بادغيس ولايت
|
|
| Badghis بادغیس |
|
| پلازمېنه • کوارډيناټ |
قلعه نو • |
| د وګړو شمېر (2002) • ګڼه ګونه |
301,000 • /km² |
| مساحت |
20,591 km² |
| وخت | UTC+4:30 |
| اهمه ژبه/ژبې | دري او پښتو |
د بادغيس ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت یو ولايت دی. چې بادغيس د مرغاب او هريرود رودونو ترمنځ موقعيت لري. بادغيس د بادخېز په معنى هم راغلى دى، چې بادونه په کې زيات چلېږي، ځکه نو دغه نوم ورکړل شوى دى. د بادغیس ولایت مرکز د قلعه نو په نوم سره یادیږی. د غرب لخوا یی هرات ولایت ، د شرق لخوا په فاریاب ولایت ،شمال ته یی ترکمنستان او جنوب ته یی د غور ولایت موقعیت لری. دا ولایت ۲۰۵۹۱ کیلومتره مربع مساحت لری. او شپږ ولسوالۍ لری.
نيوليک |
نوم ایښودنه
بادغیس یو تاریخی نوم دی چی د دریشتیانو لخوا د واییتی کئس په نامه یاد شوی دی چی معنی یی په څمکه د ۱۲ غره څخه اخستل شوی ده. په اوستایی ژبه کی د بندهش چی د وادګیس یا بادغیس په نامه یاد شوی دی. د بادونو د لیګدو او بادونو د پیدا کیدو په نامه هم ځینی خلک ورته معنی ورکوی.
نفوس
پدی ولایت کی په کافی اندازه اوبه نشته او د سړکونو کمبود هم لیدل کیږی نو ددی له امله پدی ولایت کی کمترین نفوس ځای لری او د نفوس د رشد له امله هم ډیره ضعیفه وده لری. داسی ویل کیږی چی پدی ولایت کی ۵۶ سلنه تاجک، ۴۰ سلنه پښتانه، ۴ سلنه ازبک ، ترکمن او بلوچ دی.
طبیعی منظری
پدی ولایت کی د غرنی موقعیت او جوړښت له کبله ډیری ښی منظری لری. غرونه یی اکثرا دارچی په ونو باندی پټ او ډیری طبیعی چینی لری. یوه بله دره د ولاړو اوبو لری چی د پوده اوبو په نامه یادیږی بل طبیعی ځای دی. په پسرلی کی یی د غرو لمنی د لاله د د ګلانو څخه پټ وی.
اداری تقسیمات
دا ولایت ۷ ولسوالی لری. 1. د قلعه نو ولسوالی 2. د آب کمری ولسوالی 3. د جوند ولسوالی 4. دغور ماچ ولسوالی 5. د مقر ولسوالی 6. د قادس ولسوالی 7. د مرغاب ولسوالی
|
|
|
|---|---|
| جوند • آبکمري • غورماچ • مرغاب • قاديس • مقر • قلعه نو (پلازمېنه) |
|
|||||||