د مرکزي اسیا تاریخ
د سټیپه یا شنو سیمو د عشایرو او د مرکزي اسیا په شاوخوا سیمو کې د مېشت شویو خلکو تر منځ اړیکې تل له شخړو ډکې دي. د عشایرو د خلکو د ژوند کولو ډول د جګړې لپاره ډېر ښه مناسب و او د سټيپه اس ځغلوونکي د ویجاړونکو تکنیکونو او د خپلو اسانو د غیشو ویستونکو کسانو وړتیا د دې لامل شوه چې دوی په نړۍ کې د ځواکمنو پوځي کسانو په توګه وپېژندل شي. په دوره اې توګه، قومي مشران یا بدلیدونکي شرایط د دې لامل ګرځېدل تر څو بېلابېلې قبیلې په یوه واحد پوځي ځواک کې سره را ټولې شي او د نورو سیمو په تېره بیا د متمدنو ښارونو پر نیولو پیل وکړي. د قبیلو د دې ډول ایتلافونو نه کولای شو پر اروپا باندې د هونیانو تیری، ماوراءالنهر ته د بېلابېلو ترکانو مهاجرت، پر چین باندې د وو هو بریدونه او د مغولو له خوا د اسیا او اروپا د زیاترو برخو نیول یاد کړو. [۱] پر دغو سیمو باندې د کوچیاني عشایرو واک په ۱۶ مه پېړۍ کې هغه مهال پای ته ورسېد کله چې ځايي خلکو د ټوپکو پر مټ وکولای شول چې د خپلو سیمو واک په لاس کې واخلي. روسي سترواکۍ، د چین د چینګ سلسله او نور ځواکونه په دغه سیمه کې پراخ شول او د نوولسمې پېړۍ تر پایه یې د مرکزي اسیا زیاتره سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې. په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې د انقلاب نه وروسته، شوروي د مرکزي اسیا زیاتره سیمې ونیولي. په دغه سیمه کې یوازې مغولستان او افغانستان په نوم خپلواک پاتې و، که څه هم مغولستان د شوروي یوه برخه وه خو شوروي ځواکونو د شلمې پېړۍ په پای کې پر افغانستان برید وکړ. د شورویانو پر مهال د مرکزي اسیا زیاتره سیمې د صنعتي کېدو او د زیربیناګانو د جوړیدو شاهدې وي او تر څنګ یې د سیمه ییزو کلتورونو ځپل او د قومي شخړو او چاپېریالي ستونزو میراث هم پر ځای پاتې شو. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي په له منځه تلو سره، د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو لکه قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او تاجکستان خپلواک شول. په دې ټولو نویو هېوادونو کې د کمونیست ګوند پخوانيو چارواکو د سیمه ییز ځواکمنو کسانو په توګه واک په لاس کې واخیست، چې په دې لړ کې پرته له قرغیزستان چې له خپلواک کېدو راهیسې یې د خلکو د پاڅونونو په ترڅ کې دری ولسمشران لري شوي دي، بیا هم پر دې نه دی وسي شوی تر څو یوه تلپاته دیموکراسي ټینګه کړي.[۲] له تاریخ وړاندې[سمول]مډرن یا عصري انسانان له ۴۰۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰۰ کلونو وړاندې مرکزي اسیا ته رسېدلې دي. داسې انګېرل کېږي چې هغوی ۳۸۰۰۰ کال وړاندې د تبت فلات ته رسېدلې دي. د مډرن انسان یوه تر ټولو لرغونې بېلګه په دې وروستیو کې په شمالي مرکزي اسیا کې موندل شوې ده، دا هغه ۴۵۰۰۰ کلنه بقایا ده چې له ژینیتیکي اړخه لرغونې او عصري ختیځې اسیا ته نږدې ده. [۳][۴][۵] له ژینیتیکي اړخه، لرغونې مرکزي اسیا یوه ګده سیمه وه، چېرې چې لویدیځ اروپايي اسیايي (اروپا اړوند) او ختیځ اروپايي اسیايي (ختیځې اسیا اړوند) وګړي سره مخ شوي، یو ځای اوسېدلې او څو ځله سره مدغم شوي دي. په مرکزي اسیا کې ګڼ شمېر قومي-ژبني دلې رامنځته شوې او منقرض شوې دي. [۶][۷] د سیرامیک ډبرینه اصطلاح د مرکزي اسیا د ډبرینې دورې نه وروسته کلتورونو ته کارول کېږي، چې له میلاد څخه له ۵ تر ۶ پېړیو وړاندې دوره وه (د روسیې په لرغون پېژندنې کې، دغه کلتورونه د نوې ډبرینې دورې په نوم یادیږي، هان که هغه وخت کې کرهڼه هم نه وه). د دې لوښو بېله ځانګړنه دا ده چې زۍ یې پراخې او لاستې لري او په داسې مېتودونو سره جوړې شوې دي چې د نوې ډبرینې زمانې د کروندګرو له خوا نه کارول کېدي. د دې ډول سفالو یا لوښو لومړی ځل کارېدل ښايي په سایبریا کې د بایکال جهیل شاوخوا سیمو کې تجربه شوي وي. همداشان له زېږد وړاندې ۷۰۰۰ کلونو شاوخوا کې د روسیې د والګا د الشان یا یلشانکا یا سامارا په کلتور کې را ښکاره شوی دی او بیا له هغه ځایه څخه د دنیپر-دونیتس کلتور له لارې د ختیځ بالتیک د ناروا کلتور ته خپور شوی دی. [۸][۹] لرغونې زمانه[سمول]له زېږد وړاندې په دویمه او لومړۍ زریزه کې، د مرکزي اسیا (لرغوني نږدې ختیځ) په سویل کې پراخ او پیاوړي دولتونه رامنځته شول. دغو سترواکیو د سټیپه عشایرو د تسخیر لپاره زیاتې هلې ځلې وکړي، خو له یوې بېلې بریا سره مخ شول. د ماد او هخامنشیانو سترواکیو د مرکزي اسیا پر سیمو باندې حکومت کاوه. د Xiongnu سترواکۍ (۲۰۹ کاله له زېږد وړاندې – له زېږد وروسته ۱۵۶ کال پورې) کولای شو د مرکزي اسیا لومړنۍ سترواکۍ وبولو، چې د وروستیو سترواکیو لکه ګوکتورک او مغول لپاره یې بېلګه کېښوده. د Xiongnu اجدادو د Xianyu قبیلې د Zhongshan حکومت د چین په Hebei ولایت کې جوړ کړ (له زېږد څخه وړاندې ۶ پېړۍ کې – له زېږد څخه ۲۹۶ کاله وړاندې). د chanyu لقب د Xiongnu د حاکمانو له خوا تر Modun Chanyu وړاندې کارېده، نو شونې ده چې د Xiongnu د دولتي توب تاریخ د Modun له حکومت څخه وړاندې پیل شوې وي. [۱۰] د Han–Xiongnu د جګړو په بریالي کېدو سره، د چین دولتونو هم په ځلونو هڅه کړې وه تر څو خپل واک د لویدیځ پر خوا پراخ کړي. دغو هېوادونو د خپل پوځي واک سره سره، د ټولې سیمې نیول ستونزمن ګاڼه.[۱۱][۱۲] د اسلام راتګ[سمول]په اتمه پېړۍ کې اسلام دغې سیمې ته نفوذ وکړ، د دښتو عرب عشایرو کولای شول چې له پوځي اړخه د سټیپه له عشایرو سره برابري وکړي او عرب سترواکي د مرکزي اسیا ځینې برخې تر خپل واک لاندې راوستې. د قطیبه ابن مسلم (۷۰۵ ز- ۷۱۵ ز کال) تر مشرۍ لاندې لومړني فتوحات ډېر ژر د بومي خلکو د پاڅونونو او د تورګش د تیري په پایله کې معکوس راووتل، خو په ۷۳۸ ز کال کې د تورګش خاقانات په له منځه تلو سره د نصر ابن سیار په مشرۍ یې د مسلمانانو د بیا اقتدار موندنې لپاره لاره هواره کړه. د عربو په تیري سره له لویدیځې مرکزي اسیا څخه د چینایانو نفوذ هم پای ته ورسېد. په ۷۵۱ ز کال کې د تالاس په جګړه کې عرب لښکرو په غوڅه توګه سره د تانګ سلسلې ته ماتې ورکړه او د راتلونکو څو پېړیو لپاره یې پر دغې سیمې باندې د منځني ختیځ اغېز واکمن وګرځاوه. تر نهمې پېړۍ پورې په دغه سیمه کې په پراخه پیمانه اسلامي کېدل تر سره نه شو، بلکې د عباسیانو د سیاسي اقتدار د تجزیې او د سیمه ییزو ایراني او ترک سلسلو د رامنځته کېدو لامل سره مل و. مرکزي اسیا ته د روسیې پراختیا (۱۹مه پېړۍ)[سمول]روسانو د سویل پر لور هم پراختیا ومونده، لومړی یې د اکراینانو سټیپي (شنې دښتې) د کرهڼې پر مرکز واړولې او بیا وروسته یې د قزاقستان سټیپو خوا ته پراختیا ومونده او د اورینبورګ د کلا په جوړولو یې پیل وکړ. د مرکزي اسیا پر زړه باندې د روسانو ورو پراختیا د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې پیل شو، که څه هم ستر پیټر د خېوا پر لورې د شهزاده بکووېچ-چرکاسکي په مشرۍ د ۱۷۲۰ ز لسیزې په لومړیو کې یوه ناکامه لښکرکشي تر سره کړه. په ۱۸۰۰ ز کال کې، سیمه ییزو خلکو د روسانو د پرمختګ پر وړاندې ناوسه وه، که څه هم د ستر پوځ (Great Horde) قزاقانو د کینیساري قاسیموف تر مشرۍ لاندې له ۱۸۳۷ ز نه تر ۱۸۴۶ ز کال پورې پاڅون وکړ. تر ۱۸۷۰یمې لسیزې پورې، په زیاترو حالاتو کې د روسیې لاسوهنه ډېره کمه وه او د بومي خلکو د ژوند ډول او د سیمه ییزو حکومتونو جوړښتونه لاس نه خوړلي پاتې وو. له ۱۸۶۵ ز کال وروسته د ترکستان په فتحې سره، روسانو په تدریجي ډول زیات شمېر سټیپي (شنې دښتې) مصادره کړې او دا ځمکې یې روسي کروندګرو ته ورکړي او په زیات شمېر سره روسانه هلته ولاړل. په لومړي سر کې دا بهیر یوازې د سټيپو په شمالي برخو پورې محدود و، خو په ۱۸۹۰ یمې لسیزې کې د پام وړ شمېر روسانو په سویل په تېره بیا په جیتیوس (سمیرچیه) کې استوګنه غوره کړه. سرچینې[سمول] |
- ↑ O'Connell, Robert L.: "Soul of the Sword.", page 51. The Free Press, New York, 2002
- ↑ "US and West need to stand solid behind Kyrgyzstan, Central Asia's only democracy"
- ↑ Aldenderfer M (2011). "Peopling the Tibetan plateau: insights from archaeology". High Alt. Med. Biol. 12 (2): 141–147. doi:10.1089/ham.2010.1094. PMID 21718162.. Qi X, Cui C, Peng Y, Zhang X, Yang Z, Zhong H, Zhang H, Xiang K, Cao X, Wang Y, et al. (2013). "Genetic evidence of paleolithic colonization and neolithic expansion of modern humans on the tibetan plateau". Mol. Biol. Evol. 30 (8): 1761–1778. doi:10.1093/molbev/mst093. PMID 23682168.. Jane Qiu, The Surprisingly Early Settlement of the Tibetan Plateau, Scientific American, 1 March 2017.
- ↑ Fu, Qiaomei; Li, Heng; Moorjani, Priya; Jay, Flora; Slepchenko, Sergey M.; Bondarev, Aleksei A.; Johnson, Philip L.F.; Petri, Ayinuer A.; Prüfer, Kay; de Filippo, Cesare; Meyer, Matthias (2014-10-23). "The genome sequence of a 45,000-year-old modern human from western Siberia". Nature. 514 (7523): 445–449. Bibcode:2014Natur.514..445F. doi:10.1038/nature13810. ISSN 0028-0836. PMC 4753769. PMID 25341783.
- ↑ Lu, Dongsheng; Lou, Haiyi; Yuan, Kai; Wang, Xiaoji; Wang, Yuchen; Zhang, Chao; Lu, Yan; Yang, Xiong; Deng, Lian; Zhou, Ying; Feng, Qidi (2016-09-01). "Ancestral Origins and Genetic History of Tibetan Highlanders". American Journal of Human Genetics. 99 (3): 580–594. doi:10.1016/j.ajhg.2016.07.002. ISSN 0002-9297. PMC 5011065. PMID 27569548.
- ↑ Unterländer, Martina; Palstra, Friso; Lazaridis, Iosif; Pilipenko, Aleksandr; Hofmanová, Zuzana; Groß, Melanie; Sell, Christian; Blöcher, Jens; Kirsanow, Karola; Rohland, Nadin; Rieger, Benjamin (2017-03-03). "Ancestry and demography and descendants of Iron Age nomads of the Eurasian Steppe". Nature Communications. 8: 14615. Bibcode:2017NatCo...814615U. doi:10.1038/ncomms14615. ISSN 2041-1723. PMC 5337992. PMID 28256537.
- ↑ Krzewińska, Maja; Kılınç, Gülşah Merve; Juras, Anna; Koptekin, Dilek; Chyleński, Maciej; Nikitin, Alexey G.; Shcherbakov, Nikolai; Shuteleva, Iia; Leonova, Tatiana; Kraeva, Liudmila; Sungatov, Flarit A. (2018-10-03). "Ancient genomes suggest the eastern Pontic-Caspian steppe as the source of western Iron Age nomads". Science Advances. 4 (10): eaat4457. Bibcode:2018SciA....4.4457K. doi:10.1126/sciadv.aat4457. ISSN 2375-2548. PMC 6223350. PMID 30417088.
- ↑ Anthony, D.W. (2007). "Pontic-Caspian Mesolithic and Early Neolithic societies at the time of the Black Sea Flood: a small audience and small effects". In Yanko-Hombach, V.; Gilbert, A.A.; Panin, N.; Dolukhanov, P. M. (eds.). The Black Sea Flood Question: changes in coastline, climate and human settlement. pp. 245–370. ISBN 978-9402404654. Anthony, David W. (2010). The horse, the wheel, and language : how Bronze-Age riders from the Eurasian steppes shaped the modern world. Princeton, N.J.: Princeton University Press. ISBN 9780691148182.
- ↑ Gronenborn, Detlef (2007). "Beyond the models: Neolithisation in Central Europe". Proceedings of the British Academy. 144: 73–98.
- ↑ Christoph Baumer "The History of Central Asia – The Age of the Silk Roads (Volume 2); PART I: EARLY EMPIRES AND KINGDOMS IN EAST CENTRAL ASIA 1. The Xiongnu, the First Steppe Nomad Empire"
- ↑ Herodotus, IV, 83–144
- ↑ "Central Asia, history of", Encyclopædia Britannica, 2002