پنجوايي ولسوالۍ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د پنحوايي ولسوالۍ مازيگرنی انځور

پنجوايي ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۸۲،۸۰۰ وگړو ته رسېږي.[1] نوموړې ولسوالي د كندهار ښارڅخه لوېديځ لوري ته په ۲۰ كيلومترۍ كي پرته ده. د پنجوايي ولسوالۍ زيات شمېر خلک په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي، دا ولسوالي خورا تاريخي بهير لري او د جغرافيايي موقيعت له امله هم ځانگړي ځاي لري. پنجوايي دکندهار يوه هغه ولسوالۍ ده چې په دې ولسوالۍ كې څو دورې مدنيتونه تېر شوي دي او دا ولسوالۍ د شمشېر غار په نسبت ډېر نوم لري. داسې اټکل کېږي چي د دې ولسوالۍ ۲۴ زره جريبه ځمکه باغونه او ۹۰ زره جريبه کروندې لري ،چي مهم پيدا وار يې انگور،انار،غنم ،اوربيشي او نور دي. د نوموړي ولسوالۍ لږ وگړي په مالدارۍ بوخت دي. په پنجوايي ولسوالي كي بېلا بيل قومونه اوسيږى، لكه: الکوزي، نورزي ، اڅكزي، ساکزي، كاكړان او باركزي.په نوموړې ولسوالي كي لوى قومونه نورزي او الكوزي دي، چي د دغې ولسوالۍ زيات نفوس تشکيلوي.په يادي ولسوالي كي اوس مهال يو روغتيايي مرکز شته، چي نارينه او ښځينه ډاکټران پكښي كاركوي او نور ټول مهم بستونه يې خالي دي. په پنجوايي ولسوالۍ کي زياته برخه خپله ځايې خلک تشكيلوي، او ډيرو كمو خلکو له نورو ولسواليوڅخه پنجوايي ته كډه کړې، چي ددې ولسوالي د زراعت چاري پر مخ وړي.

په پنجوايي ولسوالي کي ۳۶او ۳۷ په شاوخوا کي لوي کلي سته چي مشهور يي سپېروان، زنگاوات، پاشمول، مشان، تلوكان، كلك، سلوغۍ، اشوغه، ناخنۍ، ماشور، صالح خان، صلوات، چهل غور، زلخان ، کوبى ، او نور ډېر آباد كلي دي. د حامدکرزي د واکمني پر مهال پنجوايي او ميوند ولسواليو څخه بيلي سوې او د ژړي ولسوالۍ د کندهار د ولسواليو په تشکيل کي اضافه سوه د علامه عبدالشکور رشاد بابا د معلوماتو له مخي د پنجوايي ولسوالۍ ذکر۱۱۰۰ كاله پخوا سوى دى، ځكه د پنجوايي لومړى ذكر د جيهاني په المسالك والممالك كې راغلي دى او جيهاني ته منسوب المسالك و الممالك غالباَ د څلورمې هجري سدۍ په لومړي نيمايي كې حتى په لومړي ثلث كې ليكل سوى دى او بيا په دغه قرن كې اسطخري او ابن حوقل هم د دې يادونه كړې ده. علامه بابا همدارنگه زياتوي چي د پنجوايي ذكر په اراضي خلافت شرقي كې، لوسترنج هم كړى دى او هغه ليكي، چې له بسته څخه څلور مزله لرې پنجوايي واقع دى او له هغه ځايه يوه لار تللې ده، چې د غزني شمال خواته ځي. بله لار پښين ته تللې، چې هلته يې باښين بولي. له پنجوايي څخه ۵ كيلو متره د شرق خوا ته يو، دوه غارونه دي چې يوه ته شمشېر غار او بل ته تور غار وايي. تور غار يې ځكه بولي، چې هغه ډېر تياره دى او هيڅ رڼا په كښې نسته. شمشېر غار كوچنۍ دروازه لري، دروازه خو يې نسته، دغار خوله ده او د ارغنداب د رود پر غاړه، تقريباَ له روده سل متره جگه د غار خوله واقع ده، خلك چې هلته د تحقيق يا ميلې لپاره ورځي نو گيسونه او څراغونه ورسره اخلي. هلته يو په بل پسې، پنڅه مغارې موجودې دي، داسې ويل كېده، يا په عوامو كې ويل كيږي چې دلته يو د تورو څرخ و، چې په طلسم گرځېده او ځكه يې شمشېر غار باله او دغه طلسم هغې خواته د طلا وو خښتې پرتې وې.

باباصاحب چې په كندهار كې يو لوى ولي تېر سوى دى، وايي: دغه سړى ورښكته سو، تر دغه طلسم تېر سو او يوه دانه د طلا خښته يې ورسره را واخستله، مگر دا عوامي خبرې دي.

د ارو پايي او امريكايي تاريخپوهانو دې غار ته په ۱۹۳۰ كې فكر سو او موسيو هاكن د يوه، هيئت په مشري دې غار ته ورننوت او هلته يې عكسونه واخستل، بيا په نولس سوه څو پنځوس كې بل هيئت د امريكايانو ورغى چې هغوى هلته يو څه كيندنې وكړلې او د كنشكا د زمانې يا د كوشانيانو د زمانې اثار يې پيدا كړل. پخپله پنجوايي د كندهار د احمدشاهي ښار په لويديځ كې لږ جنوب ته مايل ۲۸ كيلو متره لرې واقع دى.

د دغې پنجوايي د كلي چې د ولسوالۍ مركز دى، له دې څخه ۸ كيلومتره لرې بيا د ډيمراسي غونډۍ پرته ده، چې هلته هم كيندنې سوې دي، وايي چې په هغه كې د څو مدنيتونو اثار ښكاره سوي دي. ځينې كسان داسې فكر كوي چې دا د ديمتريوس له نامه سره ارتباط لري.

ديمتريوس د قبل الميلاد له باكتر و يوناني پاچاهانو څخه و، احمد علي كهزاد وايي: ډيمراسي د " مور اوسي" محرف شكل دى او هلته يو بت پيدا سوى دى، چې د مور د رب النوع نماينده گي كوي، غالباَ دا به د مور اوسي په نامه و او اوس به له هغه څخه ديمراسي جوړ سوى وي. نو پنجوايي په افغانستان كې له هغو سيمو څخه دى چې له ذكر څخه يې موږ ۱۱۰۰ كاله پخوا اسناد لرو. که څه هم ،چي دپنجوايي دنوم دمعني په اړه پوره معلومات نه سته ،خو اسطخري، چې په ۳۷۵ كې يې خپل اثر المسالك و الممالك ليكلى دى، هغه وايي دا د پنځو رودونو معنى لري، خو اوس په پنجوايي يا د پنحوايي په سيمه كې موږ درې رودونه وينو چې سته، چې يوې ته ډورى، بل ته ترنك او بل ته يې ارغنداب وايي، دوه روده نور نسته، چې د دې خبره پرې رښتيا سي، خو ده دغه معنى كړې ده. پنجوايي ولسوالي د ميړنو اواتلانو ټاټوبي دي چي هر وخت خوځښتونه او پاڅنونه له همدې سيمي څخه پيل سوي دي پنجوايي ولسوالي په غيږ کي د ادب د ډگر تکړه کسان هم لوي سوي چي شمس الدين کاکړ او ملا محمد حسن اخند اسحاقزي يي هغه شاعران دي چي تاريخ يي نومونه تر اوسه ژوندي ساتلي دي. په پنجوايي ولسوالي کي نور مشهور کسان لکه شيخ قلند بابا،خيبره بي بي، مهروبي بي،سيد اسلم جان اغا او داسي نور ډير سته چي نومونه يي زما په ياد نه دي، او تر اوسه يي کوم ليکوال هم په اړه پلټني ندي کړي

دا هم وگورۍ

سرچينې