هېوادپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هېواد پالنه (په انگرېزي: Patriotism) د خپل هېواد او خلكو سره ريښتونې او خلل نه منونكې مينه، د خپل ملت د ملي، مادي او معنوي گټو ساتل، د سياسي او اقتصادي خپلواکی، د ملي حاكميت، د ځمكې تماميت او ملي وياړونو څخه دفاع، د هېواد د فرهنگي موازينو ژوندي كول، د ملي هويت او موجوديت څخه ملاتړ هېواد پالنه بلل كېږي. هېوادپالنه د كسموپولتيزم(جهان هموطني) او د شؤنيزم له ټولنيز تنگ نظرۍ څخه په څرگنده توگه خپله لاره بيلوي او په يوه عمده او نه بدلېدونكي واقعيت اتكاء كوي، نو له همدې امله هېواد پالنه د نړۍ د ډېرو ملتونو له نظره خاص تقدس لري، لكه د اسلام سپېځلی دين چې بشپړ او جامع دين دى، هم د هېواد پالنې احساس تائيدوي حتى د ايمان برخه يې بولي.