د سوېل-ختیځې اسیا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سوېل ختیځې اسیا اوسنۍ سیاسي نقشه

د سوېل ختیځې اسیا له تاریخ وړاندې مودې څخه تر نن د سوېل ختیځې اسیا پر خلکو په دوو جلا فرعي سیمو کې راټول دي: د سوېل ختیځې اسیا اصلي خاوره (هندوچین) او ټاپو يي سوېل ختیځه اسیا (سمندري سوېل ختيځه اسیا). د سوېل ختیځي اسیا په اصلي خاوره کمبوډیا، لاوس، میانمار (برما)، ټاپووزمه مالیزیا، ټایلنډ او ویټنام هېوادونه راځي او په ټاپو کې يي سوېل ختیځه اسیا کې بروني، کوکوس (کیلېنګ) ټاپوګان، کرېسمېس ټاپوګان، ختیځه مالیزیا، ختیځ تیمور، اندونیزیا، فلیپین او سنګاپور شامل دي.[۱][۲]

د سویل ختیځې اسیا پر اصلي خاوره ۷۰۰۰۰ کاله وړاندې او پرټاپو يي سوېل ختيځه اسیا ۵۰۰۰۰ کاله د مخه د عصري انسانانو د لومړني اوسېدنې پل ورپسې اخیستی شو. ۲۵۰۰۰ کاله وړاندې، په ختیځه اسیا (اصلي سوېل ختیځ) پورې تړلو ډلو د سوېل ختیځې اسیا له اصلي خاورې د ټاپو وزمې سوېل ختیځې اسیا پر سوېلي لور پراختیا ومونده. ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې، د سوېل ختیځې اسیا له اصلي خاورې د هوابیهیان راکډه شویو وګړو د جلا مصنوعاتو او وسایلو د تولید یو دود او فرهنګ رامنځته کړی وو. د ډبرو د نوي پېر په بهیر کې، اسټرواسیايي خلک د وچې له لارې په هندو چین کې مېشت شول او د سمندرونو اسټرونیزي کډوال په تېره بیا په ټاپو وزمه سوېل ختیځه اسیا کې مېشت شول. لومړنۍ کرنیزې ټولنې چې ږدن (ارزن) او لندې ورېژې يې کرلې، له زېږېدنې ۱۷۰۰ کاله وړاندې د هندو چین په بېدیاوو او سیندغاړې ځمکو کې رامنځته شوې. [۳][۴][۵]

د فونگ نگوین فرهنگ (اوسنی شمالي ویتنام) او د بان چیانگ وطن (اوسنی ټایلنډ) په لومړي ځل له میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې مس کارول، او ورپسې د ډانګ سان فرهنګ وو چې د میلاد څخه ۵۰۰ کاله وړاندې يې د ژېړو (برونزو) د تولید او پروسس خورا پرمختللی صنعت رامنځته کړی و. ورته مهال لومړنیو کرنیزو پاچاهیو هم سرراپورته کړ چې ډېرې ځمکې یې درلودې، لکه په ښکته میکانګ کې فونان او د سره رود په ډلټا کې وان لانګ. کوچني او ټاپو وزمه ریاستونه په ډېرېدونکې بڼه په سمندري سوداګرۍ کې ښکېل شول او د هغې په چټکه پراختیا کې يې ونډه لرله. [۶]

د سوېل ختیځې اسیا توپوګرافیک رنګارنګوالي د دې سیمې پر تاریخ ستر اغېز لرلی دی. د بېلګې په ډول د سوېل ختیځې اسیا اصلي خاوره د پرله پسې خو د کروړ او سختو ځمکو په لرلو سره د خمیر Khmer او مون Mon تمدنونونو ته لاره هواره کړه. د دې فرعي سیمې پراخې ساحلي کرښې او د ایراواډي، سالویین، چاو پهرایا، میکانګ او سره رود سیندونو ستر سیسټم د هند په سمندر او د سوېلې چین په سمندرګي کې د ټولنیزو- کلتوري او اقتصادي فعالیتونو لامل شول. بل پلو، د بورنېئو او سوماترا د استثنااتو پرته، ټاپو وزمه سوېل ختیځه اسیا په پراخو خورو ورو ټاپوګانو او مجمع الجزایرو د وچ سمندر د تکراري بېلګو بڼه ده. داسې یوه انقطاع چې د منځنۍ کچې تالا سوکراتیک دولتونه يې د ځمکنیو لویو هیلو پر وړاندې بې پروا کړل او هلته وده او هوساینه له سمندري سوداګرۍ سره تړلې وه. [۷][۸][۹]

له میلاد شاخوا ۱۰۰ کاله وړاندې راپه دې خوا، د سوېل ختیځې اسیا مجمع الجزایرو د هند سمندر او سوېلي چین سمندرګي د سوداګریزو لارو په څلورلارې کې مرکزی ځای درلود چې اقتصاد يې په ستره کچه وهڅاوه او د مفکورو راتګ ټولنیز تنظیم او پرمختګ ته وده ورکړه. د ګډ پېر چې د ثبت شوي تاریخ د پيل او مشخصې کلتوري پراختیا د ادامې په نښه کوونکی دی، د لومړنیو پېړیو پر مهال ډېری ځايي سوداګریزو پالیسیو په خوښوونکي ډول د هندوستان د دولت، مذهب، کلتور او ادارې هندو عنصرونه راخپل کړل. چینايي کلتور تر ډېره په غیر مستقیم او پاشلي ډول خپور شو ځکه چې سوداګري د ورېښمو لارې په څېر له ځمکنیو لارو ترسره کېده. د چین د اوږدو مودو انزوا او سیاسي اړیکو چې د درناوي د مراتبو وړاندې کولو په طریقو پورې محدودې وې، د ژور متقابل کلتوري اغېز مخه ډب کړه. [۱۰][۱۱]

بودیزم، په ځانګړې توګه په هندو چین کې، له اتمې تر نهمې پېړۍ په سیاسي جوړښت اغېز درلود. اسلامي مفکورې د اتمې هجري پېړۍ په لومړیو کې ټاپو وزمې سوېل ختیځې اسیا ته ورورسېدې او په ۱۳مه پېړۍ کې د مسلمانانو لومړنۍ ټولنې رامنځ ته شوې. د اروپايي ښکېلاک پېر لومړني عصریتوب او د سړې جګړې پېر د سوېل ختیځې اسیا د ګڼو سیاستونو لپاره د محدود سیاسي اهمیت واقعیت روښانه کړ. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته پایښت او پرمختګ یوه عصري دولت او یوه پیاوړي ملي هویت ته اړتیا لرله. د اوسنۍ سوېل خیتځې اسیا ډېری هېوادونه په تاریخي لحاظ په بېسارې کچه د سیاسي ازادۍ او خپلواکۍ  څخه برخمن دي او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې (اسیان) په چوکاټ کې د بین الدولتي همکارۍ له عملي مفهوم څخه  ګټه اخلي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نوم[سمول]

د سوېل ختیځې اسیا لپاره ګڼ شمېر پخواني تاریخي نومونه کارول شوې دي چې یو يې هم یو بل سره جغرافیوي ورته والی نه لري. هغه نومونه چې سوېل ختیځه اسیا پرې یاده شوې ده دي: په هندي دود کې سوارنابهومي یا سواننا پهوم (د سرو زرو ځمکه) او سوارنادویپا (د سرو زرو ټاپوګان)، په عربو او پارس کې د بادونو څخه ښکته ځمکې، په چينايي کې نانیانګ (سوېلي سمندرګي) او په جاپان کې نانیو ورته وايي. په دویمه پېړۍ کې د اسکندريې د بطلمي له لوري جوړه شوې د نړۍ نقشه د مالای ټاپووزمې ته د اوریا کِرسونېسوز (د سرو زرو ټاپو وزمه) نوم کاروي.  [۱۷][۱۸][۱۹]

د "سوېل ختیځې اسیا" اصطلاح په لومړي ځل په ۱۸۳۹ز کال د امریکايي عیسوي ملا هوارډ مالکولم له لوري د هغه په سوېل ختیځه اسیا کې سفرونو په نوم کتاب کې وکارول شوه. مالکولم د سوېل ختیځې اسیا په راپېژندلو کې یواځې د اصلي خاورې د برخې یادونه کړې او سمندري برخه يې له پامه غورځولې. دغه اصطلاح په رسمي توګه له ۱۹۴۱ څځه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې د انګلیسي-امریکايي ځواکونو د دویمې نړیوالې جګړې د ارام سمندر جبهې د عملیاتو د سیمې د ټاکلو پر مهال وکارول شوه (د سوېل ختیځې اسیا قومنداني، SEAC).

له تاریخه مخکې[سمول]

د ډبرو زوړ پېر[سمول]

هومو ارکتوس انسانانو د پلیستوسن پېر پرمهال شاوخوا ۱۵۰۰۰۰۰ کاله مخکې په دې سیمه کې ژوند کاوه. د ننیو انسانانو ډلې، چې د ختیځې ایروشیا (ختیځې اسیا اړوند) وګړو او سوېلي ایروشیا (پاپوان اړوند) وګړو پلرونه او نیکونه وو، دې سیمې ته له مېلاد ۵۰۰۰۰ تر ۷۰۰۰۰ کاله وړاندې ورسېدل، خو ځینې وايي چې ان وخته رسېدلي وو. لکه څرنګه چې د تام-پا-لینګ غارونو کې د پاتې شونو (فوسیل) موندنې بیانوي، دغو عصري کډه شویو انسانانو ښايي تر یوې کچې د پخوانیو هومو ارکتوس انسانانو سره ژوند ګډ او د نسل تولید کړی وي. په مالیزیا، د چین سویل، فلیپین، سريلانکا او په وروستیو کې په کمبوډیا کې د ډبرینو توکو د ټولګو او پاتې شونو د موندنو د ډېټا شننه په ډاګه کوي چې د هومو ارکتوس انسانانو د کډوالۍ لارې جوړې کړې وې او ان له ۱۲۰۰۰۰ کلونو وړاندې هلته مېشته وو او د ډېرو پخوانیو جلا شویو موندنو زوړالی ۱,۸ میلیونه کلونو پورې رسېږي. جاوا انسان (د هومو ارکتوس انسانانو څخه هم وړاندې) او فلوریسي انسان په دې سیمه کې اوږد مهالی وو او په انزوا کې اوسېدل تر دې چې د ډولونو په ځانګړنو کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی. د بورنېئو په غارونو کې د ډبرې هنر (parietal art) موندل شوی (اوسمهال د نړۍ تر ټولو لرغونی هنر) چې ۴۰۰۰۰ کاله پخوانی دی. فلوریسي انسان هم په دې سیمه کې لږ تر لږه تر ۵۰۰۰۰ کاله په خوا اوسېدلی دی او وروسته له هغه يې نسل له منځه تللی دی. د وروستیو مودو په بهیر کې د نننۍ اندونیزیا د لویدیځ ټاپوګان د سمندر د ټيټو کچو له امله په یوه واحده ستره وچه کې یوځای شول چې سونډالنډ یې بولي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Daigorō Chihara (1996). Hindu-Buddhist Architecture in Southeast Asia. BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10512-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Victor T. King (2008). The Sociology of Southeast Asia: Transformations in a Developing Region. NIAS Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-87-91114-60-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Larena, Maximilian; Sanchez-Quinto, Federico; Sjödin, Per; McKenna, James; Ebeo, Carlo; Reyes, Rebecca; Casel, Ophelia; Huang, Jin-Yuan et al. (2021-03-30). "Multiple migrations to the Philippines during the last 50,000 years". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 118 (13). doi:10.1073/pnas.2026132118. ISSN 0027-8424. PMID 33753512. PMC 8020671. https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC8020671/. 
  4. Carlhoff, Selina; Duli, Akin; Nägele, Kathrin; Nur, Muhammad; Skov, Laurits; Sumantri, Iwan; Oktaviana, Adhi Agus; Hakim, Budianto et al. (August 2021). "Genome of a middle Holocene hunter-gatherer from Wallacea" (in en). Nature 596 (7873): 543–547. doi:10.1038/s41586-021-03823-6. ISSN 1476-4687. https://www.nature.com/articles/s41586-021-03823-6. 
  5. Hall, Kenneth R. A History of Early Southeast Asia: Maritime Trade and Societal Development, 100-1500. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Carter, Alison Kyra (2010). "Trade and Exchange Networks in Iron Age Cambodia: Preliminary Results from a Compositional Analysis of Glass Beads". Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association 30. doi:10.7152/bippa.v30i0.9966. https://journals.lib.washington.edu/index.php/BIPPA/article/view/9966/0. Retrieved 12 February 2017. 
  7. "Chinese trade" (PDF). Britishmuseum.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Culture, Regionalism and Southeast Asian Identity" (PDF). Amitavacharya.com. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Willem van Schendel. "Geographies of knowing, geographies of ignorance: jumping scale in Southeast Asia 2002 – Willem van Schendel Asia Studies in Amsterdam" (PDF). University of Amsterdam. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Why did China shut itself out of the world in the 15th century?". Stack Exchange Inc. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. John M. Hobson (2004). The Eastern Origins of Western Civilisation. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-54724-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Muhamad Ali. Islam in Southeast Asia. Oxford University Press. https://www.academia.edu/3805977. Retrieved 22 July 2017. 
  13. Thongchai Winichakul. "BUDDHISM AND SOCIETY IN SOUTHEAST ASIAN HISTORY" (PDF). University of Wisconsin-Madison. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Woodward, Mark (1 September 2009). Juergensmeyer, Mark (المحرر). Islamic Societies in Southeast Asia. The Oxford Handbook of Global Religions. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780195137989.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195137989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "S-E Asia's identity long in existence". Hartford-hwp com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "SOVEREIGNTY AND THE STATE IN ASIA: THE CHALLENGES OF THE EMERGING INTERNATIONAL ORDER" (PDF). University of Chicago. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Revisiting the "Lands Below the Winds"". Library.ucla.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kapur; Kamlesh (2010). History Of Ancient India (portraits Of A Nation), 1/e. Sterling Publishers Pvt. Ltd. د کتاب پاڼې 465. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-207-4910-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Anna T. N. Bennett (2009). "Gold in early Southeast Asia". ArchéoSciences (33): 99–107. doi:10.4000/archeosciences.2072. http://archeosciences.revues.org/2072. Retrieved March 9, 2018. 
  20. Bellwood, Peter (2017-04-10). First Islanders: Prehistory and Human Migration in Island Southeast Asia (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1). Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-25154-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lipson, Mark; Reich, David (April 2017). "A Working Model of the Deep Relationships of Diverse Modern Human Genetic Lineages Outside of Africa". Molecular Biology and Evolution 34 (4): 889–902. doi:10.1093/molbev/msw293. ISSN 0737-4038. PMID 28074030. PMC 5400393. https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC5400393/. 
  22. "Oldest bones from modern humans in Asia discovered". CBSNews. 20 August 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Demeter, Fabrice; Shackelford, Laura; Westaway, Kira; Duringer, Philippe; Bacon, Anne-Marie; Ponche, Jean-Luc; Wu, Xiujie; Sayavongkhamdy, Thongsa et al. (7 April 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Early Modern Humans and Morphological Variation in Southeast Asia: Fossil Evidence from Tam Pa Ling, Laos"]. PLOS ONE 10 (4): e0121193. doi:10.1371/journal.pone.0121193. PMID 25849125. Bibcode2015PLoSO..1021193D. 
  24. "Results of New Research at La‐ang Spean Prehistoric Site" (PDF). dccam org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 31 January 2009 باندې). Malaysian scientists find stone tools 'oldest in Southeast Asia'.
  26. Kiona N. Smith (11/9/2018) What the world’s oldest figurative drawing reveals about human migration
  27. Morwood, M. J.; Brown, P.; Jatmiko; Sutikna, T.; Wahyu Saptomo, E.; Westaway, K. E.; Rokus Awe Due; Roberts, R. G. et al. (13 October 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Further evidence for small-bodied hominins from the Late Pleistocene of Flores, Indonesia"]. Nature 437 (7061): 1012–1017. doi:10.1038/nature04022. PMID 16229067. Bibcode2005Natur.437.1012M. 
  28. Dennell 2010، ص. 266, citing Morwood 2003