Jump to content

محمد اقبال

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد اقبال
د محمد اقبال انځور
د محمد اقبال انځور
د محمد اقبال انځور

د شخص مالومات
پيدايښت
سيالکوټ   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
لاهور   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره لاهور کلا   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای لاهور (۱۹۰۸–۲۱ اپرېل ۱۹۳۸)

سيالکوټ (۹ نومبر ۱۸۷۷–۱۸۹۷)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت برېتانوي هند (۹ نومبر ۱۸۷۷–۲۱ اپرېل ۱۹۳۸)

پاکستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون (۶ نومبر ۱۹۰۵–۱۳ جون ۱۹۰۷)  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد Bachelor of Arts   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه شعر [۲]،  فلسفه [۲]،  سياست [۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر لېو نيكولايوويچ تولستوى ،  ګوېټه ،  گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ،  فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ،  ارستو ،  هنري برګسون ،  محمد ،  مولانا جلال الدين محمد بلخي ،  مجدد الف ثاني ،  ابو الاعلى مودودي   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
محمد اقبال
محمد اقبال

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ډاکټر محمد اقبال دهند د نیمې وچې نامتو شاعر، فېلسوف، متفکر او د ختیځ نابغه بلل کېږي . دغه شاعر ته د علامه لقب په پاکستان او هند کې ورپه برخه شوی دی . علامه اقبال به په اوردو او فارسي ژبه کې شاعري کوله او همدا ددوي د مشهورتيا له ټولو لوی سبب وو.علامه محمد اقبال په کال 1877ء کې د سيالکوټ په ښار کې وزېږېد.

مخینه

علامه ډاکټر محمد اقبال د سیالکوټ په ښار کې د شېخ نورمحمد په کور کې زېږېدلی دی. له آره افغان دی چې د غزني ولایت پورې تړاؤ لري او بیا د کشمیر په لور کډه شوي. پلار یې په سوداگریزه لړۍ سیالکوټ ته راغلی او هملته مېشت شوی. د پاکستان پنجاپیان دی د کشمیر گڼي او د پښت يې هندو پنډتان گڼي ، خو دا مالومات ناسم دي.

زده کړې

علامه اقبال غزنوي لاهوري د وخت د دود لمخې کورنۍ او مدرسې زده کړې ترسره کړې بیا يې هند کې په کال ۱۸۹۳م زېږدي کې منځينۍ زده کړې تر ۱۰مه بشپړې کړي دي.

مړینه

د اسلامی فلسفې او پوهې دا روښانه ستورې د اپرېل په ۲۱مه کال ۱۹۳۸ز سهر وختي له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې، او له خپل رېښتیني څښتن ته ورغې. زیارت یې د لاهور شاهي جومات عمومي دروازې سره(ختیځ لور ته) جوړ دی، چې د پوځ لخوا یې شپه او ورځ پیره کېږي.

لیکنې

ناله یتیمد علامه اقبال لومړنې اثر ؤ، چې په ۱۸۹۹ کال پ هغه غونډه کې چې د حمایت الاسلام ټولنې لخوا به جوړېده، واوروله. د علامه اقبال لیکنې په ټولییزه توگه عبارت دی له:

[۳]:

  • علم‌الاقتصاد: په وټه ایزه پوهنه کې په اردو ژبه لومړنې کتاب، چاپ ۱۹۰۳ په لاهور کې.
  • په پارس کې د فلسفې پراختیا (سیر فلسفه در ایران)
  • د هند پېښلیک
  • اسرار خودی
  • رموز بیخودی
  • پیام مشرق
  • بانگ درا
  • زبور عجم
  • جاویدنامه
  • په اسلام کې د دیني فکر بیا راژوندی کوونه
  • مثنوی مسافر
  • بال جبرئیل
  • ضرب کلیم
  • ارمغان حجاز
  • گډوډ یادښتونه

سرچینې

د علامه اقبال فلسفي نظريات

له مرگه وروسته ژوند

له مرگه وروسته ژوند يا د اروا د تلپانې كېدنې مسئله يوه داسې مسئله ده، چې د ډېوېډ هيوم په څېر ستر فېلسوف هم دا خبره منلې، چې د اروا مسئله د عقل او پوهې باندې نه بلكه د عقيدې او ايمان پر بنسټ هوارېداى شي. د علامه اقبال هم پدې گروهه دى، چې د اخرت د ژوند ايقان له فلسفي اندواند (نظرياتو) څخه نه رازېږېېږي، بلكه ددې آر او سرچينه ايمان دى.

(زما جذباتي ژوند په داسې پېښه كې راگرې دى، چې د انساني شعور د تل تر تله پاېښت كې له كلك ايمان څخه پرته د يوې شېبې ند هم نشم تېرولاى. دا ايمان ماته د اسلام له پېغمبر صلى الله عليه وسلم څخه د چا د سپېڅلي ذات لپاره چې زما زړه ټوپونه وهي، رابښل شوې دى.

علامه اقبال په يو بل ځاى كې داسې ليكي:

(پدې اړه ډېرې چارې له انساني عقل څخه بهر دي، چې دا امور او چارې د ايمان، بصيرت او سرچينو څخه پيدا كېږي.

ددې سرچينو اړيكه له فلسفې سره نده.)

له سره، سره علامه ددې خبرې مخالفت (بډوالې) نه كوي، چې په عقلي او نظرياتي كچه ددې مسئلې سره تعرض وشي.

د عقل او وجدان په اړه د علامه اقبال يو ځانگړې نظر درلوډ. هغه د عامو وجدان خوښو په څېر عقل له يوه څېر مې نه ردولو. بلكه دا يو گټور او اړين څېړز گڼي لكه تر يوه بريده:

عقل د هغو حقايقو كوم چې وجدان پيدا كړې دي، څخه ليدنه كوي، او دهغو وجداني حقايقو يا يووالو (وحدتونو) ترمنځ اړيكې جوړوي.

سرچينې

    • اقبال كا نظريه بقاى دوام، ليكوال: ... ، اردو بازار، لاهور-پاكستان
مسلمان فیلسوفان
يعقوب كندي | ابن سينا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفيل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكويه | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11855574X  — د نشر نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jx20080730003 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  3. رادفر، ابوالقاسم، د اقبال د شېرونو غورچاڼ، تهران: مؤسسه انتشارات امیرکبیر، ۱۳۶۹خ، صص۱۲-۱۴.