میخائل باکونین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
میخائل باکونین
(روسي: Михаил Александрович Бакунин د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
میخائل باکونین

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ مې ۱۸۱۴[۱][۲][۳]
مړینه 1 جولای 1876 (62 کاله)[۴][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برن[۴][۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د روسيې سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
ليکوال
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر الکساندر هرتسن
پیر – ژوزف پرودون
ژان ژاك روسو
کارل مارکس
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل
فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک انارشيزم
اتيزم
لوېديځه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسلیک
میخائل باکونین

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

میخایل الکساندروویچ باکونین (۳۰ می ۱۸۱۴ – ۱ جولای ۱۸۷۶ زکال) روسي انقلابي انارشېست، سوسیالېست او د جمعي انارشېزم بنسټګر و. هغه د انارشېزم یو له اغېزمنو څېرو او د انقلابي سوسیالیستي او سوسیال انارشیستي کلتور یو له اصلي بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. د یوه انقلابي په توګه د باکونین اعتبار هغه په اروپا کې په مشهور ایډیالوګ واړوه چې په ټوله روسیه او اروپا کې یې د راډیکالانو ترمنځ یې د پام وړ نفوذ درلود.[۶][۷]

باکونین د Tver ایالت په Pryamukhino کورني ملکیت کې را لوی شو. له ۱۸۴۰ زکال وروسته نوموړي په مسکو او وروسته په برلین کې علمي ځایګي ته د رسېدو په هیله زده کړې وکړې. وروسته نوموړي په پاریس کې له کارل مارکس او پیري جوزف پرودن سره ولیدل، چې هغو په نوموړي ډېر اغېز وکړ. په باکونین کې په مخ پر ودې توګه راډیکالېزم د هغه د پروفیسرۍ کاري هیلې ته د پای ټکی کېښود. نوموړی د روسیې له خوا د پولنډ له اشغال سره د مخالفت له امله له فرانسې واېستل شو. په ۱۸۴۹ زکال کې هغه په ډرسډن کې د ۱۸۴۸ زکال د چک په پاڅون کې د ګډون په تور ونیول شو او روسیې ته ډیپورت شو، چېرې چې په پیل کې په سن پترزبورګ او بیا په ۱۸۵۴ زکال کې د شلیسلبورګ په قلا کې کې بندي شو او بالاخره په ۱۸۵۷ زکال کې سایبریا ته تبعید شو. هغه د جاپان له لارې متحده ایالاتو او له هغه ځایه لندن ته وتښتېد او هلته یې له الکساندر هرزن سره په Kolokol (یا زنګ) نومي مجله کې کار وکړ. په ۱۸۶۳ زکال کې، باکونین دغه ځای پرېښود څو په پولنډ کې له پاڅون سره مل شي، خو وه یې نشو کولای هغه ځای ته ورسېږي او د هغو پر ځای یې یو څه وخت په سوئیس او ایټالیا کې تېر کړ.

په ۱۸۶۸ زکال کې باکونین د نارینه کارګرانو له نړیوالې ټولنې سره یوځای شو او د دې لامل وګرځېد، څو د هغو انارشېست څانګه په چټکۍ وده وکړي. په هاګ کې د ۱۸۷۲ زکال کانګرس د باکونین او کارل مارکس د مبارزې تر اغېز لاندې و چې مارکس د انټرنیشنل د عمومي شورا یو له کلیدي څېرو څه و او د سوسیالېزم د رامنځته کولو په برخه کې یې د دولت څخه د ګټنې اړوند بحث کاوه. په مقابل کې باکونین او د هغه انارشیستي څانګې د دولت پر ځای د سیمه يیزو چارو د خپلواکو فدراسیونونو او کمونونو د ځای ناستوب استدلال کاوه. باکونین ونه شو کولای، ځان هالنډ ته ورسوي او انارشېست څانګې د هغه په غیاب کې بحث بایلود.

باکونین د مارکس له نظره په انټرنېشنل کې د یوه پټ سازمان د ساتلو له امله له انټرنېشنل واېستل شول او په ۱۸۷۲ زکال کې یې د استبداد ضد انټرنېشنل بنسټ کېښود. له ۱۸۷۰ زکال څخه په ۱۸۷۶ زکال کې د هغه تر مړینې پورې باکونین تر ټولو خپل لوی آثار لکه ستاتېزم او انارشي او همدارنګه خدای او دولت ولیکل، خو له دې سره یې په مستقیم ډول د اروپايي کارګرانو او بزګرانو په خوځښتونو کې ونډې اخیستو ته دوام ورکړ. په ۱۸۷۰ زکال کې هغه د فرانسې په لیون ښار کې په یو بغاوت کې ونډه واخیسته. باکونین د ایټالیا په بولنیا کې په انارشیستي پاڅون کې د ګډون په لټه کې و، خو د هغه مخ پر خرابېدو روغتیايي حالت هغه اړ کړ، څو هغه د څېرې په بدلولواو د جامو په بدلولو سره سویس ته بېرته وګرځي.

باکونین د انارشېزم د تاریخ د اصلي شخصیت، د مارکسېزم په ځانګړې توګه د پرولتاریا دیکتاتورۍ د مخالف په توګه او هم د هغو وړاندوینو له مخې چې ویلي یې و: مارکسېستي رژیمونه به د پرولتاریا له خوا نه بلکې په پرولتاریا باندې به یو ګوندي دیکتاتوري وي؛ پېژندل کېږي. د هغه د خدای او دولت په نوم کتاب په ګڼ شمېر ژبو ژباړل شوی او تر اوسه چاپېږي. باکونین همدارنګه په یو شمېر نور انارشېستانو لکه نوام چامسکي اغېز لرلی. باکونین همدارنګه په یو شمېر نورو متفکرینو لکه پیټر کروپوتکین، ارکو مالاتستا، هربرت مارکوزه، اي. پي ټامپسون،  نیل پوسټمن او اې. اس نیل او له دې سربېره په یو شمېر سیندیکالیستي سازمانونو لکه Wobblies، د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې په انارشېستانو او په جهاني کېدو ضد معاصر خوځښت کې په معاصرو انارشېستانو اغېز لرلی. [۸][۹]

ژوند لیک[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

د ۱۸۱۴ زکال د مۍ په ۱۸ مه نېټه، میخائل الکساندروویچ باکونین د Tver ایالت د Pryamukhino کلي په روسي اشرافي کورنۍ کې وزېږېد. د هغه پلار الکساندر میخائلوویچ باکونین (۱۷۶۸ – ۱۸۵۴ زکال) یو حرفوي دیپلمات و چې په ایټالیا او فرانسې کې یې خدمت وکړ او له هغه ځایه په بېرته راستنېدو سره په خپل پلرني ملکیت کې هستوګن شو او د اشرافو په مارشال واوښت.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۱۰ زکال کې، الکساندر (د باکونین پلار) له وراورا الکسندرونا موراویووا (۱۷۹۲-۱۸۶۴ زکال) سره چې له هغه ۲۴ کاله کوچنۍ وه، واده وکړ. هغه د موراویوف له لرغونې اصلي کورنۍ څخه وه چې په ۱۵ مه پېړۍ کې د ریازان ایوان واسیلیویچ الاپوفسکي له خوا چې مستعار نوم یې مواروي (یا مېږی) و، رامنځته شوه او په نووګورود کې ورته ځای په ډالۍ کې ورکړل شو. د هغې د تره زامن نیکیتا موراویوف او سرګی موراویوف اپوستول دکابریستانو د پاڅون له کلیدي څېرو څخه و. د الکساندر لیبرال عقاید په شمالي دکابریست ټولنه کې د هغې د ګډون لامل وګرځېدل. وروسته له هغه چې لومړی نیکولاس سترواک شو، الکساندر سیاست پرېښود او ځان یې خپل ملکیت او اولادونو ته وقف کړ – هغه پنځه زامن او پنځه لورانې لرلې چې تر ټولو مشر بچی یې میخائیل و.[۱۴][۱۵][۱۳][۱۶][۱۷]

په ۱۵ کلنۍ کې، باکونین سن پترزبرګ ته لاړ او د توپخانې په ښوونځي کې چې اوس ورته د میخائلو سکایا د پوځي توپخانې اکاډمي ویل کېږي، خوار Junker (ضابط) شو. په ۱۸۳۳ زکال کې هغه د Praporshchik (ضابط) په رتبې اخیستو د توپخانې په ډلګۍ کې د خدمت په موخه د مینسک او ګرودونو ایالتونو ته ولېږل شو. هغه له پوځي خدمت څخه خوند نه اخیست او د بېکاره وخت په موندلو به یې له ځانه سره زده کړه کوله. په ۱۸۳۵ زکال کې هغه ټیور ته ولېږل شو او له هغه ځایه خپل کلي ته راوګرځېد. په داسې حال کې چې پلار یې غوښتل، هغه پوځي یا دولتي خدمت ته دوام ورکړي، خو هغه په فلسفه کې د زده کړو په موخه مسکو ته سفر وکړ. [۱۸]

له فلسفې سره لېوالتیا[سمول]

باکونین په مسکو کې ډېر ژر د پوهنتون له پخوانیو محصلینو سره چې آیدیالیستي فلسفه یې مطالعه کوله، ملګری شو، هغه فلسفه چې له شاعر نیکولای ستانکووېچ څخه یې رېښه اخیسته، «هغه شجاع مخکښ چې د جرمني پراخه او حاصلخیزه میتافزیکي لویه وچه یې د روسي افکارو پر وړاندې پرانیستله». دوی همدارنګه ایمانوئل کانت، ورپسې فریدریش ویلهلم جوزف شلینګ، یوهان ګوتلیب فیشته او ګئورګ ویلهلم فریدریش هګل مطالعه کول. د ۱۸۳۵ زکال په مني کې، باکونین د خپلې زیږېدنې په ښار کې پریامو کینو کې د فلسفي حلقې د جوړولو په فکر کې و. د ۱۸۳۶ زکال په لومړیو کې هغه بېرته مسکو ته راوګرځېد او هلته یې د یوه عالم د شغل او د یو با برکته ژوند پر لور د یوهان ګوتلیب فیشته د ویناوو کتاب خپور کړ او د هغه پام وړ کتاب هم وګرځېد. باکونین په ستانکوېچ سربېره، یوهان ولفګانګ فون ګویته، فریدریش شیلر او اي. ټي. اې هافمن هم ولوستل.[۱۳][۱۹]

باکونین په مخ پر زیاتېدوني ډول د هګل تر اغېز لاندې راغی او د هغه د آثارو لومړۍ ژباړه یې ترسره کړه. په دغه دوره کې هغه له سلاووفیل کنستانتین آکساکوف، پیوتر چادایوف او سوسیالیستانو الکساندر هرزن او نیکولای اوګارف سره ولیدل. هغه خپلې پان – سلاویک نظریې ته پراختیا ورکړه. له خپل پلار سره له ډېرو جنجالونو وروسته باکونین په ۱۸۴۰ زکال کې برلین ته ولاړ. هغه پلان درلود چې د پوهنتون استاد شي (هماغه ډول چې ده خپله او ملګرو یې تصور کاوه)، خو هغه ډېر ژر له ځوانو هګلي محصلینو سره بلد شو او له هغوی سره په سوسالېست خوځښت کې یوځای شو. هغه په ۱۸۴۲ زکال کې په جرمني کې د غبرګون په نامه په خپله مقاله کې د انقلابي رول د نفی اړوند استدلال وکړ او هغه یې په دغه عبارت کې چې «د ویجاړۍ شوق یو خلاقانه شوق دی» را لنډ کړ. [۱۳][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118506102 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889937b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889937b — سمونګر: Pyotr Nikolayev — سرليک: Русские писатели 1800—1917: Биографический словарь (русский) — ورځپاڼه: 1 — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889937b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. "Bakunin". Random House Kernerman Webster's College Dictionary. 2010.
  7. Masters, Anthony (1974), Bakunin, the Father of Anarchism, Saturday Review Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8415-0295-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chomsky, Noam (1970). For Reasons of State. New York: Pantheon Books. (See especially title page and "Notes on Anarchism".)
  9. Sale, Kirkpatrick (2006-11-06) An Enemy of the State Archived June 4, 2011, at the Wayback Machine., The American Conservative
  10. Bakunin coat of arms by All-Russian Armorials of Noble Houses of the Russian Empire. Part 5, October 22, 1800 (in Russian)
  11. Bakulyt' article from the Explanatory Dictionary of the Living Great Russian Language (in Russian)
  12. The Bakunins noble family article from the Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary at Wikisource (in Russian)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ Guillaume 1972، ص. 23.
  14. Muravyov coat of arms by All-Russian Armorials of Noble Houses of the Russian Empire. Part 1, January 1, 1798 (in Russian
  15. The Muravyovs, the Russian noble and graf family article from the Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary at Wikisource (in Russian)
  16. Leier 2009، صص. 17–20.
  17. Leier 2009، صص. 30–31.
  18. Natalia Pirumova (2017). Mikhail Bakunin. Life and Work. — Moscow: Lenand, pp. 5–8 کينډۍ:ISBN
  19. Yarmolinsky 2014، صص. 58–60.
  20. Yarmolinsky 2014، صص. 62–63.