لغمان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Laghman
لغمان
د افغانستان نخشه Laghman لغمان نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
مهترلام
 • ~° N ~° E
د وگړو شمېر (~)
 • گڼه گونه
285,680
 • /km²
مساحت
~ km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو,
پشه يي,
[[Dari (Afghanistan)|دري (Dari dialect)]]
دوتنه:Laghman.PNG
لغمان

لغمان دافغانسان د (۳۴) ولایتونو څخه د هېواد په ختېځ کې پروت ولایت دی، سهېل لورته ېې بدخشان، وېل خوا ته ېې ننگرهار او کابل، ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې د کاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جگوالی ېې زیاتېږي .لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اودالېشنگ اوالېنگارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور (دینپور) ،نگاراهار اوبله څانگه ېې دگمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱)کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳)کسه وگړي استوگن دي لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو،الینگار،الیشنگ،ننگراج.ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ ددولت شاه اومنډول په نومونولري په اوسنۍ تشکيل کۍ ننگراج دنورستان اړوندشوی اوڅلور ولسولۍ لري:چې دقرغه یي،الينگار،اليشنگ، او دولت شاه په نومونودي، دلغمان ولایت ټول کلي تقریباً (۶۴۰) دي. یومهال دالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان دبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا(دهندي یوریانودکورنۍ پاچا)ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنگ دیوشمېربودایی آثارودرلودونکي دي هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده.[۱] مرکزېې کالام(مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بېلا بېل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې د ه:

د لغمان ولایت ولسوالي

  1. الینګار ولسوالۍ
  2. الیشنګ ولسوالۍ
  3. قرغیو ولسوالۍ
  4. دولت شاه ولسوالۍ
  5. مهترلام بابا

د لغمان ولايت

مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې قینوش د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع د حضرت ادم ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک ع پلار« متوشلخ»،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې« یارد» وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروگړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بي بي حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینگارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل٭ او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینگار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او په د ښته کې پروت دی... همدارنگه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صا حب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ دی د مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يي کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي.[۲] اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او گرځندویان راتلل زما په یا د،د کب له پینځلسمې د ثورترپای به هره ورځ، او د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نگړي ډ ول دلته د سا زسند رو او مذهبي موسیقۍ په لس گونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي.

دالینگارپه شنه دره کې د الینگار ولسوالۍ کلي دالینگاردمست اوتل بهاند سین دوو خواووته له شمال څخه مخ په سهیل پراته دي شرق،غرب او شما ل لوری يي لوړو غرونو ایساراوښکلی کړی دی . د الینگار دره د سراج کلا دشمال ختیځ په ۷۶ کیلومتري واټن کې دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۱۳ د قیقو او ۸ ثانیواود شمال عرض البلد په ۳۵۲ْ ، ۳۸َ ،او ۴۲ً کې پرته د ه دا دره ښکلې اوسمسوره سېمه د ه اود زراعتي پېدا وارو،مېوو او څارویو دروزلؤ‎ډکه یوه شتمنه دره د ه[۳].

دغازي محمدخان دروېش په جنگنامه یا صفت نامه کې چې مؤلف يي قاضي محمد سالم ؤ اوپه ۹۹۰ هـ کال کې يي ژوند کاؤاودا کتاب په ۱۹۶۵ع کال کې په روم کې چاپ شوی دی راغلي دي: د الینگار او الیشنگ درواوسېدونکي اصلاً د الینایانوپه نوم یاد شوي الینایان د وّیدي زمانې یوه مهمه قبیله وه د رېگ ویدا له ترانو څخه چې د هندو کش جنوب خوا ته په (۱۴۰۰ق م)کال کې ویل شوي دي.مالومیږي چې الینایان د آریا يي قبایلولکه (پکتها- بهلان)اوداسې نورو غوندې دی چې دلسوقبیلو په جگړو کې يي گډون کړی ؤد آریایانود مهاجرت له زمانې څخه وړاندې دا وّیدي کیسې ،ترانې او داستانونه باختری آریایانودشمالي هندوکش ،بخدي اواکسوس په شاوخوا کې ویلې دي د اوسني افغانستان پخواني خراسان اولرغوني آریانا ختیځ لورته د سند رود(آبا سین) په غاړه یوه لویه هندي آریایي قبیله چې بهاراته نومېده اوسېده؛چې لس قبیلوله بهاراته او دهغې له متحدینوسره په (۲۰۰۰ق م)کال کې جگړې کړې دي چې د الینا قبیلې هم له دوی سره جگړه کړې اونوم يي په دې ترانوکې ذکردی[۴].

لس قبیلې دوه گرويه وې چې لومړی گروپ ېې هندي آریایان، دي بهاراته دقبیلې مخالفین‌ؤد پنگه جانا په نامه یاد شوي دي او دوهم گروپ يي د پنکه جانا مرستندویه ووچې د سند رود مخ قېبلې یاشمال لویدیځ غاړې کې اوسېدې دغه قبیلې وې:

  • الینگار:

د الینگار او الیشنگ اوسېدونکي اود پخواني کافرستان خلک پکتها: بښتانه چې داقوم د رېگ ویدا په همدې قول په سنه (۱۴۰۰ق م) نه لا اگاهو(مخکې)په همدې نوم په خپله ځمکه موجود وو. بهلان یا بهالانا:د بولان اومرکزي لغمان خلک.

    • شېوا:

د سیند شاوخوا،ښېوې،شگې اود کابل د شېوه کي خلک.

    • د یشانن: د گندهاراد سیمې خلک او او سېدونکي[۳].

کله چې ‍‍« ویسومیترا» د « دیوراسا» پاچا منشي له خپلې دندې څخه گوښه کړای شواوپه ځای يي « واسثتا» مقررشونو ویسومیترا ځان له لسو آریايي قبیلو سره یوځای کړاود بهاراته دقبیلې دپاچا وزایومیترا له زوی یا لمسي «سوداس»سره ېې سخته جگړه وکړه،ویشومیترا یوستر روحاني اود « دیوراسا» پاچا وزیر ؤ[۵].

ویشومیترا د« کنشکا» چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچاؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانگړي ډول د« مسکوکاتو» په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه گرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه،« ویشومیترا» په غاړه در لود[۶]. دسوداس اوویشومترا جگړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملگرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینگاراوالیشنگ په درو گې دهندوکش په لمنوکې هستوگنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوگر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینگاراو الیشنگ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوگنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادیدل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او په چه غانه پورې د (۶۶)لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنگونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي.

په صفت نامه کې (پانداد،هشروی،لا ماندي) ددي دخدایانو په نوم یاد شوي دي باید وویل شي چې په دغو درې نومونودهغې سیمې دپشه یانودرې کلي اوس هم یادیږي[۷].دصفت نامې په قول غاري محمد دروېش یو روحاني شخصیت ؤچې دکابل والي میرزامحمد حکیم له خواپه (۹۹۰)هـ کال کې ددغودرو دایل کولوپه غرض واستول شوپه الیشنگ ېې بری وموند د الیشنگ په دره کې دې: اسلام آباد،غازی آباداودرویش آباد کلي ټول دده نوم ته منسوب دي. لومړی ېې داسلاآباد کلاجوړه کړه اودمرکزپه حیث ېې ورنه کار اخیسته چې قبرېې اوس هم هلته دی نوموړې درې یوځل سلطان محمود غزنوي د (۴۰۰هـ ق)کال شاوخواکې اوبل وخت امیرتیمورگورگاني په(۷۰۰)هـ کال کې وهلې وې خو پوره تسلط ېې پرې حاصل کړی نه ؤد درویش په لښکروکې دغورغوشتي،شینواري،هزارمېښواونورو نومونه یادشوي دي[۸].

کله چې امیر عبدالرحمان خان په دغو درو بری وموند د هغه ځای زیات اوسیدونکي ېې د یرغمل په نوم کابل، اولوگرته ولېږدول الینایان چې هرې طایفې ته ورغلي دي ‌ژبه ېې هم د محیط ترآغېزلاندې راغلې ،بیلې بیلې لهجې په کې پیدا شوي او خپل اصلي شکل ېې له لاسه ورکړی دی.مارکوپولوستر کاشف اوایټالیاېي سیلاني په دیارلسمه میلا دي پیړۍ کې د ایران او افغانستان له لارې چین ته تللی ؤبه خپله سیاحت نامه کې ېې د لومړي ځل لپاره داسې یادونه کړې وه:داسیمه د بدخشان څخه تر دې ځایه پورې دلسو ورځوفاصلې په امتداد یوولایت چې د « پاشیا» په نوم یادیده پروت ؤ ددې ولایت ټول خلک بُت پرستان وو د ښکلواو په زړه پورې هنرونوسره بلدؤخپل زیات وخت به ېې په د عاوواو له شیاطینوڅخه په مرسته غوښتلوتیراؤ دلته خلک دسرو،سپینو،قیمتي کاڼو،مرغلرو،گوتې په لاس کوي او په غوږونوکې ېې راځوړندوي دوی دکارښه استعداد لري په اخلا قوکې ډیرکینه کښ،ځیرک ،سخت زړي اوزړه ور خلک دي.دا ولایت په یوه گرمه سیمه کې پروت ؤددوی خواړه غوښه،وریجې اوطبي بوټي دي.د تاریخي اسنادوڅخه داسې ما لومیږي چې « لمپاکا» یا لغمان د ډیرپخوازمانو څخه موجود ؤ اول دیونانیانودقلمرو جز ؤ ورپسې دکوشانیانو،اویو وخت هم د ساکانودسلطنت جز ؤخو خپله آزاد اوخپل بیل سران ېې لرل کوم وخت چې مشهورچیني سیلا ني « هیوانتزانک » په«۰ ۶۳ »ع کال کې راغلی ؤهغه دیوه مقتدره سلطنت یادونه کړې وه چې اجزاوې ېې د غوربند پنجشیراو لمپا کا (لغمان)،ناگارا(ننگرهار) اوورڅیرمه سیمې په کې شاملې ښودلې وې چې هغه وخت هندي او آریایی قومونه سره جلا شوي نه ؤ[۹]. لغمان یا لمغا نات چې دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلونومونوثبت دی دځینوروایاتو له مخې دکابل نه تر پیښوره ټوله منطقه دربرنیسي چې پخوا پدې نومونو: لام پا کا،لام گان،پاشیا، لان پو،دهگان،دیگان،لمگان،لمغان اونورو نومونوثبت دی د آریایی،دري او پشه یي دمشترکوریښوپه درلودلو،دخا ورې څښتن،د آبادې سیمې مالکین،اویاد قریودما لکینومانا ورکوي چې لام د اریایی له لړۍ څخه دپشه ېې کلیمه ده دکلي په مانا.

« ده » په پاړسي کې هم کلي ته وایی اوپاکا دسړي نوم دی چې کلي ورته منسوبه وو. گان دآریایی مشترکه ریښه لري چې یوه روستاړه ده دملکیت اوڅښتن په مانا راغلی،او« پو» په پشه یی کې خاورې ته واېي چې پورته نومونه ورنه جوړشوي دي[۱۰].په (۱۹۰۹)م د اشوکاغرنۍ سمڅې اود کنیشکا دکوشانیانود سترپاچا مسکوکات دبرتانیی د دایرة المعارف د اشاراتوله مخې د گندهارا دنوروسیموتر څنگه په لمپاکا کې هم موندل شوي دي.د ښا غلي محمد زمان کلما ني له قوله،چې د درانه سرڅېړونکي زلمي « هېواد مل» د اثر د لغمان تاریخي جغرافیا په حواله ېي لیکلي دي وروسته د ظهیرالدین محمد بابردلیکنې له مخې دلغمان تومانونه یی په گوته کړي دي،په دې حواله بابرد کابل د پراختیا په برخه کې لیکلي دي:دکابل صوبه شل تومان لري، چې په دې جمله کې، ۱- دنیک هار (ننگهار) لعماناتوتومان،چې زیاتره داروغه ېې ادینه پورې دي.۲-

    • دمندراوړتومان:

،چې په هغه کې دالیشنگ اوالینگاررود ونه یو ځای کیږي یانې مهترلام (٭). د لسوقبیلوڅخه یوه هم د بهالانا یا بهلان اوپکتها وې چې د لغمان دمرکزخلک ددغوقبیلو څخه دي او لکه، الینایان لرغونتیا لري کوم وخت چې « فردیناند» ډ نمارکي انسان پیژندونکی افغا نستا ن ته دکوچي قومونود اشنایی له پاره راغلی وودلته ېې دقومي جوړښت له کبله درې قومونه:پښتانه،تاجک،اوپشه یان ښودلي[۱۱] خودلته تردې زیاتوقومونوژوند کړیدی ددوی لومړني ژبه داردي وه د داردي ژبې په هکله څوډوله څرگندونې شته دي.

  1. داردي دآریایي له لړۍ څخه خپلواکه لهجه ده چې د ایراني او هندي آریایي څخه یې پراختیا موندلې ( گریرسن[۱۲]).
  2. داردیان د ډېرې پخوانۍ زمانې راهیسې له خپل ځای څخه، نه دي بېځا یه شوي اوژبه ېي هم ‌ډیره پخوانۍده ، ډیرې پخوانۍ جملې چې « ویدي» ته ورته والی لري ددوی په ژبه کې لیدل کیږي ( واله دروپوسنِ فرانسوي[۱۳] ).

اوس هم په لغمان کې گڼ شمېرقومونه دورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کو ي لکه پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،گوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا ن گړي رسمونه او فرهنگ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانگې اولهجې لري هرقوم په لس گونوقومونه لري.

ولسوالۍ

د لغمان ولایت ولسوالۍ
ولسوالۍ مرکز وگړي Area[۱۴] یادونه
الینگار 89,716
الیشنگ 68,153
دولت شاه 40,887
مهترلام بابا 112,856
قرغیي 70,688
بادپښ نوې ولسوالۍ

زمكنې جوړښت

د2009 کال دشمیرنی له محی یی نفوس( ۴۰۳٫۵۰۰) تنه بلل شوی دی ،لغمان اوږد تاريخ لري. دپخوانيو او زړو متونو له مخې د لغمان لرغونى نوم "لمپاكا" دى او د گندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه يو دى چې ټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او بيا تر كاپيسا او باميانو پورې به پرې تگ او راتگ كېده هغه مهم ښار چې په دغه لويه لاره اباد وو "نيكايه" يا "مينسه" په نوم ياديده. د لرغونپوهانو د څېړنې له مخې د دغه ښار بنسټ هغه مهال د سكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى د افغانستان د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته دوهم ځل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو كې له كاپيسا نه د نجراو او تگاو له لارې "لمپاكا" يعنې لغمان ته راورسيد. د لغمان ولايت د ختيزو سيمو په لاره كې د يوناني سكندر له پاره د پام وړ وو. نوځكه يې د "مندوړ" او چارباغ تر مينځ كرغيو ته نږدې د "نيكا" په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشه چې يوه برخه يې له لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات په لور او دلښكرو دويمه برخه يې د جنرا ل "پرويكاس" او "هغستيون" په مشرتابه د كابل او لغمان سيند د جنوب اړخ لورته ترخيبردرې پورې پرمخ لاړ چې په پاى كې د سكندر ټول ځواكونه په "اندس" يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول.د لغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلگه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د "شله ټك" د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز لمريز كال تر سترگو شول ددغو ډبرليكونو له"ارامي" ليكدود نه دا ډاگيزه كيږي چې د" اشوكا" د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په گوته كوي. دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د" لمكان جټي1 … Lemekan.Jati" نوم گورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده گ اشوكا (د بندو سارا زوى او د چندراگوپتا لمسى) د موريا د كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه وخت مشهور شول چې لرغونپوه پوهاند"مارگستن Margestun"د لويديزې نړۍ كارپوهانو ته وروپېژندل. چې وروسته بيا په دې برخه كې"پركلند Perclaned" او"التهم Altham" هم په څېړنو او ژباړنو لاس پورې كړ. په 1949 زيږدي كال د پوهاند"هنيگ" په زيار او نوښت د اشوكا په"ارامي" ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وگرزېده څرنگه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را گرزېده له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننگرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي مشهور څېړونكي او تاريخپوه" بيلو" وايي په هغه مهال به هندوانو گندهارا ته د "شمال جنت" وايه خو د بده مرغه چې د چنگېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې خښتې پكې كارول شوې وې (او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانگړى ارزښت يې درلود) له مينځه لاړل د گندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه د بېلگې په توگه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ ،‎ؤ نو ځكه يې د دې دوه لاملونو له پلوه گندهارا د" شمال جنت" وگانه.دمخه مو يادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كې هم له سكندر را واخله تر گوډ تېموره پورې تيري كوونكي دغې سېمې ته راغلي دي. د تېمور په اړه ويل كيږي چې د پنجشير له لارې د لغمان اليشنگ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورستان (بلورستان) ته ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنگ په ناجل كې يوه كلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي گوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوگړنگونو كې جگړه ونشوه كولاى او هره گړۍ له مينځه تلل نو غوره يې وگڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې گڼلاى شو دارنگه د لغمان په اليشنگ دره كې د امير حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه پېر پورې اړه لري تر سترگو شوى و چې پخپله امير هم دهغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ 25نېټه (1917 م ) چې د وري له پنځمې (1296)ش) سره برابره وه د سراج الاخبار په خپرونه كې خپور شوكومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې گورو ښايي چې5000 كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېر پورې اړه ولري څيړونكي په دې اند دي چې دغه كښل شوې او انځور شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې د سمنگانو په شپاړس (16) كيلو متري كې تر سترگو شوي دي.د تېرې خبرې په ټينگار نه يوازى د گوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان ته په لاره كې په گونډو شول دا ځكه چې د نورستان طبعي او جغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان ته نه دي رسېدلي خو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې " نيكا Naica" نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د" نيسا Naisa" په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينگار او اليشنگ دواړه سيندونه يوځاى كيږي.. "موسيو فوشه" په دې اند دى چې د "نيسه" ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينگار او كابل سيندونه سره يو ځاى شوي دي ودان وو چې د ښار د ساتونكي نوم "ديو نيسه Diwnaisah" وو چې په تاريخ كې "ديونيزوس Diwnaisyus" هم راغلى دى. په لرغونو تاريخونو كې د الينگار او اليشنگ يادونه ډېره شوې ده اّن په ويدي سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي (پنجاب) د رود په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه الينا(الينگار او اليشنگ)، بهالانه (د بولان د درې خلك)، شيوا (د سيند غاړې خلك)، پورو (د گندهارا شاوخوا خلك)، انو پكتيه (دپښتنو ټبر) او نور و. ولې ځنې د بلورستان خلك هم الينا بولي. يونانيانو ځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د "پرومته Promatah" زندان يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور كړى دى. ولې پخوا تر دې چې (د بېلگې په توگه د يونيزوس) يونانيان خپلې استورې افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د" مهشوارا Mahshwara" په نوم د نمانځنې (رب النوع) استوره وه چې د لوړو غرونو ساتونكى يې باله. نو ويلاى شو چې "ديونيزوس" د شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه " مهشوارا" د غرونو ساتونكى دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترگو شوي دي. ما د بريتانيا په موزيم كې يو لوښى وليد چې د دوه اتلانو څېرې په كې انځور شوي دي چې ځنې يې د "Herculesهركول او ديونيزوس بولي او ځنې يې بيا د اريايې او يوناني "ديونيزوس" گڼي چې دا لوښى د افغانستان له بدخشان څخه تر لاسه شوى دى. هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار پاچا" بكوBacuse" چې د شرابو رب النوع وو له نوموړي سره وليدل او غوښتنه يې ترې وكړه چې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته درناوى وكړي سكندر بيا د"بكوس" غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست … هغه مهال چې د سكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بله ډله د خيبر له لارې روانه شوه. دا دواړه ډلې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا" امبي»ته يې ځواب ولېږه هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان د واكمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرگ كړ.ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نوموړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چې په دوي كې خنجان، اندراب، شتل، سالنگ، پنجشير، نجراو، تگاو، كاپيسا، لغمان، كټور، نورستان، چترال، سوات، باجوړ، د پامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي او نور د بېلگې په توگه يادولاى شو سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وگاڼه او دايې" قفقاز"د هندي قفقاز په صفت" كوكاكوس انديكوس " وباله چې دهندوكش اوسنې نوم هم"انديكس" نه مينځته راغلى دى د هيوان څنگ له څېړنو نه ډاگيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي كې له كاپيسا او باگرام نه نيولې تر لغمان او ننگرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكو د برهمنيانو د دودونو په رڼا كې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د گواښنې له بابته د هېواد جنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه نوموړى وايي : "زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننگرهار ته تلم د كابل او پنجشير د رود په گډونځي چې ور تير شوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپاكا چې ور تير شوم "نگاراهاراى" (ننگرهار) ته ورسيدم. (وگورۍ دكابل د مجلې دريم كال 5 گڼه 86 مخ ) كله چې د تگين كورنۍ الپتگين غزني ونيو اود"لويكانو" كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني او زابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بيا غزني او گردېز پاچا"لويك" د كابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبگتگين له لاسه يې ماته وخوړه. سبگتگين پوه شو چې دپښتنو پاچا لويك سره د ده جگړه پاى نه لري نو دخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنو سره خېښي او خپلوي وكړه او ځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو د پښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنگه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې د"جيپال" له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملگري شول. هغه وخت چې سلطان حميد لودي د ملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې د ده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو په"حدود العالم" كې داسې راغلى دى: "دا هغه سيمه وه چې د "لمغان" د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد ؤ، د سوداگرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداگر په دغه ښار كې مېشت او استوگن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي." دكابل مجلې 5 كال 6گڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو :"ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننگرهار لوى ښار پروت دى." (هماغه گڼه 79 مخ) دارنگه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي:"دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداگر هلته اوسېدل" (حدودالعالم 46 مخ)د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه. هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو له مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14 نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلو كې 12 پشه يي (شاړي) همدارنگه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، گوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينگار، اليشنگ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي.دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. (الينا) لكه څنگه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينگار، اليشنگ، نورستان(هغه وخت دلغمان اړوندؤ) او د لغمان په نورو سېمو كې استوگن وو چې اوس يې هم په يوه وروستاړي ( گار- شنگ ) د" الينا" لرغونى نوم خوندي كړى دى. دا رنگه د لغمان د پلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنگ هم د اگست په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځاي ته رسېدلى دى. ده ته ډاگيزه شوه چې دلته د لسوتيگو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې"لان پو" (چې په سنسگرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې د"لمك" تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې"مهترلام" نوم دى او"لمك" (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك =لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى.(د لمک پورته هم پوره ذکرشوی) (٭)اوس هم په لغمان کې گڼ شمېرقومونه دورورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کوي لکه: پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،گوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا نگړي رسمونه او فرهنگ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانگې اولهجې لري هرقوم په لس گونو لوی او واړه نورقومونه (خیلونه) لري .پخوا او اوس مهال لغمان په سیاسي، د یني اوفرهنگي ډگر کې هم دگڼلو وړ لاسته راوړنې لرلی

وگړي

پخوا او اوسمهال لغمان په سیاسي، دیني او فرهنگي ډگر کې هم د گڼلو وړ لاسته راوړنې لرلې؛ د پېنځو ستورو څخه یو استاد گل پاچا الفت د لغمان په آسمان کې ځلېدلی دی. پخواني او اوسني نور شاعران یې سعید افغا ني، حبیب الرحمن مهدي، میرمن سایره، غلام حسن خان ساپی، صديق کاوون توفاني، ډاکتر محمد شفيق همدم، مرحوم اسحاق ننگيال، سمیع الله خالد سهاک، شهسوار سنگروال، عزيز الرحمن الفت، عزيز تحريک، سمیع الدین افغاني، بارق شفیعي، نور محمد غمجن، محمد هاشم نيازي سنگر، عاشق الله فریاد، ناهید، ملكى خزان، اسماعیل اړم، شاه محمد بینا، عبدالرشید مخلص، ډاکتر متولي همدرد، حفیظ اله همت، آرش ننگیال، محمد شعیب حیدری، مصباح اله مسلم، فریدون خوځون، فريدالله نوري، متین تیرگړیوال، روشان غفورزی، عمر خان وفا، محمد نعمان دوست، صفی الله باران، شریفه هاشمي اسدالله مسکین، محمد اسماعيل يون او نور دي.[۱۵]

به ولسي شاعرانو کې ملا عبدالحنان، محمد نور، شیخ احمد خان، حیا خان الینگاری، پټاڼ، مستري حبیب الله حبیب، محمـد عالم حیران، غلام سخي اتمر، نصراله ناصر، عسکر چالاک، مختار، بسم اله گل کاریوال، عارف گاډیوان، غمخور، انجینر محمد عالم قرار، عبدالواحد غمخوار، نضراب خان، فیروز کندوزی،اختر محمد کوچی، ملنگ باغبان، ملک شیر علي، تواب ترابي، عبدالغـفور خان، رحیم الحق ورنټاوال، اسرارالحق بینجو نواز، محمد الیاس، غلام نبي دردمند، گل آقا رښتینوال، ولي محمد ترابي، ایمل، احمد ظاهر، مختارالحق، ملا محمداجان، بسم اله چلمټیوال، ښایسته گل، گل محمد موټروان، شیرآغا ارماني او نور چې د ځینو شعرونه د سندرو په کسیټونو کې هم خوندي دي[۱۶] چې په لاندې شپږو کتابونو کې نه دي راغلي).

د سیاسي او دیني عالمانو شمېر یې هم د چا خبره تر شمار وتلی دی. د څېړنې او نثر په برخه کې ګل پاچا الفت،سمیع الدین ژوند،غلام حس صافی،ودیر صافی،سر محقق زلمی هېوادمل، ډاکتر محمد ظاهر، عبیداله محک، ډاکټر محمد حسن کاکړ، میر محمد قاسم لغمانی، عبداله خان افغاني نویس، پوهاند محمد اسماعیل یون، عزیز تحریک، صدیق کاوون کاکړ، انجبنر مطیع الله مطیع خروټی، پوهندوی ډاکټر سید حسام مل، محمد نادر نادري، نگارگر، خدایداد بشرمل،ډاکټر پاینده محمد صافی،داکټر خان آقا رحیمي،ډاکټر ضیا الدین باور،کبیر کمال محمد حنیف اتمر، عبدالهادی قریشي، محمد آصف تایب، عارفه عمر لور، سميع الدين افغاني، متین یوسف زی، عبدالخالق حسيني، غازي الدین گوهري، عبدالمعید هاشمي، میرویس جلیل، نور محمد حیدري، ډاکټر کبیر رنجبر،،داکتر بصیر رنجبر،عبدالصمد ازهر، محمداله الکوزی، مستعني نیازی، ژیفنون صافی، نورالحق شمس، مبارز ساپی، بریشنا تحریک، اکمل ساپی، ضياالرحمن ضيا، امين الدين اميني، عزيزالرحمن ذکي، سمسور خان ظفرزی اهتمام، محب الرحمن تصور، اجمـل ، قاری فضل الدین سراجی، قادر هوتا، اسداله دانش ساپی، نظرگل خاشع، امین اله سدید،ظاهرالینا،محمدطاهر کلمانی او نور یادولای شو . د تمثیل په بر خه کې دمرحوم منان ملگري ، ممنون مقصودي.سایره مقصودي.لايق اثر، داؤدمقصودی،زاهدخان زاهد، متین تیگړیو ا ل او نيازالدین خنجر. په یاددونه بسنه کېږي.دکما ل اوکرامت د نه هیریدونکوڅیرو څخه ملا اضغر،رام کیشنگ ،بــاړو، مــجــنــون شاه، طوطي شاه،مستان شاه،علي لپړَلنـگ،حضره دین اوعظم دین یادولای شو.د مو سیقۍ هنر بازار په لغمان کې تل تود ساتل شوی دی پخواني مشهور سندر غاړي:ملاگۍ،گلکۍ،گلو،قاسم جان، پایند ه محمد یاپاينده،محمداشرف قلندر،ملاشاگل،سلطان عزیزجوشي، مرحوم احمدظاهر، قاري قصـه خوان عبدالحلیم،محمدعالم حیران،غلام محمد، صبور بصیري،ولي گی، هفته گل،ماجیتي،خانگل،،جهان،حضرت علي، نسیمه قشنگ... ا و وتلي سازیان ، ټول پـېژنيء! اوس اوس پاینده محمد منگل ،شاه محمد مهمند،ملنگ باغبان،شیرغروال،صابربصیري شفيق مريد، استادطلامحمد،سیدآغاتوخی،سردار سعید،فیروزکندوزی چی دملی رادیواوتلویزیون نه یی دوریښموکاروان خپرونه کی دخپل اصلی ځای په هکله ویلی پلارمی دلغمان او مور می دننگرهاردی موږاول غوربند اوبیا فندوز ته نواقل شوی یوو،،روزدين منصوري،جمعه خان بنگي،ننگیالی غریب یار،عبدالقادرشاهيوال ،شاه محمد ډ‎‎یرانی،شاه محمدپیننا،غبدالواحد غمخوار اونورد موسیقۍ د پرا ختیا له پاره خدمت کوي همدارنگه ددې ولایت په لس گونو پشه یي شاعران د شعرونوله بیلگو سره په لاندې څلورو پشه یي تذکرو او کتابونوکې معرفي شوي دي: ۱- « پشه یي گې » محمد زمان کلمانی د ۱۳۷۶ کال چاپ، ۲- « مروالي » محمد حسن احمدي د۱۳۷۸ کا ل چا پ. ۳- « پشه یي گلینا » محمد زمان کلمانی د ۱۳۸۴ کال چاپ. ۴- « د پشه خلکو، محیط،ژبه او شاعرانومعرفي مرحوم نورمحمد غمجن تمیل په ۱۳۸۶ ل ل کال کې، دقلم ټولنې چا پ. داوسني بهیر ۶۹ تنه شاعران دژوند لیک او شعرونوسره د « دنښترواو گور گرو څو سندرې» تذکرې کې عزت اله شمسزي راپیژندلي دي[۱۷] او۶۴ تنه یې د ژوند لیک او شعرونو سره د « الفت لارویان» کتاب معرفي کړيدي.[۱۸] چې ځوان شاعران اولیکوالان لا نورهم شته دي. په لغمان کې گڼ شمیر فرهنگي ټولنې فعا لې دي لومړۍ پلاد « الینگار فرهنگي یون»به نوم ټولنه په ۱۳۷۷ کا ل کې جوړه شوې وه د ټول لغمان په کچه یې تر سلوزیا ت غړی لرل(۱۹). بیا نوری ټولنې جوړې شوې دي.چې تر ۱۴ زیا تې مجلې او نشریې خپروي چې ځینی پښتو یې دادي: ۱- لغمان ۲- مهتر لام ۳- الینگار ۴-لمپا کا ۵- ښکار ۶- زرکمر ۷- سنگر ۸- لار ۹- کا وون ۱۰- روښان ۱۱- لوش(پشه یې اوپښتو ) او نورې... په تېرو دوو کلو نو کې په لغما ن کې ۱۳ سرلیکه کتابونه چا پ شوي دي . هر کا ل پسرلنۍ دودیزه مشاعره د « مهترلام بابا » په نوم دمهتر لام بابا دمېلوپه وخت کې د هغه د زیارت په بڼ کې کېږي دادودیزه مشاعره د اطلا عا تو او کولتور وزارت د ۱۳۷۷ کا ل د رسمي مکتو ب به بنسټ رسمیت موندلی له ننگرهار،کونړ،کابل او پیښورڅخه ورته شاعران اود فرهنگ مینه وال راځي فرهنگي ټولنې هم خپلې مېا شتنۍ مشاعرې ، کره کتنې او غونډې کوي.

د اوبو سرچينې

اهمې لاسته راوړنې

ځنگلونه

جگړې وراړولي زيانونه

داهم وگورۍ

اخځليكونه اوسرچِنې

  1. د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
  2. د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ اتلس محلات لغمان ۳ مخ
  4. هیله پرله پسې ۱۶ گڼه ارشاد ۱۵۲ مخ
  5. د ایران چاپ جنتري کې(تاریخ یعقوبي جلد ۱ تألیف احمد بن یعقوب ص ۱۰)
  6. دافغانستان ژبې او توکمونه - دوست شينواری - ۴۲۰ مخ
  7. پښتانه د تاریخ په رڼاکې - ظفرکاکا خیل - ۸۳ مخ
  8. دافغانستان ژبې او توکمونه - دوست شينواری - ۲۱ مخ
  9. سباوون ۲۸ گڼه ۹۰-۳۶ مخونه
  10. دافغانستان ژبې اوتوکمونه - دوست شينواری
  11. کابل مجله۶ گڼه ۱۳۵۰ کال
  12. دافغانستان لنډ تاریخ علامه حبیبي پښتوکوونکی عبدالرؤف بینوا
  13. زبان ومردم پشه یي محمدزمان کلمان
  14. Afghanistan Geographic & Thematic Layers
  15. جرگه ۲۶ گڼه رازقي نړیوال ۴۳مخ
  16. زبان وادب ملی افغانستان کهزاد ۱۴مخ
  17. تاریخ قدیم افغانستان ج ۱ = ۱۹۹مخ
  18. دافغانستان ژبې اوتوکمونه دوست ۴۱۵ مخ