لوگر ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Lowgar
لوگر
د افغانستان نخشه Lowgar  لوگر نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
پل عالم
 • ~° N ~° E
د وگړو شمېر (~)
 • گڼه گونه
~
 • /km²
مساحت
~ km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو
دري)

لوگر د افغانستان د 34 ولایتونو له ډلې څخه یو دی. چې د لوگر ویي د پښتو ژبې د دوو ویننو تړنگ دی : (لوی) او (غر)، چې په ختیځ زون کې پرته سیمه ده، چې د کابل په سویل ختیځ کې پروت دی.

آرپوهنه

دلوگر دکلیمې په اړه دوه ډوله څېړنې تر سره شوي.لومړۍ ایتمولوجیکه او دویمه فولک ایتمولوجیکه څېړنه.ایتمولوجي په ژبپوهنه کې دیوې کلیمې یا ویي د ریښې پلټنې ته وايي.او فولک ایتکولوجي بیا په ژبپوهنه کې د یوې کلیمې ولسي یا عامیانه ریښې پلټنې میتود ته وايي.(۱)

په لومړۍ څېړنه کې د لوگر ویی له دوو مورفیمونو (لو) او (گر) څخه رغیدلی دی، چې (لو) دلوی او ستر په مانا او(گر) د غر یا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته (گړه) ویله کیږي او په ټولو سلاوي ژبو کې د(گر،گره،گري) ریښه شته ده.دغه کلیمه په سانسگریټ کې د(گیري) giriپه اوستا کې gairi اورمړي کې د giri په جوله او بڼه استعمالیده، چې دپښتو په ژبه کې د(غر)په شکل لاژوندۍ پاتې ده.(۲)په اردو ژبه کې اوس هم د (گهر)ویی شته،چې کور ته ویل کیږي. زما په آند دا(گهر) د همدغه (گراوغر) زړه بڼه ده.ځکه پخوانیو آریایانو له بیلابیلو سیلاوونو او نوروطبیعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ‌ډیر په غرونو کې میشته کیدل. دا غرونه ددوی لپاره له بیدیا او اوارې څخه ښه په امن استوگنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته (گهر) ویل کیږي، چې هماغه دپخواني (غر) چې د استوگنځي په مفهوم کاریده.اوس هم کاریږي.

د(گر)د کلیمې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی وایي چې:په سانسگریټ کې (غر)ته (گیري) ویل کیږي او په لرغوني فارس کې دغې کلیمې ته د توماسچک په وینا (گر)ویل کیده. اروپایي څېړونکو چې دبابلي کتیبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې د(گر)کلیمه دغره لپاره کارول شوې ده.(۳)

داچې لوگر ته ولې لوی غر ویل شوی،علت یې دادی چې په دې سیمه کې لوړ او دنگ دنگ غرونه ډیر زیات دي، چې لړلۍ یې دپکتیا،پکتیکا او دېره جاتو غرونو ته رسیږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنگه په لوگر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تیریدو سره ژبني تړنگونه تحول مومي او کلیمې خپلې بڼې بدلوي.په آریایي ژپو کې داډول بیلگې زیاتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کلیمه چې له دوو خپلواکو مورفیمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفیم خپلواکه وروستۍ څپه غورځیږي،چې دې عملیې ته په تشریحي ژبپوهنه کې غورځیدن ياDecreasingوايي.دساري په توگه مونږ وایو(مرسته) دا یو مورفیم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوه،لکه (مرستندوی)نو وروستۍ(ه) واوله څپه ترې لویږي. همداډول په پوهنه کې چې په (پوهنځي )کې د (پوهنه)وروستۍ (ه)غورځیږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بیلگې. په ځینو کتابونو کې لوگر ته لهوگر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ایتمولوجیک شالید نه لري.

دلوگر دریم نوم لوکرنا دی. دیونان وتلي او نامتو جغرافیه لیکونکي بطلیموس دکابل څیرمه سیمې د ارگردا(ارغنده) لوکرنا(لوگر)او بگردا(وردگ)په نومونو یاد کړي دي.(۴)له دغو سیمو څخه یوه یې لوکرنا یا اوسنی لوگر دی، چې د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته څېرمه پروت دی.دویمه څیړنه د لوگر دکلیمې په اړه فولک ایتمولوجیکه څېړنه ده.ځېنې خلک وايي چې لوگر د(لوگر)یانې هغه کسان چې لو کوي په مانا دی.داپرځای خبره ده،چې ددغه سیمې خلک خپل معیشت د کرهڼې له لارې سمبالوي او په دغه سیمه کې غنم هم زیات کرل کیږي، خو دا تسمیه له دې خبرې سره هیڅ اړخ نه لگوي.تر کومه ځایه چې زما تجربه ده، نو په لوگر کې دغنمو دلو کولو په وخت کې د لو لپاره له ختیځو ولایتونو څخه کسان راځي او لو کوي، چې په بدل کې یې غنم تر لاسه کوي. ان داچې ددوی دښه لو له کبله ځینې مشرقیوالې کورنۍ په لوگر کې میشته شوي او نورې بزگري چارې پرمخ بیايي. په خپله لوگریان لو او تریشر نه کوي، نو دپورتنیو دلایلو پر بنسټ دغه ایتمولوجي چې د خلکو په ذهنونو کې ېې ځای نیولی ناسمه او ستره تیروتنه ده.

لوگر په خاک پاک(پاکې خاورې ) هم مشهور دی. ددې نوم پس منظر داسې دی، چې حضرت عثمان (رض) (۲۵-۳۵ه) افغانستان ته راننوته، نو پر هغه مهال دده جنگي قومندان عبدالرحمان بن سمره دغزني له لارې لوگر ته راغی.هغه وخت په لوگر کې بودايي دین دود واو لوگریان د نوموړي دین لارویان وو. عبدالرحمان بن سمره ددې سیمې ټول وگړي د اسلام پر سپیڅلي دین مشرف کړل او وروسته بیا دحضرت عثمان (رض) لخوا دیوه لیک په ترڅ لوگر ته د پاکې خاورې يا (خاک پاک) ستاینوم ورکړل شو.

ځمكپوهنه

لوگر دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پرته سیمه ده، چې دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي.دغه سیمه تر کال (۱۳۴۳)پورې دکابل ولایت ادارې پورې اړونده وه، خو وروسته له (۱۳۴۳ه)څخه دیوه جلا ولایت په توگه رامنځ ته شو.(۵) لوگر د اداري جوړښت پربنسټ له شبږو ولسوالیو او ۶۵۷کلیو څخه رغیدلی دی.(۶)ولسوالۍ ېې په لاندې ډول دي.

  • محمد آغه
  • څرخ
  • خروار
  • برکي برک
  • خوښۍ ازره

مساحت ېې ۴۵۶۸۰۰کیلو متر مربع دی او نفوس ېې ۳۳۹۷۰۰کسان دي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې څخه ‍‍۴/۷۵کیلو متره واټن لري.دلوگر ولایت مرکز پل علم نومیږي. دا ولایت دمرکز په زون پورې اړوند دی.خو په غیر رسمي او قومي لحاظ دلوېې پکتیا له ولایتونو څخه گڼل کیږي، چې له کابل، ننگرهار، پکتیا ، غزني او وردگو سره لارې او پولې لري.

په لوگر کې د ایتنیکي جوړښت له پلوه پښتانه، تاجک او هزاره میشته دي.په پښتنو کې لاندیني قومونه ورکې استوگن دي:ستانیکزي،الکوزي،سهاک،شامه خیل،ناصر،احمدزي،مسعود،وزیر،متاڼي او ځینې نور. ددې سیمې اوسیدونکي دافغانستان د لرغوني آریایانو له توکم څخه دي.په لوگر کې داسې سیمې او مینې شته چې تر اسلام دمخه دکوشانیانو،بودایانو دتمدن ښکارندويي کوي.په دغه سیمه کې سیمه ییزه لوگرۍ موسیقي ډیره وده کړې، که چیرې دسیمه ییزې موسیقۍ دسبک په اړه څېړنه وشي،نوشونې ده،چې دافغانستان په سیمه ییزه موسیقۍ کې به دځانگړي سبک په برخه کې لومړی دریځ وگتي.

په ټولیزه توگه باید وویل شي،چې لوگر تر اسلام دمخه دلرغونوکوشانیانو(۱۶۵ز)اوبودایانو(۲۶۰ز)دپیړیو پیړیو مدنیتونو سیمه اومینه اوسیدلې ده.تر اسلام راوروسته(۲۵) هجري کال را په دیخوادسترو اسلامي سوبمنانو کوربه سیمه اوسیدلې ده.چې ښه بیلگه ېې داسلامي تاریخ سترمفسر مولانا یعقوب چرخي یادولی شو.همداډول ددې سیمې ولس دتاریخ په اوږدو کې دیرغلگرو پر وړاندې په تیره توره جهاد اومبارزه کړې ده.میړنی مبارز نایب امین الله خان لوگری او دده پلار غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې ېې کافرستان نورستان کړ اوهغه خلک ېې داسلام په سپیڅلي دین مشرف کړل.همداډول ډاکټرمحمد ولي ناصري اوځیني نور توریالي اومیړني څټې یاولی شو،چې دتاریخ په زړه کې تل ژوندۍ خاطرې دي.

پلازمينه

Logar's capital is the city of Pul-i-Alam, located in the district of the same name. It sits on the main road running from Kabul south to Gardez and Khowst province, which borders Pakistan.

Pul-i-Alam has seen a significant amount of reconstruction since the fall of the Taliban. The main road to Kabul was completed in 2006, significantly reducing travel time to the national capital. Additional projects include numerous schools, radio stations, government facilities, and a major Afghan National Police base situated just south of the city.

Like most Afghan cities, there is little municipal planning or services. Electricity is provided by diesel generators, and wells are the primary source of drinking water.

پوهنه

The overall literacy rate in Logar province is 21%, however, while nearly one-third (31%) of men are literate this is true for just under one-tenth (9%) of women. There around 168 primary and secondary schools in the province catering for 81538 students. There are nearly 2082 teachers working in schools in the Logar province. [1]

وگړپیژنده

پښتانه د لوگړ ولایت اکثریت جوړی چی ۸۰ سلنه یی پښتانه او پاتی نور ۲۰ سلنه یی تاجکان، هزاره او اورمړ دي. [1][2]

ولسوالۍ او نورې سیمې

Districts of Logar. This image does not include Azra district, located to the east of Khoshi and Mohammad Agha.

Until 2005 the district was administratively subdivided into five districts. In that year the province gained Azra District from neighbouring Paktia Province; also part of Charkh District was split off into the new district of Kharwar.

د لوگر ولايت ولسواليگانې
ولسوالۍ مركز وگړي سيمه[3] پرليكون="رښته"يادښت
ازره Shifted from Paktia Province in 2005
بركي برك 101,000 Includes the road linking Pul-i-Alam with Highway 1 to the west
څرخ Sub-divided in 2005
خروار Created in 2005 within Charkh District
خوښۍ Home to one of the few Shiite enclaves in southeast Afghanistan
محمداغه 57,690 (2002) The northern portion of Mohammad Agha is contiguous with the southern 'suburbs' of Kabul
پل علم 108,000 Includes the capital city


سجاوند

دغه سیمه دکابل گردیز او غزني په منځ او د لوگر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.سجاوند دپیړیو پیړیو لپاره لرغونی کولتوري او دتمدن مرکز و.په تاریخي متونو کې هم دغه سیمه کې دیوه ډیر ارزښمن کولتوري مرکز په توگه یاد شوی دی.سجاوند دلوگر هغه لرغونې سیمه ده،چې له غزني سره اداري پوله لري. دسجاوند دسیمې یادونه لرغوني یوناني مشهور جغرافیپوه بطلیموس کړې، چې دلوگر دپیژندلو په اړه ېې په خپلو لیکنو کې ثبت او ظبط کړي دي.(۱۳) تربطلیموس راوروسته چینايي زیارت کونکي هونتسنگ(په لرغونې افغانستان کې ېې دگرځیدو تاریخ شپږمه میلادي پیړۍ) ښودل شوې ده. په اثارو کې دسجاوند سیمه راپیژندل شوې ده.(۱۴)

دنوموړي په قول په(تسوکوتا)کې (دغزني او اوسني لوگر شاوخواسیمې) دشونا په نامه یو ستر معبد(لمونځ ځای) جوړشوی،چې په زرگونه کسان ېې عبادت کوي. دمورخینو په نظر دشونا معبد له اره برهمني او لمر نمانځنې ځای و.(۱۵)په دې ډول سجاوند دلوگر اړنده سیمه ده،چې تاریخي جرړې ېې زرگونه کالونه وړاندې زمانو ته رسیږي .په دغه لرغونې سیمه کې دتخت جمشید په نامه یوه بله تاریخي سیمه شته،چې وروسته به پرې بشپړه رڼا واچوله شي.

دعینکو مس

داسیمه دلوگر دمحمد اغې لودیځ ته پرته سیمه ده،چې له پلازمینې کابل سره ۲۰کیلومتره واټن لري.ددغې سیمې له نوم څخه ښکاري چې دمسو(cu) دمعدنونو درلودونکې بډایه سیمه ده.دکورنیو اوبهرنیو سروې گانو پربنسټ دعینکومس دڅومره والي له مخې دهیواد په کچه دمسو ستر کان دی او دڅرنگوالي له مخې هم په سیمه کې سیال نه لري.برسیره پردې دعینکومس یوه زرخیزه سیمه ده.بلکې یوه تاریخي اوکولتوري مینه تیره شوې ده.چې دتاریخ په اوږدو کې او په تیره بیا د درې لیسیزو جنگ جگړو پرمهال په ناقانونه توگه ځینې کیندنې ورکې شوي.چې په پایله کې ېې له سپینو زرو،گچو او ډبرو څخه جوړې شوې مجسمې رواتي دي،چې شمیر ېې شاوخوا ۱۵مجسمې دي.دا هغه مجسمې دي،چې دقاچاق وړونکو له منگولو څخه ترلاسه شوي دي. دا نو څرگنده نه ده ،چې په دې سیمه کې څومره نور تاریخي اولرغوني توکي شته دي او څومره په ناقانون توگه راایستل شوي دي.خو یوه خبره دپام وړ ده ،چې دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو ددغې سیمې لرغونتیا په زبات ورسوله.همدا لامل شو،چې دحکومتي چارواکو پام ورواوښته او دم گړۍ داطلاعاتو او کولتور وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې (۰۱۲)امنیتي قطعه هلته میشته ده.دلوگر دعینکومس داوسني وضیعت په اړه به وروسته وغږیږم.

مغل خیل

دغه سیمه د لوگر دمحمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.څنگه چې له نوم څخه ېې ښکاري داسیمه په ۱۳مه میلادي پیړۍ کې کله چې دچینگیز لښکرو دافغانستان پر لور لښکر کښي کړې وه، نو په هغه مهال ددغو لښکرو ځینې کورنۍ په همدغه سیمه کې دلنډ وخت لپاره میشته شوي وو،چې وروسته بیا بیرته ستانه شول.خو داسیمه بیا همدغو مغلو کډوالو ته منسوبه شوه.داڅرگنده نه ده، چې دغه مغلي کورنۍ به چیرته تللي وي.خو په دې سیمه کې دمغلي کورنیو دتل پاتې کیدو امکان ځکه نشته چې دامهال په دغه سیمه کې اصیل اریایان پښتانه قومونه اوسیږي ،چې ډیر ېې ستانیکزي دي او شاوخوا ۲۰۰۰۰نفوس جوړوي.

زرغون ښار

زرغون ښار دلوگر یو له لرغونو سیمو څخه ده، چې تر دې مهاله ېې په اړه بشپړعلمي مالومات په لاس کې نه شته.خو تر کال ۱۹۲۹ز پورې ددغې سیمې نوم سبزاباد و،چې وروسته بیا د وزیر محمدگل خان مومند په حکم په زرغون ښار بدل شو.تر دې مهاله په همدغه نوم یادیږي.داسیمه دمحمد اغې په لودیځ کې پرته سیمه ده،چې پاړسي ژبي ېې زرغون شهربولي.

په زرغون ښار کې دهیوادپه کچه یو ډیر مشهور زیارت دی،چې دخواجه صدر اولیا زیارت په نامه یادیږي.ددغه روحاني شخصیت قبر ته د هیواد له ډیرو برخو څخه خلک د دم او دعا لپاره ځي راځي.دولسي خلکو په وینا:خواجه صدراولیا له نن څخه شپږ پیړۍ وړاندې په همدغه سیمه کې دخدای دیوه دوست په توگه تیر شوی دی.وايي:یوه ورځ خواجه صدراولیا په لمانځه ولاړ و،چې مور ېې ترې اوبه وغوښتې ،خو ترڅوچې هغه لمونځ خلاصوه،نو مور ېې بیرته ویده شوې وه.کله چې نوموړي سلام وگرځاوه،نو سمدلاسه ېې جام له اوبو ډک کړ او دمور کټ ته ودرید،خو هغه ېې له خوبه ویښه نه کړه.مور ېې هماغسې ویده وه.پس له څو گینټو انتظار وروسته مور ېې له خوبه پاڅیده ،دده له لاس څخه ېې داوبو یخ جام واخیست،خو له جام سره دخواجه صدراولیا دورغوي غوښه هم پرې شوه.ځکه چې اوبه هم یخې وې او موسم هم سوړ ژمی و.مور ېې ددې پیښې په لیدو ډیره خواشینې شوه، دخپل زوی د مینې ادب او درناوي په چلند ډیره و ویاړیده او ډیره خوښه شوه او دعا ېې ورته وکړه،چې اې خدایه ته زما زوی د والیانوسر کړې .خلک واېې له دې پیښې وروسته ده ته دخواجه صدراولیا نوم و رکړل شو،چې له همدې شیبې وروسته له ده بیلابیل کرامتونه څرگندیدل.ځکه خو ېې زیارت ډیرمشهور دی.زرغون ښار ته دهمدغه زیارت لپاره خلک ډیر ځي راځي.دده زیارت په لرگیو نقاشي شویو ستنو دریدلی او ښکلی شوی دی.له دغو نقاشی شویو لرگیو څخه ښکاري چې دا زیارت ډیر پخوانی دی.همدا ډول خلک وایی چې له نن څخه شاوخوا ۳۰کاله پخوا په دغه زیارت کې یوه توره ډبره وه،چې یو متر سور او نیم متر ېې پلنوالی و.دې ډبرې په ډیروجگړو کې دغلگرو پر وړاندې دنورو غازیانو په ډله کې جهاد کاوه.همداراز دې ډبرې هغه پخواني افتونه له منځه وړل ،چې خلکو ته به دزیان لامل گرځیده. ددې تیږي دمبارزو څرگندنې نښې دا وې،چې دشپې له خوا به غیب وه. سهار وختي مخکې له اذانه په وینو ککړه په خپل ځای کې ایښې وه.یانې هرو مرو به ېې کومه بلا یا افت له منځه وړی و.خوله بده مرغه په تیرو درې لسیزو جگړو کې دا په زړه پورې عجیبه او غریبه ډبره یو په یو غیب اوتري تم شوه.

د جمشید تخت

دا لرغونې او تاریخي سیمه دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده.لکه څنگه چې دنوم له قرایینو څخه یې ښکاري،نو لرغونتیا ېې د آریایانو دریم ستر افسانوي پاچا جمشید زمانو ته رسیږي،چې ۲۵۰۰قبل المیلاد ېې تاریخي جرړې غزیږي.له تخت جمشید سیمې څخه دسروزرو اوسپینو زرو دوه مجسمې نارینه اوښځینه ترلاسه شوي دي،چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پرمهال له دغې سیمې څخه قاچاق شوي دي. دا نو څرگنده نه ده، چې دا دوه سترې تاریخي مجسمې په کوم بهرني موزیم کې دنندارې لپاره ایښودل شوي وي.همدا ډول له تخت جمشید څخه داسې ډبرینې لیکنې لاس ته راغلي،چې ددې سیمې دپیړیو پیړیو لرغونتوب په زبات رسوي.

شاهي کلا

دا کلا او دا سیمه اوس دیوه واړه کلي حیثیت لري او په سلگونه کورنۍ ورکې میشته دي.دا کلا دلوگر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.دا سیمه هم یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده، چې ستانیکزي او پوپل زي په کې میشت دي.دنوموړې سیمې په اړه لیکني مالومات په لاس کې نه شته.خو له تاریخي شالید څخه ېې ښکاري،چې کله له محمد اغې سیمې څخه دبیلا بیلو پاچایانو اوپه ځانگړي توگه دغزنوي پاچاهانو لړلۍ(۳۵۱-۵۸۳ه) قافلې او کاروانونه تیردل ،نو ددغو کاروانونو لوړپوړي چارواکي اوشاهان په همدغه سیمه کې دشپې یا دورځې لخوا تم کیدل.ځکه چې دغه سیمه ددوی لپاره دښکار او امن ځای بلل کیده.ددې کلا کوم څرک نه تر سترگو کیږي ،خو داسیمه دشاهي کلا په نامه اوس هم یادیږي او دیوه غټ کلي نوم دی.خو دې کلا ته لږڅیرمه دپړاو په نامه یوه لرغونې کلا اوس هم شته چې په اټکل سره دا به هماغه شاهي کلا وي او ددې کلي اړوندې سیمې هغه مهال دهمدغې کلا په نامه یادیدې یا به ددې کلا په مربوطاتو کې شاملې وې.

سلطان صیب غر

که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري،خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.نو ځکه په دغه لیکنه کې ېې یادونه اړینه بولم.سلطان بابا دلوی خدای «ج» دوست او ولی الله و.په زړه ډیر نرم او لورین و.هیچاته په سزا ورکولو خوښ نه و. نوموړی دلوگر افسانوي اواسطوریزو کیسو مذهبي زورواکی او ولي الله تیر شوی دی.

سلطان صیب په مټو ډیر غښتلی سړی و.خلک داسې وايي چې:کله سلطان صیب پر دې پوه شو،چې په اخرت کې دمسلمانانو لپاره جنت او دکافرانو لپاره دوزخ جوړ شوی، نوسلطان صیب د دوزخ په جوړیدو سخت خواشینی شو.په همدې فکرونو کې و،چې دمحمد اغې سرخاو کلي ته څیرمه غره ته وخوت او په همدغه غره کې ېې د دوزخونو د ورانولو تکل وکړ،چې دوزخونه له منځه یوسي.سلطان صیب وروسته له دې پریکړې په همدغه غره کې تر ننه پورې غیب اوتري تم شو.دغه غر چې دسلطان صیب غره په نامه یادیږي په سرخاو کلي کې پروت دی،له دغه غره څخه لږ وړاندې دلته بند لاره ده. داغر تل په واورو پټ او گنگل وي او داوسیدو څه امکانات په کې نه لیدل کیږي.

ولسي وگړو گروه دا ده،چې خدای «ج» دخپل ددغه دوست له دې پریگړې څخه ناخوښه شو او نوموړی ېې په همدغه غره کې په کچه گوته په زنځیرونو وتاړه.خلک وايي ،چې کله سلطان صیب چې په غره کې په زنځیرونو تړلی دی،له زنځیرونو خلاص شي، نو ټول دوزخونه به له منځه یوسي او ړنگ به ېې کړي.په دې اړه په لوگریانو کې ځانگړې سندره هم ویله شوې ده.


سلطان گړندی پیر ده

تړلی په زنځیر ده

که خلاص سو دی به وران کړي دوزخونه

جوړ به کړي جنتونه


وايي،چې یوه ورځ یوه کوچۍ شپنه د خپل سیرلي په لټه پسې ددغه غره یوه سوري ته ننوته، هلته ېې سلطان صیب ولید،چې په زنځیرونو تړلی و او اوږده ږیره ېې وه. سلطان صیب دې پیغلې ته د ډالۍ په توگه یوه سره مڼه ورکړه،چې دده حال به چاته نه وايي. شپنې هم ورسره ژمنه وکړه،چې دسلطان صیب حال به چاته نه وايي.خو کله چې کوچۍ کلي ته ستنه شوه او خلکو ېې په لاس کې په سوړ ژمي کې سره او تازه مڼه ولیده پرې شکمن شول او ورڅخه ېې دحال پوښتنه وکړه. کوچۍ مجبوره شوه چې خپل دسترگو لیدلی حال یوپه یو دوی ته نقل کړي. کوچۍ شپنې دسلطان صیب ټوله کیسه کلیوالو ته بیان کړه او وروسته له دې بیانه کوچۍ شپنه گونگۍ او لیونۍ شوه.

له دې اسطورې څخه مونږ دوه اخیستنې تر لاسه کولی شو. یوه دا چې دا کیسه مذهبي او گروهی اړخ لري او کټ مټ ېې اسطوره بللی شو.مسلمانان په دې عقیده دي چې، دقیامت له علامو څخه یوه داده چې مهدي «ع» به راځي او له کفارو سره به جنگ جگړې کوي. همدا ډول مسلمانان پر دې گروهمند دي،چې په اخره زمانه کې عیسی «ع»له اسمانه راکوزیږي، دڅلویښتو کالو لپاره به یوه عادله واکمني کوي، ظلمونه به ختم کړي ، ظالمانو ته به سزا ورکړي او مظلومان به په خپل حق ورسوي.

په همدې شان اهل تشیع وال معتقد دي،چې امام حسین او امام حسن داخرې زمانې د رارسیدو او د یوه اسلامي واکمنۍ لپاره په یوه غره کې چمتوالی نیسي. خو داڅرگنده نه ده،چې دا غر به کوم غر وي. اهل تشیع وال په دې گروهمن دي،چې کله ځمکه لږ څه ولړزیږي،نو دوی ورته گذر وايي او دا مانا ترې اخلي،چې گواکې د گذر پر مهال د ځمکې په تل کې د امام حسین او امام حسن داسپونو کاروانونه او قافلې روانې وي.نو ځکه ځمکه لړزیږي.

دسلطان صیب کیسه کټ مټ دغو کیسو ته ورته ده. دنوموړي په کیسه کې دویمه اخیستنه دا ده،چې دده موخه د دوزخونو له ورانولو څخه زما په آند داده،چې ده ظلمونه او ناخوالې په نړۍ کې له منځه وړل.کله چې د ځمکې له مخ نه عدالت او نیاو ورک شي، زورزیاتی وده وکړي، نو همدا رنگینه نړۍ خلکو ته سوراور او دوزخ گرځي او دوزخ ته ورته څیز ترې جوړیږي.نو ځکه دده د دوزخونو له منځه وړل همدا د ناخوالو له منځه وړل دي. او جنتونه جوړول دا مانا لري،چې گوندې دی به یو داسې ښکلې او عادله نړۍ رامنځ ته کړي،چې دجنت په څیر وي.هلته به هیڅ ډول تاوتریخوالی ،زور زیاتی او ظلمونه نه وي.حق به حقدار ته رسیږي.دجنت په څیر ښکلې خوشاله او رنگینه نړۍ به رامنځ ته کړي.

سقاوې دښته

داستره او ارته دښته دکابل او لوگر په منځ کې پرته ده،چې په سلگونه جریبه ځمکه ېې راچاپیره گړې ده.ددې سیمې دنوم ایښودو شالید داسې دی،چې تر دې نوم وړاندې ددې سیمې نوم سې گاوه و. «سې گاوه»په سقاوه واوښته. دسې گاوه نظر هم سم او پرځای ځکه چې د افغانستان په سویل لودیځ کې اوس هم د ششگاو په نامه شته ده.او دا نوم ایښوده ځکه شوې چې پخوا په ځمکې دغوایانو په حساب گز کیدې چې وروسته وورسته په میټریک سیسټم واوښتې، نو ددې سیمې تاریخي پس منظر په دې ډول تیر شوی دی.

برکي راجان

داسیمه هم یوه لرغونې سیمه ده.تاریخ ېې لرغونو بودایانو(۲۶۵ز) ته رسیږي.او هغه ځکه چې دبرکي واکمن پر هغه مهال هندي راجا و.وروسته بیا برکي په برکي راجا یا راجان ونومول شو.په دې توگه په لوگر کې دهندي واکمنانودواکمنۍ لړلۍ۲۶۵زکالونو ته رسیږي.هغه مهال ددې سیمې اسیدونکي لا داسلام پر سپیڅلي دین نه وو مشرف شوي. دغو وگړو دبودايي مذهب پیروي کوله.


گمران

داسیمه دلوگر دمحمداغې لودیځ لور سپیدسنگ سیمې ته څېرمه پرته ده.دگمران دنوم دایښودو په اړه دوه فولک ایتمولوجیک نظریات شته دي.یو لړ خلک وایي چې: دغه نوم په اصل کې د(گم)او (راهان) زړه بڼه ده.چې دلارې ورکونکي په مانا دی.وروسته دوخت په تیریدو سره د(گمراهان) «ه» ترې لویدلې ده او گمران منځ ته راغلی دی.گمران يا گمراهان دمغلو دلښکرو هغه ډله وه،چې په (۱۳) مه میلادي پیړۍ کې دافغانستان په جنوبي سیمو یرغل راوړی و.په دې ترڅ کې څو مغلي لښکرو په همدغه سیمه (گمران) کې خپله لاره غلطه کړه او بیا همدغلته استوگن شول، چې په پایله کې داسیمه د(گمران یا گمراهان) په نامه دوی ته منسوبه شوه.

دویم نظر دا دی،چې خلک وایي (گمران) له دوو کلیمو«گم» او «ایران» څخه رغیدلی دی.تاریخي شالید ېې داسې دی،چې کله دایران صفوي شاه(۱۶-۱۸ز پیړۍ) په کال ۱۵۰۲زکې دافغانستان ځینې سیمې ونیولې. په دې سیموکې لوگر هم شامل و، ایراني صفوي لښکرو په همدغه (گمران) سیمه کې خپله لار غلطه کړه،چې وروسته داسیمه دوی ته منسوبه شوه.یانې «گمران» یا (گمران) هغه ایرانیانو چې خپله لاره ورکه کړې ده.په دغه تاریخي سیمه کې تاجک او پښتانه عبدالرحیم زي میشته دي او د پلازمینې کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ سره ۱۲کیلو متره واټن لري.

دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت

دلوگر ټولې لرغونې سیمې دیوې لسیزې په ترڅ کې ډیرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډیرو برخو کې ېې په خپل سري توگه کیندنې ترسره شوي دي،چې دلته ېې څو بیلگو ته کتنه کوو.

د لوگر سجاوند له تخت جمشید سیمې څخه دوه دسروزرو مجسموچې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، کیندل شوي او بیا دطالبانو د واکمنۍ پر مهال( ۱۹۹۵ – ۲۰۰۱ ) دگریز له لارې پاگستان ته قاچاق شوي دي.تر دې مهاله ددغو سترو دوو لرغونو توکو برخلیک نه دی څرگند.(۲۴)

همدا ډول د لوگر له عینکو مس څخه ۱۵مجسمې،چې له سرو،سپینو زرو او گچو څخه جوړې شوې وې.په ناقانونه توگه کیندل شوي، خو له نیکه مرغه،چې دا مجسمې په گردیز کې دامنیتي ارگانونو لخوا دقاچاق وړونکو له منگولو څخه ونیول شوې او بیا دلوگر اطلاعاتو او کولتور ریاست ته وسپارل شوې ،خو له بده مرغه ددې لپاره چې په دغه ولایت کې دلررغونو اثارو دساتنې لپاره کوم ځای شته نه و،نو دا۱۵کولتوري شتمنۍ ملي موزیم ته ورانتقال شوې.(۲۵)

د خروار په کافر کوت سیمه کې دطالبانو له وخته راهیسې کیندنې شوي او کیږي.ویل کیږي،چې په دغه سیمه کې دیوه زاړه ښارگوټي نښې نښانې لیدل شوي،چې پرکال ۱۳۸۳کې دافغانستان دهغه وخت دکورنیو چارو وزیر تاج محمد وردگ او داطلاعاتو او کولتور وزیر سیدمخدوم رهین هم له دغه لرغوني ښارگوټي څخه لیدنه وکړه.په پایله کې ددغه ښارگوټي د ډیرو سرویگانو ژمنې ېې ورکړې.خو په عمل کې ددې سیمې لپاره هیڅ کار تر سره نه شو.ددغه ښار نښې شاوخوا۲۰متره ساحه راچاپیروي.اوس ددې سیمې په شاوخوا کې ولسي خلکو کورونه ودان کړي دي.همداراز ډیره برخه ېې د خلکو له خوا غصب شوې هم ده.دلوگر داطلاعاتو او کولتور دریس په وینا:په کافر کوټ کې دگردیز یو تن اوسیدونکی حاجي عبدالوهاب وخت پروخت کیندنې کوي.(۲۶)

دخوښۍ ځای دی،چې دامهال د لوگر په عینکو مس کې دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ۰۱۲ ځانگړې قطعه ځای پرځای شوې ده.داڅرگنده نه ده،چې دوی به وکولی شي،دا سیمه ټوله تر ولکې لاندې راولي.ځکه هلته اوس دیوه چینایي شرکت لخوا دمسو کان د استخراج دلومړني پړاو کار دوام لري، او امنیت ېې یو ډله ملي پولیسو او شخصي امنیتي شرکت پرغاړه ده.اندیښنه داده،چې دملي پولیسو، شخصي امنیتي شرکت او د اطلاعاتو فرهنک وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ( ۰۱۲ ) قطعې تر منځ همغږي نه شته.نو له دغې خلا څخه قاچاق وړونکي ښه گټه پورته کوي. ان کیدای شي،چې خپله امنیتي کسان دپیسو په بدل کې له قاچاق وړونکو سره مرسته وکړي.ځکه دغه لرغوني توکي په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.په دغه سیمه کې تر دې مهاله په ښکاره توگه کیندنې نه کیږي،خو کیدای شي،چې شپې لخوا کیندنې تر سره شي. اوس مهال دلوگر دعینکو مس ته د ډیرو شرکتونو پام وراوښتی دی.آن ځینو نړیوالو شرکتونو ورباندې شخړې اوسیالۍ درلودې.یوه بله اندیښنه دا ده چې ، پر دغه مسو کان باندې دامریکې او چین تر منځ اقتصادي رقابت دی.ځکه له کله نه چې په دغه سیمه کې چینايي شرکت کار پیل کړی دلوگر ولایت امنیت ډیر خراب شوی دی.ځینې کسان وايي،چې په دې نا امنیو کې دهغو هیوادونو لاس دی کومو،چې ددغه مسو کان داستخراج سیالۍ کې ماته وخوړه،او نه غواړي چې د امن په فضا کې دا مس استخراج شي.دمسو دکان استخراج کونکي ډیر بهرنیان دي.که دغه بهرنیان ددغې لرغونې سیمې دلرغونو اثارو په شتون پوه شي او ددغه اثارو دغه پټ راز بربنډ شي، نو په دغه سیمه کې دبهرنیانو نفوذ به ددې سیمې د لرغونو اثارو لپاره په ستر گواښ بدل شي.

دلوگر دلرغونو سیمو او لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې پروړاندې ستره ستونزه او خنډ دا دی،چې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې ټوپکوال او زورواکان واکمن دي.په اټکل سره ځینې کیندنې او قاچاق ددغو زورواکانو په مرسته یا د دوی په ډاډگیرنه ترسره کیږي داپه داسې حال کې ده ،چې څه موده وړاندې امریکايي لرغونپیژندونکې نانسي هیچ دوپري Nancy Hatch Dupree چې له شپږو لسیزو راپه دیخوا دافغانستان په برخه کې کار کوي،پر افغان حکومت نیوکه کوي،چې فرهنگي او تاریخي میراثونو ساتنې ته ېې د خپل کار په لومړیتوبونو کې ځای نه دی ورکړی.دغه میرمن وايي چې: په افغانستان کې لرغونو توکو ته ډیر زیان اوښتی او افغانان دخپل فرهنگ په اړه ډیر مالومات نه لري.(۲۷ )


سرچینې

  1. 1.0 1.1 Logar provincial profile
  2. د درک ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named CCS
  3. Afghanistan Geographic & Thematic Layers

باندنی تړنې

کينډۍ:د لوگر ولسوالی