د منځني ختيځ تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

منځنی ختيځ چې د تمدن يوه زانګو ده او نژدې ختيځ هم ورته ويل کېږی ، د نړۍ ډېری لرغوني مدنيتونه يې ليدلي دي. دا تاريخ د لومړيو انسانانو له مېشتېدا پيليږي، له اسلام مخکې او له اسلام وروسته سترواکيو کې دوام پیدا کوي او د نن ورځې د منځني ختيځ تر ملي دولتونو پورې رسېږي. 

سموريان لومړي هغه څوک وو چې يو پېچلی نظام يې رامنځ ته کړ، چې «تمدن» ورته ويل کېده او له زېږد مخکې په پنځمه زريزه کې پيل شوی و. مصري تمدن له زېږد مخکې شا او خوا ۳۱۵۰ کې د لومړي فرعون تر مشرۍ لاندې د ښکته او پورته مصر په سياسي يووالي سره يو په بل کې مدغم شول. بين النهرين د ګڼو ځواکمنو سترواکيو مرکز و چې په نژدې ټول منځني ختيځ يې واکمني وکړه. په ځانګړي ډول له زېږد مخکې په ۱۳۶۵-۱۰۷۶ کې د اشوريانو سترواکي او له زېږد مخکې ۹۱۱-۶۰۹ د نوې اشوري سترواکۍ. له زېږد مخکې د اوومې پېړۍ له لومړيو نه راپدېخوا، ايراني مديانو، په هغوی پسې هخامنشي سترواکۍ او ورپسې نورو ايراني دولتونو او سترواکيو په دې سيمه واک درلود. له زېږد مخکې په لومړۍ پېړۍ کې مخ پر پراخېدو جمهوري روم ټوله ختيځه مديترانه چې د نژدې ختيځ ډېرې سيمې هم په کې شاملې وې، په خپل ځان کې جذب کړې، ختيځې رومي سترواکي چې اوس د بيزانس سترواکۍ په نوم پېژندل کېږي، له بالقان نه تر فرات پورې واکمني کوله، دا سترواکي تر ډېره بريده په مسيحيت پېژندل شوې او د مسيحيت لپاره متعصبه وه، کرار کرار يې د هغو لارښوونو تر منځ چې په قسطنطينيه کې د دولت له خوا ورکول کېدې او په منځني ختيځ کې پر مسيحيت د باور لرونکو تر منځ مذهبي درزونه پيدا کړل. له زېږد وروسته، له درېيمې پېړۍ نه تر اوومې پېړۍ پورې ټول منځنی ختيځ د بيزانس او ساساني سترواکۍ تر واک لاندې و. له اوومې پېړۍ نه په منځني ختيځ کې د اسلام په نوم نوی ځواک مخ پر راپورته کېدو و. د عربو واکمني ناڅاپي او د يوولسمې پېړۍ په منځ کې د سلجوقيانو په رارسېدو سره پای ته ورسېده. د ديارلسمې پېړۍ په لومړيو کې، د يرغلګرو يوه نوې څپه چې د مغولو سترواکۍ پوځ و او تر ډېره بريده ترکان وو، دا سيمه يې له يوې مخې جارو کړه. د پنځلسمې پېړۍ په لومړيو کې، په لويديځه اناتولي کې نوی ځواک راپورته شو چې هغه عثماني سترواکي وه، د ژبې له اړخه ترکان او د دين له اړخه مسلمانان و، دوی په ۱۴۵۳ز کال کې د مسيحي بيزانس پلازمېنه قسطنطينيه ونيوله او خپل ځانونه يې پاچایان اعلان کړل. [۱]

د منځني ختيځ سترې برخې د پېړيو لپاره د عثمانيانو او صفوي ايراني کورنۍ تر منځ د جګړې ډګر وګرځېدې، چې پيل يې د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې شوی و. په ۱۷۰۰ز کال کې، عثمانيان له هنګري سلطنت نه وايستل شول او په دې توګه په پولو کې د ځواک پرتلنې په پرېکنده ډول د غربي نړۍ په ګټه بدلون وموند. بریتانوي سترواکۍ هم د فارس پر خليج اغېزناک واک تر لاسه کړ او فرانسوي استعماري سترواکۍ خپلې اغېزې تر لبنان او سوريې پورې وغځولې. په ۱۹۱۲ز کال کې، د ايټاليې سلطنت، ليبيا او دوکانيز ټاپوګان ونيول چې دا سيمې د عثماني سترواکۍ د زړه اناتولي ساحلي سيمو ته نژدې پرتې وې. د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، د منځني ختيځ واکمنو هڅه وکړه چې خپل دولتونه موډرن کړي، تر څو له اروپايي ځواکونو سره په زياته اغېزمنتيا سره مقابله وکړي. د منځني ختيځ په تاريخ کې د بدلون يو ټکی هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې تيل کشف شول، په لومړي ځل په ۱۹۰۸ز کال کې په فارس او بيا په سعودي عربستان کې (په ۱۹۳۸ز) او له دې وروسته د فارس خليج په نوروهېوادونو کې، په ليبيا او الجزاير کې. د منځني ختيځ په تیلو د لويديځ تکيه او په دې سيمو کې د بریتانيې د اغېز کمښت د دې لامل شول، چې په سيمه کې امريکايي لېوالتيا وده وکړي. 

د ۱۹۲۰،۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ز کلونو په اوږدو کې، سوریه او مصر د خپلواکې پر لور ولاړل. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال او له جګړې وورسته ( ۱۹۳۹-۱۹۴۵ز) بریتانيه، فرانسه او شوروي اتحاد د منځني ختيځ له ډېرو سيمو نه ووتل. په فلسطين کې د عرب-اسرائيلو جګړه په ۱۹۴۷ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د فلسطين د وېش په طرحې سره پای ته ورسېده. د سړې جګړې د ترينګلتيا په منځ کې، د لويديځې اسيا ا و شمالي افريقا هغه هېوادونه چې په عربي ژبه يې خبرې کولې، د پان عربيزم  شاهدان وو. د اروپا له خوا د سيمې د نېغ په نېغه واکمنۍ خوشې کول، د اسرائيلو منځ ته راتګ او د پطروليم صنعت مخ پر زياتېدو اهميت د نوي منځني ختيځ په جوړولو کې مرسته وکړه. د منځني ختيځ په ډېرو هېوادونو کې، د بازار د اقتصاد پر وده سياسي محدوديتونه، فساد او ملګرتيا، پر وسلو زیات لګښت او نفوذ پروژو او تر ډېره بريده د تیلو پر عايداتو تکيه اغېز لري. په سيمه کې د سړي سر تر ټولو شتمن هېوادونه، د فارس خليج هغه کوچني هېوادونه دي چې زيات تیل لري، لکه: قطر، کويټ، بحرين او متحده عربي امارات.  

د ۱۹۶۷ز کال د شپږو ورځو جګړې، د ۱۹۷۰ز کلونو د انرژۍ بحران چې د يوم کيپور په جګړه کې د امريکا له خوا د اسرائيلو د ملاتړ په ځواب کې په ۱۹۷۳ز کال کې د اوپیک په نفتي تحريم سره پيل شو، د سعودي عربستان په مشرۍ د وهابيت خپرول او په ۱۹۷۸- ۱۹۷۹ز کال کې د ايران د انقلاب په ګډون، ګڼ لاملونه د اسلام پالنې د ودې او روان اسلامي نويتابه (تجديد) لامل وګرځېدل. په ۱۹۹۱ز  کال کې د شوروي اتحاد ړنګېدو له سړې جګړې نه نړيوال تمرکز د تروريزم پر وړاندې جګړې لور ته واړاوه. د ۲۰۲۱ز کلونو د لومړيو په پيلېدو سره د عرب پسرلي په نوم يوې انقلابي څپې، د منځني ختيخ او مغرب په ګڼو هېوادونو کې ستر لاريونونه، پاڅونونه او اوښتونونه  پيل کړل. د ۲۰۱۳ز کال د دسمبر په دېرشمه نېټه، د عراق په لويديځ کې نښتې د سني داعش (دولة الاسلام في العراق و الشام) د پان اسلاميزم د راپورته کېدو پيلامه وه. [۲][۳][۴][۵]

منځني ختيځ ته د نژدې ختيځ نوم هم کارول کېدای شي، خو په جلا معنا سره، په ځآنګړي ډول، کله چې د لرغوني تاريخ په اړه بحث کېږي، شونې ده چې دا محدوده معنا ولري او يوازې شمالي سيمو ته وويل شي، له تاریخي اړخه د ارامي ژبې ويونکو هغو سيمو ته چې ساميان په کې ژوند کوي او د اناتولي په ګاونډ کې پرتو سيمو ته ویل کېږي.

عمومي[سمول]

د مصر په شریکولو سره (کوم چې د شمالي افريقا نامغربي سيمه ده) او له قفقاز پرته، له جغرافيايي اړخه ، منځنی ختيځ لويديځه اسيا بلل کېدای شي. منځنی ختيځ لومړۍ هغه سيمه ده چې د نوي ډبرين عصر بدلون يې تجربه کړی دی (له زېږد مخکې لسمه زريزه) او لومړۍ هغه سيمه ده، چې د ژېړو «برونز» پړاو (له زېږد مخکې ۳۳۰۰-۱۲۰۰) او د اوسپنې پړاو (له زېږد مخکې ۱۲۰۰-۵۰۰) ته داخل شوی دی.

له تاريخي اړخه انسانانو د اوبو په شا اوخوا کې مېشتېدل خوښول، همدا چاره د اوسنيو انسانو د راټولېدو په بڼه کې هم لېدل کېږي. د کرنيز منځني ختيځ لپاره د اوبه خور نظام خورا مهم و: د مصر لپاره د ښکته نيل سمندر اوبه خور او د بين النهرين لپاره د دجلې او فرات سيندونه. د شام کروندګري په اورښت (للمي) پورې تړلې وه، نه د مصر او مابين النهرين په څېر د سمندرونو په اوبه خور پورې. همدا چاره په بېلا بېلو غلو دانو کې د غوراوي لامل وګرځېده. له دې امله چې د سمندر له لارې سفر اسانه او چټک و، د فنیقي او بيا د يوناني په څېر د مديترانې په څنډو کې مدنيتونو، په پياوړو سوداګريو کې برخه واخسته. په ورته وخت کې لرغونی یمن د عربي ټاپووزمې د نورو سيمو په پرتله د کرنې لپاره ډېر برابر و، سمندري سوداګري تر ډېره بريده له افريقا سره کېده، چې د افريقا ځينې سيمې يې له ژبني اړخه سامي کړې. عدناني عربان، چې د منځني ختيځ په وچو سيمو کې اوسېدل، مخکې تر دې چې په ښاري ايالتونو کې ژوند غوره کړي، ټول شپانه او کوچيان وو، په دې ټاپووزمه کې، نن ورځ د جيو- ژبني وېش تر مخې، دوی د فارس خليج، نجد او حجاز تر منځ او له ټاپووزمې دباندې په بدوي سيمو وېشل شوي دي.[۶].[۷][۸]

سرچینې[سمول]

  1. Dodson, Aidan (1991). Egyptian Rock Cut Tombs. Buckinghamshire, UK: Shire Publications Ltd. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7478-0128-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Robin Wright, Sacred Rage: The Wrath of Militant Islam, pp. 65–66
  3. interview by Robin Wright of UK Foreign Secretary (at the time) Lord Carrington in November 1981, Sacred Rage: The Wrath of Militant Islam by Robin Wright, Simon and Schuster, (1985), p. 67
  4. Kepel, Gilles (2003). Jihad: The Trail of Political Islam. I.B. Tauris. د کتاب پاڼي 61–62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-257-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Martin Kramer. "Fundamentalist Islam: The Drive for Power". Middle East Quarterly. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2005 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Richard, Suzanne (2003). Near Eastern Archaeology: A Reader (الطبعة Illustrated). EISENBRAUNS. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57506-083-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "World Factbook – Jordan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "World Factbook – Kuwait". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)