معروف ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۱°۲۶′۱۸″شمال ۶۷°۰۲′۱۲″ختیځ / 31.4383347°شمال 67.0368048°ختيځ / 31.4383347; 67.0368048  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه کندهار ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2024 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053303[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

معروف ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۲۷،۷۰۰ وگړو ته رسېږي.[۳]

دبارکزو د شاغاسيانو دلويې کورنۍ پيژندنه

دبارکزو د شاغاسيانو کورنۍ : اړينه ګڼم چه لومړى دشاغاسيانو دکلمي سره اشنا سو :

ايشک اقاسي ترکي کلمه ده چه د دروازي سردار ته ويل کيږي په افغانستان کښي د احمدشاه بابا پر مهال د ايران د قاجاري دولت د دربار د تشکيل څخه اخيستل سوى دي چه هغوى به دتشريفاتو ادارې ته ايشيک خانه او د هغه مقام مسئول ته يا د (تشريفاتو ريس) ته يې ايشيک اقاسي وايه چه د وخت په تيريدو سره د اقاسي کلمه په شاغاسي واوښته  او دافغانستان په معاصر تاريخ کښي دشاغاسيانو تر ټولو لويه کورنۍ د لويناب شيردل خان وه او دکندهار دمعروف ولسوالۍ اوسيدونکي وو دا کورنۍ د کندهاري سردارانو (د  سردار پاينده محمد خان بن حاجي جمال خان بن حاجى يوسف ( توپچى باشي) بن محمد نيکه پنځه وروڼه چه له يوې مور وه دکندهاري سردارانو په نوم ياديږي ) دبارګزيتوب پرته يې نوري اړيکي ورسره نه درلودي کله چه کندهارى سردارانو کهندل خان ، شيردل خان ،او پردل خان پر کندهار هغه مهال حمله وکړه کله چه شاه محمود سدوزى د خپل زوى شهزاده کامران سره يوځاى کابل ته د امير دوست محمد خان د ليري کولو په خاطر کندهار پريښود لومړى سړى چه د نورزو دشاه برج کلاته پر زينه ورواښتى سردار شيردل خان و ميرداد خان عمرخانزي بارکزى ته دزړه ورتوب له امله د ايشک آقاسي ګرۍ منصب ورکړ ده د امير دوست محمد خان چه د بارګزو د سلطنت (1843-1863) لومړى بنسټ ايښودونکى وو په دربار کښي پوره نفوذ درلود د امير لور د ميراداد خان بارکزي زوى شاغاسي شيردل خان ته ناسته وه شيردل خان د اميردوست محمد خان معتمد او لوى مشاور وو شيردل خان ولسي خان اوبا نفوذه سړى وو ډيره ظريفه طبعه يې درلوده او د دربار هرسړى يې تراغيز لاندي وو دشاغاسيانو کورنۍ دامير شير علي خان ، يعقوب خان او اومير عبدالرحمان خان پر مهال ډير کوښښونه وکړل ترڅو ټوله شاهي کورنۍ په اتفاق کښي وساتي شاغاسي شيردل خان امير شيرعلى خان د شمالي ولايتونو د حکمران په توګه په کال 1874 کښي وټاکه په همدغه کال کښي يې ده ته دلويناب او زوى خوشدل خان ته يې د کمکى ناب لقب ورکړ تورزن شيردل خان په 1878 کښي په مزاره شريفه کښي وفات سو او دحضرت شاه ولايتمآب په روضه کښي ښخ سو خوشدل خان چه پلار يې د امير شيرعلي خان شاغاسي وو زوى يې خوشدل خان دده دزوى امير حبيب الله خان د خاص مجلس غړى او خاص سلاکار وو په کال 1916 کښي يې د کندهار والي وټاکل سو او دامان الله خان د لومړى کال 1919 پورى پر خپله وظيفه پاته سو دشاغاسي شيردل خان پنځه لوڼي پاته سوى چه کوکوجانه قندهاري په سردار محمدعلى خان محمدزى واده وه سرور سلطانه (علياحضرته) د امير حبيب الله خان ملکه او دامير امان الله خان مور وه په دولتي مقاماتو کښي دي ميرمني لوى لوى مقامونه بارګزيو ته ورکړى وو کله چه امان الله خان د چوکۍ څخه لاس پر سر سو علياحضرته په کندهار کى کور په کور د امان الله خان سره دهمکارۍ کولو دپاره د محل پر بانفوذه خلګو وګرځيدله او دا خلګو په (دلچسپه زړور بازه) پيژندله د شاغاسى خوشدل خان زوى والي علي احمد خان د تورى او قلم خاوند وو چه تعليم يې د هند په مري کښي کړى وو د مومندو پاڅون يې امير ته کنترول کړ على احمد خان چه لوى بريتونه يې درلودل دامان الله خان سره داروپا په سفر کښي هم ملګرى وو د سقاو دزوى سره يې د جګړى دپاره د خوګياڼيو او غلجيو قومونه سره راغونډ کړل او ترجګړى وروسته ناکام سو په 1929 کال کښي په کندهار کښي د سقاو دزوى څخه دکابل دبيرته نيولو دپاره لښکر جوړاوه خو داځل يوازي وو امان الله خان او نور د بادشاهې قدرت ورسره نه وو چه دسقاوى سپاهيانو لخوا ونيول سو سمدلاسه يې د مولوى عبدالواسع کاکړ او عبدالاحد پوپلزى سره يوځاى په کابل کښي په همدغه کال د جولاى په مياشت کښي په توپ والوزاوه ايرانى تاريخپوه مهدى فرخ ليکي علي احمد خان ډير بي انتهاء زړور سړى وو امان الله خان هم په زړه کښي پرى شکمن وو ځکه يې ډير مخته نه پريښودى پر قرابت ټينګ ولاړ او ډير سخى سړى وو او خورا د لوړ ذهن خاوند وو کله چه يې په توپ الوزاوه ما مخامخ په توپ وولئ ځکه ما هيڅکله دښمن ته شا نده ګرځولي د سقاو ميرغضبانو همداسي وکړل شاغاسي عطاء الله خان هم د ميردادخان بارکزي زوى د امير محمد يعقوب خان د خوښي وړ سړى وو دخوست حکومت چه کله يې د عطاءالله خان زوى محمد اکبر ته ورکړ منګلو او سليمانخيلو بغاوت وکړ چه زموږ دخوست اداره ناسم چلند کوى امير حبيب الله خان محمد نادر ور واستاوه هغه چه دا بغاوت ارام کړ ورته يې دسپه سالارۍ رتبه ورکړه شاغاسي محمد سرورخان (سرداراعلى) دشاغاسى عطاء الله خان زوى وو دامير عبدالرحمن خان پر مهال ددولتي فابريکو رئيس وو او نظامي رتبه يې سرهنګي وه څه موده دمزارى او ميمنى والى وو وروسته دکندهار دوالى په توګه مقرر سو چه وروسته يې دسردار اعلى نښان وګاټه او په 1928 کي دبدخشان او دوه کاله وروسته دکابل والى وټاکل سو بيايې خپله دنده پريښوده حج ته ولاړى تر حج وروسته داعيانو يا مشرانو جرګى غړى وو په 1950 کي وفات شو محمد ابراهيم خان دمحمدسرورخان نائب الحکومه زوى وو د امان الله خان د پادشاهۍ د تزلزل پر مهال په هرات کښي نائب الحکومه وو چه د سپاهيانو د اړودوړ پر مهال دى او نظامى قوماندان يې ووژل سو همدارنګه وزير عبدالعزيز خان دمعاذالله خان بن شاغاسى عطاء الله خان زوى لمسى د امان الله د پادشاهۍ پر مهال د لوى عزت خاوند وو د کورنيو چارو وزير وو کله چه امان الله خان اروپا ته ولاړى د حربيې د وزارت د کفالت چارى يې هم دده پر غاړه واچولي په 1927 کښي يې د عبدالکريم خان ولد قاضي القضات سعدالدين خان بارګزي چه د علوميانو دکورنۍ څخه وو او دکندهار والى وو د سقاويانو د اغتشاش پر مهال يې د هغه پر ځاى مقرر کړ کله چه امير ايټاليا ته ولاړ دى په هند کښي پاته سو او په 1960 کښي وفات سو دوزير عبدالعزيز خان ورور عبدالحکيم خان هم دامان الله د پادشاهۍ پر مهال دجنوبي حاکم اعلى وو شاغاسي محمود ياور بيا د شاغاسي محمدشاه خان زوى دشاه غاسي امير محمدخان لمسى او د ميردادخان بارکزى کړوسى وو د امير امان الله خان حضور ياور وو د دارالامان د ماڼۍ د جوړيدو سرپرستي هم شاه دده په غاړه ورواچوله محمود يار سقاوى هم بندى کړ خو ژر خوشي سو کله چه نادرخان پادشاه سو بندى سو دظاهر خان پرمهال دبند څخه خوشى سو خو د مرګ تر ورځي نظر بند پاته سو ترڅو په 1971 م کښي مړ سو محمد افضل خان شيردل دمحمد اکرم خان او د لويناب شيردل خان لمسى وو دکندهار ښاروال وو دباغ پل نوى ودانۍ او هوټل دده په زيار جوړ سو .

مأخذونه : (دکندهاري وروڼه )کتاب ليکنه دمحمدمعصوم هوتک او نور..

دا هم وگورۍ

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537223 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 7053303  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Kandahar%20PDP%20Provincial%20profile.pdf