډاګه کوي چې په تيرو زمانو کې دوسله والو خوځښتونو ستر سمبال ونکی او لار ښونکی مرکز و . د بالا حصار پر څنډو دوې نورې تاريخي کلاوې شته چې اوس يې د غونډيو بڼه خپله کړيده . د ٥٠٠ متره په واټن ختيز لور ته يوه تاريخي غونډۍ واقع ده چې اوس پکې د ميشتو افسرانو لپاره د اوسيدو ځايونه او ودانۍ جوړې شوي دي . د بالا حصار لويديز لورته يوه بله تاريخي غونډۍ شته چې د سر سنګ کلا په نوم ياديږي . د دې کلا پر سر هم نوې ودانۍ او کورونه جوړ شوي دي . د سر سنګ کلا مخامخ لورته د ګرديز سند پرغاړه دوې نورې تاريخي غونډۍ هم شته چې د محمودي او نادري غونډيو په نوم ياديږي چې تاريخ او ستراتيژيک ارزښت يې څرګند او د پام وړ دي . په افغانستان کې د اسلام دين د خپريدو وروسته ديوشمير مورخينو په اثارو او ليکونو کې د ځينو تاريخي پيښو په اړه د ګرديز ښار يادونه په واروار شويده ، په ځانګړي توګه د رتبيلي پاچاهانو د جګړو پر مهال ، د يعقوب ابن ليث صفار، غزنوي او غوري پاچاهانو د واکمنۍ پر مهال او له هغو پيرو وروسته په متواتره توګه په تاريخي اثارو او متونو کې د ګرديز په اړه يادونې شته چې د بيلګې په توګه د حدودالعالم ، سيستان تاريخ ، تاريخ مرصع ،تحقيق ماللهند او يوشمير نور يادولای شو . لنډه دا چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ابداتو او تاريخي ودانيو بيلګې په ګوته کولای شو . د دې وينا د ريښتينوالي لپاره دادی د هغو يوشمير لرغونواثارو او تاريخي توکو انځورونو ليدلو ته تاسو درانه لوستونکي رابولم چې د پکتيا د غونډۍ له سيمي څخه په تصادفي توګه تر لاسه شوي دي . دا انځورونه د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي پخواني استاد ښاغلي ډاکتر ګل افضل غونډیوال ماته راليږلي چې د مرستې څخه يې د زړه له کومي مننه کوم .


د ځاځيو ولسوالۍ د غونډۍ سيمي څخه د ترلاسه شويو لرغونو توکويوشمير انځورونه

درې وړانديزونه

  1. د پکتيا ولايت سيمه ايزو چارواکو ته وړانديز کوم چې د ولايت د مرکز او ولسواليو لپاره د تاريخي او لرغونوسيمود سپړنو په نيت د سروې يوه بيړنۍ پروژه ترتيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد داطلا عاتو او کلتوري وزارت لوپوړي چارواکي ژمن کړي .
  2. د کارپوهانو په مرسته دې هغه سيمي په ګوته شي چې د سپړنو په لړ کې لومړيتوب ورکول کيږي ، او د علمي سپړنو او څيړنو عملي چاري دي پيل شي .
  3. اړينه ده چې په پکتيا کې د يوه تاريخي موزيم د پرانستلو لپاره وړ شرايط برابر شي ، د هغو هيوادوالو څخه دي د موزيم د بډايني لپاره غوښتنه وشي ، چې يا پخپله لرغوني توکي لري او يا يې د تر لاسه کولو سهولتونه په اختيار کې شته ؛ په پای کې د پکتيا ولايت ښاغلو چارواکو څخه هيله کوم چې د لرغونو اثارو د خپلسري سپړنو او قاچاق په مخنيوي کې لا زيات ګړندي ګامونه پورته کړي.

اخځونه د الفبا په ترتيب

  • باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه . (کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٧٥ .
  • تڼيوال ، ظريف . پکتيا ته يو ځغلند نظر . ( کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٦٧ .
  • دواليکار، ک. م . په افغانستان کې د ګنش دوې مجسمې . ژباړونکۍ عتيق زوی . د افغانستان لرغونپوهنه ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٠
  • کهزاد ، احمد علی . افغانستان در پرتو تاريخ . ( کابل : مطبعه دولتي )

د ګران دوست ، د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي پخواني استاد ښاغلي داکتر ګل افضل غونډيوال څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د دې ليکنې لپاره يې د هغو لرغونو توکو نوي انځورونه راوسپارل چې د پکتيا ولايت په ځاځيو ولسوالۍ کې تر لاسه شوي دي .

پوهنوال رسول باوري