د افغانستان ژبې
| د افغانستان ژبې |
|
|---|---|
| د افغانستان رسمي ژبې | پښتو دري |
| د افغانستان مهم ژبې | اوزبکي ژبه تورکمني ژبه بلوڅي ژبه نورستاني ژبه |
په اوس وخت کې په افغانستان کې تقریبًا په ۳۰ ژبو خبری کېږي. خو یوازې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دی. دا هېواد په نننی وخت کې تقریبًا ۲۹ میلیونه اوسېدونکي لری. د پښتو ژبې د ویونکو شمیر په سلو کې شپتو ته رسېږی. د افغانستان د آخری اساسی قانون په یوې مادې کې پښتو ژبه په رسمی توګه ومنله شوه، خو دري هم اهمیت لري او ډېر کتابونه پرې ترجمه کېږې. ټول ښوونکی او زده کوونکی په دواړو ژبو ښه پوهېږی. د افغانستان په شمالی سیمو کې په ځانګړي ډول دري، ازبکی (اوزبکی) او تاجیکی ویل کېږي. د افغانستان په جنوبی سیمو کې د پښتو ژبه ډېر اهمیت لري. کندهار او جلال آباد د پښتو ویونکو مهم مرکزونه دی.
نيوليک |
د دري ژبه
دري د عصري فارسی د ژبو د فورمونو څخه ده چي په افغانستان کې دری ابېڅې له عربي توروڅخه جوړه شوې ده ، چې د تورو ( فونيمونو )شمېر يې ۳۲ ته رسېږي. په دې کی څلور غږه ( پ، چ، ګ، ژ ) د دري يا پاړسي ځانګړي توري دي. د ۱۰مې پېړۍ څخه ویل او لیکل شوې ده. دغه ژبه د ساسانیانو پارسي څخه جوړه شوه. د ژبپوهانو په نظر د دري نوم د دربار د کلمې څخه اخیستل شوی دی. همدا رنګه د تاريخ لومړني مخکښ هېروډوټس خپل هيستېريه کتاب کې د دري ژبې او ويوونکيو په هکله دا وايي چې دغه خلک د ننني افغانستان د شوهيلي غرونو لمنو کې استوګنه درلوده او په غرونو کې ايسار ېې د کډوالۍ ژوند کاوه ځکه ېې خلک د درې خلک ياد شوي چې ښايی د ژبې نوم هم د درې څخه رامنځته شوی وي . د دري ژبه تقریبًا ۲۰ میلیونه ویونکی لري چی پکې تاجیکیان،هزاره ګان او ایماقان شامل دي. همدا ژبه د ډېرو شاوخوا ګړدودونه لري چې په دې کې هزاره ګي ، ايماقي ، تاجيکي ، ايراني ، يا پاړسي او هم فارسي د يادولو وړ دي . دغه ژبه په ځانګړي ډول په کابل، مزار شریف، بدخشان، هرات او بامیان کې ډېره ویل کېږی. دري ادبیات په افغانستان کې د ۱۰ مې پېړۍ څخه رواج شوې ده . په ۱۱ مې پېړۍ کې د محمود غزنوي په پاچایۍ کې مشهورو شاعرانو ابوالقاسم حسن عنصري بلخي، ابوالحسن علي بن جولوغ فرخي سیستاني او حکیم ابوالقاسم فردوسي توسي خپل اثرونه رامنځته کړل. په ۱۵ مې پېړۍ کې د تیموریانو د حکمرانانو په وخت کې دري ادبیات اوج ته ورسېده.په دې وخت کې نورالدین عبدالرحمن جامي او بدرالدین هلالي مشهور شاعران و. په ۱۹ مې پېړۍ کې حمید کشمیري یو مهم اثر ولیکه چی د اکبرنامه په نوم یادېږي.
د پښتو ژبه
پښتو د اریانا د ژبو څخه ده چې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال ختيځ بلخ شاوخوا سيمو کې په ۳۵۰۰زره کاله مخزېږدي کې رامنځته شوې . دا ژبه نن سبا د افغانستان په سوېلي او ختيځو سیمو کې ډېر ويوونکي لري. پښتو تقریبًا ۵۰ ګړدوده لري . د دغو ګړدودونو څخه درې ګړدوده په درېو سيمو کې ډېر ويونکي لري . په دغه درې سيمو کې د کندهار ګړدود، د ننګرهار ګړدود او د پکتیا ګړدود د يادولو وړ ګړدودونه دي ، خو په رسمي لحاظ په درېو سمتي ليکو يادېږي ، لکه سوهيلي ګړدود ، سوېلي ګړدود ، او منځينی ګړدود. او د مهمو ګړدودونو په کتار کې شمېرل کېږي. پښتوابېڅې له عربي توروڅخه جوړې شوي ، چي د تورو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي. په دې کې اته غږونه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) دپښتو خپل ځانګړي فونيمونه دي. دپښتوداوسنۍ ابېڅې په باب عام روايت دادی، چې دااوسنۍ بڼه يې دسلطان محمودغزنوي په زمانه کې دده دوزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زياراوکوښښ تراصلاح اوسمون وروسته رامنځته شوه. په عين حال کې د هندي ليکوالو له خوا داسې روات دی چې د محمود غزنوي په وخت کې د پښتو ژبې سره سخت حسايستونه رامنځته شوه او حساسيتونه دې پولې ته ورسېدل چې د ځينو سيمه ييزو شاعرانو په خولو کې به ېې سکروټې ورکولې او د ظلم لاندې به ېې نیولي و . په هماغه پیر کې د پښتنو ډېر علمي اثار له منځه تللي. عام روايت داسې دی چې د پښتنو روحاني مشر د قلم او تورې خاوند بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) د ژبې لیکدود او ليکبڼه د عربي ابېڅو په مرسته ورغوله .په پښتوالفبې کي د پير روښان بايزيداورمړ، داخونددروېزه ننګرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، دخوشحال خان خټک ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينوکي دوزيرمحمدګل خان مومند ، خان عبدالصمدخان اوقلندرمومند له خوا يولړبدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولوکي يې هغه شکل منل شوی اوعام شوی دی ، چي دکابل د پښتو ټولنې په نوښت دافغانستان اوپښتونخواپوهانو تر ګډو غونډواوپرېکړو وروسته ومنل. زموږ دپښتنومعاصر ې ليکنې له ځينو بدلونونوسره په همدې ابېڅو ليکل کېږي. د پښتو د ژبې اهمیت په ۱۷۴۷ زېږدي کال کې راوچت شو او په ۱۹۳۶ ز ېږدي کال کې پښتو د افغانستان رسمی او ملي ژبه منل شوې.
اوزبکی ژبه
اوزبکي ژبه د لویدیځې تورکي ژبو څخه شمېرل کېږي، د اوزبکي ژبې يو ګړدو د افغانستان په شمال کې هم ویل کېږي. په افغانستان کې د اوزبکي ویوونکيو شمېر ۱يو میلیون تنو ته رسېږې. اوزبکان په افغانستان کې د اوزبکي لیکنې لپاره د عربي تورو څخه کار اخلی، خو اوزبکي ابېڅې د سیریلیک او لاتین ژبو د تورو څخه هم کار اخیستلای شي. اوزبکي ادبیات په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ګوډ تېمور حکمرانانو په وخت کې د هرات په ښار کی پراختیا ومومله. په ۱۵مې زېږدي پېړۍ کې هرات او سمرقند د سيمو د ژبو مهم ادبي او ثقافتي مرکزونه ول. نظام الدین علي شېر هروي د اوزبکانو تر ټولو مشهور شاعر و، چې د نوایي په نوم هم نومېدلی. نوایي خپل اثرونه په ځانګړي ډول په چغتايي ژپه ولیکل. خو څو ليکلي اثار ېې په فارسي، هندي او عربي ژبو هم ليکل شوي دي .
نورستاني ژبه
نورستاني ژبه د هندو- آریاني ژبو څخه يوه شمال ـ ختيځه ژبه ده چی د افغانستان په ختیځ کې د نورستان په ولایت کې ویل کېږي. په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ تنه د ژبې ویونکي شته.
تورکمني ژبه
تورکمني ژبه د تورکي ژبو څخه يوه شمالي مغلي ژبه ده چې د همدې ژبې يو ګړدود د نن سبا افغانستان په شمال کې هم ویل کېږي. افغانستان په نننی وخت کې شاوخوا ۳۸۰،۰۰۰ تنه تورکمن وګړي لري چې په دغه ژبې غږېږي. په تورکمني ژبه کې تر ۱۹۲۹ زېږد کال پورې عربي توري کارېدل. اوس د ۱۹۲۹ زېږدي کال څخه تر ۱۹۹۱ زېږدي کال پورې د سیریلیک د تورو څخه کار اخیستل کېږي. مخدوم قلي فراغي د تورکمنانو تر ټولو مشهور روحاني مشر او شاعر و. هغه په ۱۷۳۳ زېږدي کال کې ایران کې وزېږېد. مخدوم قلي فراغي خپل اثرونه په ځانګري ډول په چغتايي ژبه ليکلي.
بلوڅي ژبه
بلوڅي ژبه د اریاني ژبو څخه يوه شما لوېديځه ژبه ده چې د افغانستان په سوېل، ايران او پاکستان کې ویل کېږي. د بلوڅي ژبې ابېڅې د عربي (اوردو) تورو څخه جوړه شوې. ، د تورو د ( فونيمونو )شمېر يې ۲۳ ته رسيږي. دغه ژبه شپږ ګړدوده لري او د رقشاني ګړدود، لشاري ګړدود او لوټوني ګړدود ېې د مهمو ګړدودونو له کتاره ګڼل کېږي. په افغانستان کې بلوڅي ژبه په ځانګړي ډول د نیمروز په ولایت کې او د هلمند په ولایت کې ويوونکي لري . دغه ژبه په ۱۹۷۸ زېږدي کال کې د افغانستان په سيمه ييزو ژبو کې رسمي ژبه شوه.
سرچینې
- Jan Marek Dějiny Afghánistánu NLN 2006 (د افغانستان تاریخ)
- Jiří Kepka Jazyky Afghánistánu NLN 2005 (د افغانستان ژبې، پراګ ۲۰۰۵)