Jump to content

د وطن ګوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وطن ګوند

د افغانستان وطن ګوند
ګوندمشرمير افغان باوري
رئیس ډاکټر نجيب الله احمدزی
بنسټ اېښودنه۱۹۹۰
له منځه تلل۱۹۹۲
ځايناستی يېله مېنځه تګ(د طالبانو په راتګ سره)
ځایکابل، د افغانستان جمهوريت
ورځپاڼهخلقي (۱۹۶۶)
پرچمي (۱۹۶۹)
ځوانانو څانګهد افغانستان ډيموکراټيک ځوانانو سازمان
سياسي موخهافغان نشنلیزم،
اسلامي ملتپالنه
رسمي رنګ     سور،      ژېړ

د وطن ګوند په افغانستان کې یو ټولنیز دیموکراتیک سیاسي ګوند وو، چې د پرچم ګوند او اساسي قانون په بدلېدلو سره د ځينو اصلاحاتو او ملي پرمختګ لپاره د ډاکټر نجیب په ولسمشرۍ کې رامېنځته شو.[۱]

تاریخ

[سمول]

کله چې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت هېوادمشر ببرک کارمل د سرطان په ناروغۍ اخته شو او ژوند نه ناهیلی شو نو د هغه حکومت استخباراتو رييس ډاکتر نجيب الله احمدزی يې د خپل ځايناستي په توګه انتخاب يې کړ او واک يې وروسپاره.

ډاکټر نجيب الله احمدزي د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان هېوادمشر په توګه پاتې شو، په دې مېنځ کې يعنې د ۱۹۹۰ کال په اوږدو کې ډاکټر نجيب الله احمدزي د خلقيانو او پرچميانو ځينو تېروتنو له امله د افغانستان اساسي قانون بدل کړ چې په ترڅ کې يې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت د افغانستان جمهوريت ته بدل کړ، د پرچم ګوند ته يې د وطن ګوند نوم ورکړ ترڅو د يوه ملي او اصلاح راوستونکي ګوند په توګه فعاليت وکړي.

د اساسي قانون بدلون اصلي لامل دا وو چې ډاکټر نجيب غوښتل د خلقيانو او پرچميانو پر نوم خاورې واچوي او تېر هېر کړي يو نوی ولسي جمهوريت رامنځته شي او دا کار يې د اصلاح راوستنې په پار وکړ، ځکه په هېواد‌ دننه د خلقيانو او پرچميانو نوم ډېر بد خلکو ته معرفي شوی وو، همداراز د دولت مخالفو جنګسالارانو لکه احمدشاه مسعود، ګلبدين حکمتيار او ځينې نورو هم له حکومت سره سولې ته نه حاضرېدل.

ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي غوښتل له مخالفانو سره سوله وکړي ځکه يې په خپل حکومت کې بېساري بدلونونه راوستل، خو د هغوی ستونزه بدلونونه نه بلکې واک وو، هغوی غوښتل د واک پر چوکۍ کېني. چې ترپایه يې د حکومت د کمزوري کولو لپاره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ او اخیر په پایله کې د ډاکتر نجيب الله مډرن جمهویت او پرمختللی حکومت له مېنځه لاړ، په ترڅ کې ډاکټر نجيب اعدام شو، طالبان او رباني د جنګ ګټونکي شول، په هېواد دننه جګړې پېل شوې.

ایډیالوژي

[سمول]

دا ګوند د پرچم او خلق ګوندونو په مېنځ کې د اصلاح راوستنې په موخه جوړ شوی او د اصلي هېواد پاله ګوند په توګه يې ځان معرفي کاوه.[۱]

د دې ګوند ترټولو لومړۍ ايډيالوژي افغاني نشنليزم او هېوادپالنه وه، د ډاکټر نجيب حکومت د له مېنځه وړلو وروسته د طالبانو واکمنۍ پرمهال دا ګوند د هېواد بهر بېرته د ځينو څېرو لخوا رامېنځته شو خو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوريت کې د عبدالجبار قهرمان لخوا بيا راښکاره شو.

بيا پيلېدل

[سمول]

د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته کله چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رامېنځته شو، د وطن ګوند پخوانیو غړيو د دې ګوند د بيا فعالېدو غوښتنه وکړه. دغه ګوند د دویم ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان له عدلې وزارت د فعالیت جواز ترلاسه کړ.[۲]

په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د وطن ګوند وروستی مشر عبدالجبار قهرمان يوې غونډې ته د وينا پرمهال.

د وطن ګوند د بیا پیلېدو د کمېټې مشر او د ولسې جرګې غړي عبدالجبار قهرمان د نوموړي ګوند له پلویانو وغوښتل چې د سولې راوستلو په برخه کې د ملي یووالي حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي.

"زه پر ملت په ځانګړي ډول د وطن ګوند پر غړو ږغ کوم چې په حکومت کې د معقولو سیاسیونو ملاتړ وکړي چې رښتیني سیاست کولو ته لاره هواره شي. په دې کار سره به تاسو په نظام کې د معقولو خلکو ملاتړ وکړئ او د بېکاره وګړو مخه به ډب کړئ".

د ۱۳۹۷ کال د تلې/ميزان مياشتې په اوږدو کې عبدالجبار قهرمان د طالبانو لخوا د يوې چاودنې په وسيله ووژل شو، [۳] له هغه راوروسته دا ګوند هم ونړېد.

ورته ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . 21 August 2017. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. بي بي سي، وطن ګوند د سياسي فعاليت پراخېدو اعلان وکړ
  3. د عبدالجبار قهرمان مړی خاورو ته وسپارل شو - BBC Pashto