محمد نادر شاه
محمد نادر شاه | |
---|---|
King of the God granted Kingdom of Afghanistan and its dependencies[۱] | |
واکمني | ۱۶اکتوبر ۱۹۲۹- ۸ نوامبر ۱۹۳۳( ۱۸ کاله ۱۱ میاشته) |
زېږون | ۹ اپرېل ۱۸۸۳ |
زېږونځای | دهرا دون په هندي او انګلیسي देहरादून، Dehradun, بریتانوی هند |
مړينه | ۸ نومبر ۱۹۳۳ (۵۰ کال کلن) |
د مړينې ځای | کابل, افغانستان |
مخکنی پاچا | حبيب اله کلکاني |
وروستنی پاچا | محمد ظاهر شاه |
Consort to | ماه پرور بېګم |
پلار | سردار محمد يوسف خان |
مور | شرف سلطانه بېګم |
محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا ۹ د افریل ١٨٨٣م کال د هند په دهرا دون کې زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توګه و ټاکل سو . د امير حبيب الله خان تر مرګ وروسته د پاچا امير امان الله خان په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توګه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو . کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملګرتیا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توګه و منل سو .
مخينه
محمد نادر شاه د سردار محمد يوسف خان ځوی او محمد ظاهر شاه پلار وو، چې په ۹ د افریل ۱۸۸۳ز کال د هند په دهرادون کې زیږیدلی وو.
مړينه
محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ورکولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو .
انځورتون
-
محمد نادر شاه
-
محمد نادر شاه
-
محمد نادر شاه