لرغونی تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لرغونی تاریخ د انساني تاریخ د لیکلې او ثبت شوې بڼې له پیل نه د کلاسیکې دورې تر وروسته مهال پورې د تېرو شوو پېښو ټولګه ده. دغه عبارت کېدای شي یوې مهالیزې دورې او یا هم یوې علمي څانګې ته وکارول شي.[۱]

ثبت شوی تاریخ، نږدې ۵۰۰۰ کاله مخینه لري چې له سومري میخي لیک نه پیلېږي او تر ټولو لرغوني منسجم متون یې له میلاد نه ۲۶۰۰ کاله وړاندې ته اړوندېږي. لرغونی تاریخ ټولې هغې لویې وچې رانغاړي چې له میلاد نه له ۳۰۰۰ کلونو وړاندې تر ۵۰۰ میلادي کال پورې په کې انسانانو ژوند کړی دی.[۲]

«د لرغوني تاریخ» پراخ مفهوم، باید له«کلاسیکې لرغونتیا» سره غلط نه شي. کلاسیکه لرغونتیا تر ډېره په لرغونې مدیترانه کې لویدیځ تاریخ ته چې له میلاد نه ۷۷۶ کاله وړاندې (د لومړني اولمپیا کال) د ثبت شوي یوناني تاریخ نه پیلېږي اړونده ده، چې له میلاد نه ۷۵۳ کاله وړاندې د روم د بنسټ اېښودو له کلتوري تاریخ، د لرغوني روم د تاریخ له پیل او په لرغوني یونان کې د یوناني لرغونې دورې (Archaic period) له پیل سره نږدې سمون خوري.

د «تاریخ» علمي اصطلاح، په اساسي ډول د تېر مهال مطالعه ده او کېدلای شي د(فزیکي شواهدو په ارزولو سره د لرغون پېژندنې) علم او یا (د متونو، اشعارو او ادبیاتو د مطالعې له مخې) انساني علم وي. په ورته مهال د لرغونې دورې د پای اړوند ټول په یوه خوله نه دي، یو شمېر لویدیځ پوهان په ۴۷۶ ز کال کې د روم د لویدیځې سترواکۍشیندل کېدل (تر ټولو ډېر کارېدونکی)، یو شمېر نور په ۵۲۹ ز کال کې د اپلاتوني اکاډمۍ تړل، په ۵۶۵ ز کال کې د لومړي ژوستینیان سترواک مړینه، د اسلام ظهور او د شارلماني رامنځته کېدل، د اروپا د لرغوني او کلاسیک تاریخ پای بولي. له اروپا بهر، له ۴۵۰ ز کال نه تر ۵۰۰ ز کال پورې له لرغونې دورې نه وروسته کلاسیک مهال ته اوښتل له ستونزو سره مخامخ و.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د لرغوني تاریخ پر مهال (چې له میلاد نه نږدې ۳۰۰۰ کاله وړاندې پیلېږي) د نړۍ د وګړو شمېر د نیولیتیک انقلاب له امله په پام وړ ډول زیاتوالی موندلی و، چې هغه مهال د یو بشپړ پرمختګ په توګه ګڼل کېده. په هالنډ کې کې د HYDE د انګیرنو له مخې، په دغه دوره کې د نړۍ نفوس په مخ پر ودې ډول زیاتوالی درلود. له میلاد نه ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې، د نړۍ د وګړو شمېر ۲ میلیونه و، چې له میلاد نه ۳۰۰۰ کاله وړاندې یې ۴۵ میلیونه ته وده وکړه. له میلاد نه ۱۰۰۰ کاله وړاندې د اوسپنې د عصر په رامنځته کېدو سره د وګړو شمېر ۷۲ میلیونو ته وده وکړه، اټکل کېږي چې په ۵۰۰ ز کال کې د دغې دورې په پای کې د نړۍ د وګړو شمېر ۲۰۹ میلیونه کسو ته ورسېد، چې ښيي، د ۱۰۵۰۰ کلونو په مهال کې د نړۍ د وګړو شمېر ۱۰۰ چنده زیاتوالی درلود.[۹]

د لرغونې دورې مطالعه[سمول]

تاریخ لیکوني د لرغونې نړۍ د غوره درک په موخه دوه اصلي لارې لري: لرغون پېژندنه او د پاتې شوو اصلي متنونو مطالعه. لومړنۍ سرچینې، د مطالعې اړوندو اطلاعاتو او نظریاتو ته تر ټولو نږدې سرچینې دي. لومړنۍ سرچینې له دویمو هغو جلا شوې، چې تر ډېره د لومړنیو سرچینو یادونه کوي، نظر پرې ورکوي او یا له هغو ګټه اخلي.[۱۰][۱۱][۱۲]

لرغون پېژندنه[سمول]

لرغون پېژندنه، د انسان د تېر چلند د تفسیر او بیاجوړولو په موخه د پاتې شوو جوړښتونو څېړنه او ارزونه ده. لرغون پېژندونکي د لرغونو ښارونو په ړنګو برخو کې څېړنې کوي او د هغو دورو د وګړو د ژوندانه اړوند نښو په لټه کې دي. د لرغون پېژندونکو یو شمېر مهمې موندنې چې له مخې یې لرغونی تاریخ مطالعه کوي، دا دي:[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶].

  • مصري اهرامونه : هغه لوی قبرونه چې د لرغونو مصریانو له خوا له میلاد نه ۲۶۰۰ کاله وړاندې د هغوی د پاچایانو د وروستي ارام ځای په توګه جوړ شوي دي.[۱۷]
  • د هاراپارا (په معاصر پاکستان کې)، موهنجو دارو (په معاصر پاکستان کې) او په هند (سویلي آسیا) کې د لوتال لرغونو ښارونو مطالعه.[۱۸][۱۹]
  • د ایټالیا د پمپئی ښار: یو لرغونی رومي ښار دی چې د وزوویوس غره د ښویدو له امله په ۷۹ میلادي کال کې تر خاورو لاندې ساتل شوی. د ساتنې وضعیت یې دومره غوره دی چې د روم کلتور ته یې ارزښتمنه کړکۍ ور پرانیستې او د اتروسکانو او سامنیت یانو له کلتور نه جامع لید برابروي.[۲۰][۲۱]
  • تراکوتا پوځ: په لرغونی چین کې کې د لومړي شین سترواک ارام ځای.[۲۱]
  • د مینوس کالوکاییرینوس او آرتور ایوانز له خوا د کنوسوس کشف.
  • د هاینریش شلیمان له خوا د تروا ښار کشف.

متني سرچینې[سمول]

ډېری هغه څه چې له لرغونې دورې پېژندل کېږي، د هماغې لرغونې دورې د تاریخ لیکونو د روایتونو له مخې دي. په داسې حال کې چې د هر لرغوني لیکوال د تعصب په نظر کې نیول مهم دي، خو د هغوی شرح له لرغوني مهال نه زموږ د درک بنسټ جوړوي. د لرغونې دورې یو شمېر د پام وړ لیکونکي دا دي: هرودوت، توکیدیدس، آرین، پلوتارک، پولیبیوس، سیما، کیان، سالوست، لیوی، ژوزفوس، سوتونیوس او تاکیتوس.

د لرغوني تاریخ په مطالعه کې یو له بنسټیزو ستونزو نه دا ده چې، ثبت شوي تاریخونه، نه شي کولای، ټولې بشري پېښې ثبت کړي، چې یوازې یوه برخه د دغو اسنادو تر ننه پاتې شوې. په دې سربېره باید له پاتې شوو سوابقو نه په ترلاسه شوو اطلاعاتو د ډاډ وړتیا هم په پام کې ونیول شي. په تېرو مهالونو کې ډېرو کمو کسانو د تاریخ لیکنې وړتیا لرله، ځکه لوست په هېڅ کلتور کې د لرغونې دورې له پای نه تر ډېر وروسته مهال پورې پراختیا نه وه کړې.[۲۲][۲۳][۲۴]

لومړی پېژندل شوی منظم تاریخي فکر په لرغوني یونان کې ظهور وکړ، چې د هرودوت هالیکارناسوس (۴۸۴- نږدې ۴۲۵ کاله له میلاد وړاندې) له خوا پیل شو. توسیدید د اتن او سپارتا ترمنځ له جګړې نه په خپله لیکنه کې، الهي لامل یې تر ډېرې کچې له منځه یووړ او د عقل او پوهې پر بنسټ عنصر یې د راتلونکو لویدیځو لیکنو لپاره د مقدمې په توګه پرېښود. نوموړی، هغه لومړنی کس دی چې د یوې پېښې د لامل او چټک بنسټ ترمنځ یې توپیر څرګند کړ.[۲۵][۲۶]

د روم سترواکي هغه لرغونی کلتور و، چې نسبتاً په کې د لوست کچه لوړه وه، خو د یو شمېر ډېرو مخاطب لرونکو تاریخ لیکونکو آثار یې ورک شوي. د بېلګې په توګه، لیوي، هغه رومي تاریخ لیکونکی چې له میلاد نه یوه پېړۍ وړاندې یې ژوند کاوه، هغه په ۱۴۴ ټوکونو کې د روم تاریخ ولیکه چې Ab Urbe Condita یې ورته ویل (معنی یې: د ښار له جوړېدو وروسته)، چې اوس یې یوازې ۳۵ ټوکه شته، هغه هم د پاتې ټوکونو یوازې لنډه شرحه پاتې ده. په حقیقت کې، د مهمو رومي تاریخ لیکونکو له آثارو نه ډېره لږ کچه پاتې او نور څه یې نه دي پاتې شوي.[۲۷]

د لرغونې دورې پای[سمول]

د لرغونې دورې د وروستي مهال اصطلاح 'late antiquity' په دواړو اصلي اروپا او د مدیترانې په نړۍ کې له کلاسیکې لرغونې دورې نه منځنۍ دورې ته لېږدېدونکو پېړیو ته اړوندېږي: په عام ډول  په درېیمه پېړۍ کې د روم سترواکۍ د کړکېچونو له پای (نږدې ۲۸۴ ز کال) نه تر اسلامي فتوحاتو او په اوومه پېړۍ کې د هرایکلوس تر مشرۍ لاندې بیاځلي د بېزانسانو د سترواکۍ د منظم کېدو تر مهاله په کې شاملېږي. له کلاسیکې وروسته دورې پیل (چې په اروپا کې د منځنۍ دورې په نوم پېژندل کېږي) د روم سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته ده، چې دغه دورې نږدې له ۵۰۰ ز کال نه تر ۱۵۰۰ ز کال پورې دوام درلود.[۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. WordNet Search – 3.0, "History" Archived 2005-09-17 at the Wayback Machine.
  2. See also The Origin and Development of the Cuneiform System of Writing, Samuel Noah Kramer, Thirty Nine Firsts In Recorded History, pp. 381–383.
  3. Clare, I.S. (1906). Library of universal history: containing a record of the human race from the earliest historical period to the present time; embracing a general survey of the progress of mankind in national and social life, civil government, religion, literature, science, and art. New York: Union Book. p. 1519 (cf., Ancient history, as we have already seen, ended with the fall of the Western Roman Empire; [...])
  4. United Center for Research and Training in History. (1973). Bulgarian historical review. Sofia: Pub. House of the Bulgarian Academy of Sciences. p. 43. (cf. ... in the history of Europe, which marks both the end of ancient history and the beginning of the Middle Ages, is the fall of the Western Roman Empire.)
  5. Hadas, Moses (1950). A History of Greek Literature. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 273. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-01767-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Robinson, C.A. (1951). Ancient History from Prehistoric Times to the Death of Justinian. New York: Macmillan.
  7. Breasted, J.H. (1916). Ancient Times, a History of the Early World: An Introduction to the Study of Ancient History and the Career of Early Man. Boston: Ginn and Company.
  8. Myers, P.V.N. (1916). Ancient History. New York [etc.]: Ginn and company.
  9. Data Archived 2019-12-10 at the Wayback Machine. from History Database of the Global Environment. Archived 2018-02-27 at the Wayback Machine. K. Klein Goldewijk, A. Beusen and P. Janssen, "HYDE 3.1: Long-term dynamic modeling of global population and built-up area in a spatially explicit way", from table on p. 2, Netherlands Environmental Assessment Agency (MNP), Bilthoven, The Netherlands.
  10. "Primary, secondary and tertiary sources". Lib.umd.edu. 2008-05-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Primary, secondary and tertiary sources". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۰۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Oscar Handlin et al., Harvard Guide to American History (1954) p. 118-246
  13. Petrie, W.M.F. (1972). Methods & aims in archaeology. New York: B. Blom
  14. Gamble, C. (2000). Archaeology the basics. London: Routledge.
  15. Wheeler, J.R. (1908). Archaeology [a lecture delivered at Columbia University in the series on science, philosophy and art, January 8, 1908]. New York: Columbia University Press.
  16. Barton, G.A. (1900). Archaeology and the Bible Archived 2016-04-26 at the Wayback Machine.. Green fund book, no. 17. Philadelphia: American Sunday-School Union 1816 Chestnut Street.
  17. Watkin, David (2005). A History of Western Architecture (الطبعة 4th). Laurence King Publishing. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85669-459-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"The Great Pyramid ... is still one of the largest structures ever raised by man, its plan twice the size of St. Peter's in Rome"
  18. Basham, A.L. Review of A Short History of Pakistan by A.H. Dani (with an introduction by I.H. Qureshi). Karachi: University of Karachi Press. 1967 Pacific Affairs 41(4): 641–643.
  19. S.R. Rao (1985). Lothal. Archaeological Survey of India, 30–31.
  20. Zarmati, Louise (2005). Heinemann ancient and medieval history: Pompeii and Herculaneum. Heinemann. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74081-195-8. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Lobell 2002.
  22. Gardner, P. (1892). New chapters in Greek history, historical results of recent excavations in Greece and Asia Minor. New York: G.P. Putnam's Sons. pp. 1–.
  23. Smith, M.S. (2002). The early history of God: Yahweh and the other deities in ancient Israel. The Biblical resource series. Grand Rapids, Mich: William B. Eerdmans Pub. pp. xxii–xxiii
  24. Nadin, M. (1997). The civilization of illiteracy. Dresden: Dresden University Press.
  25. Cochrane, Charles Norris. Thucydides and the Science of History, Oxford University Press, 1929. p. 179.
  26. Cochrane, Charles Norris. Thucydides and the Science of History, Oxford University Press, 1929. p. 179.
  27. Harris, W.V. (1989). Ancient literacy. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. p. 175.
  28. Humphries, Mark (2017-02-01). "Late Antiquity and World History: Challenging Conventional Narratives and Analyses" (in en). Studies in Late Antiquity 1 (1): 8–37. doi:10.1525/sla.2017.1.1.8. ISSN 2470-6469. https://cronfa.swan.ac.uk/Record/cronfa30084/Download/0030084-16092016113558.pdf. Retrieved 2019-02-21.