بدخشان ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Badakhshan
بدخشان
د افغانستان نخشه Badakhshan  بدخشان نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
فيض اباد
 • 37.118° N 70.580° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
715,000 [1]
 • /km²
مساحت
44,059 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې فارسی دري

د بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځ كې پروت دى چې له گاونډيو هېوادونو سره پوله هم لري، شمال ته يې تاجکستان، په ختيځ كې يې يوه څنډه د چين له ولسي جمهوريت، ختيځ او سويل ته له کشمير سره پوله لري. په سوېل كې او جنوب كې د لغمان، كاپيسا او تخار ولايتونو سره نښتى دى.

د اوبو او هوا له مخې بدخشان سوړ او به تول هیوادکی دیره شهرت لری. لوړې څوكې لري چې له واورو ډكې وي. هغه ژوى چې ماركوپولو وموند او بيا يې وروسته دا ژوى هم ماركوپولو ونوماوه، همدلته موندل شوى دى. د بدخشان مركز فيض اباد دى. كشم، جرم،شهدا،بهارک، یفتل،خاش،زیباک،درواز، واخان، اشكاشم، راغ او شهر بزرگ يې د لویو ولسوالۍگانونه بلل شوی دي.بدخشان ولایت د افغانستان دنورو ولایاتو په پرتله زیاتره خلک یی با سواده او فرهنگی خلک دی. ځينې خلك اوس د بدخشان د اداري واحدونو شمېر زيات ښيي، بدخشان د پستې ځنگلونه لري، تر څنگ يې د څېړۍ، نمنځو، او سرو ځنگلونه هم لري. د بدخشان لال،زمرد، اوسپنه، سلفر او لاجورد په نړۍ كې ډېر شهرت لري.

د بدخشان ولايت ولسوالۍ

د بدخشان مساحت 57403 كيلو متره مربع دى، چې زياته برخه يې غرنۍ سيمې جوړوي. په 1359ل كال كې د سرشمېرنې له مخې د خلكو شمېر 876500ښودل شوى، چې بيا په 1379 كې يې شمېر 1134500ته لوړ شوى دى.د نریوال بانک در احصائی له مخه، اوس په بدخشان کی 1665125کسان ژند کوی.

د بدخشان ولايت هغه خلك چې په اوارو ځمكو كې ژوند كوي په كر كيله او مالدارۍ بوخت دي.خو خلک زیاتره یی باسواده او د علم خاوندان دی. د دغه ولايت ځوانانو د علم او پوهې په ترلاسه كولو كې هم ښه پرمختيا كړې. هلته د هلكانو او نجونو د ښوونځيو شمېر ښه د حساب وړ دى.

بدخشان ولايت ته، د كوكچه، واخان،سرغیلان، پامير، جرم، انجمن، وردج، تگاب، تنگي شيوا، غوري سنگ، راغ او نورو كوچنيو رودونو ډېره ښكلا وركړې ده. خو د غرونو شتوالي د دغه ولايتونو د سيمو د نښلولو كار ستونزمن كړى. خلك د تگ راتگ لپاره له اسونو، كچر او نورو سورلۍ وړوكو حيواناتو څخه استفاده كوي.په اوسني کلونو کی به دغه ولایت کی دیری پرمختیائی کارونه ترسره شود دی. بدخشان ولایت زیاتی تفریحی حایونه لری چی "چشمۀ آسیچ" په نامه سیمه چی د سرغیلان په ساحه کی موقیعیت لری، په ورزنی ساعاتو کی په زراو خلکو له خوا لیده کتل کیژی.

د سيمې او افغانستان په لرغوني تاريخ کې د ورېښمو لويې لارې چې د لرې ختيځ (چين ..)او اروپا تر منڅ د افغانستان د ځينو سيمو په زړه کې ماته شوې وې ډېرې مشهورې وې.يو له دغو سيمو څخه بدخشان هم وو چې د ،،گرېکوبوديک ،،ښونځي اغېزې يې له افغانستان نه بهر د منځينۍ اسيا هېوادونو، ختن، کاشغر(کاسفر)، سنگيانگ او چين پورې رسولې وې. دغو سيمو ته د رسېدو لاره د بدخشان له زړه نه تېره شوې وه. چينايي څېړونکو ددغو سيمو په تېره د بدخشان د لرغونتوب په اړه په بېلا بېلو مهالونو کې څېړنې برسېره کړي دي له زېږد نه دوه پېړۍ (2ق م) د مخه چيني لرغونپوهانو د افغانستان مشهور ولايت بدخشان Is-Nag-Ling په بڼه کښلی دی او د زېږدي په پنڅمه او شپږمه پېړۍ کې له تخار سره يو څای يې د بدخشان د نامه يادونه هم کړې ده...څينې څېړونکي بيا اريانا ويجه د بدخشان پخوانی نوم بولي. د چين مشهوره تاريخپوه او جغرافيه کښونکی هېوان ځنگ چې د اريانا (افغانستان) ډېرې برخې يې ليدلي دي او بيا يې خپلې ليدنې او کتنې کره کړي دي نو په دغه لړ کې بدخشان يې د Po-To-Chang-No په بڼه ليکلی دی ددې سيمې د څمککځيز (جغرافيوي)ارزښت په اړه څينې ځېړونکي په دې اند دي لکه ځرنگه چې د ورېښمو په سوداگرۍ او د گريکوبوديک کلتور لېږدېدنه کې ددې سيمې رول مهم وو دا رنگه د امو رود دواړو غاړو ان تر سمرقند ، ختن او چيني ترکستان پورې د بودايي مذهب په خپرېدلو کې هم ،،سفد،،واخان او ختيز پامير ټاکنده لامل دی. ښاغلي برهان الدين کشککي پخپل ليکي(کتاب) ،،رهنمای قطغن و بدخشان،، کې د افغانستان د دغه ولايت ځلور خواوې داسې راپه گوته کوي ختيز ته پاميرونه او کوتل د ورايې، جنوب ته د پيريانو له کوتل نه تر خاواک پورې، جنوب لوېديز ته د غوري تر سيمو او لوېديز پلؤ ته تر دشت ابدال او ميرعلم پورې چې د کندز او تاشقرغان تر منڅ موقيعت لري (هماغه اثر 7ـ8 مخونه). څينې ځېړونکي کاږي چې بدخشان د اريا د شمال ختيزو سيمو په لړ کې هغه مهمه سيمه ده چې څانگړی څمککځيز (جغرافيوي)ارزښت لري چې د يوه پل په ځېر يې ختيز او لوېديز سره نښلولي دي په دې اړه يو نوم ورکې ليکوال ځرگنده کړې ده..،،بدخشان هغه شتمن ښار دی چې د سوداگرۍ ډېر توکي يې قيمتي معدنيات دي ...،، (حدودالعالم 150 مخ) چې د بدخشان لعل د بېلگې په توگه يادولای شو چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته له دغه ولايت نه وړل کېدل. ارواښاد مير غلام محمد غبار د ،،مقدسي،،د وينا له مخې په ډاگه کړې چې په بدخشان کې د بېلابېلو قيمتي توکو نه يوه کلا جوړه شوې وه او وېل کېږي چې دغه کلا د هارون رشيد د ښڅې ،،زبيدې،، په وړانديز جوړه شوې وه...،،(دافغانستان تاريخي څمککځ ميرغلام محمد غبار 205 او 206م مخونه). د پامير سرحدي کرښه د لوی افغانستان له پاره هغه گواښ وو چې د هېواد په شمال ختيز کې د روسانو د تيري په پايله کې وکښل شوه روسانو کوښښ کاؤ چې د افغانستان شمالي سيمې يو د بل پسې لاندې کړي انگرېزانو هم دا هيله لرله چې څواکمن افغانستان په دغه سيمه کې ونه گوري نو څکه يې له يوې خوا دافغانستان جنوب او جنوب ختيزې سيمې يو د بل پسې لاندې کړې او له بلې خوا يې امير عبدالرحمن خان ته گواښنه وکړه چې د اموسيند اغاړې روسانو ته پرېږدي نو څکه د افغانستان په تاريخ کې دغه کرښه لکه د نورو کرښو په ځېر يوه ښکېلاکي کرښه ده چې د بدخشان شاؤخوا سيمې، شفنان، روشان او ځنې نورې سيمې له افغانستان نه بېلې شوې . ددې کرښې شمال ختيز لور ته (واخان)د يوې نرۍ تړانگې په ځېر غورځېدلی دی او د چين له هېواد سره گډه پوله جوړوي دا کرښه څکه وکښل شوه چې د روس امپراتوري د انگرېز له امپراتوري نه جلا کړي . د اوسني بدخشان ځلور خواوې دا دي . شمال ته د امو سيند ، لوېديڅ ته قطغن(تخار)، ختيز ته چترال او ختيز ترکستان پورې نښتی دی او د هندوکش لړۍ هم تر دغه څايه غوڅېدلي دي . څنې ځېړونکي بلخ او بدخشان د باکتريانا Bactriana تر سرليک لاندې داسې راپېژني..،،د سترابون په حواله د دغه ايالت يوه برخه په شمالي اريا پورې تړلې وه خو د ختيز لورې ته يې ځلور خواوې پراخې شوې وې او تر ماگيانا يا مرغاب پورې رسېده، شمال ختيز لور ته يې چترال تر پامير پورې واقع وو. ،،(د اريانا موقيعت ...ډاکتر گلجان وردگ 71 مخ) که چېرې د لرغوني افغانستان طبعي څمککځ وځېړو ډېرې هغه سيمې چې اوس په افغانستان پورې اړه نلري د افغانستان برخې وې چې څينې يې له بدخشان سره نږدې پرتې وې او د اسلام د سپېځلي دين له خپرېدو وروسته بدخشان د تخارستان يوه برخه وه، يعنې د افغانستان د طبعي او توکميز څرنگوالي او څومره والي له مخې که چېرې د اوسيني افغانستان څينې برخې ځېړو نو په کار دی چې تخارا، سمرقند، خوارزم، خراسان، کرمان، سيستان، بلوچستان، سند، پنجاب، کشمير او له دې سربېره کاشفر(کاسفر) ختن ، پارس، د هندوستان تر گنگا او جمنا پورې سيمې چې په پخوانيو پېړيو کې دا د باختر، اريانه او اريا ورتا په نومونو يادېدې هم وځېړو... هغه مهال چې د اسلام سپېڅلی دين خپور شو د يادو شوؤ سيمو څينې نومونه پدې بڼه وو چې په دې کې د بدخشان هم راڅي . تخارستان(قطغن او بدخشان)، باختر(ميمنه او مزارشريف)، سفد(بخارا او سمرقند)، خوارزم، ايريا(هرات)، اپارتيا(خراسان)، کارمانيا(کرمان)، سکاستين يا سجستان(سيستان، فراه)، زابلستان، يا اراکوسيا(کندهار)، اوريشيا(بلوچستان)، اندس(سند)، زت کوش (پنجاب)، کشمير، بلورستان يا بولر(نورستان، چترال)، پاکتيا يا پاختيا، گندهارا(کابل، پېښور، سوات) او غور(باميان، غور).