پروان ولايت

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پروان
د پروان ولایت انځور
د پروان ولایت انځور
د پروان ولایت انځور

پروان دافغانستان په نقشه کې
پروان دافغانستان په نقشه کې
پروان دافغانستان په نقشه کې

Map
کورډېناټونه: ۳۵°شمال ۶۹°ختیځ / 35°شمال 69°ختيځ / 35; 69  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد  افغانستان
مرکز چاریکار
اداري وېش
حکومت
 • والی محمد عاصم عاصم
پراخوالی
 • پراخوالی ۵٬۹۷۴ کلوميټر٢ (۲٬۳۰۷ میله  مربع)
لوړوالی 1906 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2015)
 • ټولټال ۶۶۴٬۵۰۲
 • د نفوسو کثافت ۱۱۰/کلوميټر٢ (۲۹۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون UTC+4:30
رسمي ژبه دري  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1131054[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AF-PAR
رسمي ژبي دري او پښتو[۲]

د پروان ولايت مرکز د چاريکار ښار دى او نوروې ولسوالۍ او علاقه دارۍ يې په دې ډول دي: جبل السراج، غوربند، پنجشېر رخه، سرخ پارسا او بگرام د پروان ولايت د اداري واحدونو په ولسواليو کې راځي. سالنگ، شينواري، شيخ علي او کوه ساپي د پروان ولايت علاقه دارۍ جوړوي. پروان ډېره ښه هوا لري، په اوړي کې يې د تودخې درجه تر 30 رسېږي. خو ژمى يې سوړ او بيا په سالنگونو کې د تودخې درجه تر منفي 25 پورې رسېږي.

د پروان ولايت مساحت 9399 کيلومتره دی او د وگړو شمیر يې په 1359 لمریز کال کې د رسمې شمیرو له مخې 516231 ښودل شوى، چې بيا په 1379ل کال کې يې د خلکو شمېر 753697 ښودل شوى.

د پروان ولايت ځمکې ډېرې ښې حاصل خېزې دي. چې خلک یې انگور، غنم، او پنبه، کچالو په کې کري. د جبل السراج، د سمنټو فابريکه د دغه ولايت له مهمو اقتصادي توليداتو څخه شمېرل کېږي. همدلته يو برېښناکوټ هم لري چې د 1500 کيلو واټو په وړتيا د يوې اندازې د جبل السراج او ددی ولايت مرکز چاريکار ښار اړتيا پوره کوي.

پروان ولايت د نندارې ښه ځايونه لري، له همدې امله هر وخت هلته ډېر زيات سيلانيان د مېلو لپاره ورځي. په ژمې کې د دغه ولايت په واورينو سيمو کې خلک د واورو لوبې کوي. اوس چې په هېواد کې سوله او ارامې راغلې، بهرنيان هم په ژمي کې دغه ولايت ته د سکي لوبې لپاره راځي. پروان د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دی اوډيره ځلانده تاريخي سابقه لري. اوپيان د بودايې، دين دورې له نظره مهيم نقش درلود. اود بوديزم پلويانو هلته ځانگړي عبادت ځايونه درلودل د پليسن په نظر اسکندريه په اوپيان کې جوړه کړی شوه چې مورخينو داوپيان نوم په مختلفو ليک دودونو ياد کړی لکه : اوپيدوم ،اوپينوم ،اوپيای او اوپيان درج کړی دی خو اصلا هغه اوسني اوپيان دي چې د چاريکار لويديځ لورته پروت دی.

بله تاريخي سيمه بگرام دی چې د کابل شاهانو پايتخت و. او د څلور ضلعو لرونکې لويې کلا چې د کرسته او تتراگون په نوم هم ياديږي اوپه هندي ژبه کې دلوي او مهم ښار معنی ورکوې. ربې دلوي په معنا او گرام دښار په معنا ،لرو .اوس دهغې ساحې خواته د بگرام هوايې ډگر جوړشوی دی. کوه صافي يې دفاعې ديوال شمېرل کېده.

هغه وخت له بگرام نه کابل ته د دښتې له لاری په قلعه حاجي مستقيمه لاره تللې وه چې کابل شاهان مستقيمآ د کابل بالا حصار ته راتلل اوددې لارې په اوږدوکې دسرک دواړو خواوته گڼې ونې وې ترڅو لارويان د لمر له تاوانه وژغوري.

جغرافيوي موقعيت

داولايت ډېره ځلنده تاريخي سابقه لري .داوپيان برخه کې سکندر مقدوني لويه سکندريه جوړه کړې ده ،چې دقفقار دسکندري په نوم يادېده . بوديزم د دين دخپرولوپرمهال دبوديزم پلويان هلته ډېرعبادت ځايونه جوړکړي وو . داوپيان دتاريخ بېلا بيلو دورو کې لکه پېدوم لکساندري ،پينوم او اوپيان درج کړي دي .بله تاريخي سيمه يې دبگرام ده ،چې دلته پلازمېنه وه . چې دکابل نه پرته دادکابل دشاهانولپاه دويمه پلا زمېنه وه . اوکوه صافي يې دفاعي ديوال شمېرل کيده اودکابل شاهان مستقيمآ بالاحصار ته راتلل . ددې ولايت هواسړه دکالنې اورښت اندازه يې (۴۰۰-۳۰۰)ملي مترو پورې ريکارډ شوې ده . داوړي په موسم کې دتودوخي درجه د(۲۰او ۳۰)سانتي گرادو اودژمې په موسم کې تر ۲۵ اودجبل السراج په برخه کې له ۱۰-۵ درجو پورې راښکته کيږي . ددې ولايت چارچاپېره دجبل السراج غرونه ، سالنگ کې دوشاخ ، دپغمان غرونه ، دپنجشېر په پای کې دانجمن کوتل ،دسالنگ کوتل اودبشر کوتل له گاونډيو ولايتونو سره نښلوي .ددې ولايت خلک دنژاد اوتوکم له مخې اصيل اريايان دي .جنگې او زړور دي د اوپيان په برخه يې سکندر ته ‌ډېر زیانونه رسولې وو .اودروسانو ديرغل پرمهال روسانوته دپنجشېر په برخه کې ډېر زيانونه ورسېدلې دي .ولايت مهم پېداوار انگور،مميز،تلخان ،غنم ،پنبه اوکچالودي پاتې د ې نه وي ډېرښه بانجان رومي لري . داولايت داوبوډېرې ښې منابع لري .دجبل السراج بند ،غوربند بند ، دغوربند سيند ،سالنگ سيند،اودپنجشېر سيند يې داوبوښې منابع دي.

ځنګلونه

دسرو،ناجو ،څېړی ،غذ،چنار،اونخلې ونې ډېرې دي اودغوربندپه برخه کې بادام ،ذردالو،اومڼې ښه حاصل کوي .

کاپيسا(بگرام)

دکال په شمال کې يوه حاصل ښيزه سيمه ده .چې دکوه دامن اوکوهستان په نامه ياديږي .ددې سيمې نوم له پخوانيوزمانوراهسې کاپيسادی اوددې سيمې اوږدووالی (۱۰۰)اوسوريې (۵۰۰)کيلومتروته رسیږي .ددې لويې ساحې په منځ کې دکاپيسې په نوم يوښاروو. چې داپه حقيقت کې دکاپيسا مرکزياپلازمېنه ده . بگرام هم ددې سترې ساحې يوه برخه ده ،چې له لرغونوزمانوراهيسې هغه هم دکاپیسا په نوم يادېده . داسيمه له ډېرو لرغونو زمانو راپه ديخوا مثلآ دهغامنشيانوپه لومړې دورکې اودسيروس په وخت کې يانې پنځه پېړې دمخه ترميلاده اوبياترهغې هم دمخه په دې ځای کې کلا اويومستحکم حصار موجود و .هغه کنډوالې چې نن دبگرام په نامه ياديږي نژدې دوه نيم کيلو متره فاصله لري ،چې دايوخوايې لويديځ ،ختيځ اوجنوب ته يې دلوي ديوال اثار نښې نښانې څرگنديږي . چې دوخت دتېريدوسره يې ديوي غونډۍ بڼه خپله کړې ده په دې ځای کې ديونانيانوسترمرکز وه چې بياوروسته داپلازمېنه اوداساحه دکوشانيانو لاس ته ولويده اوپه پېړيوپېړيو يې ډېرې نورې سيمې يې کنټرول کړي دي .نوځکه داسيمه دکتلو وړ اويوه غوره توريستې نقعله ده ،چې دتورستانو له پاره ډېره مهمه اوترټولوغوره سيمه گڼل کيږي .

زراعت

انگور،مميز،تلخان ،غنم ،پنبه ،کچالو،سابه ،بانجان رومي اوداسې نور .... دجبل السراج سمنټ ددې ولايت له مهمو اقتصادي توليداتوڅخه شمېرل کيږي اودبرښنا فابريکه يې (۱۵۰۰)کيلوواټ في ساعت په ظرفيت دجبل السراج اوچاريکارو دبريښنا اړتيا پوره کوي .په چاريکاروکې دچاقو جوړولو صنعت ډېرشهرت لري اودکشمش پاکۍ فابريکه يې په ډېر مقدار مميز بهر ته صادروي . دخړوب وړځمکه يې (۱۷۶۰۰۰)اکړه اوللمي ځمکه يې (۶۸۰۰۰)اکړوته رسيږي .

د بگرام مشهور کلي

مياخيل ،ناصري ،کوه صافي ،دوراني ،څينزي،بگرام ،دولت شاهي، ډيله ،دباط ،نصروکلا ،غلام علي ،ماهيگير ،لغماني ،گلا کلا، ازباشی ،جانقدم ،کلای بلند ،قلاچه ،گدانشاه ،خروټي ،شاکا ،نوده ،جعفرخېل ،توغچې ،يورچې ،بخشي خېل ، لکند خېل،ترکمان ،چې دلته يوڅه کلي دپښتنو اويوڅه د دري ژبو په لاس کې دي .اوکوم دودونه چې ما لیکلي دپښتنوسیمو دي چې يوتربل پورې ډېر ورته والی لري . دبگرام ولايت خلک زياتره په کرنه اوبدلوبوخت دي دبگرام په حوزه کې يولمړنۍ ښوونځی اودکوچنيانو دښوونې اوروزنې له پاره شته دي . لمړي ښوونځي ماهيگر کې دليکوالۍ ښوونځي په توغچې ،رباط ،کوه صافي ،کلای بلند . ازباشي اوکلای نصرو مشهور زيارتونه هم لري .

اداري جوړښت

د پروان و لايت چې له غوربند څخه د پنجشر درې تر پايه غځيدلی لو سالنگ هم ددی ولايت برخه گنل کيږی د لاندی اداری واحدونه لری.

  1. چاريکار ښار د ولايت مرکز
  2. جبل سراج ولسوالۍ
  3. غوربند ولسوالۍ
  4. سرخ پارسا ولسوالۍ
  5. بگرام ولسوالی
  6. شينواری علاقه دارې
  7. شيخ علی علاقه دارې
  8. کوصافی علاقه دارې
  9. سالنگ علاقه دارې

مشهور زيارتونه

په بگرام کې دصوفي بابا زيارت په ماهيگر کې دميرشاه غازي زيارت په توغچې کې خواجه ورف ولي زيارت په گدانشاه کې دخواجه خېروصاحب زيارت اوپه دې وروستيوکې يعنې (۲۰)کالونه راپه ديخواپه يوزباشي کې دملااکبر اخون زيارت دی چې دبزرگ بابا په نوم مشهور دی او ډېررسنده زيارت دی.

دودونه (رواجونه)

پښتو له ډېره وخته دخپلو محيطي شرايطو اونورو عنعنوي اصلوسره سم دټولنيزژوند دکړو وړو لپاره په خپلو مينځوکې ځينې قومي اواولسي تړونونه اوپريکړه دي . اودهغهو تړونونواوپريکړو له مخې خپل ورځني کارونه کوي .دغه اصول اودودونه له هماغه پخوا وخته په اولس کې پاتې شوي اوداولس خلکوديو خنل شوي شي په توگه ورڅخه کاراخيستې دی .دغه دودونه دپېړيو اوږدو کې له يوخسل څخه بل ته پاتې شوي اوتر نن پورې دپښتنې سيموپه بېلا بېلو برخو کې په هغو دودونو له مخې توسره کوي. ځينې دودونه اوس خپل اهميت دلاسه ورکولو له امله دمنځه تللي دي اوځينې لاتراوسه هماغسې پاتې اوپه خلکو کې دمنلووړدي . له دودونوڅخه دبشري ټو لنوداجتماعي اړيکو روحي اوکلتوري خصوصياتو اوکړو وړو په سپړنه اوڅېړنه کې ډېره په زړه پورې استفاده کيدای شي . همدغه دودونه دي چې دبشر پوهانوله پاره ديوې ټولنې دخلکو په څېړنه اوهر اړخيزه پوهېدنه کې ډېر گټور اوباارزښته بريښي . دپښتني کلتورددغې خوندورې برخې ټولولوته زمونږ ټولنې دکلتوري خصايصو دځانگړتياوو دپوهېدنې په منظور هره ساحه کې ډېره اړتيا ليدل کيږي . که څه هم د دغه دودونو دټولولوله پاره له څه مودې راپه ديخوا کار پېل شو، خولکه څنگه چې معلومه ده دټولو پښتنې سيمو دودونه تراوسه نه دي راټول شوي نوهم په دې اساس غواړم چې په خپل پايليک کې دپروان ولايت کې دبگرام ولسوالی د دودونو په باب يوڅه وړاندې کړم .

د واده دود

له ډېرې پخوا زمانې نه دپښتنو په سيمو کې دواده دود زماپه نظر ډيرلږ توپيرسره سرته رسيدالو خواوس په کې ډېرډېر توپيرونه رامنځ ته شوي داچې هر ولايت يا ولسوالی خلک دهرځای دخلکو سره استوگنه اختيار کړه دهماغه خلکو دود او دستور ورباندې تاثير کړی دی دنمونې په توگه زمونږ په کلي کې داسې يو متل هم شته (چې هرچېرته اوسې په خوي به دهغوشې ) . چې داټول د دغو درې لسيزو جنگونو پايله وه چې هرڅوک په هر ځای کې مهاجر شول اوخپل کلي يې پريښودل اوبهر ملکونو ته ولاړل اوډېر خلک يې درپه دره کړل . نودا يوه طبعي خبره ده چې اجتماعي محيط يا ټولنه تاثير لري که هر څومره ځان ترې وساتې خوامکان نه لري دلته به راشو هغه خپل دود اودستورونه چې څومره په زړه پورې اوله خوښيو ډک دودونه اوڅومره ديوې پښتنې پېغلې دعيزت اوابروساتنه په کې ليدل کېده څومره درنې اوښکلې جامې يې درلودې چې حتی په خارج کې هم افغاني جامې خوښی دي چې دا دافغانانو خاصې جامې دي کله به چې دچاکره به پېغله نجلۍ وه نوډېرو خلکو به ورته سترگه اوښتله يا بې خور تله چې څومره به د ده کور پخلی خوندور وي اوڅنگه به يې کور پاک وي چې يوه لنډې هم ددې په هکله پخوانيو ښځو ويلی ده :

<شعر> چې پېغله لوري په کاله وي دهغه کورسوی جواری خوند کوينه ناوې خونيمه ننداره وی پېغله شمله وي دپلار کور پرښه ښکارينه </شعر>

نوڅوک چې هلک والا وي او غواړي چې خپل ځوي ته کوژده وکړي دهلک مور خور ورندار ديوی ښې نجلی په لټه کې کيږي نو کله چې نجلې وليده باحيا پردناکه اوقدرمنه ده اودهغې په باره کې خپل ځوي ته وويل اوځوي په کې څه ونه ويل نوبيا دهلک مور دهغې پېغلې کور ته ورځي اودمور سره خبرې کوي اوپه همدې شان څو ځلې ښځې ورځي چې کله دنجلې مور واځي شي اودغه ته يې هوکي کړه نوبيا خبره دنجلې پلار ته کوي که هغه هم راځي وي نو دهلک مورته وايې چې سبا به دغه وخت به سړي راوکيږه.نو دهلک پلار ياترونه ياڅوتنه دکلي مشران دنجلې کورته ورځي اوهغوي دخوا ورته يوڅه دخوړلو له پاره ورته تياريږي اوهغه خواړه چې وخوړل بياورته خبره يادوي اودکلي مشران ورباندې دوعا کوي . دنجلې ورور ياتره ځوي ورته ريښکۍ دسمال راوړي اودهلک پلار مخې ته ږدي اوخلک ورته مبارکي ورکوي نو کله چې دسمال جيگ کړي د دسمال په ځای يو څه روپې ږدي دارښکې يادسمال داشان وی چې بخوازمانه کې به دومره تکې هم نه دسمال خوبیخي کم بافته وه نوښځوبه يايو دتکې دسمال يا دغه سې يوعادي دسمال به يې رواخيستل په څلوروکنجوکې به يې شنه گيا داپه دې معنا ده چې شنه شي يعنې دزامنو مور شي په بل کونج کې يې پچې دا ددې په مانا چې مالداره شي اوپه بل کونج کې وريژې چې وړينه شي . په بل کونج کې مالږه چې يو تربله او نمک شي يعنې که دچا دکور مالږه وخوري نودهغه کور سره به بد نه کوي اوهمداشان د ريښکې دسمال په منځ کې يوه افغانې دسپينو زرو پورې گنډ له اوپه منځ کې يوقند يوه آينه اتر صابون اوطاق درې يا پنځه هگۍ ايښودلې . نوکله چې دهلک والا دسمال ويوړ بيابه دکلي هلکان راتلل اود ټوپک ډزې به يې کولی ښځې به ورته مبارکي ته رامللې اوهغو هلکانو چې ډزې به يې کولی هغوي ته به دسمالونه ورکول . بيابه چې کله څو ورځې تېرې شوې دهلک پلار يا بل مشر به ورځې اودکژدې په هکله غږيږي اوهغه باندې خوړه ږدي . نوکوژده شروع کيږي اودوي خوړه وروړي اودنجلې کورله خونه دغو خلکوته دسمالونه ورکوي دنجلې په کور کې خپل خپلوان اوهلک په کور کې خپل خپلوان راغونډ شي اوکوژده په ښه سازو سره شروع کوي کله چې ډوډې وخوړل شي بيا دهلک دکورنې له خوا يوڅوته سپنږيرې ورځي اودسمال راوړي . د دسمال په منځ کې وچې مېوې سره گډه وي ،تازه مېوه ،لاسي روغانې ياکلچه پکې ږدي .چې دا پنډ يومن ،نيم من وي .اودپاسه يوه ښايسته تيکه اچوي چې په هغه تيکې باندې خالونه ،مرې ،پېسې،چاکليت ،زونډي پرې گنډي .اوډېر ښايسته يې جوړوي .اودارومال دهلک پلارمخې ته ږدي اوبيا هم ټول خلک ورته مبارکي ورکوي .ښځې ورباندې نڅاگانې کوي نورې ښځې ورته مبارکې ته راځي . دکوژدې نه څوورځې وروسته دنجلې کور ته جوړه وروړي بیابه په سبا دنجلې کور نه به دهغه مور اونورې خپلوانې دهلک کورته راتلې چې هغه ته به منجومې ويلې چې د دوښځو به ورژې نچولې يا دهگيو ټکلې يا غوښه به يې ورباندې کيښودله چې دامنجومې بې دهلک کورته وړلې . بله ورځ به هلک اودهغه کوروالا يعنې کور اوخور دهلک سره يو ځای دجلې کورته ورتلل .او هلته به يې خواښې يعنې دجلې مورته ټکرې اچولو .ټکري اچول يعنې يوڅه پېسې به يې په ددسترخوان اچولې . اودخواښې دخوابه ورته دسمال به ورکولو کله چې هلک به کورته راتلو نو دماشونو دهلک بوټ پټول اوڅوبه يې ورته پېسې ورنکړې بوټ به يې نه ورکولو البته وښځو په وينا دماشومانو داکارکوو . کله چې دواده مسله منځ ته شي هلک پلار بيا ورځي اوبيا دنجلې پلار ورباندې خوړه اودکور لوخي ږدي بيا دوي نجلې ته ختي جوړه وروړي او کوم شيان چې پلار ورباندې ايښي هغه هم اخلي اودنجلې کورته وي اوددې په څنگ دولور په هکله هم غږيږي يو څه پېسې چې په خپل زړه په کوژده کې اچوي هغه دهلک پلار له خوا وي اوس دنجلې پلار نورې پېسې هم غواړي داخبره بيا دکلي مشران فيصله کوي يا هروخت اوزمان ولور معلوم وي خودنجلې پلار خلاصوي اودواده مراسم پېل کوي . بيا دناوې مور ياخور دناوې دجاموپه گڼډلو باندې شروع کوي اوڅوتنه ښې ښځې دښه شگوم له پاره راټولوي اودنجلې کالي ورباندې کڼډي اوله وې نه وروسته دهلک کور والا سټه يا دواده خوړه وروړي هغوبيا ورته کرداري دسمالونه ورکوي اوپه سبا شپه يې خلک راخبروي اونکريزو شپه پېل کيږي .

د نکريزو شپه

دواده يو هم په زړه پورې شپه ده اوپه زياتو پښتنو سيمو کې په ډېر لږ توپير سره سرته رسيږي په دې شپه کې نجلې ډېره خپه وي اوخپلو همزولو په منځ کې ناسته وي اوزړې جامې يې اغستې وي اوداشپه دپلار په کور کې اخري شپه گڼي نوبيا ورته دهلک دکور له خوانکريزې راوړل کيږي جنې اوپېغلې راغونډيږي او هره پېغله ورته يوه گوته نکريزې ږي اوهلک ته خپل همزولي نکريزې ږي اوبياورته پېغلې سندرې وايې . شپه ده دنکريزو جونکې بياتمبل وهينه خلک دهرخوانه په واده راغلي دينه نن په دې نکريزو کې د دوه مينو زړونه دي زړونو کې ټوکيدلې سره گلونه دي اوبيا زړې ښځې داسې سندرې وايې : په لاس پورې کړې خينه که خينه شوه نيم کله داپلانې کړې مسله اوبيا ځينې ښځې غواړي چې ناړې اودناوې مور وژړوي نودوي داسې سندرې وايې : دسحرسترگه راوخته لايکه ده فلانې به ځای کې لاس وښي چې لورورکه ده ژاړه ناوې ژاړه په ژړاکې شرم نشته دی دا ده پلار کور دې هلته دې څوک نشته دې زموږ ناوې غوټ زړگې ده کوږته نه ژاړي داده لېوره وهل چې وخوري بيا به ښه ژاړی همدا شان ټول بيت تکراروي خو يوازې دنوم په ځای بل نوم اخلي .

دناوې جوړول

دا هم يو خاص دود لری څنگه چې د مخه وويل د نجلی پيکې د وريزو په سروی نوچې واده شی دواده په ورځ چې ناوی جوړوی د هغی پيکې وربيلوی .چې دا ‌‌ډيره سخته ورته تماميږی او ناوی ژاړی د ښځو په مينځ کې ناسته وی او مخ ته ېې دسمال نيولې وی . او نورويښتان ېې گ‌‌ډوډير دی او زړی ښځې ورته سندری واېې کله چې داپيا شه ورته بيلوی يا جوړه د يو هلک چې ده يا ۴کلو وی هغه راولی او دناوی پيکې ورته بيلوی چې هغه ماشوم ته يوه سوچه سلاح ورکوې او بسم الله د نجلی پيا شه ببله وی چې هلک يا د ناوی وروريا وراره يا ماما زوی وی .بيا وروسته ورته نوری ښځې کوڅې کوی په ويښتو باندی ورته گند وس د غوړوسره سرلوگې ،نرکچور د سر په غوړوکې گ‌ډوی او د ناوی په ويښتو بې وهې چې دا سر غوړډير ښه په سر باندی ورله غوته کوی .چې دا باندی يو قسم يوست نارری چې د هندورنو په دوکانو کې هم شته خواوس دا رواج له مينځه تللې روسی خو ارشيگاه ته ځې او هلته سنگارکوی د کند يا سرلرگې په ځای نافت ،د ويښتو جلا او داسی نور شيان ومی کله چې ناوی جوړوی داسی سندری واېې :

دوه دوه تاره اخلی سرور ورو بيلويه په نخرونخرو ېې بيلو يه کينډۍ:د شعر پای نو کله چې ناوې سينگار کړي نوپخوابه داسې دود وو چې ناوې به تياره شوه اوپه تياره وړله نوښځې به ورته راټولې شولې اوداسې سندرې به يې ويلې : ستا دناوې کجاوې برولاړې برولاړې اوس به روانيږې ناوې اوس ته دې دورورنه رخصت واخله ناوې وه وروستې ديدن دې ناوې ورو اوس راروانيږي ناوې اوس ته دې دپلار نه رخصت واخله ناوې واخله ناوې اوس راروانيږي ناوې اوس نو په همدې شکل دکورغړي ټول اخلي اوسندرو کې يادوي اوکله چې وار راشي نو دجنې کور والا يومشر ورباندې بوره اوبه ورشيندي. ښځې خپل مراسم په ځای کوي اوسړي څپل مراسم ښځې کورته رادننه شي خو سړي هم کورته رادننه کړي ښځې دجنې له خوا داسې سندرې وايې: زموږزومه ځالنه اوس راننوزه داننه زموږ دناوې جارشې روسې قد گورې که ونه دهلک له خوابيا داسې ځواب ورکوي : موږداسې زوم راوړې لکه گل گل په بالبزه کې لکه گل گل په بالبزه کې بيا دنجلې له خوا داسې وايې : ناوې لکه چندړ ودروې ناوې لکه چندړ ودروې دالېورې لکه سېرلې ترې تاو وي په همدې ډول دهلک ټوله کورنې يادوي البته نمونه يې په سندروکې يادوي : او د هلک له خوابيا داسې ځواب ورکوي : زموږ دناوې شونډ غونډ منډ دی ارمان مې د دفلانې ډېر مند دی دوی او خپل خپلوان چې په دی واده کې زيارونه گالی يادوی . چې همدا سندری بعضی په ډېر سخت جنگو تماميږي او خبرې عين تر ټوپکه رسيږي اودسړو جنگ هم شروع کيږي خو بعضې ودونو کې بيا بده نه گڼي او په خندايې تېروي کله چې سړي راشې اوناوې جيگه کړي په آس يې کينوي اودناوې ترمخه دهغې ماما ،کاکاکيني او آس په حرکت کيږي دلته دناوې ورور ياتره زوي يا بل کوم خپلوان دريږي اووايې ترڅو دانښه نه يې ويشتلي ناوې نه شي وړې چې دانښه داډول وي چې دکلا د دروازې په سر يوه هگۍ زوړنده وي او وايې چې که دانښه مو وويشته نو ناوې وړې شې اوکه ومونه ويشته ناوې نه شي وړې دلته دهلک له خوايو ځوان راپاڅيږي اودنښې په ويشتلو باندې پېل کوي که نښه وويشتله نو ښه ده ناوې وړي اوکه ونه ويشتله نوبيا سپينږيري له منځه کيږي اودخېر اوبه له منځه تېروي اوناوې وړي خووراگړو ته يوه غټه نانه پاتې کېږي.

نکاح

دناوې دراوړلو نه مخکې کله چې ډوډې وخوړل شوه نکاح دتړلو دودپرځای کيږي البته دواده په ورځ ملا يا امام يا څوتنه دکلي سپينږيري چې په يوه کوټه کې ناست وي اوډوډې وخوړله بيادوعا کوي چې اوس به نکاح تړو اوڅوتنه سړي چې يودناوې خپل اويودهلک خپل دښځو منځ ته ورځي اودناوې څخه دنکاه پلار پوښتنه کوي چې دنکاه پلار دې څوک نيسې ناوې داسې غلې ناسته وي اودابه ديوال وي هيڅ خبرې نه کوي اودايو دود دی چې شاهدان راغلي دابه درې ځلې به ځي اوبيا به راځي اوپه هره پېره کې به دنجلې دهمزولو له خوا چې شاهد خبر نه وي يو څه ورپسې غوټه کوي که سړي خبر شي نو خلاص به يې کړي او که نه عين دسړيو کوټې پورې ورننوځي اوپېغلې اوماشومان ورپورې خنداگانې کوي اوپس د درې کرته به يې دنکاه پلار وخود اوټولو به ورله مبارکي ويله کله چې هغه شاهدان چې دملا مخ ته ورغلل نو : دکوم ځای راغلې ؟ دوي وايې :دښارعدالت نه ملا صاحب ورته وايې څه موراوړل ؟ دوي وايې شرعي وکالت بيا ملا صاحب غبرگه کړي دچاپه نامه دفلاني خان په نامه اوبيا نو دنکاه رسمي مراسم پېل کيږي ملا صاحب دواده خطبه وايې اوبيا نو دنکاه پلارته مخ راړوي او ورته وايې : فلانې دفلاني لور چې په ده نامه بله لور نه لري تافلاني دفلاني زوي ته په شرعي نکاه ورکړې ده وردې کړه هومادفلانۍ دفلانيزوي ته ورکړې وه ،ورمې کړه داسوال اوځواب درې ځله تکرار شي بيا نوملاصاحب زوم ته مخ را اړوي او ورته وايې تافلانۍ دفلاني لور چې په دی نامه بله لور نه لري په شرعي نکاه قبوله کړې وه ،قبوله دې کړه . اوهغه په ځواب کې وايې : هو ماقبوله کړې وه قبوله مې ده . شرعي نکاه چې څوک تړي نو نجلۍ او هلک نه پوښتنه کيږي . خودپښتنو په سیموکې چې يو وار مور اوپلار وويل دالور مې دفلانې نوکه دنجلې زړه وي اوکه نه يا دهلک زړه وي اويا نه نوپه نکاه کې به هو وايې زماپه نظر دا دپښتنو يوه غټه ناپوهي ده چې دلورخوښه يو عیب گڼي . اوبل داچې دوکيلانوترمينځ دمهر ايښودلو په وخت کې هم شخړه مخځ ته راځي چې يو لس لکه وايې اوبل پنځوس زره وايې نوپه دې وخت کې بيا يوڅه هغه ورټيټيږي اويوڅه داورجيږيږي او بلاخره په خوښې اوخوشالۍ فيصله کوي .اوداخر دعاکوي اوهلک والا ځي اوخپله ناوې کورته وړي . د واده او نکاح مسوليت زياتره په مور او پلاروی څنگه چې رسول اکرم (ص)فرمايلی دی او داسی واېې چې لور يا ځوی ځوان شو بايد د هغه فکر کې مور او پلار اوسی

عن ابي سعيد وابن عباس قالا : قال رسول الله (ص) من و بد له ولد فليحسن ا سمه دادبه فاذ ابلغ فليز وجه فان ولم يزوجه فاصاب اثما فانما اثمه علی . رواه البيهقي في شعيب الايمان

ژباړه

دابوسعيد او ابن عباس روايت دی چې رسول اکرم (ص) فرمايلي : دي هرچاته چې خدای پاک اولاد ورکړلو نو بايد په هغه باندې ښه نو م کيږدي نوکله چې دبلوغ اودځوانې دوران ته ورسېدلو نوهغه ته باي واده وکړي که چېرې واده ورته ونکړي نو هغه به ددې له اثره ناوړه کارونوته لاس واچوي نوپه دې صورت کې دهغه گناه دپلار په غاړه ده .

دناوې دريمه

دريمه ورځ دناوې په بگرام کې يوخاص دود او دستورلري اودادود دډېرپخوا زمانې نه راپاتې ده .کله چې ناوې واده شي نوهغه تر درې ورځودخوسر دکور ډوډۍ نه خوري اوخپل خپلوان يعنې مور، خور، ترورډوډۍ ورله لېږي اوتر درې ورځو چې دناوې کوټې ته څوک ورننوځي البته دخوسرگنې نوې ناوې مجبوره ده چې دهغه احترام له پاره ودريږي اومخ يې پټوي اودرې ورځې چې پوره شي نودناوې خپلوان دخپل لور کره ورځي اوپخکړي خواړه چې هغه ته منجومه وايې وروړي اوخپل دوستان خورنڼې هم ورته يوڅه وروړي او وروسته ډوډې خوړلونه ناوې باندې لاس منډونې کوي ،يعنې دډېرو درنوجامو نه يوڅه سپکې جامې اچوي اودکورپخلنځۍ ورته ښې اوله نغري څخه يې تاوه وي او وروسته له هغه نه لاس منډونې نه مطلب دادی چې په پنځو شيانو کې موټې کوي وريژې ،بوره ،غنم ،غوړ،مالگه اودکورنورې کوټې ورښې او وروسته دناوې پلارگنې رخصت اخلي اوخپل کورته ځي اوناوې په ډېروچغو پسې جړاکاې کوي .

دناوې اومه يا دسروروړل

د واده په اومه شپه دماښام دخوانه دناوې ورور اوکه ورور نه وي تره ،اوښې ،يا دتره ځوي ورځي اوخپله لورکورته بيايې چې دپلارکره دوه يادرې ورځې تېروي اوکله چې راځي دخوسر دکورڅخه سرورهم راوړي سروريعنې روټنې نه يې مطلب پخکړې غوښه اوچپاټې دي چې دناوې له خواهم راوړي اودپخوانه يې هم وړي چې دابيا دپلار ياخوسر دوسې تاوان پورې ده بعضې پسونه حلاله کوي بعضې دوه درې منه غوښه راوړي هم داشان ۳۰۰ يا۴۰۰ چپاټې پخوي چې دابياهرکورته يوه چپاټې اوپه مينځ کې يو څه غوښه تاوه وي اولېږي اوبل داچې دناوې له پاره کالي هم کړي چنگه چې دغه دوديوڅه کم شوې اوزياتره خلک دغوښې په ځای تازه مېوه کلچې او وچه مېوه ناوې سره کوي خو زماپه نظر پخوانې دود ډېر ښه وه کله به چې روټنې دچاکورته وره غې نو هغوي به خبر شول چې ناوې راغلې ستړي مشی ته يې ورشي اوبل دا چې دروټنې يوخاص خوند هم لري .

چغل بازي

يودودهم دچغل بازې دې چې کله دنجلې اوهلک کوژده وشې بيا دنجلې خپلوانوته ډوډې کړي اودهغه نه وروسته دهلک حپلوانوته دنجلې کورنې نارې ياډوډې کړي نوپه دې نارو کې دزوم دنجلې دکوروالاوو دښځو سره بلديږي کله چې زوم يو دوه کرته راشي بيا دهلک مور او هلک يوځای راځي اونجلې مور يا ورندارې يا مشرې خورسره خبرې کوي او وايې چې سباشپې ته هلک ستا سو کره راځي نودلته دنجلې دکورښځې خبروي مگر نارينه گان نه خبروي يعنې داټول دښځو کار دی چې هلک په تياره کوټه کې ننه باسي اوهلته يې کينوي اويو څه خواړه دلاسه وشي وروړي اوکه دسړيو تگ راتگه وي ډوډې هم نه وروړي بيا وروسته چې شپه پخه شي نو دنجلې ورندار ياخور نجلې ته وايې چې فلانې کوټې نه هغه شې رواخله په وې وخت کې ځنې نجلې پوه اوځنې نجلې هيڅ پوهه نه وي نو نجلې ديوڅه شې په بانه ورليږي اوبيا سحر وختي هلک په تياره کې دکورڅخه راوځي اوهغه ښځه چې هلک راولي اوبېرته يې په تياره کې يې تردرواځې رسوي هغه ته بيا يوڅه پېسې ورکوي که چېرې هلک باندې نارينه خبر شي نوحق لري چې دټوپک وار هم پرې وکړي دکورنه يې هم حصار کړي اوپه واده کې ډېرجنگونه رامنځ ته کيږي او عين تردې چې بعضې خلک دواده نه هم زوم کور کې نه پرېږدي چې راشي .

مخ پټول مخکې له وادنه او وروسته له واده نه

کله چې ديوې نجلې کوژده وشي نوهغه به دهلک دخپل اوخپلوانو که نارينه وي اوکه ښځينه مخ پټوي کله چې دهلک خپلوانې راشي نجلې نه ورسره ستړي مشي کوي نه ورسره کيني بعضې داچې ځان ترې پټوي کله چې واده وشو نو هغه به دځینو محدودو کسانو څخه مخ پټوي دنمونې په ډول دخپل خواښۍ نه خوسرنه لېوره نه ماما خوسر نه مشر تره نه تربورنه اوداسې نورونه مخ پټوي عين تر مرگه پورې خو خواښې نه ترهغه وخته پټوي ترڅو چې داده څوماشومانو مورنه وي شوي دپلارگنې له خوا دخپل پلار ،مشر ورور مخ پټوي چې دابه پخوا زمانه کې يوه خاصه حيا وه چې ناوې به درلوده اوبل داچې په ډېره اسانې يې خپل پلار او ورور په حېث مخه نه ورکوله خواوس په دغه زمانه کې دغه دود له منځه تللې دی اوڅوک مخ نه پټوي اوزياتره اوس د دري ژبو دودونه کوي ځان سينگاروي او دټولو پر مخ دخپل کوژدن والا سره دريږي اويو تربله گوتې په لاس کوي دشريعت له مخې مخ پتول شته خو ښه حجاب ښودلی چې لاس تربنده پښې تر څنگلي او مخ لږ ښکاره شي زما په نظر دومره مخ پتوی چې پخوا انه دومره ازادي لکه اوس چې ده دشريعت له مخې چې عمل وشي دابه ډېر ښه کار وي اوبل داچې ناوې يوخاصه حياوي سنگينه اوعاجزه وي څنگه چې پخوازمانه کې به داسې ويل کيده چې په يوه ورځ درې ناوې گانې وليدلې سوال وکړه خدای يې قبلونکې دی .

وروسته دواده نه دجامو اغوستل

کله چې پېغله واده شي نوبيا مجبوره ده چې هر ډول دخاوند،خواښې ،خوسر زړه وي هماغه شان جامې جوړې کړي دهماغو خوي اوعدت باندې عمل وکړي نوکله چې واده شي لمړې داچې بيا ښه بيلو ،گيبي پرتوگ اغوندي لوي گرد قميص اغوندي يا دگيبي پرتوگ پر ځای پيڅۍ اغوندي اوترډېره وخته پورې پټی ږدي .

ولور

په بگرام کې د واده دود په درې ډوله دی : يوپه پېسو بل په بدل او بل په بدوکې . ۱ــ په پېسو : دغه دود له ډېرې پخواڅخه رواج دی او دپېسو اندازه معلومه وي داپېسې څومره وي ؟ چې هغه دزمانې په تېريدو او دپېسودارزښت سره سم فرق کوي اواړه لري چې دښځې د ولور په برخه کې اوس اکثرو خلکو له پخوانيو نرخونو څخه سترگې پټې کړي يوازې د دواړو خواوو په جوړيدلو پورې اړه لري چې په هر څومره سره جوړ شول . د ولور دغه دود ډېر ملا ماتو ونکی او درد ناک دی ، دنجلې مور اوپلار د دې پر ځای چې دخپلې لور ژوند په نظر کې ونيسي په پېسو پسې گر ځي اومقابل لورې يې داړتيا له مخې ورکوي . که په اینده کې يې ژوند هرڅنگه وي په دې پسې نه گرځي مقصد يې دښځۍ کول دي .

۲ــ په بدل : څينې خلک چې په کورکې پېغله لور لري نو هغه دخپل زوي لپاره په بدل کې ورکوي دبدل بل وران کار دادی چې په هر رقم چې دهغې بلگرې ژوند کوي نو هغه بله هم په همغه رقم زوند کوي که دهغه په لور ظلم کوي نو دابله نجلې چې هر څومره ښه خوي ولري هغه هم بايد دظالمانو دظلمه خلاص نه وي که يوه نجلۍ باندې بله ښځه وکړه نو دابله نجلۍ مکلف دی چې خپل دوهم زوي ته دوهم وکړي نو ورورودغه دوستي دهغو په هفرت بدلېږي . زماپه نظر بدل کول ياپه يوه ښځه دوه ښځې ورکول ډېر غلت کار دی داځکه چې څنگه ماپورته يادونه وکړه که ديوې عمر بد وي هغه بلې هم بد وي دوي داسې سوچ نه کوي دا دخدای کار دی نو خپو ټولې پخځه گوتې خو برابرې نه دي نو د وه ښځو ژوند هم هيڅ امکان نه لري چې يو شان وي يوه به مړه وي بله به خواړه وي يوه به ماشوم لري بله به نه لري نو داچې ديوې لپاره دبلې عمر ورانيږي نو هيڅ کله بايد بدل ورنه کړو

وروسته دواده نه دښځې پای قدم

کله چی نجلې واده شي اوناوې شي او دخوسر کورته ولاړه شي اوهغه ټول مراسم پر ځای کړي او وروسته داوو ورځو نه چې دپلار کره لاړه شي اوسبا بېرته راشي نو دکور په کارونو باندې بېرته پېل کوي نو تر مرگه پورې .نو کله چې دې دخوسر کره دوه درې مياشتې تېرې شي په دغه موده کې د واده والا کورته کوم ضرر پېښ شي نو هغه ناوې ددوي بدشگومه گڼي يعنې دهغو که دهغو يو چارپايه حېوان هم مړشي سړی لاسه کړي نو هغو داسې حکم کړي چې دناوې تندی د داغولو دی تندې يې و داغه وي چې کوم بله پېښه ونه شي نو هغو يوه سکه کلمه داره به يې ويله هغه به په کوم کوم کورکې وه هغه به يې ډېره په اور سره کړه او بيا به يې دناوې په تندي ياپښې ايښودله او پس له هغې به يې د دوي زړه خوشاله شو چې بدشگومې نور زوږ له کور څخه لاړه چې دا دشريعت له لارې ډېر يو ناروا کار دی ددوي پورې ناوې هيڅ کوم اړيکې نه لري چې هغه چارپايه مړشي داټول دخدای پاک کارونه دي دخدای په کارونو کې بل ته شزا ورکول ډېره لويه گناه ده زماپه نظر دا ده انسانيت څخه لرې کار دې او خوشاله په دې يم چې اوس ډېر کم شوې يوزرې هغه ويل شته چې فلانۍ قدم ښه نه وو اوداسې يو متل دی چې وايې بخت يا په کوڅې وي يا په کوټې .

ښځه

۳ــ په بدو کې ورکول : په ټولوښتنو کې ډېر خراب دود چې هغه دادې چې لورهيڅ نظر کې نه راځي خصوصآ دبگرام په ولسوالې کې که کوم زوي خون وکړي يا چاسره جنگ وکړي اويا په کوم بلې نجلې مين شو نو خپله لو يا خور په بدو کې ورکوي که دهغې ژوند خراب وي او که ښه حتی تر هغې چې دکور ونوکرې په شان خدمت کوي خو خپل پلار او وروردهغه نه پوښتنه نه کوي او نه نور دلور په سترگه ورته گوري اويوبل رواج هم شته چې هغه داسې دی که کوم سړی دبل سړي سره ښه وکړي يعنې په يو جنگ کې دهغه طرفداري وکړي هغه سړي ته لونگی ورکوي دلونگی ورکول يعنې هغه ته خپله لور ديو سوغات په توگه ورکوي که لور يې وړه وي او که غټه نو هغه ورکوي که سړی زوړ وي اوکه ځوان

ميراث لورته نه ورکول

کله چې دچاپلار مړشي اوهغه ورور ونه لري دهغه مال چې دپلار نه ورته پاتې و ي لور حق نه لري چې په هغه کې خپله حصه واخلي د ې داحق به دهغه تره دتره زوي او که دتره زوي ونه لري نوتربوران کولای شي چې دنجلې مال او نجلې واخلي دنجلې اخيستل يعنې هغه دخپلې خوښې سړی نه شي انتخابولی لو دوي دشريعت نه لرې کارونه کوي خپله حصه هم اخلي دنجلې حصه هم اخلي او دې په څنک کې نجلې نه شي کولای چې نجلې بل ځای واده وکړي نو دابه هغه ځای واده کوي چې تربور يې يادوي که مال دهغه کيږي نو نجلې به دهغوي . که دهغه سړي زوي وړوکی وي ،ځوان وي ،زوړ وي دښځې والاوی نجلې دهغه کيږي اونجلې په هغه کور کې عمر هم ښه نه وي چې داټول ناوړه دود دی چې داسلام خلاف هم دی او دنجلې خلاف هم دی دظالمانو دظلم لاندې وي اوبله دا ديادولو وړده يعنې هيڅ لو خپل مال نه شي اخيستلای که پلار وي که مړ شوي وي که پلارگنې مړه وي مال دنورو وي او لورله وږې مري نو هغه حق نه لري چې دخپل پلار نه يو څه وغواړي او که وی يې غوښتل نو دهغې خاوند دقوم سره دښمني گانې کينه نفرت پېل شول او داسې وايې چې دالور موږ ته پېسې نه له دې نه وړه ده يعنې دمال په مقابل کې دلورنه تېريږي . يوه لنډۍ دميراث په هکله ده : خلک خو وايې چې دوزخ سخت دی دميراث کورنه به سخت نه وي دوزخونه .

دناوې کردار

پخوازمانه کې چا به چې لور درلوده هغه به چې دڅوالسو يا پنځلسو کلو شوه نو مور به هغې ته دلاس گنډل ورزده کول چې دا دلاس گنډل زماپه نظر تريو څايه چې يو څه معلومات تر لاسه کړي دهرې منطقې لاسي کار توپير لري لکه په کندهار کې يو رقم اوپه لغمان کې بل رقم اوهمدغه شان رموږ په وطن کې يورقم لاس گنډل لري چې هغه به يې لورته ورزده کړل نو پس له هغه به يې خپل کردار کړو ديرش يا کم او يا ډېر دسمالونه سربکسي گانې دماشومانو له پاره خولۍ ،جامې او همداشان مريونه يې تاويزونه په لاس گنډل دپېغلو او دپخو ښځو له پاره لمنې ،پلوونه او مشرلنو سړيوته دتسپو زونډی جوړول .

دناوې کور

دلور پلار چې کوم شيان په خپلې لور ناوې ته ورکوي نو هغه ټول ناوې دکور په نامه ياديږي دوي يوکوچنې ټغر ،يوبوغ بند څو دانې بالښتان ،چې په رنگه تارويا استرج تاروباندې چکن سوي وي دکوټې له پاره پردې البته چې خپله ناوې په لاس گنډلي او هدارنگه سربکسي او اسې نو شيان څرنگه چې مو مخکې يادونه وکړه چې پردې دکوتې له پاره دغه پرده به يې پخوا زمانه کې ديوالونوله پاسه بندولې چې په هغو کې به ډېر په زړه پورې گلان ،مرغی ، مېوي کله مڼه او داسې نو شيان گنډل اوپرته له دغو شيانونه چارغ ،يوه کاسه کوزه اوچلمچي به يې ورکوله اوله دې نه اضافه شيان چې کومې ناوې ته ورکړل نو هغه دهغې دپلار شتمنې سره اړه لرله دغه څو شيان چې ما پورته ياد کړل بې له دغو به که يې که خواره وه او که غريبه وه خپله لور به يې نه روخصته وله او همداسې ډېر په پخوا زمانه کې دغه دود رواج درلوده کله به چې دناوې رخصتولو ورځ به وه او که شپه چراغ به يې ورته لږه ولو اويوه ښځې ته چې دناوې دکور څخه به وه ورکولو او دناوې دخسر کره به يې وړه . او بل داچې زوم ته به يې هم کالي ،بوټان ، لونگی ، دسمال ورکولو نو کله به چې زوم د ورا سره يو ځای راغلو نو دڅو هلکانو سوه به دخواښې کورته ورننوتل او زوم به د خواښې له خوا وغوښتل شو او هغه ته به يو څه خواړه چې هغه خواړه به ماليده وه يا به هگۍ وې دغوا په غوړيو کې او دهغه نه وروسته زوم ته نوي کالی واغوستل . په جامو کې دپېغلې نښې اونښانې : کله چې پېغله دپلار په کور وي نو هغه ځانگړی جامې لري چې ترواده پورې هغه نه بدلوي او دا دود له ډېر پخوا زمانې نه په بگرام کې دود لري پېغلې تور پرتوگ چې هغه نه به پخوا زمانه کې وزيري پرتوگ ويلو او تور پړوني گرد قميص چې هر رنگ وي او دوريځو په سريې پېکۍ وي ترڅو چې واده نه وي نو خپل پېکۍ نه بېلوي او بل داچې دکور کار به کوي دبانې به ډېر نه ځي بعضې خلک په لنډيو کې داسې وايې . چې پېغله لورې په کاله وي دهغه کور سوی جواری خوند کوينه په تناره ولاړې پېغلې ډوډۍ دې نه خورم دديدن وږې دې يمه اوربل په توره نه ورانيږي چې وخت راشي په سلايې ورانه وينه

او پا هم خپله پېغله داسې وايې : قربان قربان د دادا کوره د ډکه شکوره به گرده تاوېدمه سبکه سبکه پېغلتو به اوس مې ياديږي پرکې واړه خالونه چې پېغلتوب مې راپه ياد شي که مې په غېږ کې شازاده وي ودمرينه اوبيا ځينې خلک داسې وايې : چې په پېغله لورباندې کورکړي کودې راواخلې مخې دواړه لورې تورکړﺉ

دزوي پېداکېدل

يخوابه دچاپه کورکې يو نوې ماشوم (هلک ) پېداشو اوهغه په داسې حال کې چې نوموړې سړی به په خپل کورکې بل نارينه او لاد نه درلود ، دتربوران او دښمنانو له خوابه زيات په عذاب وه اويا به يې لورانې ډېرې وي اويابه يې اولينې زوي وه .نو نېږدې دوستان اوکليوال به ورته راتلل او دټوپکو ډزې به يې کولی او خپلوان او دوستان به يې مبارکې ته راتلل ښځو ته به يې ټکري ورکول او خلکانو به چې دټو پک ډزې کولې هغو ته به يې دسمالونه ورکول . او يوخاص دود داوو چې شکرانې به يې ورکولې .ماشومانو باندې به يې پتاسې وېشلې ،ختمونه به يې کول ، خېراتو نه به يې کول .

دلورپېداکيدل

ترکومه ځايه چې زه پرې خبره يم دپښتنو په ټولو سيمو کې دا دود يو رقم دی . لکه چې دچا په کورکې لور وشي نو ډېر خپه وي او خصوصآ زموږ په کلي کې دا له ډېره پخوا زمانې دود را پاتې دی . که دچا زامن دېر وي او که لږ خو لور نه خو ښه وي عين تر دې چې دلورمور ته به يې صحح خواړه هم نه ورکول اودېر ظلم به يې پرې کاوه .ماشوم ته به يې نوې جامې نه کولې دوا درمل به يې نه ورکاوه او داسې نور واړه او غټ شيان .

نو کله به چې غټه شوله وکور کار دباغو کار ومال ساتنه د دوي کار و.او د دومره کار په کولو سره به يې ښه خواړه زامنو ته ورکول او خراب خواړه به يې لور گانوته ورکول . زماپه نظر دا ډېر دانساني عاطفې نه لرې کار دی دا ډول ظلم پر لورانه شريعت کې شته او نه په کفر کې .داځانته دپښتنو يوډول دود دی . زما په نظر هيڅ مور او پلار بايد دخپل ماشومانو ترمنځ توپير ونه کړي .دواړه تاته خدای درکړي کبر کول ښه کار نه دی . دشريعت څخه ډېر لرې دی نو کيدای شي پاک خدای تالره معجزه هم درکړي هلته بيا څه کړی بيا لور خوښه وې او که نه .

زيري کول

زموږ په کلي کې داسې دود دی چې کله دچا په کور کې يوه خوښي راشي نو دهغه کور ماشومان خپل نږدې دوستانو ته زېرې وروړي اوهغو په بدل کې ورته خوږې پتاسې يعنې شرينې ورکولې ،پېسې به يې ورکولې او داسې نو شيان . او زموږ په کلي کې داسې يو دود دی چې ماشوم به زېرې ورووړ اول به يې زېرې نه ويلو اوداسې به يې ويل : زېرې مې درباندې څه راکوې ؟ نوبعد ديو څه نه ماشوم ته يو څه ومنل بيا به يې هغه د خوښې زېرې ورته وويل او هغه څه چې ورته منل شوي و هغه به يې ورکولو او کله چې قارغې به هم دچا کور دپاسه وچغېده نو ښځو به ورته ويل دنېکۍ زېرې دنېکۍ زېرې: که دنېکۍ زېرې وی خله کې دې گوړه که د بدو زېرې وي خله کې دې تورې خاورې .

سنتي (ختنه)

په سنت گرې کې زموږ دوطن داسې کوم خاص دود نشته . همداچې ماشوم د اوو ورځوشو نوهغه به يې دکلي په نايې سنت کولو . او وروسته به يې نايې ته غنم ،وريژې اوداسې نور شيان ورکول .او داسې خاص کوم سېل پرې نه کولو . خوختم يې کولو دخای پاک شکر پر ځای کولو او خپل نېږدې دوستان به يې ورله مبارکې ته راتلو اودماشوم له پاره يې قند،هگۍ ،کوچ يا پېسې يا چرگ ورله وړلو. که چېرې دهلک پلارډېر مالداره وي او زامن يې کم وي نو په خپل زوي باندې يو لوي خېرات کوي . دکلي په مينځ کې ديگي باندې کوي اوټولو کلي والوته ډوډی ورکوي . او اوس زموږ په وخت کې کله چې ماشوم سنت وي نو هغه ډآکټر ته بيا يې او له هغه نه وروسته ماششوم ته ښې جامې کوي ښه ځای ورله جوړوي .ختم کوي اودخلکو راټولول اوس هم که دچازامن نه وي لويه سنتي کوی او که دچا وي نويوازې دښځو مبارکي اخلي او داسې کوم سېل سازپرې نه کوي خو خېرات ورکوي .

دنظر ماتولو دود او دستور

دنظر مسله چې زموږ دسيمو به هر ځای کې رواج لري که چېرې زموږ په کلي کې چاله ناروغي اويا کوم بله ستونزه پېداشي خصوصاْ هغه چاته چې ياډېر ښايسته وي او ياډېر ښه ځوان وي ياکومه پېغله چې ډېره ښايسته وي يا ماشوم چې ډېره ښکلۍ څېره ولري او ښايسته وي او کله چې دچا کورته لاړه شي يا يې په لاره کې څوک وويني او وروسته له هغه نه ناروغه شي نو بيا وايې چې فلاني نظره کړې ده چې هغه بيا ځينې خاصې ښځې دی چې نظر ماتوي درې وخته ماشوم وروړي او دهغه نظر وچوي .چې نظر په اوبو ،اوړو ،مرچو ،ماتوي .او اسې په نظم باندې برابر يو څو بيته دي چې وايې او نظروچوي . نظروچ نظروچ نظروچ که وس کې وس وچ کړی که نظر کړی نظر يې مات کړی په هواکې دمرغانو په اوبوکې ديانو نظر وچ نظروچ نظروچ دښو زړو دبدو زړو دولو دناولو دکورودکلي نظروچ نظروچ نظروچ دشنوسترگودتورسترگو دسروشونډونظر وچ دسپينوغاښونظروچ داينس اوجنس نظر وچ نظروچ نظروچ نظر وچ که وس کړی وس وچ کړې که نظرکړی نظرمات که نظرکړې نظر مات له څخه وروسته که اوبه وي که وړه وي که مرچ وي ځي مخ په قبله ورگزاره وي اوهغه ښحه بېرته راځي او شاته نه گوري . اوبل داچې دنارينه پرتوگاښ هم يو قيچي کوي او دودیې کوي هغه نارينه چې ماشوم نظرکړې وي .


دماشومانو سندرې

دماشومانوسندرې خاص دماشومانوله خواپه بيلا بيلو وختو نوکې ويلې کيږي کله چې ماشوم په خبرو راځی او دځمکې پرمخ قدم وهي اودکليو په کوڅو کې دغه سندرې چې له ډېرې پخواپه دوي کې شته او ماشومانوله ترمينځ خورې دي . نوماشومان هم پسې زده کوي او سينه په سينه له يوه نسل نه بل نسل ته په شفاهي ډول انتقال مومي . يوماشوم چې څومره کوچنې وي په همغه اندازه په لږو سندرو باندې پوهيږي مگرچې څومره چې سن لوړيږي او دکور کلي له نورو ماشومانوسره يې تگ راتگ ،مينه اولوبو کې گډون زياتيږي هماغومره سندرو سره اشنايې پېداکوي . لومړې ځل دمور له خواهم ورته سندرې ويل کيږي .چې ډېر ماشومان دمور په سندرو ويلوعادت شوي او بې له سندرو ويلو څخه ويده کيږي هم نه .چې داسندرې په دا شان دي : الالولالو لالو تاسې مه راځې غلو غفار خان داسې يده دی لکه غرکنده پيشو تاسې مه راځې غلو الالو لالو لالو لاس اوپښې تړلي په لتو تاسې مه راځې پېشو غفارخان داسې ويده دې لکه گوډی درنجو الالو لالو لالو دبادرنگو په موسم کې داسې سندری ويلې : اوښان يې قطارکړي بادرنگ يې په بارگړي دادابه مې خبر شي مابه ورکړي په بادرنگو شپېلې وهه دبنگو

دمازديگر په وخت کې به ټولو ماشومانو داسې په اواز سندرې ويلې : ځې چې ځو کوروته مرغې لاړلې جالوته


کله به چې بران شو ماشومان به خپلو کورو ته تلل او داسې سندرې به يې ويلې : بارانه مه وريږه پاس په کمره ورېږه په کمره شولې مې دي جنوکې ټولې مې دي خانه ټوپک رواخله جنو کې ډاک په داک گړه و وروره ! بېدارشه ستاپه لونگۍ جنگ دي جب کې دې قلې قلې بادرنگ دی

نرې نرې باران دی ورورمې راروان دی دکټ لاندې پېشو ده پيشوته وايم پشې ورورکه ستړی مه شې

تو تکۍ په دادوه تاره لکۍ يو تاردې راکړه زه غجکه جوړوم خپل ساعت پرې تېروم


شامه تورې تکې تورې دليلازونډي درپورې زه دې خورم ته رته گورې

چرمښکې زماملگرې ده پولې لاندې غلې ده يوچارکې لرې ده لري کې تاردی تارزماپه کار دی

نه څښم دجميل اوبه خله به مې تڼاکې شي کابل به رانه اتې شی کله به چې نجونو په خپلو مينځو کې لوبې کولې نو دوو به لاسونه سره وينواوگردې به تا وېدې اوداسندرې به ويلې : لې لې لې نجونې لاړې په جرگې خوري ماشکه دي رانجه دي که دسترگې توروې خدای ې سترگې تورې مه کړه دځواناو سترگې سرې ځوانان ناست دي په دوکان غشي ولي په مېدان دامېداني داسې کړي لکه ستوري داسمان يوه مڼه پخه شوه بله زېړه زرغونه شوه يوه دپاچا لوروه پښه يې ورته کړه سپېره شوه همداشان کله به چې هواپخه وه اودکوټې نه به دباندې نه شو وتلې نو بيابه يې لاسونه سره کول اوپه خپل مينځ کې به يوه وټاکله هغه به ددې نوروپه گوتو داسې سندره ويله : اقوبقوسرسيندقو غوايې لاړې په ترپکو مږ مې وويشت په لکۍ نه يې اډ شته نه پوښتۍ پاتو خورې راوځه له کيږدي په نستوڼوکې ده چې دي الوچې زرغونې مالوشنگ ډبيلۍ


ميلمه پالنه

د پښتو دميلمنو پالو دود يو په زړه پورې اوله انساني عاطفې سره برابر دوددی يوه کلي ته په ژمي کې دلارې ستړي او ډېر ملمانه ورسر يې نو هغه کلي جماعت ډېر تود وي او ملمانه ډېرستړي وي نويې ستړتيا دجماعت دتودوالي په نسبت ورکه شي دوي هم دماښام لمانځونه دکليوالوسره وکړي وروسته له وظيفي کولوسره دکلي ښه مېړه غږ وکړي (راځې ميلمنو چې کورته ځو ) د جماعت څخه ټول راوځي دکلی ځوانان اوسپينږيري شتمن وي اوکه غريب ټول دميلمنو مخې ته په ډې ښه توگه ولاړ وي اوپه ډېر ټينگه هرڅوک په خپل وار مېلمنو ته وايې چې له ماسره راځې ټول کيوال وار په وار مېلمنوته ست کوي او مېلمانه وڅوشتمنو کسانو اودکلي ښه ملکو سره ځي چې په پښتوکې يو متل دی (چې کلي په نام لري يوخوي ترنورو ښه لري ) نوکله چې مېلمه دبل قوم يادلري ځای ديوه تن کره ځي نو دهغه ډېرقدرونه کوي اودښه نه ښه خواړه ورته تياروي او پسه ورته حلالوي اوپه ډېر ښه خوي مېلمه رخصت کوي . زموږپه وطن کې درې ډوله مېلمستياوې کوي :

۱ــ لمړۍ مېلمستياوې په هغه وخت کې کوي چې دلاندي مږان حلال شي نويوبل سره بولي د دوي دښو خويونوپه لړکې هغه چاچې لاندې نه وي کړې اونه يې لري دکلي ښه مېړه بېوزلې سړي مېلمانه کړي دکورله پاره يې هم غوښې ورکړي . او دکلي نورشتمن هم همدغه شان کوي اوداسې ښکاري چې هغه بېوزلوهم کار کړې دی . د پښتو یو ښه خوی دا هم دی که خپلوان وی او یا که کلیوال یا د بل کلي سره پېژني نو که چېرې په هغوغم ورغلې وي ياښادي وي يا چانوې واده کړې وي يا خورلڼې ولري هغو ته مېلمستيا کوي خپله انساني اوپښتنې وظيفه ترسره کوي او اسې هم ډېر له پخوانه دود شته چې دبل کلي سپينږيري چې راغلي نو دډېرقدروروسته هغه ته به يې يا یوه ښه چپن يا لونگۍ اوياهم يوه جوړه کالي ورکول او زوم ته به يې ومېوو ډک دسمال ورکوو. دبرات شپه ياشوبرات : دبرات شپه زموږپه کلي کې يوخاص مراسم لري او دې شپې ته دېرتياری نيسي اول خو هرڅوک واده شوې لورمېلمنه کوي پلار يې ځي ورور ،تره زوي ،وراره ورځی او خپله خور راولي او ښه خواړه هم برابروي دبرات په شپه نکريزې اوسترگې تورول حتمي وي نوکله چې شپه لږ څه پښه شي دکلي هلکان جدا او نجونې جدا اوخپل شوټه فقير ټاکي او هغه سينگاروي چې دايوه لوبه ده نو هغه هلک يا نجلې ته هلک ته سپينه ږيره ږدي بريت ورله جوړوي لويه کورتې ورله اغوندي لوي لوي بوټان ورکوي چې زاړه وي لونگۍ ورله وهي ديو زاړه فقير په شان يې جوړوي او نجلې د زړې ښځې په شان بل داچې لوي لرگي ورته په لاس کې ورکوي دفقيرانو کچکول يا یو جام په لاس کې ورکوي او دکلي نور هلکان ورپسې ځي هر کورته دروازه وروهي اوغږ کوي البته دايوخاص هلک هم لري چې دايې له لاسونو نيولې وی او دهغه دخېر ټولولو لکه چې دروازه وهل او اواز ويستل ، لکه شوټه فقير ته خېر راوړې نو دهر چا تروسې پورې چې وي هغه ته وړه غنم ،مميز ،بوره او اسې نور شيان ورکوي ترسهاره پورې دوي گرځي اړداشان بيا په خپل مينځ کې سره وېشي .

دبرات په شپه دنجونوخاص فال ليدل

دبرات په شپه يوه يتيمه نجلۍ پاک ځان وينځي او ښې جامې ورله اغوندي او دا دټولي په مينځ کې کينوي او سر باندې ټيکرې اچوي چې دې ته دبرات دشپې ناوې وايې دنجلې په مخ کې يو جام ږدي او په هغه کې اوبه اچوي په اوبو کې هريو خپل فال گوري خپل يوشې په جام کې اچوي لکه گوتې ،بنگړي ،غوږوالې اچوي نونجلې ته فال گوري .

پشې وختله په ونه توده چوکۍ وخوړله په کونه لاس که بې بې لاس کړه يا داسې وايې : گل دکدوگل دی يومې جگاوه تر لاندې بل دی لاس که بې بې لاس کړه يا داسې وايې : سوردزربنک دسرو زرونه ډک لاس که بې بې لاس کړه کله چې نجلې خپل راسته لاس خچه گوته په بسم الله په جام کی کش کړی د هر چاشی چې په گوته کې بند شول د هغې سوال پاک خدای قبلوی

د اختر شپه :

د اختر شپه زموږ په کلي کې يوه خاصه او د خوشحالۍ څخه ډکه شپه وي. د اختر په شپه زموږ ټول سپين ږيري راغونډيږي په جومات کې فيصله کوي، چې روناری په چاده، په همدې شکل کورونه برابروي، چې اول فلانی کور دوهم د فلاني کور او داسې نور. کله چې اختر شپه شوه نو انجونې ډېرې خوښي کوي او نکريزې د پيغلې کور ته وړي البته کوژدې والا ته جامې هم ورسره وړي او وچه مېوه هم ورسره وړي او په کورونو يې ويشي او ټوله شپه په هگۍ پخولو ډوډۍ تيارولو او وړه لاندولو او داسې نور کارونه کوي، کابو ۱۰۰يا ۲۰۰ رنگه هگۍ په هر کور کې پخيږي او د اختر په سبا چې هر څوک اختر مبارکۍ ته راځي هگۍ ورکوي او که د خېښي مسله وي نو هغه خپلوانو ته دسمال جوړوي نو وچه ميوه په کې اچوي او داسې نور شيان تر غرمې، چې د اختر ناری خلاص شو او په هر کور کې ډوډۍ وخوړه بيا ماسپښين انجونه ټالونو ته ځي او هلکان هگۍ جنگوي، خوسی کوي او يا داسې نورې لوبي کوي. که تالو کې کومه کوژده شوې انجلۍ کور ته راشي نو د هغه هلک خويندې خپلوانې د هغه پلو کې ميوه اچوي انجلۍ پلو نيولی او مخ پټوي او نورې انجونې ورته مڼې، هگۍ، وچه ميوه، چارمغز او داسې نور شيان اچوي. او وړوکی اختر مو هم په همدې ډول دی.

سرچينې

۱- اتلس، محلات، افغانستان: ولايت پروان.

۲- بابکرخيل، اورنگزېب، افغانستان پيژندنه، پېښور: داريک گرځنده کابتونونو اداره، ۱۳۵۶ کال.

۳- پتنگو عبدالکريم، گړنی ادب، کابل: ۱۳۵۷ کال.

۴- خپل ياداشت، د کلي د زړو او سپين سرو ښځو په مرسته.

۵- رفيع، حبيب الله، پښتني ودونه، کابل: ۱۳۸۱ کال.

۶- عارض، غلام جيلاني، د افغانستان دولايتونو جغرافيه، کابل: ۱۳۷۹ کال.

۷- غلام محمد، د پښتنو دودونه، کابل: ۱۳۵۳ کال.

۸- لغماني، محمد منظور، معارف الحديث، کابل: ۱۳۸۰ کال.

۹- کهزاد، احمد علي، بگرام، کابل: ۱۳۱۷ کال.

۱۰- ناهضي، محمد حکيم، قاموس جغرافيه افغانستان، کابل:د اريانا د نشراتو ټولنه، دايرة المعارف، ۱۳۳۵ کال.

  1. پیوستون : 1131054  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. "Parwan Provincial profile" (PDF). United Nations. Afghanistan's Ministry of Rural Rehabilitation and Development. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. Dari and Pashto are the main languages spoken in the province; however Dari speakers outnumber Pashto speakers by a ratio of 5 to 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)