Jump to content

ملا اختر محمد منصور

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملا اختر محمد منصور
ملا
د ملا اختر محمد منصور انځور په جرمني کي
د ملا اختر محمد منصور انځور په جرمني کي
د ملا اختر محمد منصور انځور په جرمني کي

د طالبانو اميرالمؤمنين
د واکمنۍ دوران
٢٩ جون ٢٠١۵ – ٢١ مې ٢٠١۶
ملا محمد عمر
ملا هيبت الله
د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزیر
د واکمنۍ دوران
١٩٩۶ – ۲۰۰۱
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر
نامعلوم
عبدالرحمن
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی
د واکمنۍ دوران
٢٠٠١ – ٢٩ جون ٢٠١۵
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (اميرالمؤمنين)
د شخص معلومات
پيدايښت شاوخوا ۱۹۶۸
کارېز، بند تيمور، ميوند ولسوالۍ، کندهار ولايت، افغانستان
مړینه ٢١ مې ٢٠١۶
احمد وال، نوشکي، بلوچستان
تابعیت افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار
ګوند طالبان
طبی کیفیت
  • په جهاد کې ژوبل
  • په ۱۹۹۷ کې بيا ژوبل
پلار ملا محمد جان زوی
عملي ژوند
تعليم
  • د کندهار ځايي مدرسه
  • حقاني مدرسه
کار/مسلک سياسي مشر
کاروونکې ژبه(ي) پښتو   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې

ملا اختر محمد منصور (شاوخوا؛ ۱۹۶۸ - ٢١ مې ٢٠١۶) يو افغان مجاهد او سياستوال وو. نوموړي د ٢٩ جولای ٢٠١۵ څخه بيا د ژوند تر وروستيو شېبو پورې د افغانستان د اسلامي امارت د اميرالمؤمنين په توګه دنده ترسره کول. هغه د ملا محمد عمر اخوند تر مړينې ورسته په رسمي توګه د طالبانو د رهبرۍ شورا او د هېواد د جیدو علماء کرامو اومشايخو له خوا د نوي اميرالمؤمنين په توګه وټاکل سو.

د ملا محمد عمر ځایناستی

طالبانو ده ته هم د امير المؤمنین لقب ورکړی وو. د طالبانو په يوه بيانه کې ويل شوي "د علماء کرامو، مشايخو او اسلامي امارت د مشرانو له خوا له ملا اختر محمد منصور سره د امیرالمؤمنین"په توگه بيعت شوی وو. په اعلاميه کې ویل شوي وو چې نوموړي هم د "شرعي امیر په حیث، شریعت" ته د غاړې ايښودو ژمنه وکړه. منصور سره پېژنگلوي لرونکي طالبانو ويل چې د طالبانو تحريک پيل کېدو راهيسې د ملا عمر کلک ملگري وو او پر مختلفو محاذونو ورسره يو ځاي پاتې شوی و. دوي ويل هغه ملا عمر ته دومره نژدي وو چې سره له هوايي چلند او سیاحت وزير به ملا عمر سره کندهار کې موجود وو او کابل ته يې ډېر لږ سفرونه کړي وو او د وزارت چارې به يې د کندهار څخه پر مخ وړلې.

پېژنگلوي

هغه د طالبانو د حکومت جوړېدو سره سم وزير ټاکل شوی و او ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو واکمنۍ تر ختمېدو وزير پاتې و. نوموړي ۴۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې زېږېدلی و. لومړنۍ ديني زده کړې يې په خپله سیمه کې ترسره کړې او له هجرت وروسته يې د پاکستان په ديني مدرسو کې دينې زده کړې کړې وې. د يونس خالص د حزب اسلامي ډلې يوه غړي بي بي سي ته ويلي منصور د جهاد په موده کې په دې ډله کې پاتې شوی و. د طالبانو يوه غړي چې ځان د عادل په نوم معرفي کوي او منصور له نژدې پېژني وايي "حليم مزاج او خوږ سړی دی او بد خوا انسان نه دی. د طالبانو د واکمنۍ په موده کي منصور په مزارشریف کې د جنرال عبدالمالک سره له لانجې وروسته ونيول شو چې وروسته بېرته آزاد شو. د طالبانو نوي مشر د افغانستان د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع عمومي مسئول، د شينډنډ د نظامي هوايي ډگر عمومي مسئول او په کندهار کې د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع مسئول هم پاتې شوی دی.[۱][۲]

د ملا محمد عمر وفات

هالنډۍ لیکواله بیټي ډام د لوی ملا صاحب د ساتونکي او پنا ورکونکي عمري عبدالجبار سره د مرکې پر بنسټ پخپل کتاب کي لیکلي چي ملا محمد عمر اخوند د نري رنځ ناروغۍ له امله وفات وکړ او د زابل په سیوري ولسوالۍ کي خاورو ته وسپارل سو د هغه د وفات مسئله د ځینو ملحوظاتو له امله یوازي د ۵ مهمو کسانو په منځ کي د راز په توګه وساتل سول تر دې چي د امریکا، پاکستان او افغانستان استخباراتو ۳ کاله د وفات سوي امیر ملا محمد عمر صاحب په اړه پلټني کولې تر څو پیدا یې کړي او شهید یې کړي.[۳]

په سرحدي سیمه کې یې شهادت

امیر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ (۲۰۱۶/۵/۲۱) نیټهد دریو بجو شاوخوا د امریکایی اشغالګرو په بی پيلوټو الوتکو هوایی برید کی شهید شوی. د امریکا دفاع وزارت په خپله یو خبر پاڼه کی لیکلی چې د شنبی ورځ دری بجی خواوشا پاکستانی وخت مطابق د ملااختر محمد منصور موټر د بلوچستان ایالت دالبندین او تفتان تر منځ سیمه کی تر هوایی برید لاندی نیول شوی چه په نتیجه کی ملا اختر محمد منصور وژل شوی او سو نور طالب مشران ټپي شو.

د افغان ملي امنیت راپور

د طالبانو مشر اخترمحمد منصور د مازدیگر په ۳:۴۵ دقیقو پاکستان په بلوچستان آیالت کې د دالبندین په نوم سيمه کې په یو هوايي برید کې له منځه تلی دی. اخترمحمد منصور چې ډير وخت کيده تر څارنې لاندې وو تيره ورځ په دالبندین سیمه کې چې په يو موټر کې سپور وو له ورسره ملگرو سره يو ځای په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی. ياده دي چې په افغانستان کې ترهگريز بریدونه چې له امله يي زموږ درانه بهرني ملګري وژل کیږي هيڅ ډول اسلامي او يا انساني توجې نشي لرلی او دا خبره د افغانستان ولس او نړۍ ته اوس روښانه شوې.افغان ملي ځواکونو په پوره ميړانه او زړورتيا سره د د بهرنیو ملګرو ، خلکو د ساتنې، سولې او ټيکاو په خاطر خپلې سپيڅلې او له عزت څخه ډکې مبارزې ته په پوره مينه او لېوالتیا سره دوام ورکوي. ترهگر باید پوی شي چې د ترهگریزو بریدونو د دوام په لړ کې به دوی له منځه يو وړل شي او که غواړي له مرگ څخه خلاص شي نو د خلاصون يوازنۍ لار يي داده چې دوی باید خپله وسله پر ځمکه کيږدي او د نړیوال ایتلاف ځواکونو ټول اوامر ومني.

پورته راپور د امیر ملا اختر محمد منصور له شهادت ۳ ورځي وروسته د کابل اداري لخوا خپور شو.

پاکستانی پاسپورټ او کور

په ټولنیزو رسینو کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستاني پاسپورټ انځور خپور شوی او په پاسپورټ کې يې نوم ولي محمد لیکل شوی دي . ويل کېږي په پاسپورټ کې يې د ايران ويزه هم لگېدلې ده.

طالبانو له خوا وژل رسمي منل

د طالبانو وسله والې ډلې په یوه لیکلي پیغام کې د خپل امیر د وژنې په اړه لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت په الهي قضاء د رضا اومحکم ایمان له روحیې سره اعلانوي چې د افغانسان داسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا أختر محمد منصور تقبله الله د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار دریگستان اود بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي طاغوت د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. انا لله و انا الیه راجعون. http://rohi.af/fullstory.php?id=45858[مړه لينکونه]

پاکستان له خوا وژل تاییدول

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن د مۍ په ۲۶مه، ۲۰۱۶ز نیټه ومنله چې د پاکستان بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې دوه وژل شویو کې یو هم د طالبانو د ترهگرې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور دی. دده د وژنې تایید لپاره یې د نوموړي ډي اېن اې اخېستې وه چې دا خبره پرې یقیني کړي چې یقینا نوموړی منصور دی او که بل څوک. http://www.humsub.com.pk/16849/sartaj-aziz-9/[مړه لينکونه]

د امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله تعالی شخصیت

نوموړی یو عالم، حلیم، پر خپلو مجاهدینو او عوامو مسلمانانو مهربانه او پر کفري ظالمانو او یرغلګرو د یوه توفان په څیر سخت او خونړی وو په نوموړي کي د نظامي، سیاسي، اجتماعي او دیني رهبرۍ، تدبر، مدیریت او نظم نښي له ورایه ښکاریدې. د جهاد او قتال په ټولو اسلامي او انساني لارو چارو خبر وو او له خپلو امکاناتو په ګټه اخیستنه یې تر ټولو ښه جهادي معرکي تنظیم او مدیریت کړې. هغه د نظامي بریدونو سره سره د نړیوالو یرغلګرو دښمنانو او داخلي غلامانو سره د خبرو او سیاست دروازه هم پرانیستې وه. نوموړي د نړیوالو جهادي ګروپونو ملاتړ کاوه او د اسلامي امت لپاره یې د جهاد او هجرت لار د اسلامي نظام د قیام او د ازادۍ د راوستني د یوازینۍ نسخې په توګه توصیه کول.

په جنګي مراحلو کې د عامه ځایونو د ساتني یې ډېر خیال ساته او نوموړي د طالبانو تیت او پرک جهادي ګروپونه په ډېر مهارت سره پر یوه ټغر راټول کړل تر دې چي د افغانستان د ازادۍ هیله ژوندۍ سول کندوز دوه ځله فتح سو او د هیواد ډېر شمیر ولسوالۍ د نوموړي د قیادت په وخت کي فتح سولې د امارت مرکزي دفتر د هیواد په داخل په هلمند کي رامنځته او د سیاسي خبرو اترو او مزاکراتو لپاره د دوحې دفتر رسمي کړل شو.

دا هم وگورۍ

نور ولولئ

سرچینې

  1. http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/07/150731_gn_who-is_mullah_akhtar_muhammad
  2. "آرشیف کاپي". {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); External link in |خونديځ تړی= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |عنوان= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |نښلېدنه= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  3. ډام, بیټی (۲۰۱۸). د ملا عمر پټ ژوند. بیټی.