راتلونکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راتلونکی له تېر او حال څخه وروسته يو وخت دی، چې رسېدنه يې د وخت شتون او د فزيکي قوانينو له امله حتمي ده. د راتلونکي د حقيقت او د مخنيوي د نه وړتيا روښانه ځانګړتيا له امله، ټول هغه شيان چې اوس شته او راتلونکي کې به هم وي، د تلپاتې يا لنډمهالي په توګه يې ډلبندي کولی شو. تلپاتې دا معنا چې د تل لپاره به وي او لنډمهالي دا معنا چې ياد شيان به پای ته رسېږي. په لويديځه نظريه کې چې د وخت کرښيزې مفکورې څخه ګټه اخلي، راتلونکی د اټکل شوې وخت ليکې هغه برخه ده چې تمه ده پېښه شي. په خاص نسبيت کې راتلونکی بشپړ يا مطلق راتلونکي يا راتلونکي روښانه مخروط په توګه په پام کې نيول کېږي. [۱][۲][۳]

د وخت فلسفه کې د حال اصالت هغه باور دی، چې له مخې يې يوازې حال شته او راتلونکی او تېر غيرواقعي دي. دينونه هغه وخت راتلونکی په پام کې نيسي، چې ځينو مسئلو، لکه: د کړنو برخليک، له مرګ څخه وروسته ژوند او escatologies ته اشاره کوي. ايسکاټولوژي څېړي چې د وخت او نړۍ پای به څه وي. ديني څېرو، لکه پيغمبرانو علیه السلام او غيب ويونکو يا روحانيونو راتلونکي ته د کتلو ادعا کړې ده. د راتلونکې څېړنې يا د راتلونکې پوهه (Futurology) اټکليز شوني راتلونکو پوهه، هنر او کارونه ده. د دې برخې معاصر پوهان د يو وخت يا يوې ټوټې راتلونکي او د اټکل او شونتيا محدوديتونو پر وړاندې د شوني او توجيه وړ راتلونکو په پرتله د ځايناستو او له يو څخه زياتو راتلونکو اهميت باندې ټينګار کوي. د تقدير اصالت هغه باور دی، چې له مخې يې تېر، حال او راتلونکی وار له مخه څرګند شوي دي.

د راتلونکي مفهوم، د هنري خوځښتونو او د دې د څرګندونې په اړه په بشپړ ډول ځانګړي شويو ژانرونو ،لکه د ۲۰ مې پېړۍ «راتلونکي اصالت» خوځښت، په کلتوري توليد کې په پراخ ډول راسپړل شوی دی.

په فزیک کې[سمول]

وخت په فزيک کې څلورم اړخ يا بعد دی. فزيکپوهان بحث کوي، چې د فضا وخت د غځېدونکي ټوکر د يوې لړۍ په توګه درک کېدلی شي، چې لکه د راښکون يا جاذبې قوې غوندې د ځينو قوو له امله کږېدلی شي. په لرغوني فزيک کې راتلونکی يوازې د وخت ليکې نيمايي دی، چې د ټولو کتونکو لپاره يو ډول دی. په ځانګړي نسبيت کې د وخت بهير د کتونکي د اړيکې نسبت په چوکاټ پورې اړوند دی. هر څومره چې يو کتونکی د اړيکې نسبت يا مأخذ څيز څخه په تېزې واټن اخلي، ښکاري چې ياد څيز د وخت په واسطه په همغه اندازه بطي حرکت کوي. په دې دليل راتلونکی له دې وروسته عيني نظريه يا مفهوم نه دی. بشپړ راتلونکی يا د راتلونکي روښانه مخروط يو څه معاصره نظريه ده. کله چې يو شخص په درې فضايي اړخونو يا بعدونو کې په مخکې يا په شا حرکت کولی شي، زيات فزيکپوهان بحث کوي چې تاسې په وخت کې يوازې د مخکې تللو وړتيا لرئ. [۴]

د ځانګړي نسبيت نظريې يوه وتنۍ دا ده، چې يو شخص د خورا لوړې چټکتيا يون کولو په واسطه په راتلونکي کې تګ يا يون کولی شي (مګر هيڅکله بېرته نه شي راګرځېدلی). په داسې حال کې چې دا اغېز تر عامو حالتونو لاندې د ارزښت وړ نه دی، په خورا لوړو چټکتياوو کې د فضا يون د وخت بهير د پام وړ بدلولی شي. لکه څرنګه چې د پوهې په زياتو افسانوي کيسو او فلمونو (لکه: Deja Vu) کې انځور شوي دي، په نږدې روښانه چټکتيا کې ان د لږ وخت لپاره د يو شخص يون به يوې داسې ځمکې ته بېرته راوګرځي، چې په راتلونکي کې زيات کالونه دي.

ځيني فزيکپوهان ادعا کوي، چې د فضا وخت د دوو برخو يو ځای کولو په موخه د يوه مارپېچ سوري په کارونې سره يو شخص په نظرياتي ډول په وخت کې يون کولی شو. فزيکپوه Michio Kaku په ډاګه کوي، چې د دې فرضي وخت څرخ ته د ځواک ورکولو او د وخت فضا په ټوکې کې د يو سوري ويستل به د يو ستوري انرژۍ ته اړتيا ولري. يوه بله نظره دا ده، چې شوني ده يو څوک په دنيايي څانګو(( (cosmic strings) سره په وخت کې يون وکړي.

په فلسفه کې[سمول]

د وخت په فلسفه کې د حال اصالت هغه باور دی، چې له مخې يې يوازې حال شته او راتلونکی او تېر يا ماضي ناريښتيني دي. تېرې او راتلونکې هستۍ د ذهني جوړښتونو يا افسانو په توګه تشرېح شوې دي. د حال اصالت سرچپه د تل پاېېدنې اصالت دی، چې د دې باور له مخې په تېر او راتلونکي کې شيان په تلپاتې ډول شتون لري. يوې بلې نظريې ته ځيني وختونه د «د وخت وده وال بلاک نظريه» وايي، چې له مخې يې تېر او حال شته، مګر راتلونکی نه شته. [۵]

د حال اصالت، د نسبيت په اړه د ګاليله نظريې سره متناسب دی، چې وخت په کې له فضا څخه خپلواک او بېل دی، مګر شوني ده چې د حال اصالت دې د Lorentzian يا د البرټ انسټاين نسبيت نظريې سره د نورو معلومو فلسفي پای ليکونو (تيزس) سره په يووالي کې برابر نه وي، چې زياتره يې د بحث وړ نه بولي. Saint Augustine وړانديز وکړ، چې حال د تېر او راتلونکي تر منځ يوه تېره څنډه ده او د وخت هيڅ غځېدلې دوره نه شي رانغاړلی.

د Saint Augustine په خلاف ځيني فيلسوفان اټکل کوي، چې شعوري تجربه په وخت کې غځېدلې ده. د بېلګې په ډول: William James وايي چې: وخت ... «د هغه څه يو لنډ مهال دی، چې موږ يې په ناڅاپي او پرله پسې ډول ورته حساس یو. Augustine اټکل وکړ چې خدای له وخت څخه د باندې او په ابديت کې د ټولو وختونو لپاره شته دی. نور هغه لومړني فيلسوفان چې د حال پلوي وو، د بودايانو (د هندي بودا ايزم په دود کې) کې شاملېږي. د معاصرې دورې د بودايي فلسفې يو مشر پوه Stcherbatsky دی، چې د بودايي حال اصالت په اړه يې په پراخه ډول ليکنې کړې دي.

هر تېر شوی څيز ناريښتينی دی. هر راتلونکی څيز ناريښتينی دی. هر انګېرل شوی، نشت يا ورک، خيالی ... څيز ناريښتينی دی. په پای کې: ريښتينی د فزيکي ګټورتوب (لکه: سبب) يوازې د حال شېبه ده. [۶]

په روانپوهنه کې[سمول]

انساني چلند د راتلونکې تمې رانغاړونکی پېژندل شوی دی. د تمې يا چمتووالي کړه وړه د راتلونکي پر لور د يوې فزيالوژيکي نظريې پايله کېدلی شي. لکه: د ښه راتلونکي فلسفه، د بد راتلونکي فلسفه او هيله.

خوش بيني يا د ښې راتلونکي فلسفه، د ژوند په اړه هغه نظريه ده، چې له مخې يې يو څوک د نړۍ يوه منظره د مثبت ځای په توګه په پام کې نيسي. ويلی شو چې: د ښه راتلونکي فلسفه يو ګيلاس د نورو د «نيم تش» په خلاف «نيم ډک» ويني. ياده فلسفه د بدبينۍ (بد راتلونکي فلسفې) سرچپه فلسفي نظريه ده. د دې نظريې پلويان په عمومي ډول باور لري، چې خلک او پېښې په ذاتي ډول ښې دي، نو زيات حالتونه يې په پای کې د تر ټولو ښه کولو لپاره کار کوي. هيله په يوې مثبتې وتنۍ کې د يو چا په ژوند کې د پېښو او حالتونو اړوند باور دی. هيله د مايوسۍ، غوښتلو، ارزو کولو، زغملو او ټينګار پر معلومه اندازه باندې دلالت کوي. لکه: باور لرل چې يوه غوره او مثبته وتنۍ، ان هغه وخت هم شونې ده، چې ځيني دلايل يې په خلاف وي. هيله منتوب د ښه راتلونکي فلسفې څخه يو څه ځکه بېل دی، چې هيله يو احساساتي حالت دی، په داسې حال کې چې خوش بيني مثبت چلند ته د لارښود فکري نمونې له لورې يوه تر لاسه شوې پايله ده.

بدبيني يا د بد راتلونکي فلسفه، لکه مخکې چې ذکر شوه، د ښې راتلونکي سرچپه ده. دا د يوازې بد يا ناخوښو وتنۍ، پايلو يا ستونزو ليدلو، تمې او ټينګار کولو هڅه يا ميلان دی. ياد ويی (Pessimism) له لاتيني Pessimus څخه رامنځته شوی دی، چې Pessi د تر ټولو خراب او malus د بد يا ناوړه معنا لري.

سرچینې[سمول]

  1. Encyclopædia of religion and ethics. Edinburgh: T. & T. Clark. pp. 335–337.
  2. Moore, C.-L. & Yamamoto, K. (1988). Beyond words: movement observation and analysis. New York: Gordon and Breach. p. 57. (cf., The representation of time as a linear, unidirectional progression is a distinctly Occidental point of view.)
  3. Eddington, A. S. (1921). Space, time and gravitation; an outline of the general relativity theory. Cambridge: University Press. p. 107.
  4. "You Can't Travel Back in Time, Scientists Say". Live Science. 7 March 2007. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Broad, C.D. (1923). Scientific Thought. New York: Harcourt, Brace and Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Vol.1 of Buddhist Logic, 1962, Dover: New York. 70–71.