اوېستا
د ويکيپېډيا لخوا
| لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
اوېستا د افغان فیلسوف او د څینو په اند الهي استازي (پیغمبر) زردشت د لرغونو مذهبي شعرونو هغه ټولګه ده، چې یوویشت نسک (کتاب) یې لرل، او په نننۍ بڼه پینڅه ځانګې لري. دا پینڅه ځانګې له یَسنه چې پدې کې د زردشت ویناوی د ګاهان په نامه راوړل شوي څا پرڅای شوي، یشت (سرودونه)، وندیداد، ویسپرد او خردهاوستا ځخه عبارت دي.
د اوستا مانا
د اوستا ویي خپله د اوستا په کتاب کې ندې راغلې. دا ويي د پوهې او پېژندنې په مانا دی، چې د وېدا (هندي مذهبي کتاب) له ویي سره په ریښه کې ګډ ښکاري.
د اوستا ژبه
هغه ژبه چې اوستا پرې لیکل شوې د اوستا په نامه یادېږي. اوستا په دوه ګړدودونو لیکل شوې، یو ګړدود چې د زردشت ویناوی (ګاهان) پرې لیکل شوي او بل ګړدود نوې ګړدود نومول شوې دی. اوسمهالې اوستا یو پر درېیم د ساساني پیر اوستا جوړوي. د یادولو وړ ده چې د ساسانیانو د پیر اوېستا یوویشت نسکه (کتابونه) لرل.