Jump to content

پیر – ژوزف پرودون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پیر – ژوزف پرودون
پیر – ژوزف پرودون
پیر – ژوزف پرودون

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت فرانسه [۶][۷][۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر سيسرو ،  ژان ژاك روسو ،  کارل مارکس ،  گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پیر – ژوزف پرودون
پیر – ژوزف پرودون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پیر – ژوزف پرودون (بزانسون، ۱۵ جنوري ۱۸۰۹ – پاریس، ۱۹ جنوری ۱۸۶۵ زکال) فرانسوي سوسیالېست، سیاستوال، فیلسوف، اقتصاد پوه او د دوه اړخیزې انارشیستي فلسفې بنسټګر و. هغه لومړنی کس و چې له دغې اصطلاح څخه په ګټنې یې ځان انارشېست وباله چې په پراخه کچه د انارشېزم یو له اغېزمنو نظریه ورکوونکو څخه ګڼل کېږي. ګڼ شمېر نوموړی د «انارشېزم پلار» بولي. پرودون د ۱۸۴۸ زکال له انقلاب وروسته د فرانسې د پارلمان غړی شو او له هغه وروسته یې ځان فدرالېست وباله. پرودون هغه آزادي چې دی یې په لټه کې و د «کمونېزم او مالکیت د ترکیب» په توګه توصیف کړه. یو شمېر د هغه دوه اړخیزه فلسفه د فرد پالونکي انارشېزم برخه بولي په داسې حال کې چې یو شمېر نور هغه د ټولنیز انارشېزم برخه بولي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

پرودون چې په بزانسون کې زېږېدلی و، هغه چاپګر و چې لاتیني ژبه یې د کتابونو د غوره چاپ کولو په موخه زده کړه. د هغه تر ټولو مشهوره ادعا چې د «مالکیت څه دی؟ یا د حقونو او حکومت د اصولو څېړڼه» تر نامه لاندې د هغه په لومړي اثر کې چې په ۱۸۴۰ زکال کې خپور شو؛ دا وه چې «مالکیت غلا ده!». له چاپېدو وروسته دغه کتاب د فرانسوي چارواکو پام وړ وګرځېد. همدارنګه د کارل مارکس پام وړ وګرځېد چې له امله یې د هغو له لیکونکي (پرودون) سره اړیکه ټینګه کړه. دغه دواړو پر یو بل اغېز وکړ او هغه مهال یې له یوبل سره په پاریس کې ولیدل کله چې مارکس هلته تبعید شو. د دوی ملګرتیا هغه مهال له منځه لاړه چې مارکس د هغه اثر د اقتصادي تضادونو نظام یا د بې وزلۍ فلسفې ته د فلسفې د بې وزلۍ په عنوان غبرګون وښود. دغه اختلاف د نارینه کارګرانو په نړیواله ټولنه کې د مارکسیستي او انارشیستي وېش یو له سرچینو څخه جوړه کړه. یو شمېر نور لکه اډمونډ ویلسون ادعا کوي چې په پرودون باندې د مارکس برید له کارل ګرون څخه د پرودون له دفاع سرچینه اخیسته، چې د مارکس ډېر بد نه ترې راتلل، خو هغه د پرودون د اثارو ژباړې ته چمتوالی نیولی و. [۲۵][۲۶][۲۷]

پرودون له کاریګري شورا ګانو او ټولنو، په خصوصي مالکیت باندې د کارګر/بزګر د مالکیت او یا هم د ځمکو او کاري سیمو له ملي کېدو ملاتړ کاوه. هغه ټولنیز انقلاب د سوله ئیزو لارو چارو له مخې لاسته راتلونکی باله. هغه د یو انقلابي د اعترافاتو (Confessions of a Revolutionary) په نامه خپل اثر کې څرګنده کړې چې «انارشي له ځواک پرته نظم دی»، هغه عبارت چې وروسته یې د یو شمېر انارشېستانو نظریاتو ته الهام وروبخښه او له مخې یې circled-A سمبول رامنځته کړ؛ هغه سمبول چې نن ورځ «د ښاري منظر له مخې د یو رایج ګرافیت» په توګه پېژندل کېږي. پرودون هڅه وکړه چې د سرمایه دارانو/کپیټلېستانو او سهم لرونکو د عوایدو د مالیې په راغونډلو سره د یوه ملي بانک بنسټ کېښودل شي، خو پاتې راغی. هغه بانک چې د یوې اعتباري اتحادیې د ورته اړخونو له مخې یې بې سوده پورونه ورکول. د هغه له مړینې وروسته د هغه پیرو میخائیل باکونین د خپلو پام وړ پلویانو لکه کارلو کافایرو، جوزف دژاک، پیټرکروپوتکین او بنجامین تاکر سره د پرودون له لیبرترین سوسیالېزم څخه فرد پالونکي انارشېزم، ټولیز انارشېزم، انارکو کمونېزم او انارکو – سنډیکالېزم ته انشعاب وکړ. [۲۸][۲۹]

بیوګرافي[سمول]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

پرودون د ۱۸۰۹ زکال د جنوري په ۲۳ مه د فرانسې په بزانسون کې وزېږېد. پلار یې کلود فرانسوا پرودون چې د وربشو د اوبو جوړونکي او د هغو د بوتلو د تولید کوونکي په توګه یې کار کاوه له سویس سره پولې ته څېرمه د چاسانس کلي څخه و. مور یې کاترین سیمونین د کوردیرون څخه وه. کلود فرانسوا او کاترین پنځه زامن لرل چې دوه یې په ډېر کوچنیتوب کې مړه شول. د پرودون وروڼه ژان اتین او کولد په ترتیب سره په ۱۸۱۱ او ۱۸۱۶ زکال کې وزیږېدل او له پرودون سره یې نږدې اړیکه لرله.[۳۰][۳۱]

په ماشومتوب کې یې ډېر وخت په خپله کورنۍ میخانه کې کار کوه، په لومړنیو کرنیزو چارو کې یې مرسته کوله او د ښار په پرانیستې فضا کې یې لوبې کولې. پرودون په ماشومتوب کې هېڅ رسمي زده کړې وه نه کړې خو مور یې په درې کلنۍ کې هغه ته د کلماتو د حروفو پر ور زده کولو سره لوستل ور زده کړي و.  تر لس کلنۍ پورې هغه کتابونه چې پرودون ورسره بلد شوی و یوازې انجیل، څلور آیمون وروڼه او یو شمېر سیمه ئیزې کالیزې وې. په ۱۸۲۰ زکال کې یې مور هڅه پیل کړه څو خپل زوی د بزانسون ښار په کالج کې شامل کړي. د دوی کورنۍ دومره بیوزله وه چې نه یې شو کولای د هغه فیس ورکړي، خو د د کلود فرانسوا د یو پخواني کارورکوونکي په مرسته یې وکولای شول په کال کې ۱۲۰ فرانکه د هغه د فیس لګښت راکم کړي. پرودن دا امکانات نه لرل په ښوونځي کې د حضور په موخه یو شمېر اساسي اړتیا وړ توکي لکه کتابونه او بوټان وپېري او له همدې امله له زیاتو ستونزو سره مخ و ځکه تر ډېره به د هغه بډایو ټولګیوالو په هغه ملنډې وهلې. خو له دې سره پرودون د زده کړو لپاره قوي اراده له ځانه ښووله؛ زیات مهال به یې د ښوونځي په کتابتون کې له پریمانه کتابونو سره تېراوه او همدارنګه به یې له ټولګي څخه بهر په خپل اضافي وخت کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه څېړنه کوله.[۳۲]

وروسته ژوند او مړینه[سمول]

پرودون د ۱۸۶۵ زکال د جنوري په ۱۹ مه په پاسي کې ومړ او د پاریس په مونپارناس هدیره کې خښ کړای شو.[۳۳]

فلسفه[سمول]

انارشېزم[سمول]

پرودون لومړنی کس و چې ځان یې «انارشېست» وباله. د پرودون دوه اړخیز انارشېزم د فرد پالونکي انارشېزم او ټولنیز انارشېزم ترکیب یا د هغو د منځنۍ لارې په توګه په پام کې نیول کېږي. د لري ګامبون په خبره، پرودون «فرد پالونکی ټولنیز انارشېست» و. داوړو انارکو – کمونیست پیټر کروپوتکین او فرد پالونکی انارشېست بنجامین تاکر په ترتیب سره انارشېزم «د سوسیالېزم د غیر دولتي ډول» او « د دولت او سود د لغو کولو» په توګه تعریف کړی. په دغه برخه کې کروپوتکین او تاکر د پرودون له تعریف ملاتړ کوي چې څرګندوي «موږ په انسان باندې د انسان حکومت د انسان له خوا د انسان له استثمار څخه زیات نه بولو».[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

پرودون د مالکیت څه دی؟ (What Is Property?) په نامه خپل کتاب کې چې په ۱۸۴۰ زکال کې خپور شو، انارشېزم د «ارباب یا حاکم د نشتون په توګه» تعریف کوي او لیکي چې «انسانان په برابرۍ کې د عدالت په لټه کې کېږي، له همدې امله ټولنه په انارشي کې د نظم په لټه کې کېږي». په ۱۸۴۹ زکال کې هغه د یو انقلابي د اعترافاتو (Confessions of a Revolutionary) په نوم خپل کتاب کې څرګنده کړه چې «هرڅوک چې په ما باندې لاس اېږدي څو په ما حکومت وکړي، غاصب او ظالم دی او زه هغه خپل دښمن بولم». پرودون د انقلاب د عمومي ایډیا (The General Idea of the Revolution) (۱۸۵۱ زکال) په کتاب کې د «له سلطې پرته ټولنې» لپاره استدلال وکړ. د دغه کتاب په «حکومت څه دی؟» فصل کې هغه ولیکل:[۳۹][۴۰]

تر حکومت لاندې راتلل په دې مانا دی چې د داسې موجوداتو تر نظر، پوښتنې، جاسوسۍ، هدایت، قانون مندۍ، شمېر، تنظیم، نوم ثبتونې، تلقین، موعظې، کنټرول، څېړنې، اټکل، ارزش ټاکلو، انتقاد او امر لاندې راشئ چې نه درباندې حق لري او نه هم د دغه چارو د ترسره کولو عقل او فضیلت لري. اداره کېدل یعنې دا چې په هره چاره او معامله کې له یاددښت، ثبت، شمېرو، مالیاتو، مهر، انداره کولو، شمېر ټاکلو، ارزونې، اجازې، اجازه لرلو، خبرداري، مخه نیولو، ممنوعیت، اصلاحاتو، صحیح والی او جزا سره مخ یاست. د عامه ګټو په بهانه او د عامه ګټو په نوم له مشارکت، ستونزې، یو شي ترلاسه کولو، استثمار، انحصار، اخاذي، غلا سره مخ کېږئ او د شکایت په لومړۍ کلمې سره له ځپلو، جریمې، توهین، تهمت، تخریب، ځورونې، قمچینې خوړولو، خلع سلاح کېدو، قید کېدلو، چپ کولو، بند، قضاوت، محکومیت، ویشتلو، تبعید، قرباني کېدو، پلورل کېدو او خیانت سره مخ کېږۍ؛ دا حکومت کول دي؛ دا عدالت دی او دا یې اخلاق دي. [۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118596780  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. subject named as: Pierre, Joseph Proudhon — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/9618 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xp77gx — subject named as: Pierre-Joseph Proudhon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7287 — subject named as: Pierre Joseph Proudhon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/proudhon-pierre-joseph — subject named as: Pierre Joseph Proudhon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. http://www.theguardian.com/books/booksblog/2007/jan/08/week
  7. http://www.britannica.com/EBchecked/topic/331018/Ferdinand-Lassalle
  8. https://libris.kb.se/katalogisering/53hknssp26vtgxw — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  9. کينډۍ:Cite EPD
  10. Landauer, Carl; Landauer, Hilde Stein; Valkenier, Elizabeth Kridl (1979) [1959]. "The Three Anticapitalistic Movements". European Socialism: A History of Ideas and Movements from the Industrial Revolution to Hitler's Seizure of Power. University of California Press. pp. 59, 63. "In France, post-Utopian socialism begins with Peter Joseph Proudhon. [...] [Proudhon] was the most profound thinker among pre-Marxian socialists."
  11. Eatwell, Roger; Wright, Anthony (1999). Contemporary Political Ideologies (2nd ed.). London: Continuum. p. 82. ISBN 9781855676053.
  12. Newman, Michael (2005). Socialism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 15. ISBN 9780192804310.
  13. Docherty, James C.; Lamb, Peter, eds. (2006). Historical Dictionary of Socialism. Historical Dictionaries of Religions, Philosophies, and Movements. 73 (2nd ed.). Lanham, Maryland: The Scarecrow Press. p. 284. ISBN 9780810855601. See also Lamb, Peter (2015). Historical Dictionary of Socialism (3rd ed.). Lanham: Rowman & Littlefield. pp. 36, 57, 161, 263, 385. ISBN 9781442258273.
  14. Merriman, John M. (2009). How a Bombing in Fin-de-Siècle Paris Ignited the Age of Modern Terror. New Haven: Yale University Press. p. 42. ISBN 9780300217933.
  15. Leier, Mark (2006). Bakunin: The Creative Passion. New York: Seven Stories Press. p. 211. ISBN 9781583228944.
  16. Guérin, Daniel (1989) [1970]. Anarchism: From Theory to Practice. New York: Monthly Review Press. ISBN 9780853451754.
  17. Binkley, Robert C. (1963) [1935]. Realism and Nationalism 1852–1871. Read Books. p. 118.
  18. Woodcock, George, ed. (1977). The Anarchist Reader. Hemel Hempstead: Harvester Press. p. 68. ISBN 9780391007093. "This third form of society, the synthesis of communism and property, I call liberty."
  19. George Edward Rines, ed. (1918). Encyclopedia Americana. New York: Americana Corporation. p. 624. کينډۍ:OCLC.
  20. Faguet, Émile (1970). Politicians & Moralists of the Nineteenth Century. Freeport: Books for Libraries Press. p. 147. ISBN 0836918282.
  21. Hamilton, Peter (1995). Émile Durkheim. New York: Routledge. p. 79. ISBN 0415110475.
  22. Knowles, Rob (Winter 2000). "Political Economy from Below: Communitarian Anarchism as a Neglected Discourse in Histories of Economic Thought". History of Economics Review. 31 (1): 30–47. doi:10.1080/10370196.2000.11733332
  23. Bowen, James; Purkis, Jonathan (2004). Changing Anarchism: Anarchist Theory and Practice in a Global Age. Manchester University Press. p. 24. ISBN 9780719066948.
  24. The Anarchist FAQ Collective; McKay, Ian, ed. (2008/2012). An Anarchist Faq. I/II. Oakland/Edinburgh: AK Press. ISBN 9781902593906, 9781849351225. کينډۍ:OCLC.
  25. Hoffman, Robert (May 1967). "Marx and Proudhon: A Reappraisal of Their Relationship". The Historian. London: Taylor & Francis. 29 (3): 409–430. doi:10.1111/j.1540-6563.1967.tb01785.x. کينډۍ:Jstor.
  26. Leonard, John (27 September 1979). "Books of the Times". The New York Times. Retrieved 27 September 2020.
  27. McKay, Iain, ed. (2011). Property is Theft! A Pierre-Joseph Proudhon Anthology (illustrated revised ed). "Introduction: General Idea of the Revolution in the 21st Century". "Proudhon and Marx". Oakland: AK Press. ISBN 9781849350242. Retrieved 27 September via Anarchist Writers.
  28. The Anarchist FAQ Collective; McKay, Ian, ed. (2008/2012). An Anarchist Faq. I/II. Oakland/Edinburgh: AK Press. ISBN 9781902593906, 9781849351225. کينډۍ:OCLC.
  29. Alger, Abby Langdon; Martin, Henri (1877). A Popular History of France from the First Revolution to the Present Time. D. Estes and C. E. Lauria. p. 189.
  30. Woodcock, George (1972). Pierre-Joseph Proudhon: His Life and Work. Schocken Books. مخونه 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0805203729. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Woodcock, George (1972). Pierre-Joseph Proudhon: His Life and Work. Schocken Books. مخونه 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 0805203729. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Woodcock, George (1972). Pierre-Joseph Proudhon: His Life and Work. Schocken Books. مخونه 5–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 0805203729. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Proudhon, Pierre-Joseph (2011). Property is Theft!: A Pierre-Joseph Proudhon Anthology. AK Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781849350242 – په وسيله Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Bush, Rod (2009). The End of White World Supremacy: Black Internationalism and the Problem of the Color Line. Philadelphia: Temple University Press. p. 226. ISBN 9781592135745.
  35. Eatwell, Roger; Wright, Anthony (199). Contemporary Political Ideologies: Second Edition. New York: Continuum International Publishing Group. p. 132. ISBN 9780826451736.
  36. The Anarchist FAQ Collective; McKay, Ian, ed. (2008/2012). An Anarchist Faq. I/II. Oakland/Edinburgh: AK Press. ISBN 9781902593906, 9781849351225. کينډۍ:OCLC.
  37. Marshall, Peter (2009). Demanding the Impossible: A History of Anarchism. Oakland: PM Press. pp. 244–245. ISBN 9781604862706.
  38. Gambone, Larry. "Pierre Joseph Proudhon's basic ideas". International Institute for Organization Research. لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Larned, Josephus Nelson (1922). The New Larned History for Ready Reference, Reading and Research. C.A. Nichols Publishing Company. pp. 336–337.
  40. Gray, Alexander (1946). The Socialist Tradition: Moses to Lenin (reprinted ed.). Auburn: Mises Institute. p. 246. ISBN 9781610163385.
  41. Proudhon, Pierre-Joseph (1923). [1851]. "What Is Government?" General Idea of the Revolution in the Nineteenth Century. Translated by Robinson, John Beverly. London: Freedom Press. pp. 293–294.