انگور

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
انگور
انگور

انگور یو غیر کلایمکتریک میوه ده او د پاڼریزه تاک په ډله کی راځی.‌ انگور د Vitis په جنس پوری اړوند دی. انگور څخه په خام او یا پروسس شوی ډول استفاده کیږی.

انگور د ،A.B.C ويټامينونه لري .همدارنگه انگور په خپل جوړښت كې يوه اندازه:مگنيزم،كلسيم،اوسپنه،فاسفورس،پوتاشيم او البومين هم لري .

تاریخچه

انگور د لمړی ځل لپاره کابو ۶۰۰۰ = ۸۰۰۰ کله مخکی په نږدی شرق کی اهلی شول.

دانگورودروزنې تاريخ دبشري ټولنې له تاريخ سره سمون لري له ميلادڅخه٢٤٤٠کاله پخوادمصرپه څلورمه امپراطورې کې دعيسى(ع )دوخت په ليکونواوثبتونوکې دانگورودروزنې شکلونه ليدل شوي دي.انگوردلومړي ځل لپاره په منځنى آسيااوتورې بحيرې اوکسپين بحيروجنوب اوترمنځ سيمواوښايي افغانستان کې پيداشوي وي. نوموړې سيمې يوازې دvitis vinifera-L انگورو اصلي اومورنې ټاټوبى بلل کيږي.دانگورونوموړي سپيشزد

ا مريکابراعظم له کشفيدوپخوادنړىدټولوکرنيزوانگوروډولونه تشکيلوي اونن ورځ هم دنړى د ټولوکرنيزوانگوروپه ١٠٠کې ٩٠برخې برابروي وروسته بيا انگورله نوموړوسيموڅخه دنړى نوروبرخوته خپاره شوي دي.داسې څرگنديږي چې له ميلادڅخه ٤٠٠کاله پخوافونشيانو((Phoeniciansدمشروباتودانگوروډولونه لومړى يونان،بياروم اوپه پاى کې دفرانسى جنوبي سيموته وړيوي په دويمه عيسوى پيړى کې دروم خلکوجرمني ته انگوريوړل اود همدې پيړې په لومړيووختونوکې دمميزواوتازه خوراک وړانگوروډولونه دمد يترانى دبحيرې دختيځوڅنډوڅخه دشمالي افريقې هيوادونوته يوړل شول.

نن ورځ په ټوله نړى کې له١٠١٢١٠٠٠هکټاره څخه په زياته ساحه کې انگورروزل کيږي.

انگور د نورو میوو لکه چارمغز ، زردآلو ، مڼی ، انار او سبزیجاتو لکه ملې ،‌ گازری ، شلغم او داسی نور دافغانستان دملي اقتصادپه پياوړتيااودخلکوپه خوړوکې ستره ونډه لري.په١٣٧٧کال کې دافغانستان ٧٠٥٠٠هکتاره ځمکه کې انگورروزل کيدل چې دهغوې ديوکلن توليداندازه ٥٠٥٠٠ټنه اټکل شوىده.سره ددې چې په افغانستان کې تراوسه پورې دانگورود روزنې اودانگورودمحصوﻻتودسمون اوساتنې لپاره د کرنې عصري ټکنالوجي په ډاډمنه توگه په کارلويدلى نه ده مگر بياهم پورتني ارقام داحقيقت څرگندوي چې انگورپه افغانستان کې په پراخه تجارتي پيمانه روزل کيږي.

دافغانستان دانگوروټول ډولونه دوينفيراپه سپيشزپورې اړه لري.افغانستان دنوموړوانگورويوله اصلي ټاټوبوڅخه گڼل کيږي چې ورکې دنوموړوانگورود روزنې لپاره اقليمي شرايط په زړه پورې دي يوله دى اقليمي شرايطوڅخه هم اوږد،توداووچ دوبى او نسبتًاسوړژمې دى چې البته دوينفيراانگورهم کټمټ داسې اقليمي شرايطوکې په زړه پورې وده کوي .

دامريکاپه متحده ايالتونودکلفورنياپه ايالت کې په منځنې توگه په يوهکټارکې(١٠ټنه)تازه انگور،دازاربايجان په جمهوريت کې(٩.٤ټنه)اوپه افغانستان کې په اعظمي توگه په يوهکټارکې (٦ټنه) تازه انگورتوليديږي.سره ددې چې دافغانستان اقليمي شرايط د انگورودروزنې لپاره په زړه پورې دى مگرپه يوهکټارکې يي د تازه انگوروتوليددکلفورنيااوازاربايجان په پرتله په ترتيب سره په سلوکې (٤٠او٣٤)برخې لږدى.چې علتونه ئي په ﻻندې ډول دي:

١- په افغانستان کې دانگوروتاکونه په منو(چيلو)روزل کيږي.

٢- دتاکونوداړتياوړحيواني اوکيمياوي سرې نه استعماليږي.

٣- دانگورودافتونومخنيوى په ډاډمنه توگه سرته نه رسيږي.

٤- په خپل وخت اوکافي اندازه اوبه ورته نه رسيږي.

٥- دافغانستان دغوره ډولونوڅخه په ټول هيواد کې په ستره پيمانه گټه نه اخيستل کيږي.

٦- بين المللي مارکيټونوته دتازه انگورودليږدولوعصري ټرانسپورت نشته.

٧- دانگورودمحصوﻻتو دسمون اوساتنې طريقې او ټيکنالوژى ډيرې نيمگړتياوې لري.

دافغانستان په درې لسيزوجنگونوکې دهيوادډيرې مادي اومعنوي شتمنې ترخاوروﻻندې شوې، هيوادپه کنډوالوبدل شو،ډيروانسانانو خپل خوږژوند لهﻻسه ورکړ،ډيرې ميندې بورې شوې،اوډيرخلک معيوب شول،دنوموړي جنگ ناوړه اغيزې دهيوادپه هراقتصادي سکټورباندې خپلې وړانگې خپرې کړې کرنيزوچاروهم لکه د هيوادداقتصادبرخوپشان زيات زيانونه وزغمل په کرنيزوچارو کې دميووبڼونه چې دجنگ پناه ځايونه ئي تشکيلول ترټولونورو کرنيزونباتاتوډيرزيانونه وليدل.

دانگوروبڼونه دجنگ لپاره پناه ځايونه جوړکړي وو نوله دې امله يي دجنگ په زياته پيمانه زيان وليدلو.

دهيوادپه ځينې وﻻيتونوکې دانگوروبڼونه دجنگ په لومړي خط کې پراته وه نوله دې امله ئي بې ساري تاوانونه په برخه شول څنگه چې افغانستان دوينفيراVitis viniferaاصلي ټاټوبې دهيوادوله ډلې څخه گڼل کيږي نوښائي دانگوروروزنه له ډيرو پخوازمانوڅخه په افغانستان کې رواج موندلې وي.

د انگورو استعمال

انگور بیلابیل د استعمال ځایونه لری. انگور کیدای چی خام وخوړل شی او یا هم پروسس شی او د مربا ،‌ جوس ، شراب ،ممیز ، سرکه او د انگور د تخم غوړی په شکل استعمال شی. علاوه ددی انگور ډیر درملیز ارزښت لری او په نړی کی ډیره تری استفاده کیږی.‌

درملیز استعمال

انگور د بدن په څربښت(چاغښت) او خوارښت(ډنگرېدو) كې اغيزه لري.په دې ډول كه د سهار له مخې تر غرمې پورې په يواځې توگه وخوړل شي د بدن د خوارښت لامل گرځي او كه له نورو خوړو سره وخوړل شي د څربښت سبب كېږي.

دا بايد په پام كې ونيسي چې كله انگور وخوري نو يخې اوبه بايد ورپسې و نه څښئ او يا دا چې انگورو پسې وچې ميوې لكه شفتالو او نورې او اوبه مه څښئ ځكه د زړه درد پيداكوي .

د انگورو يو بل ښه صفت دا دى چې وينه هم پاكوي او هم يې زياتوي.انگور د وينې قندي توكي هم منظم او برابروي.

همدارنگه سره بخون انگور د وينې په جوړولو او پاكولو كې مرسته كوي او په دې اړه د شنو انگورو نه هم گټه اخلي.

هغه كسان چې د وينې قند يې كم(HYPOGLDCIMIC)وي كولاى شي چې انگور ډېر وخوري او د ورځې څو كرتې بايد انگور وخوړل شي.

انگور د سرطان د ناروغۍ خلاف ميوه گڼل كېږي او دا ځكه چې انگور د مكروبو خلاف خاصيت لري .

هغه كسان چې له ناروغۍ نه وروسته كړاغن (كرغېړن) حالت ولري او يا يې د نورو لاملونه له امله بدن كمزورى وي او د وجود دفاعي سيستم يې ناتوانه وي نو زيار دې وباسي چې د انگورو،گازرو،مڼو او شفتالو خوړلو نه ډېر كار واخلي.البته د دغو ميوو نه دې اوبه وباسي او سره يوځاى دې كړي او بيا دې لږې لږې څښي د ورځې څو كرتې بايد وڅښل شي.

په دې بايدپوه شو چې انگور زيات پوتاشيم لري چې د بدن د كمزورتيا په برخه كې اغيزمن رول لري او مرسته كوي .

انگور او مڼې دواړه جنتي ميوې دي چې د زړه او د مغزو ناروغان دواړه كولاى شي چې د دوى د اوبو څښلو څخه د ورځې لخوا څو كرتې گټه واخلي .

د انگورو خوړل د زړه او پښتورگو لپاره گټه رسوي او د وينې د ناروغۍ لرونكو ناروغانو لپاره گټه رسوي.

له انگورو نه ډول ، ډول خوراكي توكي لكه مميز،د انگورو زوښه،د انگورو د دانو غوړي،د انگورو د زړو عصاره يا زوښه،د شنو انگورو زوښه او نورجوړوي .

د انگورو زوښه د بدن كمزورتيا لري كوي او بدن ته نوى ځواك وركوي .د دې مقصد لپاره د انگورو زوښه (شيره)د غوا له شيدو او لږ څه د بادامو له پوډرو سره گډ كړي او د ورځې ۲ يا ۳ گيلاسه ناروغ ته وركوي تر څو بدن يې ډېر ژر خپل قوت تر لاسه كړي .

د (زيړي)ناروغ ته د انگورو زوښه له لږ څه سركې سره گډوي او ناروغ ته يې وركوي.ناروغ پرې ښه كېږي .

د انگورو زوښه د زعفرانو له لږ څه پوډرو سره گډوي او هغو كسانو ته يې وركوي چې غمگين او تل په غوصه وي او يا د مغزو په كمزورتيا اخته وي.دا درملنه بايد تر هغې دوام وكړي چې ناروغ جوړ شي.

په بدن د تورو ټكو(داغو)د درملنې لپاره د انگورو زوښه يواځي او يا له لږې مالگې سره يوځاى كوي او په دغو تورو داغو يې سولوي،دا تور ټكي له منځه ځي.

د انگور زوښه د ختمي گل سره يوځاى كوي او د ملهمو په توگه يې د هغه زخم د پاسه ږدي چې دا زخم او يا دانه ماته شي او ناپاكه اوبه يې راووځي.

همدارنگه د هغه پړسوب د منځه وړلو په برخه كې هم مرسته كوي چې ټكول شوى وي يعنى ضربه او گزار يې خوړلى وي،ورو ،ورو دا پړسوب له منځه وړي.

د انگورو د زړو غوړي(GRAPESEED OIL)شين بخونه زيړ رنگ لري،بوى نلري او ښه خوند لري.دغه غوړي ډېر د (E)ويټامن لري او د (لينولئيك تيزاب)(امگا۶)چې ډېر غوړ تيزاب دي هم لري .

دا غوړي د يو لوړ كيفيت لرونكي او نباتي غوړي دي چې د وينې د غوړوپه كمولو كې ډېره گټه رسوي .

دانگورو د زړو غوړي د دوو موخو لپاره كارول كېږي يوه دا چې د ښكلا او ښايسته كولو په موخه او په پخلنځي كې هم كارول كېږي.

په پخلنځي كې هغه غوړي كارول كېږي چې دهمدې موخې لپاره جوړ شوي دي.مگر همدا غوړي چې يو څه نور كيمياوي توكې هم ورسره گډوي او د بدن د ښكلا لپاره يې كاروي د هغو له خوړلو بايد ډه ډه وشي ځكه وجود ته ډېر زيان رسوي.

د انگورو د زړو غوړي د نورو غوړيو په څير بايد په تياره او يخ ځاى كې وساتل شي.كه څوك يې په كمه اندازه كاروي نو هغوى كولاى شي چې په يخچال كې يې وساتي.وروستى څيړنۍ دا ښايې چې د انگورو د زړو غوړۍ د وينې كلسترول تنظيموي او د زړه په ناروغۍاخته ناروغانو سره مرسته كوي .

د دغو زړو غوړي HDL (گټور غوړوالى)زياتوي او LDL (بې گټې غوړوالي)كموي .

د انگورو د زړو غوړې د (E)ويتامينو طبيعي سرچېنه ده چې په عادي حالت كې د بدن د سلولو نو په جوړښت پوره مرسته كوي .

دغه ډول غوړي بدن گرموي او د وجود وچوالى له منځه وړي.له دې غوړيو نه په نقاشۍ او سابون جوړولو كې هم گټه اخيستل كېږي .

په دغو غوړيو د بدن غوړول د ورزش نه وروسته بدن د غړو ستوماني او ستړيا له منځه وړي .كه چېرې هغه ناروغ چې يخ وهلى وي او په دغو غړيو ماساژ وركړ شي ناروغ ته ډېره گټه رسوي

دانگور تولید او ویشنه

دخوړو او کرهنی د نړیوال سازمان د یو ځیړنی له مخی ښودل شوی ده چی په نړی کی ۷۵۸۶۶ کیلومتر مربع ځای د انگورو د تولید لپاره په نړی کاریږی. د نړۍ کابو ۷۱ سلنه د انگور تولید د شرابو د تولید لپاره صورت نیسی،‌ ۲۷ سلنه د تازه مصرف ،‌۲ سلنه د ممیزو په توگه استعمالیږی. ډیر کم مقدار یی د جوس او نورو شیانو د تولید لپاره استعمالیږی.‌

په نړۍ که تر ټولو تولیدونکی هیوادونه په لاندی ډول دی.

هېواد کرل شوی څمکه
هسپانيا 11,750 km2
فرانسه 8,640 km2
ایټاليا 8,270 km2
ترکيه 8,120 km2
د امریکا متحده ايالتونه 4,150 km2
ايران 2,860 km2
رومانيا 2,480 km2
پورتوگال 2,160 km2
ارجنټاين 2,080 km2
چېلي 1,840 km2
استرالیا 1,642 km2
ارمنیا 1,459 km2
لبنان 1,122 km2

په ۲۰۰۹ کال کی د نړی تر ټولو د انگورو ډیر تولیدونکی هیوادونه په لاندی ډول دی.


دنړۍ د انگورو ۱۰ لوی هیوادنه - اکتوبر ۲۰۰۹
هیواد تولید په ټن ) Footnote
ایټالیا 8,519,418 F
چین 6,787,081 F
د امریکا متحده ایالات 6,384,090 F
فرانسه 6,044,900 F
هسپانیه 5,995,300 F
ترکیه 3,612,781 F
ایران 3,000,000 F
ارجنټاین 2,900,000 F
چیلی 2,350,000 F
هند 1,667,700 F
نړۍ 67,221,000 A
No symbol = official figure, P = official figure, F = FAOSTAT 2007, * = Unofficial/Semi-official/mirror data, C = Calculated figure, A = Aggregate (may include official, semi-official or estimates);

Source: Food And Agricultural Organization of United Nations: Economic And Social Department: The Statistical Division

دانگورو ډولونه

د کرهنی پوهانو انگور په یوولسو کورنيو ویشلي او ډولونه يې تر ۶۰۰ ډېر ښيي. انگور په بې دانه او دا نه دارو هم ويشل شوي دي، په تور، زرغون، سرو او زېړو رنگونو کې پیدا کېږي.

افغان بڼوانان هم ادعا کوي، چې ۷۲ ډوله انگور په افغانستان کې موجود وو، دا چې اوس په افغانستان کې څو ډوله انگور کېږي، کوم يې بهر ته صادرېږي، بڼوانان څه ستونزې لري خپرونه واورئ،

دانگورو نباتی مشخصات

د انگورو روزنه

انگور عموما 30° - 50° زاویه د لاټیټیود کی کیږی.‌ کلنی حرایت باید د ۱۰ او ۲۰ سانتی گراد تر منځ وی. دانگورو تاک په اوسط ډول د ودی د شروع کولو پخاطر ۱۳۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ ساعتو پوری لمر ته اړتیا لری. په هر کال کی کابو ۶۹۰ ملی متره باران ته اړتیا لری.

د انگور پیوند

پیوند یو هارټیکلچری تخنیک دی چی د نبات دوه هم نوع یا مختلف غړی سره نښلوی، تر ځو خپل خواړه او اوبه د هغه له لاری واخستلی شی او بیا نوری ودی ته ادامه ورکړی. دا بوټو دا ډول تولید د غیر جنسی تولید په نامه سره یادیږی. د انگور پیوند په هکله د نورو معلوماتو په خاطر په د انگورپیوند ټک کاندی.‌

دانگورو ښاخه بری

ښاخه بری چی یو هارټیکلچری تخنیک دی د ښاخونو،‌ زخو او یا ریښو د انتخابی غوڅولو د پروسی څخه عبارت دی.‌ ښاخه بری د ناروغه ،‌ مزاحمت کوونکو او خرابو او یا خراب شکل په خاطر باندی باید وشی.

د انگور حاصل ټولونه

د انگور حاصل ټولول د پروسس او یا ساتنی تر ټولو مهمه گام یا مرحله ده. د حاصل ټولولو وخت د انگور په پخوالی پوری اړوند دی.‌ پخوالی یی معمولا د قند، اسید او ټانین په اندازه کولو سره معلومیږی.‌

په انگور او نورو ټولو میوو کی د قند مقدار د د بریکس د درجی په اساس ښودل کیږی چی د د ریفرکتومتر په واسطه اندازه کیږی.‌

انگور د لاس پواسطه یا د قیچی په مرسته داسی غوځ شی د نبات ښاخ زیانمن نشی.‌ علاوه ددی په پرمخ تللو هیوادونو کی انگور د د ماشین په مرسته حاصل ټولول کیږی.‌

دانگورو ناروغۍ

انگور دیری ناروغۍ لری مگر ډیری مهمی یی عبارت د Downy mildew او Powdery mildew او Oidium .

د انگورو آفتونه

فایلکس زیرا د انگورو د آفتونو د ډلی څخه تر ټولو مهم آفت بلل کیږی.‌ علمی نوم یی Daktulosphaira vitifoliae دی.‌ تقریبا په ټوله نړۍ کی پیدا کیږی. د نبات په ریښه باندی حمله کوی.‌ او د قارچونو،‌ ویروسونو او نماتودونو د ننوتلو زمینه مساعدوی.‌

د انگورو د بڼ جوړونه

د انځورونو گالری

مآخذونه

  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Grape
  2. http://www.spogmai.com/index.php?option=com_content&task=view&id=2420&Itemid=9