د تخار ولايت
تخار ولایت پخوانیو آریایانو دا سیمه د تخارستان په نوم یادوله، وروسته یې د تالقان تر نوم خپل شهرت وساته او د قطغن، بدخشان د ولایتونو له ډلې څخه وشمیرل شو. په وروستیو کې د یو ځانګړي ولایت په توګه وپیژندل شو. مارکوپلو په دیارلسمه میلادي، پیړی کي دې ولایت د سمسورو باغونو، میوو، پسونو، انګورو او د مالګې د معدن یادونه کوي، چی اوس هم په تالقانو کي شیشه یی نیمه شفافه مالګه ډیره ده. په ۱۳۴۳ هجری شمسی کال کي د فرانسویانو تر کیندنو وروسته د آمو سیند ته په نژدې برخو کې د آی خانم مشهور ښار څرګند شو، چې د مقدوني شاهانو د مرکز څرګندویې یې کوله. دا ښار له سکندر نه وروسته جوړ شوی و. په دې ښار کې ډیرې وړې او لویې د ګریک او بودیک په دود جوړې مجسمې په لاس راغلي، چي ۲۰۰ کاله وروسته تر میلاده زمانې پوري اړه لري، نو په همدي اساسدا پخوانی او لرغونې سیمه راپیژني. د دې ولایت غرونه واوره لري او د نژدي سیمو اراضي یې د آمو د سیند له آمله باراني او نمجنه ده. د اوړی په موسم کي له ۲۵ څخه تر ۳۰ درجو تودوالی لري او د ژمي په موسم کې – ۱۵ او -۱۰ درجو سانتي ګرید ته راښکته کیږي. کلنی اورښت یې ۱۸۰۰ او ۱۰۰ ملی متره په تالقان کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو تر منځ بدلون مومي. د خشکک، خواجه محمد، کلفګان، غنیرکوه، تاخچه خانه او د چال غرونه یې مشهور دي. همدا راز د آمو، کوکچه، تالقان سیند، فرخار سیند او د چان رود یې مشهور سیندونه دي. دي ولایت لرغون اریایي فرهنګ ساتلی دی. بزکشي، سپورت، نیزه بازي او د آس سپرلی یي مشهورې لوبې او تفریحی فعالیتونه دي. زنانه یې په کورونو کې قالینې او قاغمي اوبي. د هلکانو او جنکیو ډیرې لیسې لري او یو پوهنتون هم د هلکانو او جنکیو د تحصیل لپاره زمینه برابره کړې ده او یوه ورځپاڼه هم لري. د دې ولایت خلک له مالګی، قالینې،چارمغز، پستې، بادام، خټکي، غنم، جوار او وربشو د صادراتو په توګه استعمالوي. ددې ولایت خلک ۳۰۹۰۰۰ اکړه ابي او ۴۹۰۰۰۰ اکړه للمي ځمکې لري او ۲۴۸۵۰۰ جریبه ځمکه یې د چارمغز، وله، چنار، پنجه چنار او د تیري پاڼې لرونکیو ځنګلونو نیولې ده. ددې ولایت اداري تشکیل لاندې اداری واحدونه لري: تالقان ښار د ولایت مرکز، بنګی علاقه داري، اشکمش ولسوالی، چال علا قه داری،کلفګان علاقه داري، ورسج علاقه داري، فرخار ولسوالي، رستاق ولسوالي، چاه اب ولسوالي، ینګی قلعه ولسوالي، درقد علقه داری،
مساحت نفوس د ۱۹۹۰ کال اټکل ولسوالی ۱۵۰۲ ۱۳۹۴۲۱ تالقان 1 ۱۹۱۴ ۱۰۱۹۴۷ روستاق 2 ۳۴۳ ۵۰۰۱۶ خواجه غار 3 ۷۴۵ ۳۲۱۰۹ اشکمش 4 ۴۸۰ ۲۰۴۷۰ بنګې 5 ۵۶۱ ۱۷۷۰۱ چال 6 ۷۷۵ ۵۷۱۶۷ چاه آب 7 ۷۲۸ ۴۱۲۸۷ ینګی قلعه 8 ۴۲۲ ۱۳۸۲۹ درقد 9 ۱۴۹۰ ۲۹۶۲۷ فرخار 10 ۲۸۹۱ ۲۸۵۱۸ ورسج 11 ۵۵۲ ۲۵۴۴۰ کلفګان 12 ټول مساحت ۱۲۴۰۳ ټول نفوس ۵۵۷۵۳۲ 13
|
|||||||