ښاخه بری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاخه بری چی په انگریزی کی ورته prunning وایی معمولا د ونی دشکل ورکولو او ښه میوی نیولو لپاره تر سره کږی. په اول او دوهم قرن کي د چين د شپږمي سلسلي په دوران کي د ونو لنډول او شاخه بري په پراخه توگه تر سره کيده . دغه طريقه د زينتي بوټو Ornamental Plant لپاره طرخه شوي وه د يو لسم نه تر ديارلسم قرن نه را په ديخوا هم د تانگ دسلسلي په دوران کي د شکل ورکولو يا Panjing اوج ته ورسيده .

او د کرل شو ونو د ډولونو په ميځ کي د زردالو او مڼو وني شاملي وي . د ميوه دارو ونو د شکل ورکولو شروع په څوارلسم او پينځلسم قرن کي شوي دي . په شلم قرن کي loretteد فرانسي په Wagnonville کي د اوړي شاخه بري سيستم يعني Summer Pruning د مڼوپه ونو د هغي د گل د زخمي يعنيFlower bud د سريع نمو لپاره تر سره کړه ددغه عملي کار تر سره کول د اوړي د زخي اخستلو په شان وه چي د 19 قرن په نيمايي کي چي په مجموعي توگه گلاب او الو په ونو کي تر سره کيده او له هغه څخه را پديخوا نوموړي تگ لاري عملي پراختيا ومنده .

تقريبا د 1915 کال نه را پديخوا د ونو فزيالوژيکي عکس العمل د شاخه بري په نسبت د پاملرني وړ وگرځيده او دغه لاسته راوړني په 1986 کال کي د Mika په واسطه شوي دي .

د شاخه بري مقصدونه

ځواني او کوچني وني بايد شاخه بري شي تر څو چي د هغوي وني چوکات توليد او د راتلونکي وخت لپاره د ښه جنسيت او کيفيت لوړ خاصل ورکونکي وني ور-څخه جوړ شي چي بيا د اوږدي مودي لپاره ميوي ونيسي ميوه نيونکي وني بايد هر کال شاخه بري شي .


د ونو د شاخه بري اساسات

  1. د ونو عمومي وده کموي او ميوه نيولو کي ځنډراولي.
  2. دشاخه بري حاصل کموي.
  3. شاخه بري زړي وني تاندوي.
  4. شاخه بري شفتالونيول زياتوي.
  5. په ونو کي د شاخه بري تاثير ځاي په ځاي وي.
  6. د منډانو او تنو تر منځ زاوي د هغوي په ژوندانه کي خورا زيات رول لري.

که چيري د وني په مني کي شاخه بري شي نو ډير امکان شته چي نوموړي وني د ژمي د سړي هوا په واسطه ضرر ومومي . نو له دي کبله بايد د دسخت زړو د میوو وني د ژمي په اخر او د پسرلي په سر کي شاخه بري شي .

دشاخه بري اصول

1 – ټولي ميوه لرونکي وني دي د کرلو په وخت کي پري شي چي د ريښو او څانگو تر منځ يو مناسب نسبت پيدا شي. نوموړي نيالگي دي په داسي لوړوالي سره پري شي چي د نيالگي څخه لانديني زرغون شوي څانگي بايد د ځمکي د سطحي سره 12 انچه فاصله ولري

2 – د کرلو په لومړيو کلنو کي نيالگي بايد وروزل شي چي په راتلونکي کي د قوي او دوني شاخه بري مخه نيول شوي وي .

3 – ځواني وني بايد په سطحي ډول شاخه بري شي .

4 – پخه وني دي درنه او قوي شاخه بري شي په ځانگړ ي ډول هغه وني چي کمزوري وده او نمو کوي

5 –د وني پورتني برخه دي ډيره شاخه بري شي نسبت لانديني برخي ته

6 – د شاخه بري مناسب وخت د پسرلي سر دي يعني ټولي وني دي د پسرلي په سر کي شاخه بري شي ځکه چي د مني او يا د ژمي د سر شاخه بري ډير مشکلات منځته راوړي . لکه د يخ وهنه او يا او يا د يخ په وسيله د ټپونو زيانمن کيدل

7 – د دوبي شاخه بري نسبت ژمي ته د وني لوړوالي په ډيره پيمانه ټيټوي که چيري غواړي چي د يوي وني قد مو ټيټ وي نو په دوبي کي شاهع بري کولاي شي چي ستاسي غوښتني ته مثبت ځواب وايي

8 – د ځوانو ونو د لوړوالي د مخنوي لپاره د نايتروجن استعمال په دفيق ډول تنظيم کړي ځکه چي د ډير نايتروجن استعمال د وني وده زياتوي او د زياتي شاخه بري کولو لامل گرځي

9 – ټولي نوي نودي چي د وني د کمزوري کيدو لامل گرځي بايد پري شي په ځانگړي ډول د ښاخ د پري کړل شوي ساحي سره چي نږدي وي

10 – که چيري غواړي چي غټ ښاخ پري کړي نو لومړي د ښاخ څخه ځيني څانگي پري کړل شي چي نوموړي ښاخ سپک شي بيايي د لاندي خوانه تر يوي اندازي پوري پري کړي چي د وني څخه د پوستکي ويستلو مخنيوي وکړي د پري کولو څخه وروسته په ونه او يا پري شوي ساحه کي بايد کونده يا سټه پاتي نشي

11 – د شاخه بري په وخت کي په ټپو باندي د دوا استعمال په کوچنيو څانگو کومه گټه نه لري خو که چيري د ښاخ پنډوالي د 2 انچه څخه زيات وي نو بيا د دوا استعمال گټور وي د شاخه بري د ټپونو د پوښلو له پاره دي Asphalt-Emulsion او Polyvinyl acetate مرکبات چي په بازار کي پيداکيږي د استعمال وړدي خو که چيري عام تيل لرونکي رنگونه استعمال شي نو پدي صورت کي ښاخ او ټپ له پاره زهرجن گرځيدلي شي

د شاخه بري گټي

1 – د شاخو پاڼو ، او ريښو د شمير تر منځ بايد تعادل رامنځته شي او هم د غذايي موادو تنظيم د نبات په مختلفو برخو کي چي دغه تنظيم او تعادل د شاخه بري په واسطه تنظيم کيداي شي 2 – د ميوي توليد يا عالي جنسيت

د شاخه بري په اثر يو شمير پڼدکونه او د ميوي ښاخونه او د هغه غذايي موادو اندازه چي په ونه کي زخيره کيږي په کافي اندازه پاتي ميو ته رسيږي او د ميو اندازه غټيږي او که دغه شاخه بري د ستراحت په وخت کي صورت ونيسي ډيره بهتره او مفيده به وي د هغي ميوه داري وني په مقايسه چي د غټوالي په منظور يکه کاري کيږي ځکه چي يوه اندازه جوړ شوي غذايي مواد د ونو د ستراحت د وخت پوري د غذايي موادو د ضايع کيدو مخنوي کوي

3- په ښه رنگ سره د ميوي توليد

منظمه شاخه بري د ميوي د رنگ سبب گرځي چي د ميوي رنگ د مارکيټ د يو ښه خصوصاتو له جملي څخه دي

4 – د وني ځوانول

د شاخه بري په اثر موسن او زاړه شاخونه په تدريجي ډول قطع کيږي او نوي شاخونه په نمو او حاصل باندي راځي البته چي ميوه د ښه رنگ لرونکي دي

5 – د امراضو او افاتو کنترول

شاخه بري د امراضو او افاتو په کنترول کي کومک کوي له يو طرفه نه د وني مرکزي برخه خلاصيږي په اساني سره دوا پاشي کيږي او دوا د وني ټولي برخي ته رسيږي او له بلي خوا د لمر شعاع د ټولي وني مرکزي برخي ته رسيږي او شاخونو تر منځ د رطوبت مانع گرځي

6 – د سالبري څخه کنترول

که د ميوي سالبري د وني جنټکي خاصيت نه وي کولاي شو په منظمي شاخه بري سره د سالبري څخه مخنوي وکړو

7 – وني ته شکل ورکول

د شاخه بري په اساس وني ته يو منظم شکل ورکول کيږي او د کنترول لاندي راځي دوا پاشي په وخت دوا نه ضايع کيږي

8 – د ميو د زياتوالي په اساس د شاخونو د ماتيدو څخه مخنيوي

د شاخه بري سيستمونه

شاخه بري په دري سيتمونو صورت نيسي چي انتخاب يي باغدار پوري اړه لري

A – منځ خالي سيستم Open center system

B – مرکزي سيستم Central leader system

C – مرکزي ليدر اصلاح شوي سيستم Modified leader system

Open center system

په دغه سيستم کي د وني مرکزي برخه خلاصه ساتل کيږي تر څو ټول شاخونه د خپلي نمو په خاطر د لمر شعاع نه استفاده وکړي او عموماََ د زردالو ، شفتالو ، گيلاس ،شفتالواو ناک وني پدي سيستم شاخه بري کيږي او همدارنگه د مڼو او پستو ونو ته پدي سيستم شکل ورکول کيږي


Central leader system

په دغه نوعه شاخه بري کي يو ښاخ د ليدر Leader په صورت انتخابيږي هغه شاخونه چي د هغه په جانبي برخو کي واقع وي د 15–20 cm لنډ شاخه بري او د leader په مخ کي يو مناسبه فاصله کي پريښودل کيږي . د تير کال پورتني برخه د نمو له منځه وړل کيږي او فرعي شاخونه چي د عمده شاخونو له پاسه قرار لري له منځه وړل کيږي ددي په خاطر چي ونه مخروطي شکل غوره کړي هره طبقه نظر لاندي طبقي ته لنډشکل ورکول کيږي

Modified Leader system‍

ددي سيستم لپاره لاندي ټکي په نظر کي نيول شوي دي

1 – يوازي يوه مرکزي تنه په نيالگي بايد پريښودل شي

2 – د تنگو زاويو ټولي څانگي يا هغه چي د 60 درجو څخه کمه زاويه ولري لمنځه يوړل شي

3 – يو د بل د پاسه واقع شوي ځانکي دي ټولي بايد لري شي

4 – د مرکزي ښاخ په تنه دي په مناسبو فاصلو سره ځانگي پريښودل شي

د شاخه بري عمليه او د ضرورت وړ سامان الات

Bypass secateurs

شاخه بري بايد په تيره سامان الاتو نر سره شي لکه وړه قيچي ،غټه قيچي ،کوچني اره ،غټه اره ،د باغ زينه ،روغني رنگ او برس ،د کار په جريان کي ډيري اسانتاوي راولي مثال:

الف : په کم وخت کي زيات کار صورت نيسي

ب : په کاري کي زيات سهولت منځ ته راوړي اوانرژي کمه مصرف کيږي

ج : زياتي حجري نه تخربيږي

د : د شاخچو قطع کول په يو مايل شکل سره قطع شي چي د اوبو د راټوليدو مخنوي وشي او هم د امراضو او حشراتو مخنوي وشي

شاخه بري د پوستکي سره هم سطحه صورت ونيسي تر څو قطع شوي برخه زر ترميم شي او د بل طرف نه Stub باقي پاتي نشي

د شاخه بري په موقع کي شاخونه لاندي طرف ته زيات کش نشي تر څو د شاخونو د ماتيدو او د وني د پوستکي د جدا کيدو باعث نشي

قطع شوي نقطه بايد د موم او يا د روغني رنگ له واسطه وپوښول شي

ددي لپاره چي د شاخ د مقاومت څخه مخنوي وشي لازم دي چي په يو لاس د شاخه بري اله او په بل لاس شاه کلک ونيول شي او په کلاره لاندي خواته فشار ورکړي چ

دغټو ښاخونو د قطع کولو په وخت کي ددي لپاره چي ښاخ څيري نه شي غټ ښاخ له دوه يا دري نقطو څخه قطع شي تر څو چي ښاخ څيري نشي

په هغه منطقو کي چي د باد په واسطه د ښاخ د ماتيدو خطر وي بهتره ده چي په اول کال کي اصلي ښاخونه د باد په سمت انتخاب شي او په هغه منطقو کي چي د لمر وهني خطره موجوده وي نو پدي صورت کي د لمر وهني څخه مخنوي ضروري دي تر څو اولي ښاخ دلمر په سمت انتخاب شي

هغه څه چي پورته وويل شول عمومي شکل لري او ضروري دي چي تر څو هر نبات په بيل ډول تر څيړني لاندي ونيول شي

د ميوي په تشکيل باندي د شاخه بري اثر

د نور شدت او د وني قدرت د هغه مهمو عواملو څخه دي چي د شاخه بري په وخت کي په نظر کي نيول کيږي ځکه چي دغه دوه فکتورونه د ميوي په ورکړه کي مستقمااثر لري

د Jackson د زياتو نظرياتو له کبله چي د ژمي شاخه بري د هغه گلانو غوټي چي ميوه تشکيلوي فيصدي زياتيږي چند لر په 1919 کال کي وښودله چي شاخه بري شوي وني د ښه ميوي تشکيل په ونه کي د نايتروجن او اوبو د زياتوالي د وجي دي

د ميوي په کيفيت باندې د شاخه بري اغیزې

د ميوي کيفيت د څو عمده عواملو په واسطه مشخص کيږي

1- اندازه

2 – رنگ

3- د ميوي د کيفيت ساتنه چي مستقيما دکلسيم په اندازه پوري اړه لري چي دغه نوموړي عوامل د ميوو د کيفيت په مشخص کيدو کي حسابيږي چي دا په شاخه تبري پوري ارتباط لري.

ميکا په 1987 کال د ژمي شاخه بري د ميو اندازه باندي د تحقيق او غور لاندي ونيوله او دي نتيجي ته ورسيده چي ژمي شاخه بري د ميوو اندازه په کي کموي ليکن په مقابل د هغي کيفيت ښه کوي د ژمي شاخه بري اکثره وخت د ميوي په کيقيت او رنگ باندي مثبت تاثير لري او بعضي مطالعاتو په اساس د ژمي شاخه بري د ميوي د ښه والي سبب گرځي .

د لومړي شاخه بري په اکثره مواردو کي د ميوي داخل ته د نور نفوذ زياتوي او په نتيجه کي د ميوي په رنگ موثره وي لينز 1980 کال کي داسي وويل چه يوازي نور نشي کولي د ميوي د رنگ د ښه والي باعث وگرځي بايد نور عوامل هم اماده شي .

د کلسيم مقدار راسا د ميوي په کيفيت باندي اغيزه کويپرستول 1974 کال کي وښودله چي د لوړي شاخه بري د هغه څوکنيو شاخونه چي د رشد په حال کي دي اودکلسيم د مصرف مهم ځايونه دي لمنځه وړي او په نتيجه کي د ميوي داخل ته د کلسيم انتقال زياتوي او د هغه همکارنو په 1979 کال کي دغه نتايج تايد کړل او په وروسته کلنو کي بهتره کيږي

په دريم او ځلورم کال کي په نظر نيولو سره د وني توازن او جانبي نمو د وني پورته خواته ادامه پيداکوي

د وني عمر د شاخه بري په تناسب

شاخه بري اصلا په دوه شکله صورت نيسي

الف – سپکه شاخه بري Light Pruning

ب – ثقيله شاخه بري Heavy pruning

سپکه شاخه بري Light pruning

سپکه شاخه بري د وني د نمو په وخت د استراحت په وخت کي او يا هر وخت کي صورت نيسي

چي په دغه نوعه شاخه بري کي هغه شاخونه قطع کيږي چي مرض باندي اخته وي عمودي وي او يا که د ريښو نه نمو کړي وي چي د Sucker په نوم ياديږي له منځه وړل کيږي

ثقيله شاخه بري Heavy pruning

ثقيله شاخه بري د استراحت په اوله دوره کي د پاڼو د رژيدو نه بعد او عموما په ژمي او يا د پسرلي په اوايلو کي عملي کيږي او دغه شاخه بري د ميوي داري وني د نوعي او د وني د عمودي پور ي فرق کوي او دغه نوعه شاخه بري د 20 -70% پوري په ټولو ميوه لرونکو ونو باندي اجرا کيږي

د وني د نموي خواصو په نظر کې نيولو سره شاخه بري

د شاخه بري په عمليه کي د وني نموي خاصيت او د ميوه دارو شاخونو نوعه د هر جنس ډير مهم دي

د مثال په توگه د ناکو او الو په ونو کي نموي ميلان پورته خواته وي او عمودي شاخونه توليدوي شاخه بري بايد پدي شکل صورت ونيسي . تر څو د وني نمو اطراف او جانب ته ميلان پيداکړي

بعضي نوري لکه اکثره شفتالو نوعي جانبي نمو لري د شاخه بري په وخت کي هغه شاخونه چي همواره زاويه لري قطع شي تر څو ونه پورته خواته نمو وکړي


د ميوي د توليد د پو هيدلو په اساس شاخه بري

ددي لپاره چي مونږ درسته شاخه بري کړي وي بايد د هري ورايټي په خاصيت او پو هيږو . ځکه چي د ميوه جاتو توليد مختلف خاصيتونه لري او د وني په نوعه فرق کوي

د مثال په توگه د شفتالو ،زردالو ،گيلاس ،شفتالو ،الوچه ، انځر ،او بهي وني اکثر زخي خپلي ميوي د ښاخ د پاسه په جانبي شکل ميځ په راوړي او د مڼو ،ناک او انارو وني اکثره زخي خپله ميوه د ترمينلي Terminally په شکل د ښاخ په اخره برخه کي توليدږي . د ميوو پنډوکونه د هغه اوږدو يو کلنو ښاخونو له پاسه نوليديږي لکه شفتالو ، بهي ،زيتون او بعضي وني لکه زردالو ،گيلاس ،مڼه ،ناک ،چارمغز يو تعداد ونو د نيو زخي لکه مڼه ،ناک د اږدو يو کلنوشاخونو په اخر کي توليديږي

کوم شاخونه د شاخه بدی په وخت کي قطع کيږي؟

1 – هغه شاخونه چي د 45 درجو څخه کمه زاويه ولري قطع شي

2 – هغه شاخونه چي د لويو زاويو لرونکي او د ماتيدو امکانات يي وي او هغه شاخونه چي د وني نمو اطراف او جانب ته ښکلي وي قطع شي

3 – هغه شاخونه چي يود بل له پاسه قرار ولري

4 – هغه شاخونه چي لاندي يا عمودي نمو کړي وي

5 – هغه شاخونه چي په مرض اخته وي

6 – هغه شاخونه چي يو د بل سره موازي وي او په اينده کي يو د بل مزاحمت ونکړي

7 – مات شاخونه بايد قطع شي

8 – هغه وچ شاخونه بايدقطع شي چي د وني مرکزي برخي ته د لمر شعاع د مانع کيدو سبب کيږي

9 – Sucker يا هغه شاخونه چي د ريښو څخه نمو کړي وي قطع شي

مآخذونه

  1. ثمين (عبدالقهار) کورس مامورين ترويج افغان ايډسال 1378 هجري شمسي صفحه 65
  2. سالک (نقيب الله) کورديناتور باغداري HLP شاخه بري درختان شفتالو، زردالو و انار وزارت زراعت و ابياري سال 2007 م صفحه 1-13
  3. راحل (زيارت گل) پانريژي ميوي ننگرهار پوهنتون د باغداري څانگه کال 1386 هجري شمسي صفحه 9-20-21